Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, April 8, 2012

بانکداري لومړی برخه ( د بانک تعريف او د بانکي حسابونو بيان )



مونږ او تاسې وينو چې په ټولنه مو شيطاني بازار یرغل کړی دی او ورو ورو په ټولنه کې دغه شيطاني بازار يا نا رواه معاملات زور اخلي . آن لاين اسلامې لارښود پخوا هم  د بانکي حرامو معاملاتو په اړه پوره پوره وضاحت بيان کړي دی او ددې شيطاني بازار د سود او قمار د معاملات د حرمت په اړه يې ټولنې ته خبرداری ورکړی دی .
اوس غواړو تاسې ته د بانکداری په اړه بيان خپور کړو .
لومړی په عمومي ډول بانکداري تر څيړنې لاندې نيسو بيا د بانکدارۍ حرام معاملات او وروسته اسلامې بانکداري او د هغه اصول تر څيړني لاندې نيول شوی دی .
تر څو خلک د بانک په حرامو معاملاتو ښه پوه شي او روسته په دی هم پوه شي چې اسلامې بانک څه ډول وي .
بانكداري :  Banking
دبانك تعريف : بانك عبارت له هغه تجارتي اداري څخه دي چه په هغه كي دخلكو روپۍ په بيلوبيلو شكلونو سره راټوليږي اوهمدغه پيسي دنوموړي اداري له خوا نورو افرادو،شركتونو او صنعت كارانو ته د تجارتي چارو د پرمخ بيولو په غرض دگټه لرونكي قرض په شكل وركول كيږي، په اوسنيو شرايطوكي په اكثريت بانكونوكي تعامل په داسي شكل دي چه بانك له خپلوقرضدارانوڅخه ګټه سود اخلي اوخپلومشتركينو ته هم څوسلنه سود وركوي (۱).
د بانك تاريخ :
په تيرو وختونوكي تجارتي تعامل او د خلكو پيرودل او پلورل داسي ؤ چه خلكو به خپلي طلاوي په امانت ډول صرافانو ته ايښودي اوپه بدل كي يي له صرافانو څخه رسيد اخستلو وروسته ورو ورو دخلكو معاملات دهمدغه رسيداتو په اساس ترسره كيدل او خلكو به په ډيره لږه پيمانه دخپلوطلاؤ داخستلو لپاره صرافانو ته مراجعه كول نوكله چه صرافانو دغه حالت وليده نوهغوي هم نورو خلكو ته په قرض سره د طلا وركول پيل كړل، نوداچه په كلي توګه دخلكو معاملات درسيداتو په واسطه ترسره كيدي نو صرافانو هم خپلو قرضدارانو ته دطلاپه ځاي رسيدات وركول نو په دي اساس يوه منظمه اداره منځ ته راغله چه له خلكو څخه بي دطلا رسيدات اخستلو او نورو ته به يي دقرض په ډول وركول نو ورو ورو كله چه ورقي منځ ته راغلي نو درسيداتو هماغه تعامل ورباندي تطبيق شو چه په آخر پاي كي دبانك اداره منځ ته راغله، (۲).
بانك خلكو ته په دي سره دعوت وركوي ترڅو چه خپلي پيسي په امانت ډول سره دغه اداري ته وسپاري چه داسلامي فقهي دغه ډول معامله په عربې ژبه کې ورتـــــــه ودايع وايې
اوپه انګليسي ژبه كي ورته Deposit وايي.
خلك چه په بانكونو كي خپلي پيسي اچوي نو دخپل حسابي تعامل په اساس هغه په بانك كي جمع كوي چه عمده اومهم يي لاندي دري ډول حسابونه دي:
۱- جاري حساب ۲- پس انداز حساب ۳- ثابت حساب
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) اسلام اودجديدمعنيت وتجارت، مفتي محمد شفيع تقي عثماني،ص،۱۱۵ په اوردو ژبه
(۲) اسلام اووجديد معيشت وتجارت، مفتي محمد شفيع تقي عثماني،ص،۱۱۵ په اوردو ژبه
۱- جاري حساب: Current Account:
جاري حساب هغه حساب ته وايي چه كومي پيسي په دغه حساب كي جمع كيږي نودبانك خاوند دپيسو خاوند ته ګټه نه وركوي او دپيسو خاوندهم هركله چه وغواړي او په هرمقدار سره كه وغواړي البته دخپل حساب مطابق له بانك څخه پيسي اخستي شي اوبانك په هغه پيسو باندي كاروبار كوي. (۱).
۲- پس انداز حساب: Saving Account:
له هغه حساب څخه عبارت ده چه هغه پيسي چه په دغه ډول حساب كي جمع شويدي چه ځيني محدوديتونه اساس لري اوبانك هم دپيسو خاوند ته دسلني په اساس ګټه وركوي په پخواني مصدر.
۳- ثابت حساب: Fixed Deposit:
ثابت حساب عبارت له هغه حساب څخه دی چه څوك په بانك كي په نوموړي حساب كي خپلي پيسي جمع كوي ديوه تړون په اساس ترمعين وخت پورې هغه په بانك كي ايږدي او دټاكلي وخت له پوره كيدو وړاندي نشي كولاي خپلي پيسي له بانك څخه واخلي او دبانك له طرفه هم ورته دټاكلي سلني له مخي ګټه تاديه كيږي، پخواني مصدر كله چه ددغه دريو حسابونه په چوكاټ كي سرمايه په بانك كي جمع شي نو بانك ددغه سرمايي يوه برخه په مركزي بانك State Bank كي جمع كوي او مركزي بانك دغه سرمايه په عمومي ډول سره په داسي كارونو كي په قرض وركوي چه دضرورت په صورت كي دهغه پيسو نقدول آسانه وي او له هغه څخه دفيصدي په بنا ګټه هم اخلي . ددي حسابونه نور حسابونه هم شته اوپه نوي ډول سره افتتاح شويدي لكه دقسمت حساب، دمتعلم حساب او بخت حساب او داسي نور چه كه ددغه حسابونو په مقابل كي ګټه واخيستل شي او ياجايزه وركړل شي نو بياهم دغه تعامل سود دي او بايد چه ورڅخه ډډه وشي.

{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}

اسلامی بانکونه د يو لړ ځانګړتياوؤ لرونکی دی چه د دغه ځانکړتياوؤ په واسطه له ربوی تقليدی او غربی بانکونو څخه متمايز او جلا کېږی او دغه ځانګړتياوی د اسلامی شريعت له نظام او په اقتصاد او اجتماع کې د هغه د لوړو موخو سره موافقی دی چه په لاندی ډول سره بيانېږی .
۱ ـ  د صحيح آزاد او خپلواک اقتصادی سيستم جوړول :
سودي بانکونه له سرمايه داری نظام سره پياوړی اړيکه لري چه په دې اساس سره دنړيوال صهيونستانو هيلی پوره کېږي  .
سرمايه داری نظام چې په احتکار او ظلم باندی ولاړ دی يوه طبقه يې شتمنه کړی او په غريبان او فقېره طبقه باندې په اقتصادی مسايلو کې حاکميت کوي او اکثره خلک په فقر او اقتصادي تنګی کې اچوي  .
په بانکونو کې ربوی نظام چه د ( رب المال ) بانک اونورو وګړو او شرکتونو ترمنځ ترسره کېږي داسې ده چه سودي بانک خپل مشتری ته يو څه سلنه ورکوی لکه (۴) سلنه او داسې نور ورکوي او له نورو شرکتونو او افرادو څخه هغه چه بانک هغوی ته قرض ورکړي زياته سلنه ګټه اخلی او بالاخره د دغه بانکونو ګټه او فايده چه دټولو خلکو له پور څخه ترلاسه شوی دکفارو او صهيونستانو جيب ته لوېږي چه هغوی د همدغه پيسو په وسليه د مسلمانانو په وړاندی مورچل نيسي نو اسلامی بانکونه کولای شی ديو عادل اقتصادی سيستم په جوړولو سره دسود او سود خوړلو دلاری خنډ وګرځي او خلک او ټولنه له اقتصادي ترور څخه خلاص کړي .
د اسلامی بانک له ګټو، ښه والی او آثارو څخه يو هم دشلمې پيړی په څلورمه برخه کې داده چې د اسلامی بانکونو په ذريعه يو سالم اقتصادی نظام منځ ته راغلی او د غربی دولتونو له وساطت څخه پرته يې داسلامی دولتونو ترمنځ پياوړی اړيکه ټينګه کړې  .
۲ ـ د عادل او شامل اقتصادی نظام په پښو درول :
د اسلامی بانکونو دوهمه ځانګړنه او امتياز دا دی چه په اسلامي بانکونو کې د شريکانو ترمنځ د ګټی تقسيم د عدالت په بنسټ ولاړ او ګټه او نفع يې عامه او شامله ده .
ربوی او تجارتی بانکونه داسې دي چې دهغوی ګټه يوازې سرمايه لرونکی خلکو ته له کوم زحمت او تکليف تحمل پرته رسېږي او په عين حال کې هغوی ته کوم تاوان او خساره هم نه رسېږی (( البته د تاوان دموجوديت په صورت کې))
له شرکانو سره د اسلامی بانکونو په تعامل کې د عدالت وجه واضح او معلومداره ده هغه دا چې د اسلامی بانکونو ګټه او نفع خلکو او ټولنی ته رسېږي او دهغوی شعار دا دی چې ګټه بايد دټولې ټولنې او دخلکو دخير لپاره وي .
په اسلامې بانکونو کې دګټې ويش معين او محدود نه وي بلکه دګټې په تناسب ګټه دبانک او برخوالو ترمنځ له تحديد پرته په عادلانه ډول تقسميږی هغه ګټه که لږ وی که ډيره .
۳  ـ  د ادخارو تشويق او په مشروع طريقه استثماری تمويل ته پراختيا ورکول
ډيری مسلمانان له ربوی بانکونو سره تنها دا چه د ربا او د هغه په آفتونو باندی دککړتيا له ويری څخه بلکه په شبهاتو باندی دککړتيا له ويری څخه له معاملی څخه ډډه کوی او خپل مالونه له خپل ځان سره ساتي چې په دغسی حالت کې دهغوی پيسې له کار او استثمار څخه پاتی کېږی ولی اسلامی بانکونه له دغه مشکل څخه  د وتلو لپاره غوره لارې لري او له دغه لارو څخه خلک کولای شي خپل مالونه په مشروع ډول په کار واچوي .
د اسلامی بانکونو له لاری خلک کولای شي چې دخپلو کارونو څخه په دوه مهمو او اقتصادی چارو کې د اسلام په رڼا کې پريکړه وکړي  .
اول : ادخار ( ذخيره )
ادخار او دنقدی مالونو ذخيره کول دفرد اوټولنې لپاره ګټور او تاثير لرونکی دی د ادخارو او مالونو په ذخېره سره ټولنه او اقتصاد ښه والی او وده کوي او دهيواد دترقۍ سبب ګرځي .
په بانکونو کې دمالونو په ذخيره کولو سره له ډيرو سياسي او ټولنيزو مشکلاتو مخ نيوی کېږي او له ټولو نه مهمه داده چه په اسلامی بانکونو کې دمالونو په ذخيره کولو سره غرب او سودي بانکونو ته دپيسو دورتګ مخه نيسي او داسلام دښمنانو ته دګټې دورتګ مانع ګر ځي .
په اسلامی بانکونو کې دمالونو په ذخيره کولو اسلامی ارزښتو نه زياتېږي او په وګړو کې دمرستی او باور اومينی روح ته ځواک ورکوي  .
دوهم : د تمويل او سوداګری پراختيا :
په اسلامی بانکونو کې دمالونو ايښودل او په مشروع سوداګری باندی دمالونو په کار اچول په سوداګريزه . کرهڼيزه او صنعتي حرکتونو کې مهم رول لري او اسلامی ټولنه د هغه په وجه آباده او رغېږی اسلامی معنوی سطحه لوړيږي او په عين حال کې په دغه کار سره د غرب او سودي بانکونو له پيروی څخه ډډه کېږي او اسلامی ملت او وطن په پياوړې اوبنسټيزه توګه رغول کېږي .
او په اسلامی بانکونو کې دمال په کار اچولو سره دفقر ، ناپوهی ، ناروغتيا دعواملو او نورو بدبختيو په وړاندی کلکه مبارزه کوي نو دلته ده چې اقتصادی آزادي او حريت تحقق پيدا کوی .
۴ ـ دبې ګټی اوغير طبعی رشد مخ نيوی :
د اسلامی بانکونو بله ځانګړنه له تورم او بې ګټی غير طبعی رشد څخه مخنيوی دی .
آن لاين اسلامې لارښود



ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User