Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, February 21, 2013

داسی کتاب(پښتو) شته چه د تعویزاتو او د سهر د دفعی لپاره پکی لارښونی شوی وی ؟









د هډوال ویب پاڼی ټولو محترمو کارکوونکو او د پیغام ایښودونکو ته سلامونه او نیکی هیلی په نیک ساعت کی وړاندیکو او د الله تعالی له درباره څخه ورته د اجر عظیم غوښتنه کوم وروسته له سلامه

 زما د لاندی دوه پوښتنی دی نو که هر څومره ژر یی راته ځواب کړی ډیره به ښه وی . مننه: 


1 - ګرانه مولی حاحب زما لمړی تاسو څخه دا پوښتنه ده چی ایا تعویز کول روا دی البته هغه تعویز چی د قران د ایاتونو په واسطه ولیکی شی او بیا کوم څیز پری دم کړی شی او مریض ته یی ورکړی .

2 - بله می داپوښتنه ده چی داسی کتابونه (پښتو) شته چی هغه د تعویزاتو او د سهر د دفعی لپاره پکی لارښونی شوی وی 

 او که وی د مهربانی له مخی د یو څو کتابونو نومونه راته که و ښایی ( هغه کتابونه چی د شریعت خلاف پکی نوی)

 دا پوښتنه می ځکه له تاسو وکړه چی یو څو ورځی دمخه می د یو دوست واده وه او هغه راته د واده نه تقريبآ لس ورځی وروسته وویل چی زه د واده په شپه له یو داسی مشکل سره چی یی ما په ژوند کی فکرهم نه کوه ورسره مخ شوم هغه داچی د نامردو او بی دینو له لاسه په ما باندی یی کوم ډول جادو جمبړ کړی وه او ما نشو کړای چی د خپلی ښځی سره کورواله وکړم او بله داچی هتآ ما غوښتل چی دا خپله کورودانه له کوره وباسم او د ټول فامیل سره می بد چلن کوه او دا حالت می تر ډیرو ورځو دوام وموند تر څو چی د دوستانو په مشوری سره یو ملا صاحب ته لاړم او هغه راته ځینی په اصطلاح ششتونه او تعویزات راکړل او وروسته له دی می دغه مشکل الله تعالی ښه کړه  او اوس د الله تعالی په فضل او کرم روغ او رمټ یم .



بهیر  یم له لغمان ولایت څخه        



 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانه وروره !
 
سحر او جادو د سليمان (عليه السلام) له زمانې څخه ، بلکي تر هغه له مخکي وخت څخه بيا تر اوس مهال پوري د ظالمو او فاسدو انسانانو له لوري ډير ګرم (تود) راچليدلئ دئ ، حتی د اسلام په پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) باندي هم يوه يهودي سحر او جادو وکړ   . 

سحر او جادو پخپل ذات کښي خورا ډير قسمونه لري چي ځيني يې پدې شرح دي  : 

 
(۱)  : دښځي او خاوند د تفريق دپاره   . 

(۲)  : د ښځي او خاوند له يوه او بل څخه د نفرت پيدا کيدو لپاره  . 

(۳) :  ددې دپاره چي يوه ښځه وچه (شنډه) سي او اولاد يې نکيږي .

(۴)  : ددې دپاره چي يوې ښځي ته ميړه ورپيدا نسي ، يا وښځي ته ميړه نه ورپيدا کيږي ، يعني نکاح يې بنده سي  . 

(۵)  : ددې دپاره چي يو متعلم علم ايزده نکړي ، په تحصيل کښي ناکامه سي  . 

(۶)  : ددې دپاره چي يو معلم او استاذ په تعليم او تدريس کښي پر مخ ولاړ نسي  .

(۷) :  ددې دپاره چي په يو چا کښي بدني مرضونه پيدا سي  . 

(۹)  : ددې دپاره چي يو څوک ليونئ سي  . 

 (۱۰)  : ددې دپاره چي يو څوک بد أخلاقه سي ، او وبدو کارو ته يې مخ سي  .
 

حتی مفسرینو ذکر کړيدي چي د سحر او جادو په وجه د انسان شکل د حيوان په شکل هم بدليدلائ سي  ، 

او په موجوده زمانه کښي دا کار بيخي مخته تللئ دئ  . 

مسلمانانو ته پکار ده چي له سحر او جادو څخه د ساتني او حفاظت پخاطر هغه اياتونه او ذکرونه ايزده کړي ، او وايي يې کوم چي په شريعت کښي علماوو د جادو او د سحر د دفع دپاره مُشخص کړيدي  ، 

چي يو له هغو څخه د «قل أعوذ برب الفلق» او د «قل أعوذ برب الناس » مبارک سورتونه دي  . 


د البقره سورت ورستني دوه آيتونو ( آمن الرسول … آخر د سورت پوري ) تلاوت کول د انسان د حفاظت سبب ګرځي :

 

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من قرأ بالآيتين من آخر سورة البقرة في ليلة كفتاه (البخاري – 5008 )

څوک چې د سورت بقرې ورستي دوه ايته د شپې تلاوت کړي ده لره کافي دي (د هر شر او بلا دافع ګرځي )

عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال :- لا تجعلوا بيوتكم مقابر إن الشيطان ينفِر من البيت الذي تقرأ فيه سورة البقرة ) رواه مسلم ( 780 ) .


له ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :تاسې د خپلو کورونو نه قبرونه مه جوړوئ يقيناً په هغه کور کې چې د البقرې سورت لوستل کيږي شيطان له هغې کور نه تښتي .

د البقرې او آل عمران سورتونو فضيلت :

ا بو أمامة الباهلي ‏ ‏قال :‏ ‏سمعت رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏يقول :اقرءوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعا لأصحابه اقرءوا الزهراوين ‏ ‏البقرة ‏ ‏وسورة ‏ ‏آل ‏ ‏عمران ‏ ‏فإنهما تأتيان يوم القيامة كأنهما غمامتان أو كأنهما غيايتان أو كأنهما ‏ ‏فرقان ‏ ‏من ‏ ‏طير صواف ‏ ‏تحاجان ‏ ‏عن أصحابهما اقرءوا سورة ‏ ‏البقرة ‏ ‏فإن أخذها بركة وتركها حسرة ولا تستطيعها ‏ ‏البطلة  )المسلم )

ژباړه : د حضرت امامه رضی الله عنه نه روايت دی چه ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدل  هغه ارشاد وفرمايلو : قرآن لوله قرآن د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو شفيع جوړېږی ، را ځی به حاصتاً ( الزهروين ) يعني دا دوه اهم سورتونه ( البقره ـ ال عمران ) لوله هغه به د قيامت په ورځ خپل لوستونکی پخپل سوري کې اخستی داسې به راځی لکه چه د وريځی ټوټه  وي يا سايبان وي يا د مرغيو د سيل په شان به وي . دا دواړه سورتونه به د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو څخه  دفاع کوي  ،او ويې فرمايل چه لوله سوره بقره ځکه چه ددې حاصلول ډېر برکت لري او اهل بطالت ددی طاقت نه لری .

د اهل بطالت نه مراد ساحران او ګوډکر دي يعنې څوک چې سورت البقرة وايي د هغه تلاوت زيات برکت لري او د هغه په لوستونکې باندې  سحر او جادو کوم اثر نه کوي

کوډګر اوپالبين ته د ورتګ حکم
 
کوډګرو کاهينانو،پال بينو اوغيب وينکو ته ورتګ شرعاً حرام دي  ځکه چه داډلې د شيطان پيروان دې نو يوه مسلمان ته کله ښايې چه په خپل لاس د شيطان په دامونو کې ځان ونښلوي .
که په چا کوډی شوي وي هغه د کوډو لري کولو لپاره کوډ ګر ته نشي ورتلای ځکه چه په حرام شي معالجه حرامه ده .
 
دکوډ ګرو نښی نښانې :
 
فهدبن سليمان القاضي د سحر اوجادو ګرو علايم داسې بيانوي :
 
۱- ساحر اوکاهن د مريض  او دمريض د مور دې نوم پوښتنه کوي .
۲- دمريض څخه ځنی نښی نښانې غواړي لکه خولۍ ،ږومنځ او داسې نور .
۳- ديوه حيوان په خاصو صيفاتو زبح کول غواړي او دحيوان د ځنو برخو ګډول له وينی سره .
۴- په بی مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي .
۵- يوشی به مريض ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په کوم ځای کې پټ کړي .
۶- دخاصو وسايلو په وسيله د مريض له احوالو ځان خبرول .
۷- دفسق علايم ،په نومړي کس کې به د فسق علايم څرګند معلوميږی تقوی به له سره نلري يو فاسق انسان به وي .
                                                                                      
... تفصيل دلته وګورئ



 
د واړه ښه کتابونه دې په دې باب کښی

 علاج : په نو یو کتاب دې پښتو د مولانا امیر حسین با چا 

الصارم البتار في التصدي للسحرة الأشرار

الشيخ وحيد عبدالسلام بالي 


 د دې کتاب هم پښتو ترجمه او تفصیل میلاوېږی

او عربی کتاب یی دلته کتلی شی

 
  ېو بیان دې دا هم واو رې mp3

و الله اعلم


 ډېر لوستلی شوې او کتلی شوې پښتنی او سوالونه
  1. د کافر سره کار او مزدوري کول رواه دي ؟
  2. ددواړوخطبوپه منځ كې لاس پورته كولوسره دعاغوښتل څنګه دي .
  3. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده که مکروه؟
  4. په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
  5. ( ځنې خلق ) مړي سره په کټ کې قرآن شريف کيدي اوهديرې ته يې وړي داڅنګه دي ؟
  6. The Comprehensive Library المكتبة الشاملة طرېقه : ېو انځورېز لیکنه
  7. آيا خينه ( د ښځې خور ) سره سفر کول رواه دي ؟
  8. آيا موسيقی رښتيا هم دبشر دروح غذا ده ؟
  9. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې چې زده کونکي ته هيڅ ګټه نه لري جايز دی ؟
  10. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  11. آيا په کور کې د سپي ساتل جايز دي ؟
  12. زما سوال دا دہ چه که یو کس ڈیرہ زنا کړے وی او هغه توبہ ووبا سی نو الله با ئی توبه قبوله کړې او که نه ؟
  13. زما لور شوې ده څه نوم ور باندې کیدم ؟
  14. زما پوښته دا ده چی تهجد لمونځ څو رکعته دی او په کوم وخت کی جایز دی؟
  15. زما یوه دوسته ده چی ‍په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل
  16. زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
  17. ساحر او کاهن ته د علاح ، د ورک شي معلومولو … د پاره ور تلل حرام دي
  18. سوال : جنت كي دټولونه په اخير كي ددا خليدو نكي واقعه څنګه ده ؟
  19. سوال : دنبى كريم ﷺ دوفات نه وروسته چه كومو خلكو دنبوت د دروغو دعوي كړي دي هغه كوم دي ؟
  20. سوال : مړى ولي دفن كولى شي ؟. دهند وانو په شان ولي نه سوزول كيــــــــــــــږي ؟
  21. سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی
  22. سوال :- ښځو چی په نوکانو رنګونه لګوی ددی عــمل په کولوسره په اوداسه اوغسل کی کوم تغیرراځی اوکه نه ؟
  23. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی
  24. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی
  25. سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی خاوری خوری ایاد کار جائزده اوکه نه ؟
  26. سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
  27. سګریټ د طب او شریعت له نظره
  28. شهوت پارونکې جامې اغوندې
  29. شيخ الحديث مولانا شیرعلی شاه صاحب خصوصی بیان
  30. شيخ القرآن مولانا گوهر الرحمن کتابونه تفهیم المسائل مکمل شپږ جلده علوم القرآن مکمل دوجلده
  31. شيطان به وتړل شي، خو كه ستا نفس شيطان شي
  32. شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي (مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )
  33. شیخ غلام الرحمن په غږ کې پښتو ترجمه او تفسير
  34. شېخ القران مولانا امیرحسین باچا لفظي ترجمه
  35. شېخ القران مولانا طاهر پنجپیرې صاحب پشتو بیانات
  36. شېخ القران مولانا عطاء الله بند یالوی صاحب پشتو بیانات
  37. شېخ القران مولانا غلام حبیب صاحب پشتو بیانات
  38. شېخ القران مولانا میر سمیع الحق افغانی صاحب پشتو بیانات
  39. شېخ القران مولانا ولی الله کابلګرامی صاحب پشتو بیانات
  40. شېخ حسن جان صاحب پشتو بیانات
  41. طاقتور خلك د زيات طاقت لپاره کوشش کوي او غريب خلك د خپلې روزي لپاره،
  42. قيا م الليل يا تهجد د اشراق لمونځ د څاښت لمونځ فضيلت او اهميت
  43. كه پرتوګ وروسته له كوروالي سمدلاسه وتړل شي نوهغې سره مونځ صحيح دى اوكه نه ؟
  44. كه په روژه كې دسهارلمونځ دپيشمني څخه وروسته لږ وړاندي وكړاى شي نو صحيح دى اوكه نه ؟
  45. كه څوك د مانځه په قعده كښې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
  46. كه چا حيوان حلال كړ او دهغه په خيټه كى يې مړ بچى و مو ندنو ددغه مړبچى غوښه
  47. كه چرى د ېو سړې زمكه زياته غله اوپيداواركوى نوقربانى پرى لازم ده او که نه ؟
  48. كومې ښځې ته چه په لمبلوسره په غالب ګومان دناروغه كيدوويره وي نوخپل ميړه دجماع كولو نه منع كولى شي اوكه نه ؟
  49. له تكبير تحريمې څخه وروسته دلاسونو زوړندول نشته
  50. له خپلې ښځې سره دنزدېکت٬ جماع٬ آدبونه
  51. له سلام څخه وروسته د امام مخ كوم لوري ته اړول ښه دي ؟
  52. له واده مخکې اووروسته ځینې ستونزی اودحل لارې
  53. له وخت څخه دغوره ګټې اخستلو لارې چارې
  54. له وخته مخکې انزال او معالجه ېې
  55. له کافرڅخه لیک لوست زده کول
  56. لواطت تر زنا لويه ګناه ده
  57. محترم مفتي صاحب ډیرخلګ دمحرم میاشت دغم اوخفګان میاشت ګڼي آیا په شریعت کې هم دامیاشت دغم اوخفګان میاشت ده ؟
  58. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User