Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 7, 2012

سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه سره اودس او لمونځ وکړم بیاهم دا فکر راته پیداکیږي



فتوا- په اوداسه کي ډيري وسوسې
 
څانګه: ليکنيزې پوښتنې
نيټه: January 13, 2012
سوال: ماته یو  رقم  وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه سره اودس او لمونځ وکړم بیاهم دا فکر راته پیداکیږي چي دالمونځ دي نه دی قبول سوی ، او دا فکر راته پیداسي چي ناکي ولي لمونځ کوې نه قبلېږي .حتاداسي عجب فکرونه راته پیداکېږي چي په خوله يې زه نسم ویلای؟
د سوال کونکي نوم :  خورکۍ  حلیمه ، تقوا
جواب:  شيطان د انسانانو ښکاره دښمن دى ، الله جل جلاله همداسي موږ ته په څو ځلي په قرآن کريم کي را پېژندلى دى :  وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ (٢٠٨ البقرة )ژباړه : او تاسي د شيطان پر پلونو مه پسي ځئ ، ځکه په دې کي شک نسته چي هغه ستاسو ښکاره دښمن دى .
 شيطان چي څه مهال و ادم  عليه السلام  ته د سجدې کولو څخه د کبر لکبله منع وکړه او د تل د پاره د الله د رحمتونو څخه بې برخي وگرځېدى نو د الله په عزت يې قسم واخيستى چي زه به هرومرو انسانان د حقي لاري څخه بې لاري کوم ، د هماغه مهال څخه شيطان د خپلو ټولو اولادونو او لښکرو په ملتيا خپل لېڅي را نغښتي او په هره ممکنه طريقه چي وکولاى سي انسان د ځان په شان د الله د رحمتونو څخه بې برخي کوي ، د عبادت او صالحو عملونو په وړاندي پاټکونه او خنډونه ورته اچوي او د کفر ، شرک او ګناه و خوا ته يې هڅوي ، خو دا هر څه شيطان په وسوسو کوي ، شيطان پر انسان داسي واک نه لري چي تر لاس يې ونيسي او په زور په ده د ګناه کار وکړي او يا په زړه کي د کفر او شرک عقېده په ومني ، بلکي وسوسې ور اچوي او نفسي غريزې يې د ګناه و خوا ته هڅوي ، د شيطان د غولولو دوې بېلګي يوه د عقېدې پرخه کي او بله د صالحو عملونو په وړاندي د پاټک اچولو او هم د هغه علاج درته ذکر کوو .
ابوهريرة وايي : رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي : يَأْتِي الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولَ مَنْ خَلَقَ كَذَا وَكَذَا حَتَّى يَقُولَ لَهُ مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ فَإِذَا بَلَغَ ذَلِكَ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللَّهِ وَلْيَنْتَه (مسلم)
ژباړه : تاسو يوه ته شيطان راځي او درته وايي : پلانکى شئ او پلانکى شئ چا پيدا کړى دى ؟ څو بيا ورته وايي : ستا رب چا پيدا کړى دى ؟ نو څه مهال چي شيطان په وسوسه دغي پوښتني ته راورسيږي ، نو په الله دي ځان ځني ساتي او دا فکر دي نور پريږدي ، يعني شيطان ستاسو د بې لاري کولو د پاره په زړه کي وسوسې در اچوي په زړه کي داسي فکر او پوښتني در ته پيدا کوي چي مثلا : دا مځکي او اسمانونه چا پيدا کړي ؟ نو مومن جواب ورکوي چي الله پيدا کړي ، په دغه ډول د مخلوقاتو څخه د يوه او بل شي د پيدايښت په هکله فکر ورته پيدا کوي چي دا پلانکى شئ چا پيدا کړى ؟ په ورو  ورو يې فکر د خالق و خوا ته را اړوي او بيا دا ډول پوښتنه يعني وسوسه په زړه کي ور اچوي چي ښه دا ټول شيان چي الله پيدا کړي دي نو الله بيا چا پيدا کړى دى ؟ د همدغي وسوسې د لاري شيطان هڅه کوي چي انسان لره باطله عقېده پيدا کړي ، پدې عقېده يې کړي چي الله هم مخلوق دى بل چا پيدا کړى ، د شيطان د دا ډول وسوسو علاج رسول الله دا بيان کړى دى چي تاسو اعوذ بالله من الشيطان الرجيم وواياست ، او دا فکر او چرت نور ختم کړى ، دا ډول پوښتني او جوابونه نور مه پسي اوږدوئ . په بل روايت کي أَبِو هُرَيْرَةَ وايي : جَاءَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَأَلُوهُ إِنَّا نَجِدُ فِي أَنْفُسِنَا مَا يَتَعَاظَمُ أَحَدُنَا أَنْ يَتَكَلَّمَ بِهِ قَالَ وَقَدْ وَجَدْتُمُوهُ قَالُوا نَعَمْ قَالَ ذَاكَ صَرِيحُ الْإِيمَانِ.(مسلم)
 ژباړه : د نبي  عليه السلام  د ملګرو څخه څه کسان ورته راغلل او د رسول الله څخه يې پوښتنه وکړه : زموږ په زړونو کي داسي څه را ګرځي چي په خوله د هغه بيانول موږ ډېر غټ ناوړه کار گڼو ، رسول الله ورته وويل : ايا دا ډول فکرونه په زړونو کي در ګرځي چي تش په خوله لا هم د هغه بيانول ډېر ناسم او بد کار بولى ؟ هغو ورته وويل : هو ! رسول الله ورته وويل : دا څرګند ايمان دى .  د دې حديث مراد دا دى چي ستاسو په زړونو کي چي شيطان وسوسې در اچوي او د الله په شان کي داسي فکر در ته پيدا کوي چي د هغه عقېده در لودل خو لا څه کوې بلکي فقط تش په خوله د هغې وسوسې بيانول لا هم تاسو يو لوى جرم او ګناه بولى نو دا په ښکار ډول د دې څرګندونه کوي چي تاسو د صحيح ايمان او عقېدې لرونکي ياست .  شيطان هر مومن ته داسي وسوسې پيدا کوي په دغو وسوسو څوک نه کافر کيږي او نه په ګنهکاريږي خو که په همدغه ډول عقېده سي څه ډول وسوسه چي شيطان ورته پيدا کوي او هغه صحيح وبولي نو هلته بيا څوک په بې لاري کيږي . دا د عقېدې اړوند يوه بېلګه او نمونه وه د عبادت په  وړاندي د شيطان د پاټکونو نمونه : 
مسلمان چي عبادت کوي نو شيطان هغه ته ډول ډول وسوسې اچوي څو په همدا وسوسو يې توجه بلي خوا ته واړوي او يا يې په عبادت کي شکمن کړي څو په همدا ډول وسوسو يې د عبادت څخه زړه مات کړي او يا يې په څو ځلي په وکړي او دا ښکاره خبره ده چي يو ځل عبادت کول لا هم ګران دى خو که څوک يې څو ځلي کوي نو آخر دا عبادت ځني پاته کيږي ، د بېلګي د پاره به اودس را واخولو ، ځينو کسانو ته شيطان په اوداسه کي وسوسې اچوي ، مخ درې ځلي پرېولي بيا هم شيطان وسوسه ورته اچوي چي مخ دي سم نه دى پريولى بل ځل يې بيا پريوله ، په همدا ډول لس شل واري مخ په پرېولي ، کله بيا اودس تازه کړي خو شيطان په وسوسه داسي احساس ورته پيدا کړي لکه د بدن څخه چي يې يو شئ ووځي ، بيا بل اودس په تازه کړي ، په دا ډول وسوسو يو خو شيطان دى د جماعت د لمانځه څخه مشغول ساتي او په اخير کي د ډېرو اودسونو څخه تنگ راسي بيخي لمونځ پرېږدي ، د شيطان د دا ډول وسوسو علاج رسول الله داسي ښودلى چي په اوداسه کي کوم اندامونه پرېولل کيږي يو ځل پرېولل يې فرض او درې ځلي پرېولل يې سنت دي خو تر درو ځلو زيات يې پريولل که څه هم څوک د ويالې پر غاړه وي بيا يې هم منع کړي دي او دا يې اسراف بللى دى ، يعني بې ځايه د اوبو استعمالول دي ، په اوداسه کي يو اندام تر درو ځلو زيات پرېولل چي رسول الله د ويالې پر غاړه لا هم اسراف بللى دى دلته هم دې ټکي ته اشاره ده چي دا د شيطان عمل دى ، يعني زه د الله نبي يم زما د اوداسه طريقه درې درې ځلي ده ، او شيطان ستاسو او د الله دښمن دي که تر درو ځلو زيات اندام پرېوللى نو تاسو زما متابعت پرېښودى په شيطان پسي ولاړاست او دشيطان سره مو ورورګلوي اختياره کړه ځکه چي الله فرمايلي دي : إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا (٢٧ الاسراء)  ژباړه : واقعا اسراف کونکي د شيطان وړونه دي او شيطان د خپل رب  ډېر زيات ناشکري کونکى او نه منونکى دى .
 د اوداسه په ماتېدلو کي د وسوسو علاج يې بيا دا ښودلى دى چي که چا ته دا ډول  وسوسه پيدا سي چي ښايي د بدن څخه مي باد يا بولي وتلي وي په دغه ډول وسوسو اودس نه ماتيږي ځکه ډېر ځله تر پوست لاندي باريک باريک رګونه حرکت کوي او دا هم د شيطان چخونه وي نو ځيني کسان داسي فکر کوي چي اودس مي مات سو پداسي حال کي چي د بدن څخه يې هيڅ شئ هم وتلى نه وي دا ټول د شيطان د وسوسو لومي دي چي مسلمان په ښکار کوي همدا وجه ده چي رسول الله فرمايلي دي : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لَا وُضُوءَ إِلَّا مِنْ صَوْتٍ أَوْ رِيحٍ (الترمذي) ژباړه : اودس بېله ږغ او بوى څخه نسته ، د دې حديث مقصد دا نه دى چي که د انسان د بدن څخه داسي باد ووځي چي نه بد بوى ولري او نه  ږغ  ولري په هغه اودس نه ماتيږي ،ځکه  د انسان د بدن د کښتي خوا څخه چي هر ډول  باد ووځي که بد بوى او ږغ ولري او يا يې و نه لري په هغه اودس ماتيږي بلکي د حديث مقصد دا دى چي په وسوسو يعني داچي د بدن تر پوست لاندي باريک باريک رګونه حرکت وکړي او يا شيطاني چخونه وي په هغه  اودس نه ماتېږي خو که د چا د بدن څخه په يقيني ډول باد ووځي نو بيا يې اودس په ماتيږي او په عام ډول د انسان د بدن څخه چي باد وځي نو د هغه څخه کله آواز پورته کيږي او کله بيا بد بوى ځني خپريږي ، د دې څرګندونو څخه به ټولو لوستونکو ته معلومه سوې وي چي شيطان تل هڅه او کوښښ کوي چي په وسوسو د مسلمانانو سپېڅلې عقېده ور فاسده کړي ، په عبادت کي شکونه ورته پيدا کړي او د دې هر څه علاج دا دى چي  و دغو وسوسو ته يې اعتبار ور نه کړي او يو عبادت چي د شرعت د ټاکل سو ې طريقې برابر اداء کړي نو هغه صحيح او سم وبولي ، د شيطان په وسوسو  هغه ناسم او باطل  و نه ګرځوي  .


د تعلیم الاسلام مجله، ۶ ګڼه- د دارالافتاء څانګه

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User