Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, November 8, 2011

دتناسلي الې طبیعي اندازه



 ډېر ملګرې به دا وایی چه د هډاوال وېب کی د داسې قسمه لیکنه او مضمون نشر کول مناسب نه دې
د دې خبرې به دا جوب وکړم چه ډېر نوې هلکانو د قېصونه
خبر شوې یم چه دا قسم علاج په سې ګرزی او خپل مال جان او وقت برباده وې
او دا معلومات ما ته زما ېو نیزدې او خاص
بلکه اخص الخواص
ملګری او نامتو حکیم چه ډېر شهرت هم لرې
او په خپله ډېرې دوایانی هم لرې چه خپله یی جوړې کړې دې
او اکثر هربل فارمیسې سټو
رونو کی میلاوېږی او نوې ځوانان د وادا نه قبل او بعد ورته مرا جعه هم کوی
او ډېر ېو مشفق حکیم دې  دا را کړې  وو
او د چند وجو هاتو له وجی ز
ه د هغه نوم نه ذکر کوم

سلامونه او نیکې هیلې ومنۍ نوم مې نجیب دی له  ډاکټرصاحب سباوون څخه  پوښتنه لرم  او هیله ده راته ځواب ېې کړي .

زما عمر تقریبا دیرش کاله دی چې لا تراوسه په زده کړو بوخت یم  دمسافرۍ شپې ورځې سبا کوم تر اوس مې واده نه دی  کړی  غواړم له تاسو محترم څخه  د تناسلي الې داندازې په باب پوښتنه وکړم چې ستندرد اندازه ېې څومره ده د یوه نارینه  دتناسلي الې  اوږدوالی باید څومره وي  تر څو په راتلونکې کې له یو خوا دخپل مقابل لوري  هیلې پوره  کړي او له بلې خوا د اولادونو  د پيدا کولو په ستونزه پيدا نه شي  یعني که اله کوچنۍ وي  ایا دښځې  په حمل نیولو کې څه تاثیر لري  که نه ؟ په لنډو ټکو کې به دا ووایم  ایا  دالې لویوالی او کوچنیوالی  په جنسي اړیکو کې  کوم تاثیر لري که نه ؟او که کوچني وي ایا هغه لویولی شي ؟ هیله دې مطلب مو اخیستی وي  هیله ده روښانه ځواب راکړې بل ځاي دغه پوشتنه نه شم کولاي ستاسو درغتیا  او واضح او پارخ ځواب ګبه تمه .


نجیب الله له کابله



له کابله دبهیر په نوم یو بل لوستونکی پوښتنه کوي :



ډاکټر صاحب سباوون سلامونه او نیکې هیلې  :

قدرمن ډاکټر صاحب ځینې پوښتنې له شرمه څوک نه شي کولی  خو زما لاندې درې پوښتنې دي که مناسبه درته ښکاري  زما په خپل ایمیل کې ېې ځواب راوستوه:

په انټر نټ کې دځینو دوایانو تبلیغ کیږي  چې دنارینه ت تناسلي اله غټوي  لکه ویګاریس او داسي نور درمل  دغه درمل څومره موثردي ؟ ددې دوایانو استعمال  خو په صحت ناسمه اغیزه نه لري ؟ د نارینه دتناسلي الې  معیاري  سایز څومره وي ؟ په درنښت



 مخکې دغسې ډیرې نورې پوښتنې هم را رسیدلي دي چې د ټولو مطرح کولو فکر کوم اړین نه ښکاري :



ځواب :

ددغو وروڼو په شان ډیر ځوانان دخپلې تناسلې ا لې  له اندازې او څرنګوالي اندیښمن وي  کله چې موږ دغه لړۍ په سایټ کې خپره شو ه دیري پوښتنې هم په همدې تړاو شوي ځینې مو ځواب کړي ځینې مو په شخصي ایمیلونو کې ځواب  کړي دي خو له دې چې په دې اړه پوښتنې ډیرې وي نو مجبوره شو چې په تفصیل سره په دې اړه معلومات درکړو دغه معلومات زموږ دځوانانو لپاره اړین دي ځکه چې په ښونځیو کې هم په دې هکله کافي معلومات نه وړاندې کیږي  له دې سره سره چې ډیری نارینه په دې پوهیږي چې  د تناسلي الې اندازه  په بیلابیلو کسانو کې توپير کوي خو له بده مرغه اوس هم  جنسي مقاومت او میړانه د تناسلي الې له اندازې سره اړونده بولي  دا په داسې حال کې ده چې  جنسي رضایت  بیلابیل علتونه درلودلی شي .

 البته دعمر په بیلابیلو پړاونو کې ممکنه ده ډیروځوانانو په دې اړه اندیښنه کړي وي  خو کله دغه اندیښنه ډیر زیاته شي او درواني ناروغۍ سبب شي  دغه راز  زموږ په ټولنه کې ښايي دغه ډول کسان  د خځلیتا احساس وکړي  دغه راز ځینې ځوانان فکر کوي چې خپله میرمن به  ارضا نه کړاي شي  ډیری کسان فکر کوي چې  وجینا یا دمیرمن مهبل  یوه خالي فضا لري  چې باید  ډکه شي په داسې حال کې چې داسې نه ده او مهبل یو داسې  غړی دی چې د راټولیدا توان لري بله دا چې ډیری نارینه لیدل شوي چې وړوکی قضیب لري خو له خپلې میرمنې سره داسې جنسي اړیکه ټینګوي چې هغه ېې راضا کړې او سوکاله ژوند لري نو په دې ډول ویلی شوچې سل په سلو کې  د قضیب  لویوالی  پر جنسي اړیکې تاثیر  نه  لري  په امریکا کې په دې اړه ډیرې څیړنې شوي او معلومه شوې هغه کسان چې دخپلې تناسلې الې له کوچنیوالي اندیښنه لري اکثریت ېې  نارمل او په طبیعي اندازې سره قضیب لري .

دغه ورو پوښتنه کړې چې که تناسلي الې کوچنۍ وي ایا د اولاد دپيدا کیدا احتمال شته  که نه په دې هکله باید وویل شي چې دقضیب اندازه هیڅکله د اولاد  له پیدا کیدا سره ارتباط نه لري  بلکه دا سپرم دی چې په میلیونونو کې ېې یو د مور له هګۍ سره یو ځاي کیږي او حمله رامنځته کوي .



دتناسلي الې وده له لس کلنۍ تر څوارلس کلنۍ  پيلیږي البته په هر هلک کې دغه عمر توپیر کوي  په ځینې کې ژر او په ځینو کې ناوخته پیلیږي په لومړي سر کې   بیضې وده پيلوي او ورو ورو هلته ویښتان شنه کیږي  او له هغه ورو سته  تناسلي اله وده کوي  لومړی په اوږدوالي او بیا دقطر له پلوه وده کوي خو په یو بالغ کس ېې اندازه له پنځو تر یولس سانتي متره وي البته په  داسې حا لت کې چې نعوظ ېې نه وي کړی په ځیثو کتابونو کې څلور سانټي متره هم لیکل شوي ده خو په ځلمکیانو کې د  تناسلي الې وده تر هغه دوام کوي چې دهغوي قد اوږدیږي کله چې دقد اږدیدل وځنډیږي یو یا دوه کاله ورو سته د قضیب وده هم دریږي .

 البته  له جسمي پلوه  د سړیو دبدن اندازه هم دقضیب پر اندازې تاثیر لري هغه کسان چې چاغ دي او ډیر وزن لري  دهغه تناسلي اله کوچنۍ ښکاري  ځکه چې دبدن  غوښو او حجرو پټه کړې وي  او کله هم دبدن په وازګو کې نغښتي وي  دغه حالت ته په طبابت کې پټ قضیب وايي البته ځینې حالتونه اویا جنیتیکي ناروغۍ شته چې پر قضیب تاثیر لري او په دې ډول دغه کسان وړوکی قضیب لري دمثال په توګه  د میکرووینیس په نوم جنتیکي ستونزه چې په دغو کسانو کې  دقضیب اندازه ۳/۱ سانټی متره وي  دغه راز پرده لرونکې تناسلي ، اویا نور ډولونه دي چې دغه ستونزه په جراحي عملیاتو سره اصلاح کیداي شي  البته په شلو میلیون کسانو کې ممکنه ده یو ماشوم داسې هم  پيدا شي چې قضیب ونه لري دا بیل بحث دی .

 دقضیب داندازې په هکله  په ټولو هیوادونو کې دقیقه اندازه نه ده پو ګوته شوې په تیره بیا دا چې توکم او سمې په دې اړه خپل تاثیر لري دغه راز   نړیوالې احصایې په دې هکله توپير کوي  او ډیر ځله په دې هکله څیړنې هم شوي خو چندانې دقیقه  احصایه ېې نه ده وړاندې کړې یوه بله خبره چې ممکنه ده ځینې ځوانان نديښمن کړي هغه دا ده چې   په ځینو کسانو کې  ممکنه ده  کله چې  قضیب نعوظ نه وي کړی وړوکی ښکاره شي خو کله چې نعوظ وکړي بیا ېې ممکنه ده اندازه ډیره غټه شي   دا کومه ستونزه نه ده خو په ټول کې  په متوسطه اندازه دیوه قضیب اندازه چې نعوظ ېې نه وي کړی له پنځو تر یولسو سانټي مترو پورې وي  خو په نعوظ کې دغه اندازه  د لسو اوشلو سانټي مټرو په منځه کې اوږدوالی لري  خو باید پاملرنه وکړئ چې  یخني اوډیره ستړیا په موقته توګه د قضیب  اوږدوالی کموي .



تراوسه پورې داسې کوم درمل او کریمونه نه دي موندل شوي چې قضیب دې اوږد اویا غټ کړي  په دې هکله هیڅ علمي مدرک نه شته په بازارونو کې  بیلابیل درمل شته خو هسې دپيسو بې ځایه لګول دي  دغه راز د واکیوم په نامه یوه دستګاه هم شته چې هیڅ ګټه نه لري یوازې په موقتي توګه ښايي د ۲۴ ساعتونو  لپاره قضیب لږ لوي کړي خو ګټه نه لري بله دا چې دغه اله هم ممکنه ده تاوان وکړي او دقضیب انساج وشلوي .



البته ځینې جراحي رودې شته چې  قضیب پرې اوږدیداي شي  خو جراحي عملیات ېې هم خطرناکه دي او ډیری کسان ېې خطر نه قبولي په تیره بیا  چې په جنسي خوند اونورو مسلو هیڅ اغیز نه لري  هیڅ جراح ښايي په نړۍ کې ونه موندل شي چې یوازې دښکلالپاره دغه کار وکړي البته که ېې ظاهري شکل ډیر خراب او یا نورې ستونزې ولري بیا عملیات کیداي شي یوه خبره چې مهمه ده دا ده چې  قضیب چې څومره وړوکی وی توپير نه کوي  ځکه چې دمیرمنو د مهبل عضلات داسې خاصیت لري چې  دقضیب په شاوخوا  حلقه جوړوي  او میرمنې هیڅکله داسې احساس نه کوي چې ګواکې ارضا شوي نه دي تر دې چې د خپلې تناسلي الې په فکر کې یاست   میرمنې دخوشالولو لپاره نورې لارې رودې پیدا کړئ.



ځینې کسان وايي چې په  سپورت کولو سره ممکنه ده  دقضیب اندازه اوږده کړي خو دې ته باید پام وکړو چې قضیب هیڅ ډول عضله نه لري چې په سپورټ سره وده وکړي .



ډاکټر سباوون    منبع تاند




3 comments:

  1. ګرانه ډاکټرصاحب سلامونه اونیکی هیلی موونه
    تاویلی چی دتناسلی آلی دکوچینوالی یوعیلت دبدن چاغوالی دی که چیری یوکس خپل وزن کم کړی نوآیا دهغه تناسلی اله به لویه شی ؟ بل پوښتنه ایادښځینه تناسلی الی دوړوکوالی کومه طریقه شته که نه
    محترمه که پدی اړه معلومات راکړی مهربانی به مووی

    بلال له کابل څخه

    ReplyDelete
  2. بلال
    کابل

    گرانه ډاکټر صاحبه

    سلامونه می ومنه
    آیا دوزن په کمیدوسره دنارینه تناسلی آله لوییږی اوکه نه
    اوبل دښځی چاغوالی دهغی دنتاسلی الی په لوی والی اوکوچینوالی کی کومه اغیزه لری که نه اویاکوم بل داس کارکیدی شی چی دښځی تناسلی آله پری کوچینی شی که معلومات راکړی مهربانی به مووی

    ReplyDelete
  3. محترم ډاکټرصاحب
    آیادوزن په کموالی سره دنارینه تناسلی آله کوچینی کیږی که نه ؟ اوښڅینه چاغوالی دهغی دتناسلی آلی دکوچینوالی سبب کیږی که نه ؟
    اوآیا دښځینه تناسلی آلی دکوچینوالی لپاره کوم چاره شته که نه که وی مهربانی وکړی لږرڼاورباندی واچوی

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User