Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 7, 2012

ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول


ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول 

قيامه او د هغه لواحق
   هرکله چې لمونځ کوونکی د اوداسه څخه فارغ سی باید سیده او مخامخ قبلې ته ودریږی او دواړې پښی دی د څلورو ګوتو په اندازه آزادی کښیږدی نه دی ډېری آزادی ایږدی او نه دی ډېری تنګې ځکه چې د دواړو څخه منع راغلی ده او پر دواړو پښو دی ودریږی پر یوه پښه دی نه دریږی يعنی پر یوه پښه زور مه کوه او دغه رنګه لمونځ ګذاره باید داسی ودریږی چې خپل سر لږ کښته ونیسی او د سجدی و ځای ته به ګوری او همیشه به د لمانځه په نیت او فکر کې وی لمونځ ګذاره که فرض کوی نو په زړه کې به د فرض لمانځه نیت کوی مثلا په زړه کې به وایی لمونځ کوم فرض د ماځیګر خاص خدای لره . الله اکبر او که یی سنت کول نو سنت به په زړه کې یادوی او باید کوشش وکړی چې دغه معانی د ابتداء د نیت څخه بیا ترالله اکبر ویلو پوری په زړه کې ولری ترنیت کولو وروسته باید لمونځ ګذاره دواړه ورغوی د لاسو د اوږو سره محاذی (برابر) ونیسی او دواړی بټی ګوتی دی د غوږو د نرمۍ سره محاذی ونیسی او د ټولو ګوتو سرونه هم د غوږو د سرو سره برابرکړی په دی وخت کې دی د لاسو ورغوی د قبلې وطرف ته وګرځوی په داسی شکل سره چې د لاسو ګوتی به یی غوړولی وی نه به یی ډېری فراخی نیسی او نه به یی ډېری چسپی نیسی دا طریقه په حدیث سره ثابته ده د دی مخالفت د سنت مخالفت دی .
 د دی وروسته الله اکبر ووایه او لاسونه ایله کړه راسته لاس پر چپه لاس ترنامه لاندی ونیسه د راسته لاس دری ګوتی د بټی ګوتی او کوچنۍ ګوتی ماسوا د چپه لاس پر طول د ساق کښیږده او په دوو ګوتو چې یوه بټه ده او بله کوچنۍ د چپه لاس ساق په ونیسه . د دی وروسته سبحانک اللهم ترپایه ... ووایه وروسته اعوذ بالله او بیا بسم الله او سورة فاتحه (الحمدلله) ووایه . د سهار په لمانځه کې ترسورة فاتحه وروسته نسبتا اوږده سورتونه ووایه او د ماښام په لمانځه کې نسبتا څه کوتاه سورتونه ووایه او په نورو لمونځو کې په مثل د ( والسماء والطارق) ( والسماء ذات البروج) وایه .
ر کوع او د هغه لواحق
    د دی وروسته بایدلمونځ کوونکی رکوع ته ولاړ شی او هلته باید څو شیان مراعت کړی چې هغه عبارت دی د الله اکبر څخه تر تکبیر وروسته باید دواړه ورغوی پرځنګنو کښیږدی او د ګوتو سرونه به د قبلې طرفته ګرځوی او دواړه ځنګنونه به سیده کړی او پر لاسو به زور کوی په داسی حال کې چې لاسونه به یی سیده وی څنګلی به نه کږوی او ملا (کمر) به سیده کړی په داسی شکل سره چې کوږوالی نه وی پکښی موجود او غاړه ، سر او ملا به سره برابره وی .  دواړه څنګلی خپلی به د بغل سره نه نښلوی ، بیا د دی وروسته درې واره سبحان ربی العظیم ووایه بیا ولاړ سه او سیده ودریږه او« سمع الله لمن حمده »  ووایه  او « ربنا لک الحمد » ووایه .
۳-     سجد ه
   بیا د الله اکبر په ویلوسره وسجدی ته ولاړ سه اوالله اکبردومره کش کړ ه چی ترسجدی پوری ورسیږی اودوا  ړه ځنکنونه دولاسه  پزه اوتندی پر ځمکه باندی ازاد کښیږ  ده په داسی شکل او صورت سره چی اول دواړه ځنګنونه بیادواړه لاسونه بيا پزه وروسته تندی پرځمکه کښیږده  اوسړی به دښځی پرخلاف دواړی ځنکلی خپلی دبغل سره نه مښلوی اودواړی پښی یودبل څخه جلاکړه اوګوتی وقبلی ته مخامخ پر ځمکه کښیږده اولاسونه داوږوسره برابر کښیږده اودلاسو ګوتی ازادمه یږده بلکی سیده اوچسپی به وی اوځنکلی پر ځمکه مه لګوه  وروسته دری واره سبحان ربی الاعلی ووایه که یوا ځی وی نوکه تردری واری زیاووای  هیڅ پروانه لری بیا دالله اکبر په ویلو سره خپل سردسجدی څخه راپورته کړه اودچپه پښی پرمخ کښینه اوراسته پښه ودروه لاسونه پرورنو کښیږده په دی حال کی ګوتی یو دبل سره مه چسپوه او آرام وکه دوهم واری په هغه مخکنی شکل سره وسجدی ته ولاړسه وروسته تردویمی سجدی په الله اکبرویلو سره ولاړسه تکبیر دومره کش کړ ه چی تر ولاړی پوری ورسیږی په دی شکل سره به د سجدی څخه ولاړیږی چی اول به تندی بیا پزه بیا لاسونه بیا وروسته ځنګنونه پورته کوی اولاسونه به پرځمکه نه لګوی بلکی پر ځنګنو به یې نیسی . 
تشهد (ناسته) 
      لمو نځ کونکی به په دویم رکعت کی د تشهد(التحیات) لپاره کښینی په داسی شکل سره چی د چپه پښی پرمخ به کښینی او راسته پښه به دروی د دواړو پښوګوتی به دقبلی وطرفته کوی اولاسونه به پر ورنو ږدی دلاسوګوتی به قبلی ته یود بل څخه لږ آزادی ږدی وروسته به التحیات ووایی ترالتحیات وروسته به اول راسته طرفته مخ وګرځوی په داسی شکل سره چی باړخو یی ولیدل سی اوالسلام علیکم به ووایی د مخ ګرځولو په وخت کی به پرملایکوباندی اوپرهغو کسانو چی دده په راسته طرف کی دی دسلام کولو نیت وکړی

  متفرقی کوتاهی
     ۱ -  ډېرخلګ په ناخبری سره داسی ارمیږی کوی یابی عذره داسی آواز د خولې څخه باسی چی حروف ښکاره سی نولمونځ خرابیږی .
۲-  ډیر خلګ په داسی غیر مشروع لباس کی لمونځ کوی چی لمونځ یی نه قبلیږی خصوصا بیا دځینو وریښمو په استعمال کی خو خواص هم بی احتیاطی کوی .
۳    ځینی خلګ په رش (ازدهام) کې تر امام مخکی نیت تړی په دی سره د ده لمونځ نه صحی کیږی .
۴      ځینی خلګ د امام سره په رکوع کې په داسی رقم سره یوځای کیږی چې الله اکبر ووایی دستی رکوع ته ولاړ سی مخکی یو واری قیام ولاړه نه کوی د دی سړی هم لمونځ نه دی صحی .
۵     ځینی خلګ په اخیره ناسته کې د امام سره شریکیدل غواړی د ده د تکبیر تحریمې د ختمیدو مخکی امام سلام وګرځوی په داسی صورت کې د ده لمونځ نه صحی کیږی ، بلکی بیرته به نوی لمونځ شروع کوی . 
۶ -    ځینی وخت امام سهوا تر اخیری ناستی وروسته ولاړ سی نو مسبوق هم د اقتداء په وجه ورسره ولاړیږی او حال دا دی چې په دی وخت کې مسبوق لره اقتدا‌ء جائز نه ده نو د ده لمونځ هم فاسدیږی .
۷  -     علی هذالقیاس که مسافر امام تر دوو رکعتونو وروسته ولاړ سی که مقیم مقتدی د ده سره ولاړ سی نو لمونځ یی فاسد دی .  په دی ځای کې مسائل بیانول مقصود نه دی بلکی یو څو مثالونه بیانوم چې داسی صورتونه ډېر واقع کیږی . 

  اصلاح المسلمین لمولنا اشرف علی تهانوی رح



  1. داته كلن هلك اذان څه حكم دى؟
  2. داختردمونځ طريقه
  3. داخلاص فايدے په آخرت كښى
  4. داذان دكلمو دځواب څه دليل دى؟
  5. داذان په وخت كې دعاگانې ېعنی د اذان جوب
  6. داذان ځواب په خوله واجب دى اوكه په عمل ؟
  7. داستاذ حقونه
  8. داستخاري دعا
  9. داسى به نۀ وى څوک چې ما ترې ستا تپوس اونه کړو
  10. داسي مه كيږه چه په ښكاره ولى الله يې اوپټ عدوالله يى
  11. داسي هيوادچې ماشومان پکښې نشته ؟؟؟
  12. داسی ښکاره لکه چی ټول ارمانونه یی پوره شوی وی
  13. دامتحان ويره او ډار څنګه لرې کولى شو ؟
  14. دامريكايي جنرال او لوګري ماشوم كيسه
  15. دانه يازخم باندې دم اچول ياچيچـلى شوى دمول
  16. داوبوڅكلو اداب
  17. داوداسه دعاگانې
  18. داوده كيد دوعا
  19. داولاد اسلامی تربیت
  20. داپریل پول په نوم دټوکوټکالوورځ لمانځي
  21. داچا خوښيږي نه چي کومه جوړه واغوند مه
  22. دباران غوښتولپاره دوعا
  23. دبالغ اولاداوخپلے ښځے دپاره قربانى کول
  24. دتاریــخ په اوږدو کــښی دافغــان پـــوځ پوځی ښونی اوروزنی ته یو ځغلنده نظر
  25. دتكبيرښې لوري ته اوداذان كيڼ لوري دهرومرو كولو هيڅ اصل نشته
  26. دتناسلي الې طبیعي اندازه
  27. دتيزي هوا دلگيدو په وخت دعا
  28. دجماعت دتكرارپه وخت به تكبيرويلاى شي اوكه نه ؟
  29. دجمعې لمونځ فرض دى . كه نه اودخطبې اوريدل يې څنګه دي .
  30. دجمعې په لمانځه كښې به تكبيرڅوك وايې هغه وخت چه اولنى اذان يوكس وكړي اودويم بل ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User