زه لومړی د ان لاین اسلامی لارښود کارکونکو ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوم او پس له سلامه زما یو سوال دی هیله ده چی راته جواب یی کړی
هغه دا چی د پیپسی د مختلفو ډولونو لکه ډیو- پیپسی- مرنډا-فانتا خوړل روادی او که ناروا؟
مننه
محمد اسماعیل صمیم
کابل-افغانستان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ګازي مشروباتو په اړه د نړې د معتبرو اسلامې مراجعو نظرونه په لاندې ډول دي
د حرمين شرفينو جيد عالم مفتي اعظم عربستان ابن باز رحمه الله په خپله فتاوي نور علی درب کی ددې پوښتنې په اړه چې د ګازي مشروباتو لکه پيپسي کولا وغيره څښل څه حکم لري په ځواب کې ليکي :
الجواب:
أما البيبسي والعصير ، فهذه لا حرج فيها، وليس فيها شيء من الكحول، ….. شيء من المسكر، ولا حرج في شربها، وقد كان فيما مضى من الزمان من نحو عشر سنوات بل أكثر من عشرين سنة تقريباً، كان هناك منافسات بين بعض الشركات في ذلك، وكتبت أن في البيبسي وفي مشتقاته شيئاً من الكحول ومن المسكر، ثم بعد التحقيق لم يثبت شيء من ذلك، فهو سليم، ولم يزل الناس يتعاطونه ويشربون منه الكثير، فلم يتأثر أحد منهم بذلك لا سكراً ولا فتوراً، فالقول بأنه ممنوع قول لا أصل له ولا وجه له، وهكذا ما يتعلق بالبيرة قد سألنا عنها خبراء بها فذكروا أنها سليمة، لكن يوجد في بعض أنواع البيرة في الخارج ما يقال إن فيه ما يسكر.
ژباړه : په پيپسی او عصير کې څه حرج نشته ، او په دې کې هيڅ الکحول او نشيي شی وجود نه لري ، نو د هغه په څښلو کې څه حرج نشته .څه وخت مخکې په دې اړه د ځنو شرکتونو تر مينځ څه مناقشات وشول چې په پيپسی او د هغه په نورو ترکيباتو کې څه الکحول او نشيي ماده وجود لري ، بيا وروسته د هغه په اړه تحقيق تر سره شو خو څه شی ثبوت نه شول او هغه له الکحول او نشيي مادي سليم وو . ځکه ډيرو خلکو څښلي دي خوڅه   اثر نه دی ثابت شوی  او دا خبره چې دا ممنوع دي صحي نه ده ځکه چې ممنوع یې نه څه اصل او نه هم څه وجه لري او هر چې بير دي د هغه په ځنو ډولو کې د الکحول او نشيي مادي وجود ثابت شوی دی نو د هغه څخه ځان ساتل پکار دي ) فتاوي نور علی درب (
د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنې ته دا سوال وړاندې شوی دی
وقد سئل علماء اللجنة الدائمة للإفتاء
- ما حكم الإسلام في شرب المشروبات المثلجة مثل : ” البيبسي ” ، و” سبورت كولا ” مثلا .
فأجابوا :
- كل ما ذكرته حلال شربه ما دام لا يسكر كثيرة ” انتهى .
“فتاوى اللجنة الدائمة” (22/314) .
ژباړه : په اسلام کې د ګازي مشروباتو لکه پيپسی ، کولا و غيره څښل څه حکم لري ؟
ځواب : ټول هغه څه چې بيان شول څښل يي حلال دي تر هغه پورې څو نيشه ونه لري .
الشبکة الاسلامية ته هم دا سوال وړاندې شوی دي :
هل شراب الكوكاكولا حرام ؟ أريد جوابا دقيقا و مقنعا جزاكم الله خيراً.
الإجابــة
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:
فشراب الكوكاكولا ليس حراما ، لأن الأصل الإباحة؛ إلا أن يثبت وجود سبب من أسباب التحريم ، كالإسكار ، أو الضرر. (الشبکة اسلامی رقم فتوی ۱۱۰۹۷ )
والله أعلم.
ژباړه : ايا د کوکاکولا څښل حرام دي ؟ دقيق او قانع ځواب راکړي الله دې غوره بدله درکړي .

ځواب : د کولا څښل حرام نه دي ځکه دا په اصل کې مباح شی دي مګر هغه وخت به حرام ګرځي چې کله په هغه يو سبب د تحريم او ضرر ثابت شي ( شبکة اسلامية ) .
البحوث اسلامية بيا ليکي :
د پيسي استعمال حرام دی ځکه په پیپسې کې د خنزير وازده موجوده ده
او ځنې بيا په دې نظر دي چې د پيپسي شرکت چې يو امريکايي شرکت دی د توليداتو درآمد يې اسرائيلو ته ورکول کيږي چې  PEPSI مخفف دی د
(Pay Every Pence Save Israel) (موقع اسلامية فلسطين للحوار ) .
د مطلب خلاصه :
ګر چې مونږ د پيپسې د ترکيباتو په اړه پوره معلومات نه لرو خو د اسلامې نړې د معتبرو منابعو راجع قول دا دی چې د هغو پيپسی او کوکاکولا چې نشه او صحي ضرر و نه لري څښل مباح دي .
و الله تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود



  1. آيا په استعمالېدونکو سروزرو کې زکات شته؟
  2. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  3. آيا په سرتور سر اذان اولمونځ كول دشيعه ګانو طريقه ده؟
  4. آيا په هېره سره روژه ماتېږي
  5. آياد قرآن كريم څخه دپنځولمونځونو وختونه ثابت دي اوكه نه
  6. آيادالله Y ذكرترفرض لمونځونوغوره دى؟
  7. آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی
  8. آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟
  9. آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟
  10. آیا دمسجد له برق څخه طالبان اوامام استفاده کولی شې ؟
  11. آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟
  12. آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
  13. آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
  14. احرام درطياره [هواپيما]
  15. احكا م ميخك بينى، چهارګل وغيره
  16. احكام رويت هلال
  17. احكام چوگان بازي ( هاكي ) فوتبال وغيره
  18. ادويه مسدود كننده حيض
  19. اذان له ترجيع سره غوره دى اوكه بغير له ترجيع نه ؟
  20. استعمال برس دندان بجاي مسواك
  21. استعمال رنگ وروغن درمساجد
  22. استنجا كردن همراه كاغز
  23. اسلامي او مذهبي کتابونه
  24. اسلامی اور اصلاحې کتب کی عظیم ذخیرا
  25. اصلاح د نيت او د نیت آداب او اهمیت
  26. افسوس پدې چې ځانته مسلمان وایی
  27. اقامتله كوم لورې نه ويل كيږي؟