بِسْمِ
اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ
د اودس فرضونه :
١-
مخ وينځل د وېښتو له شنه کېدو نه د زنې تر لاندې پورې، د يو غوږ له نرمۍ نه د بل
غوږ تر نرمۍ پورې.
٢-
لاسونه وينځل د څنګلو سره.
٣- د
سر څلورمه برخه مسح کول.
٤- ښپې
وينځل د ښنګرو سره.
فايده: که په دې شيانو کې چانه لږ شان ځاى هم پاتې شو؛ نو
اودس يې نه کېږي.
١- نيت کول.
٢- بسم الله ويل.
٣-
لاسونه وينځل تر مړوندونو پورې.
٤-
خوله وينځل.
٥-
مسواک وهل.
٦-
پوزه وينځل.
٧-
ګيره او ګوتې خلالول.
٨- د
وينځلو والا اندامونه درې کرته وينځل.
٩-
ټول سر مسح کول د غوږونو سره.
١٠-
په ترتيب سره وينځل، کوم چې په قرآن کريم کې راغلى دى.
١١-
يو د بل پسې وينځل بې له وقفې څخه.
فايده:
که په دې شيانو کې له چانه څه ځاى پاتې شو؛ نو اودس يې وشو، خو د قيامت په ورځ به
ملامته کېږي.
١- د
ښي طرف نه شروع کول.
٢- د
څټ مسح کول.
٣- اوچت ځاى باندې کېناستل، چې د اوبو څاڅکې ورته
وروانه لوزي.
٤-
قبلې ته مخ کول په اوداسه کې، يعنې استنجاء او غسل کې به مخ قبلې ته نه کوي.
٥- اخره
پورې نيت په زړه کې ساتل.
٦-
خچې ګوتې په غوږونو کې وهل، د مسح کولو لپاره.
٧-
پراخه ګوتمه خوزول او که تنګه ګوتمه وي؛ نو ضروربه يې خوزوي.
٨- په
اودس او استنجاء خبرې نه کول.
فايده:
که په دې شيانو کې چا نه کوم شى پاتې شو؛ نو اودس يې وشو؛ خو بهتر کار ترې پاتې
شو.
١- د
مسح والا اندام درې وارې مسح کول.
٢-
بې له ضرورته په اودس کې د بل چانه مرسته غوښتل.
٣- اوبه
ډېرې استعمالول، بې له ضرورته.
٤-
اوبه کمې استعمالول د غوړولو په شان.
٥-
په مخ باندې په تېزه اوبه اچول.
٦-
اوبو کې پوزه سونړ کول.
٧-
خوله په چپ لاس وينځل.
٨- د
اودس او استنجاء په وخت کې خبرې کول.
فايده:
که په دې شيانو کې چا کوم کار وکړه؛ نو خلاف اولى کار يې وکړه او بهتر کار ترې
پاتې شو.
١- د
بدن نه نجاست خارجېدل، لکه غټې او وړې بولى.
٢-
وينه وتل او د خپل ځاى نه تجاوز کول.
٣-
هوا خارجېدل، د شا طرف نه.
٤-
په ډکه خوله قى کول.
٥-
بې هوشي او ليونتوب راتلل.
٦-
نشه کېدل.
٧-
په لمانځه کې په زوره خندا کول.
فايده:
که په دې شيانو کې هر يو شى موجود شو؛ نو اودس ورسره ماتېږي.
١-
خوله وينځل.
٢-
پوزه وينځل.
٣-
په ټول بدن باندې اوبه تېرول.
فايده: که په دې شيانو کې چا نه لږ ځاى هم پاتې شي؛ نو غسل
يې نه کېږي.
١-
نيت کول او بسم الله ويل.
٢-
شرمګاه او لاسونه په اول کې وينځل.
٣-
نجاست لرې کول.
٤-
اودس کول.
٥-
په ټول بدن اوبه درې وارې تېرول.
فايده:
نيت په خوله هم ويلاى شي؛ خو اصل کې نيت د زړه خبره ده.
فايده:
که په دې شيانو کې چا نه کوم شى پاتې شو؛ نو غسل وشوه؛ خو ملامته کېږي به، يعنې د
نه کولو څخه يې ځان ساتل ضروري دي.
١-
داسې ځاى کې غسل کول، چې څوک يې ونه ګوري.
٢-
مخ قبلې ته نه کول.
٣- د
اوس آداب او مستحبات د غسل آداب او مستحبات دي.
فايده:
که د چانه په دې کې کوم شى پاتې شو؛ نو بهتر کار ترې پاتې شو.
١-
اوبه زياتې استعمالول.
٢-
خبرې کول، په داسې حال کې چې عورت ښکاره وي.
٣-
قبلې طرف ته مخ کول.
٤- د سنتو خلاف غسل کول.
فايده:
د دې شيانو کول نامناسب کار دى او ځان ساتل ترې بهتر دى.
١- د
مني وتل په شهوت سره.
٢-
حشفه (د ذَ کر سر) ننوتل، مخکې يا وروسته طرف کې.
٣- د
ښځې د مياشتنۍ بيمارۍ نه وروسته غسل کول.
٤- د
بچې د پېدايښت نه وروسته چې کومه بيماري وي، د هغې نه وروسته غسل کول.
٥- د
جنابت په حالت کې چې څوک اسلام راوړي.
فايده:
د دې شيانو لپاره غسل فرض او ضروري دى.
د يو
شي لپاره غسل فرض کفايي دى، چې هغه مړى دى.
١- د
جمعې لپاره.
٢- د اخترونو لپاره.
٣- د
عرفې لپاره.
٤- د
احرام تړلو لپاره.
فايده:
که په دې شيانو کې چا غسل ونه کړ؛ نو ملامته کېږي، يعنې بې له ضرورته يې پرېښودل
نه دي په کار.
١- د
مذي د وجې نه، يعنې هغه اوبه چې د شهوت په وخت کې راووځي، بې له مني نه.
٢- د
ودي له وجې نه، يعنې هغه اوبه چې کومې چې د تشو ميتيازو نه وروسته راوځي، سلېښ
ناکېشانتې.
٣-
شيطان غولول، په خوب کې، چې مني ورسره نه وي راوتلي.
فايده:
په دې شيانو باند غسل نه دى لازم، مګر اودس پکې ضروري دى.
١-
نيت کول.
٢-
دوه وارې لاسونه په ځمکه وهل.
٣-
په مخ او لاسونو مسح کول.
١-
بسم الله ويل.
٢-
په ترتيب کول، يعنې اول مخ بيا لاسونه مسح کول.
٣- لاسونه
په ځمکه مخکې او وروسته کشول.
٤- څنډل
د لاسونو يو بل سره په طرف باندې.
٥-
ګوتې آزادې کېښودل، په ځمکه باندې.
نيت
د صفايي به وکړي، بيا به لاسونه په ځمکه کېږدي، ګوتې به يې آزادې وې، مخکې او
وروسته به يې په ځمکه کش کړي او بيا به يې راپورته کړي، يو له بل سره به يې په څنګ
ووهي، چې اضافي خاوره او وړې تېګې ترې وغورځېږي او بيا به پرې مخ مسح کړي.
په
دويم ځل بيا به همداسې وکړي، اول به ښى لاس مسح کړي او بيا به چپ لاس مسح کړي.
فايده:
تيمم د عذر په وخت د اودس او غسل دواړو لپاره کېداى شي.
فايده: د تيمم په مسح کې کوشش پکار دى، ځکه دا د وينځلو په
ځاى دى.
فايده:
نيت به په دې طريقه کوى: نيت مې وکړ، چې بې اودسي رانه لرې شي او عبادت راته روا
شي، نيت د زړه خبره ده، په خوله هم ويلاى شي.
فايده:
کچېرته يو سړى تيمم والا وي او په لمانځه ولاړ وي، چې اوبه وګوري او دې پرې قادر
وي؛ نو تيمم يې مات شو، يعنې بې اودسه شو، اودس به کوي.
فايده:
کچېرته يو سړى په تيمم لمونځ وکړي او بيا اوبه وګوري؛ نو د لمونځبېرته راګرځول پرې
نشته.
د
څرمنې والا جرابو باندې مسح کول جايز دي، د علماوو پرې اتفاق دى او په هغه جرابو
باندې هم مسحه کېږي، چې د لاندې طرف نه يا پاس طرف نه پرې څرمن لګېدلى وي.
فايده: په
هغه جرابو هم مسحه کېږي، چې دا درې شرطونه پکې وي:
١- د
ښپو پورې به نښتې وي، بې له تړلو نه او د خپو څرمن به ترې نه ښکاري.
٢-
چې پرلپسې مزل پرې کېږي، علماوو اندازه لګولې، درې يا څلور کيلو ميټره.
٣-
چې اوبه نه جذب کوي.
فايده: يو
سړى په خپل کور کې وي او مسافر نه وي؛ نو يوه ورځ او يوه شپه مسح کولاى شي، د بې
اودسى نه وروسته او مسافر درې شپې او درې ورځې مسح کولاى شي.
اودس
به وکړياو صفايي سره به موزې واچوي، چې کله يې اودس مات شو؛ نو د مسح وخت شروع شو:
د
خپو له ګوتو نه شروع تر پنډو پورې به درې ګوتې راکش کړي او مسح چې کوي؛ نو د خپې
بره طرف به مسح کوي او پورته ذکر شوي شرايطو نه بغير، جرابو باندې مسح جايز نه ده،
لکه دا نن سبا چې کومې ليلوني جرابې دي.
د هر پنځه وخته لمانځه او د جمعې د لمانځه لپاره آذان کول،
سنت مؤکد دى.
اللهُ
أَكْبَرُاللهُ أَكْبَرُ،اللهُ أَكْبَرُاللهُ أَكْبَرُ، أَشْهَدُأَنْ لَاإِلَهَ إِلَّااللهُ،
أَشْهَدُأَنْ لَاإِلَهَ إِلَّااللهُ، أَشْهَدُأَنَّ مُحَمَّدًارَسُولُ اللهِ، أَشْهَدُأَنَّ
مُحَمَّدًا رَّسُولُ اللهِ،حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ،حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ، حَيَّ عَلَى
الْفَلَاحِ ، حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ اللهُ أَكْبَرُاللهُ أَكْبَرُلَاإِلَهَ إِلَّااللهُ.
اللَّهُمَّ
رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِالتَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِآتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ
وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًامَحْمُودًاالَّذِي وَعَدْتَهُ.
١- د بدن پاکوالى، له بې اودسى او ګندکى
نه.
٢- د جامو پاکوالى.
٣- د ځاى پاکوالى.
٤- عورت پټول.
٥- نيت کول.
٦- وخت پېژندل.
٧- قبلې ته مخ کول.
٨- که سړى مقتدي وي؛ نو د امام د متابعت
نيت کول.
فايده: که چېرته زنانه داسې، جامې لري، چې بدن
يې ښکاري او يا څادر نه يې ويښته ښکاري؛ نو لمونځ يې نه کېږي.
فايده: د سړي عورت او شرمګاه له نامه نه شروع
تر زنګونو پورې دى او زنګون هم عورت دى او د زنانه ټول بدن په لمانځه کې عورت دى،
بې له مخ، قدمونو او لاسونو څخه.
فايده: که چا په دې
شيانو کې يو شى هم پرېښوده؛ نو لمونځ يې نه کېږي.
١- تکبير تحريمه (اول الله اکبر).
٢- قيام يعنې اودرېدل.
٣- قرائت کول.
٤- رکوع کول.
٥- دوه سجدې کول، هر رکعت کې.
٦- اخري قعده.
فايده: که په دې شيانو کې کوم شى پاتې
شو؛ نو لمونځ يې نه کېږي.
١- سورت فاتحه (الحمدلله) لوستل.
٢- سورت فاتحې سره اول دوه رکعتونو کې بل
سورت لوستل.
٣- د لمانځه فرضونه په کراره کول.
٤- اوله قعده کول.
٥- تشهد (التحيات لله) لوستل.
٦- د سلام لفظ ويل.
٧- د اخترونو زوائد (اضافه) تکبيرونه
لوستل.
٨- دعا قنوت په وترو کې لوستل.
٩- جهري لمونځ په جهر کول.
١٠- سري (خفيه) لمونځ په پټه لوستل.
١١- په اووه (٧) اندامونو سجده کول، خپې
لګول پکې فرض دي.
١٢- د ترتيب خيال ساتل، يعنې کوم کار چې
په لمونځ کې بار بار کېږي، لکه سجدې.
فايده: که په لمانځه کې
چا نه يوه سجده پاتې شي؛ نو هغه دې اخري رکعت کې درې سجدې وکړي، بيا دې تشهد نه
وروسته سجده سهوه وکړي.
فايده: که په دې شيانو
کې چانه کوم شى په سهوه پاتې شي؛ نو سجده سهوه دې وکړي او که قصداً يې پرېښوده؛ نو
لمونځ راګرځول پرې واجب دي.
١- تکبير تحريمه کې لاسونه اوچتول.
٢- په جهر باندې تکبير ويل د امام لپاره.
٣- ثناء (سبحانک اللهم) تر اخيره پورې
لوستل.
٤- تعوذ (اعوذ بالله) لوستل.
٥- تسميه (بسم الله) لوستل.
٦- ښي لاس په چپ لاس د نامه نه لاندې
کېښودل.
٧- تکبير تحريمه نه بغير نور تکبيرونه
لوستل.
٨- د رکوع تسبيح درې وارې لوستل.
٩- په رکوع کې زنګونونه په لاسونو نيول،
چې ګوتې هم پراخې وي.
١٠- د سجدې تسبيح درې وارې لوستل.
١١- آمين په پټه ويل.
١٢- قومه کول (د رکوع نه پاڅيدل).
١٣- جلسه کول (د سجدو په منځ کې پاڅيدل).
١٤- په سجده کې به سړى خېټه، لاسونه او
خپې يو بل سره نه يوځاى کوي او زنانه به يې يو ځاى کوي.
١٥_ زنانه به په کناټو کيني او خپې به ښي
طرف ته وباسي او سړى به په چپه خپه کيني او ښي خپه به دروي.
فايده: که په دې شيانو کې چا يو شى ونه
کړ، په سهوې سره؛ نو هېڅ پرې نشته او که قصداً يې پرېښوده؛ نو د قيامت په ورځ به
ملامته کېږي.
١- په ولاړه کې د سجدې ځاى ته کتل.
٢- په رکوع کې قدمونو ته کتل.
٣- په سجده کې د پوزې نرمۍ ته کتل.
٤- په قعده کې غېږي ته کتل.
٥- د اسويلي په وخت کې خوله بندول يا په
خوله لاس کېښودل.
٦- د لمانځه نه مخکې ډوډۍ خوړل، که خوراک
ته يې اشتهاء وي.
٧- د لمانځه نه مخکې د قضاء حاجت نه ځان
وزګارول.
٨- عاجزۍ سره لمونځ کول.
فايده: که دا شيان چا نه په سهوه کې پاتې
شو؛ نو هېڅ پرې نشته او که قصداً يې پرېښوده؛ نو بهتر کار ترې پاتې شو، بايد قصداً
پاتې نشي.
١- د سجدې د ځاى نه وړې تېږي لرې کول، بې
له ضرورته.
٢- په لمانځه کې خوب راتلل.
٣- په لمانځه کې سترګې پټول يا پورته
کتل.
٤- په لمانځه کې اسويلى کول.
٥- په لمانځه کې توکاڼې تو کول.
٦- په لمانځه کې پرلتى وهل.
٧- د سترګو په کونجونو کې ښي او چپ طرف
ته کتل.
٨- په لمانځه کې جامې اوږدې ساتل، چې په
ځمکه لګيږي.
٩- په رکوع او سجده کې د قرآن کريم
لوستل.
١٠- په لمانځه کې څادر زوړندول.
١١- په لمانځه کې جامې راټولول، بې له
ضرورته.
١٢- په سجده کې مټې د لاسونو سره په ځمکه
کېښودل.
١٣- په لمانځه کې د ضرورت په وخت کې ستره
نه کېښودل.
فايده: په لمانځه کې د دې شيانو نه ځان
ساتل پکار دي.
١- په لمانځه کې خبرې کول.
٢- د پرنجي والا ته ځواب ورکول.
٣- په لمانځه کې خندا کول.
٤- په لمانځه کې د تشو متيازو لوندوالى
پېدا کېدل.
٥- بې له عذره د غاړې صفا کول.
٦- د مصيبت له وجې ژړل.
٧- په لمانځه کې د قرآن کريم نه لوستل.
فايده: که په دې شيانو کې کوم شى چا وکړ؛
نو لمونځ يې نه کېږي.
نيت به وتړي او
تکبير تحريمه به ووايي او دې سره به سړى خپل لاسونه د غوږونو تر نرمۍ اوچت کړي،
بيا به (سبحانک اللهم) تر اخره ووايي، بيا به اعوذ بالله او بسم الله مکمله ووايي
او بيا به سورت فاتحه (الحمدلله) ووايي او په اخر کې به يې آمين په پټه ووايي، بيا
به يو بل سورت ورسره ووايي.
په تکبير ويلو سره به رکوع ته لاړ شي او
د رکوع تسبيح به درې وارې ووايي، چې ملاء او سر به يې سيده برابر وي؛ نو بيا به
(سمع الله لمن حمده) سره راپاڅي، ورپسې به (ربنا لک الحمد) ووايي او تکبير ويلو
سره به سجدې ته لاړ شي.
په سجده کې به لاسونه، خپې او خېټه له يو
بل سره نه جنګوي، د سجدې تسبيح به درې وارې ووايي.
له دې نه وروسته به
تکبير ويلو سره پاڅي او نيغ به کېني، بيا به تکبير ويلو سره سجدې ته لاړ شي، درې
ځلې به تسبيح د سجدې ووايي، بيا به تکبير ويلو سره دويم رکعت ته پاڅي او د لومړي
رکعت په شان به يې وکړي.
په اخره کې به تشهد او ورپسې درود او دعا
ووايي او بيا ښي او چپ طرف ته سلام وګرځوي.
فايده: د سړي او ښځې د لمانځه فرق دا دى
چې: سړى به لاسونه تکبير تحريمه سره غوږونو پورې اوچتوي او زنانه به يې سينو پورې
اوچتوي.
فايده: سړى به سجده کې لاسونه، خېټه او
خپې يو بل سره نه يو ځاى کوي او زنانه به يې يو ځاى کوي.
که چېرته يو سړى امام پسې ولاړ وي؛ نو
سورت فاتحه او سمع الله لمن حمده به نه وايي.
فايده: ډک رکعت، هغې رکعت ته وايي، چې د
سورت فاتحې سره بل سورت ووايي.
فايده: نوافل، سنتونه او وتر واجب ټول
رکعتونه ډک دي او په فرضو کې اول دوه رکعتونه ډک وي، ورپسې تش وي.
فايده: که چېرته يو سړى د امام پسې ولاړ وي او
که ځانته وي؛ نو آمين به په پټه وايي.
دا لمونځ واجب دى او د دې فرائض، سنتونه
او واجبات د عام لمونځونو په شان دي؛ خو يوازې په دريم رکعت د سورت نه وروسته او د
رکوع نه مخکې دعاء قنوت لوستل واجب دي.
فايده: که يو سړى د تهجدو لپاره
راپاڅېداى شي؛ نو وتر د تهجدو نه وروسته کول بهتر دي او که چېرته نشي راپاڅېداى؛
نو د خوب نه مخکې کول يې بهتر دي.
فايده: که دا لمونځ د چا نه پاتې شو؛ نو
ګنهګارېږي.
دا لمونځ فرض کفايي دى، پشان د خښولو او
غسل ورکولو.
١- مړى به مسلمان وي.
٢- مړى به پاک وي.
٣- مړى به حاضر وي.
٤- مخکې به قبلې طرف ته اېښى وي.
٥- کفن به پاک او ستر پټوونکى وي.
٦- نيت کول.
فايده: که په دې شيانو کې يو شى هم پاتې شو؛
نو لمونځ نه کېږي.
١- څلور تکبيرونه دي.
٢-
قيام دى.
فايده: که په دې شيانو کې يو شى هم پاتې شو؛
نو لمونځ نه کېږي.
١-
حمد او ثناء ويل.
٢-
درود ويل.
٣-
دعا کول.
٤_ د
امام لپاره د مړي د سينې برابر ودرېدل پکار دى.
فايده:
که په دې شيانو کې چا نه کوم شى پاتې شو، بې له عذره؛ نو په ورځ د قيامت به ملامته
کېږي.
نيت
به وکړي او تکبير به وايي، د هغې سره به لاسونه د غوږونو تر نرمۍ پورې اوچت کړي او
حمد او ثناء به وايي (سبحانک اللهم) تر اخره پورې.
بيا
به دويم تکبير ووايي، د هغې پسې به درود (اللهم صل) تر اخره پورې ووايي، درېيم
تکبير ويلو نه وروسته به مړي ته دعا وکړي او څلورم تکبير ويلو نه وروسته به دواړه
طرفو ته سلام وګرځوي.
فايده: سبحانک اللهم د لمانځه والا صحيح دي،
وجل ثنائک ويل پکې ضروري نه دي.
فايده: د دويم تکبير نه وروسته درود ويل د
لمانځه والا صحيح دي.
د درېيم تکبير نه وروسته د بالغ انسان لپاره که نر وي او که
ښځه، دا دعا ده:
اَللَّهُمَ اغْفِرْ لِحَيِّنَا وَمَيِّتِنَا وَشَاهِدِنَا وَغَائِبِنَا وَصَغِيْرِنَا وَکَبِيْرِنَا وَذَکَرِنَا وَاُنْثَانَا اَللَّهُمَّ مَنْ اَحْيَيْتَهُ مِنَّا فَاَحِيْيِه عَلَی الاِسْلاَمِ وَمَنْ تَوَفَّيْتَهُ مِنَّافَتَوَفَّهُ عَلَی الاِيْمَانِ .
(اَللَّهُمَّ اجْعَلْهُ لَنَا فَرَطًاوَاجْعَلْهُ لَنَا اَجْرًا وَذُخْرًا وَاجْعَلْهُ لَنَا شَافِعًا وَمُشَفًّعا)
(اَللَّهُمَّ اجْعَلْهُ لَنَا فَرَطًاوَاجْعَلْهُ لَنَا اَجْرًا وَذُخْرًا وَاجْعَلْهُ لَنَا شَافِعَةً وَمُشَفَّعَةً)
فايده:
د اول تکبير نه وروسته به لاسونه، نه اوچتوي او نه به سر اوچتوي.
فايده:
که چېرته چا ته د دريم تکبير نه وروسته دعا نه ورځي؛ نو دا دعا دې ووايي:
(اَللَّهُمَّ اغْفِرْلَنَا
وَلَهُ وَلِلْمُؤْمِنِيْنَ وَالْمُؤْمِنَاتِ) خو خپله مسنون
دعا لوستل بهتر دي.
کله
چې يو سړى، د پاوو باندې (٧٧) کيلو ميټرو په اندازه سفر کوي او هلته د (١٥) ورځو
نه کمې ورځې تېروي؛ نو هغه لپاره څلور رکعتي فرض لمونځ په دوه رکعتي لمونځ بدلېږي.
فايده:
که چېرته يو سړى په سفر کې سنت کوي؛ نو په هغې کې کموالى نشته او که چېرته يې بيخي
ونه کړه؛ نو ګناه پرې نشته.
فايده:
که چېرته مسافر پسې مقيم سړى جمع کوي؛ نو مسافر به خبر ورکړي، چې زه مسافر يم، چې
د هغوى په لمونځ کې ګډوډ والى رانشي.
فايده:
که چېرته مسافر د مقيم سړي پسې ودرېده؛ نو څلور رکعتي لمونځ به په خپل حال کوي، د
امام د متابعت د وجې.
فايده:
که مسافر سړي په سفر کې څلور رکعتي فرض لمونځ پوره وکړ؛ نو ګنهګارېږي.
فايده:
په مسافر سړي د اختر او د جمعې لمونځ نشته، که ويې کړه؛ نو جايز دى.
دا
لمونځونه واجب دي او طريقه يې د عامو لمونځونو په شان ده، يواځې په دې کې شپږ
اضافه تکبيرونه دي.
په
اول رکعت کې به د سبحانک اللهم د لوستلو نه وروسته درې تکبيرونه ووايي او هر يو
تکبير سره به لاسونه اوچتوي او دويم رکعت کې به د رکوع نه مخکې درې تکبيرونه
ووايي، هر يو سره به لاسونه اوچتوي او څلورم تکبير سره به رکوع ته لاړ شي.
فايده:
دې تکبيرونو کې به لاسونه اوچتوي او زوړند به يې نيسي.
فايده:
په وړوکې اختر کې بهتره دا ده، چې سحر د اختر د لمانځه نه مخکې څه خوږ شى وخوري او
په لوى اختر کې د خپلې قربانۍ له غوښې نه وخوري.
فايده:
د وړوکي اختر لمونځ د لمر راختلو نه ښه وروسته کول بهتر دي، چې خلک ښه راټول شي.
او لوى اختر والا لمونځ لږ شانته مخکې کول بهتر دي، چې د قربانۍ والا ته تکليف پېښ
نه شي.
سُبْحَانَكَ
اللهُمَّ
پاکي
ده تالره اى الله!
|
وَبِحَمْدِكَ
او
تالره ثنا ده
|
وتَبَارَكَ
اسْمُكَ
او
برکت والا دى نوم ستا
|
وَتَعَالَى
جَدُّكَ
او
لوړ دى شان ستا
|
وَلَاإِلَهَ
غَيْرُكَ
نشته
د عبادت لايق بې له تانه
|
|
أَعُوذُ
پناه
غواړم
|
بِاللَّهِ
په
الله تعالى
|
مِنَ
الشَّيْطَانِ
د
شيطان
|
الرَّجِيمِ
|
رټلي
شوي نه
|
|
بِسْمِ
اللَّهِ
شروع
کوم په نوم د الله
|
الرَّحْمَنِ
چې
عام مهربانه دى
|
الرَّحِيمِ
خاص رحم کوونکى دې
|
. اَلْحَمْدُ
ټول
صفتونه
|
لِلّٰهِ
خاص
الله لره دى
|
رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۱
چې
تربيت کوونکى د مخلوقاتو دى
|
الرَّحْمٰنِ
چې عام مهربان دى
|
الرَّحِیْمِۙ۲
خاص رحم کوونکى دى
|
مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ۳
واکدارد قيامت د ورځې دى
|
اِیَّاكَ
خاص
تاته
|
نَعْبُدُ
عبادت کوو
|
وَ اِیَّاكَ
او
خاص تانه
|
نَسْتَعِیْنُؕ۴
مدد
غواړو
|
اِهْدِنَا
برابر
کړې موږ
|
الصِّرَاطَ
په
لار
|
الْمُسْتَقِیْمَۙ۵
نيغه
باندې
|
صِرَاطَ الَّذِیْنَ
په
لاره د هغه کسانو
|
اَنْعَمْتَ
چې
تا فضل کړى
|
عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦ
په
هغوى
|
غَیْرِ
نه
لار د هغه کسانو
|
الْمَغْضُوْبِ
چې غضب کړى شوى
|
عَلَیْهِمْ
په
هغوى
|
وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠۷
او
نه لارد ګمراهانو
|
آمين اى الله! زموږ دعا قبوله کړې
|
الله
اکبر (الله تعالى ډېر لوى دى)
قُلْ هُوَ اللّٰهُ
ووايه، هغه الله
تعالى
|
اَحَدٌۚ۱
يو
دى
|
اَللّٰهُ
الله
تعالى
|
الصَّمَدُۚ۲
بې
نيازه دى
|
لَمْ یَلِدْ١ۙ۬
نه
يې څوک زېږولى
|
وَ لَمْ یُوْلَدْۙ۳
او نه له چانه
زېږيدلى
|
وَ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ
او
نشته دهغه لپاره
|
كُفُوًا
برابر
|
اَحَدٌ۠۴
هېڅوک
|
الله
اکبر الله تعالي ډېر لوې دې
سُبْحَانَ
پاکي
ده
|
رَبِّيَالْعَظِيمِ
رب
زما لره، چې لوى دى
|
سَمِعَاللهُ
اوري
الله تعالى
|
لِمَنْ
وينا
د هغه چا
|
|
حَمِدَهُ چې صفت يې کوي
|
رَبَّنَا
اى
ربه زموږ
|
لَكَالْحَمْدُ
تالره
صفت دى
|
الله
اکبر
سُبْحَانَ
پاکي
ده
|
رَبِّيَ
رب
زما لره
|
الْأَعْلَى چې اوچت دى
|
الله
اکبر
التَّحِيَّاتُ
ټول
وينا والا عبادتونه
|
لِلَّهِ
خاص
الله لره دي
|
وَالصَّلَوَاتُ
او
ټول بدني عبادتونه
|
وَالطَّيِّبَاتُ
او
ټول مالي عبادتونه
|
السَّلاَمُ
عَلَيْكَ
سلام
دې وي په تا باندې
|
أَيُّهَاالنَّبِيُّ
اى
پېغمبره
|
وَرَحْمَةُاللَّهِ
او
رحمت د الله تعالى
|
وَبَرَكَاتُهُ
او
برکتونه د هغه
|
السَّلاَمُ
علينا
سلام
دي وي پر مونږ باندې
|
وَعَلَى
او
په
|
عِبَادِ
بنده
ګانو
|
اللَّهِ
د
الله تعالى
|
الصَّالِحِينَ
نېکانو
باندې
|
أَشْهَدُ
زه
ګواهي کوم
|
أَنْلاَإِلَهَ
چې
نشته د عبادت لايق
|
إِلَّااللَّهُ
مګر
الله تعالى دى
|
وَأَشْهَدُ
او
زه ګواهي کوم
|
أَنَّ
مُحَمَّدًا
چې
بېشکه محمد 0
|
عَبْدُهُ
بنده
د هغه دى
|
وَرَسُولُهُ
او
استازى د هغه دى
|
اللَّهُمَّ
اى
الله جل جلاله
|
صَلِّ
رحم
وکړې
|
عَلَى
مُحَمَّدٍ
په
محمد 0
|
وَعَلَى
آلِ مُحَمَّدٍ
او په کورنۍ د محمد 0
|
كَمَاصَلَّيْتَ
لکه څرنګه چې تا رحم کړى
|
عَلَى
إِبْرَاهِيمَ
په
ابراهيم 5
|
وَعَلَى
آلِ إِبْرَاهِيمَ
او
په کورنۍ د ابراهيم 5
|
إِنَّكَ
بې
شکه ته
|
حَمِيدٌ
ستايلى
شوى
|
مَجِيدٌ
لوړ
شان والا يې
|
اللَّهُمَّ
بَارِكْ
اى
الله برکت ووروې
|
عَلَى
مُحَمَّدٍ
په
محمد عليه السلام
|
وَعَلَى
آلِ مُحَمَّدٍ
او په کورنۍ د محمد 5
|
كَمَابَارَكْتَ
لکه تا چې برکت ورولى وه
|
عَلَى
إِبْرَاهِيمَ
په
ابراهيم عليه السلام
|
وَعَلَى
آلِ إِبْرَاهِيمَ
او
په کورنۍ د ابراهيم 5
|
إِنَّكَ
بېشکه
ته
|
حَمِيدٌ
ستايلى
شوى
|
مَجِيدٌ
لوړ
شان والا يې.
|
اللَّهُمَّ
اى
الله
|
رَبَّنَا
زمونږه
ربه
|
آتِنَا
راکړې
مونږ ته
|
فِي
الدُّنْيَا
په
دنيا کې
|
حَسَنَةً
نېکي
|
وَفِي
الآخِرَةِ
او
په اخرت کې
|
حَسَنَةً
نېکي
|
وَقِنَا
او
وساتې موږ
|
عَذَابَالنَّارِ
د
عذاب د اور نه.
|
اللَّهُمَّ
اى
الله
|
إِنَّا
بېشکه
موږ
|
نَسْتَعِينُكَ
مدد
غواړو تانه
|
وَنَسْتَغْفِرُكَ
او
تانه بښنه غواړو
|
وَنُؤْمِنُ
بِكَ
او
ايمان راوړو په تاباندې
|
وَنَتَوکَلُ
او
توکل کوو
|
عَلَيْکَ
په
تاباندې
|
وَنُثْنِي
او
صفت کوو
|
عَلَيْكَ
الْخَيْرَ
ستا
غوره
|
وَنَشْکُرُکَ
او
موږ شکر کوو ستا
|
وَلَانَكْفُرُكَ
او
ستا ناشکري نه کوو
|
وَنَخْلَعُ
او
وباسو
|
وَنَتْرُكُ
او
موږ پرېږدو
|
مَنْ
هغه
څوک
|
يَفْجُرُكَ
چې
نافرماني کوي ستا
|
اللَّهُمَّ
اى
الله
|
إِيَّاكَ
خاص
تاته
|
نَعْبُدُ
عبادت
کوو
|
وَلَكَ
نُصَلِّي
او
تاته مونځ کوو
|
وَنَسْجُدُ
او
سجده کوو
|
وَإِلَيْكَ
او
ستا طرف ته
|
نَسْعَى
منډې
وهو
|
وَنَحْفِدُ
او
تيزي کوو
|
وَنَرْجُو
او
اميد لرو
|
رَحْمَتَكَ
ستا
د رحمت
|
وَنَخْشَى
او
وېرېږو
|
عَذَابَكَ
ستا
د عذاب نه
|
إِنَّعَذَابَكَ
بېشکه
عذاب ستا
|
بِالْكُفَّارِ
کافرانو پورې
|
مُلْحِقٌ
پېوسته
کېدونکى دى
|
تمت
بالخير
ماخذونه
الفقه
الاسلامي و ادلته
الفقه
الحنفي وادلته
کنزالدقائق
مراقي
الفلاح
د
سفر مسئلې د رفعت قاسمي صاحب.
تعليم
الاسلام.
- په زړه پوري پروګرامونه ددې ځاى څخه ډاونلوډ كى
- په زیارتودګنبدوجوړولواوکټاری لګولوحکم
- په شريكه قربانى كښے دټولوشركاؤنيت اوقصددثواب شرط دے
- په شریعت کی ددوهم واده حکم
- په شریعت کی دفدفالی حکم څه ده ؟
- په طلوع تلویزیون کی یوه خپرونه ده چی 20 نفره به کی اشتراک کوی
- په عدت کې له يوه څخه وروسته حامله شوه نوعدت څنګه تيرکړي ؟
- په غصه کې يي ښځې ته وويل چې ته زما مور يي کله چې ورنه پوښتنه وشوه ويي ويل چې دهيڅ شي نيت مې هم نه وو ؟
- په غير اسلامې هيوادونو کې د مسلمان د پاره کار کول
- په غير مسلم ملک کې قبولي يا تابعيت اخيستل
- په فاتحه خوانۍ کې د سورة لوستل جايز دي؟
- په قبرونوپردی اوپوښونواچول څه حـــکم لری حالنـــــکه په ډیـــــرو پوښوډیرقـــرانی ســـورتونه لیکلی وی
- په قراءت اوتكبيركې داوچت او ورو اواز اندازه
- په قرض سره په ګران قيمت خرڅول
- په قسط باندې خرچول او اخيستل د اسلام له مخې څه حکم لري؟
- په كوركې دجماعت په كولوسره دجومات ثواب حاصليږي اوكه نه؟
- په كوركې دننه اذان اوجمعه كول :
- په كوټ اوپتلون كښې مونځ كيږي اوكه نه؟
- په كټ باندې مونځ كول صحيح دي
- په لاندى حالاتو كې دامانت تاوان وركول لازميږي
- په لباس کښي دزیب او زینت ترڅنګ دپردې خیال ساتل لازمي دی
- په لمانځه کې د سُتري ضرورت ، فوائد او احکام
- په لمانځه کې کوم ځای ته وکتل شي او د څه شي تصور کول پکار دی ؟
- په مذي باندې په ككړو جاموكې مونځ كول صحيح دى اوكه نه ؟
- په مسجد کې سوال غوښتل
- په مړی پسې دخیراتونوشرعې حیثیت
- په نابالغتوب کې يي له يوه نامردسره نکاح وشوه اوس څه وکړي ؟
- په نابالغتيا كې پلار چې د جينئ كومه نكاح وكړه هغه صحيح ده دويمه نكاح د بلوغ نه پس نه شى كولى
- په نني عصر کې دمسواک په ځای ټوتهـ پیسټ اوبرش ډیرزیات استعمالیږي په دې باندې اجر اوثواب میلاوېږې او که نه ؟
- په وترو کې چې کله دعاء قنوت وايي نو بسم الله ووايي اوکه نه ،اود جنازي په لمانځه
- په وخت د نكاح د ورور جوړولو رواج غلط دى
- په وړينو كاليوباندې ګنده ګې ا وچه شي اوپه خپله ورژيږي بغير له پاكولو نه مونځ روا دى اوكه نه ؟
- په يو پوزكي سړى اوښځه دواړه مونځ كولاى شي
- په پيچکاري، قطره، اکسيجن..روژه ماتېږي؟
- په کوموشيانو هم روژه ماتېږي او هم کفاره لازمېږي؟
- په ګاډي کې مړې اوړل څنګه دي ؟
- پوښتنه دسختې يخنۍ اوتبې په سبب سره تيمم روا دى اوكه نه ؟
- پوښتنه : آيا په کورتۍ او پتلون اغوستلو کې له کفارو سره مشابهت راځي اوکه نه ؟
- پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
- پوښتنه: یو عالم چی څومره علم وکړی ورته شیخ الحدیث، او شیخ القرآن ویلی شو؟
- پوښته : د دواړو سجدو په منځ كې دادعاء لوستل روا دي اوكه نه ( اللهم اغفرلي وارحمني الخ ) ؟
- پوښته : په لمانځه کې قراءت څومره اندازه فرض دى ؟
- پوښته :كه څوك دلمانځه په قعده كې كله يوه اوكله بله دعاء و وايې داحنافو په نزد خوبه كوم ممانعت نه وي ؟
- پوښته: دانګريزانو وړينې جامې ليلاميږي په هغې كښې شبه دناپاكۍ شته ، اياهغې سره مونځ جائز دى اوكه نه ؟
- پوښته: داودس وچولو وخت كښې سلام كول يا د سلام ځواب وركول جائز دي اوكه نه ؟
- پيوند كاري اعضاء دليل مانعين دلائل قائلين: ند كاري اعضاء
- ځنی خاصې شپی لکه پنځلســـم دی برات اولســــم دمحرم اوداسی نوری
- ځوانه: په روژه كې خو دا لس كارونه وكړه
- ځيني خلك له ركوع نه رورسته نيغ نه ودريږي اوسيده سجدې ته ځې په داسې كولو مونځ كيږي اوكه نه ؟
- څوک چه په دويم رکعت كې شريک شي نوثناء{ سبحانک اللهم } به وائي اوکه نه ؟
- څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
- چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
- چنده غير مسلما ن در مسجد
- چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
- چه په سجده كښې دواړوه خپې اوچتې كړي نو څه حكم لري؟
- چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
- چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
- چه دهندوانوپه ډول ساړى وتړي نو مونځ په كښې كيږي اوكه نه ؟
- چه مسبوق په هيره سره سلام وګرځوي بيادچاوريادولوسره پاڅيږي او پوره كړى مونځ ؟
- چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.