ښځه الله تعالی د نفقي د درانه مسئولیت څخه معاف کړی ده قوله تعالی :الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ (النساء ۳۴ ) .
ژباړه : نارينه پر ښځو مسلط او اداره چيان دي له دې امله چې الله د هغوی ځنو ته پر ځنې نورو فضيلت ورکړی او له دې کبله چې نارينه خپل مالونه لګوي .
له دې آیت شريف څخه څرګنده شوه چې انفاق د نارينوو دنده ده يعنی د کورد اهل عيال د پاره به نارينه نفقه پيداکوي او پر هغوی به انفاق کوي دغه انفاق د ښځو دنده او مسئوليت نه دي .
نو هيڅ څوک هم ښځه د کور څخه د باندې په کار کولو نشی مجبورولای او نه هم د ښځې د پاره د کور څخه د باندې کار کول مناسب دي .
ځکه اسلامې شريعت چې د نارينه او ښځو تر مينځ د وظايفو او دندو کوم ويش کړی دی د فطري جوړښت موافق دي ،د کور څخه د باندې کارونه د ښځې د فطري جوړښت سره موافق نه دي ځکه چې ښځه نور ډير درانه مسئوليتونه تر سره كوي لكه په لاندې ډول :
۱- په هره مياشت کې تقريباً لس ورځې د حيض موده چې په دې موده کې ښځه کافي استراحت ته ضرورت لري .
۲- حمل او بارداري : په دې ورځو کې هم ښځه څه ناڅه استراحت او ډیر احتياط ته ضرورت لري درانه کارونه که جسمي وي او که دوماغي د حمل د ضايع او هغه ته د تاوان رسيدلو سبب ګرځي .
۳- د ماشوم زږول د نفاس دوره : په دغه دوره کې ښځه مرګوني دردونه او سختۍ تيروي چې ښځه کافي استراحت ته ضرورت لري .
۴- ماشوم ته پی ورکول : ښځه تر دوه کلونو پورې بايد ماشوم ته پی ورکړي چې دا د ښځی مسئوليت دي .
5- د بدن جسمي ترکيب : د ښځې جسمي ترکيب د هغه کارونو د پاره مناسب دی کوم خپل څښتن (جل جلاله ) یې ورته مناسب ګرځولي دي .
لنډيز : هغه بدن چې د حيض ،حمل ، نفاس ، تي ورکولو او د اولاد روزلو مشکلات تحمل کوي او دا د ستړيو او دردونو ډکه دنده تر سره کوي نو نورکافي قدرت او فرصت د بيروني کارونو د پاره نه لري چې د نر سره اوږه په اوږه کار وکړای شي .
اوس دا واضح شوه چې ښځه د نفقي کټلومسئوليت نه لري خو که ضرورت وي خپل ميړه له لاسه ورکړي اوبل سرپرست نه لري يا له بل مشکل سره مخ شي نو بيا داسې دنده تر سره کولای شي چې د ښځې د فطري جوړښت سره مناسبه وي (فتاوي المحمودي – فتاوي علماء البلد الحرام ) .
يا داسې دنده چې هغه نارينه نشي تر سره کولای لکه د طب په نسايي او ولادي څانګه کې کار کول (فقه معاصر ) خو د لاندې شرايطو په رعايت سره :
۱- د حجاب رعايتول  د حجاب مفصل بيان دلته ولولې.
۲- نارينه او ښځې به سره کډ نه وي اختلاط به نه وي .
دښځو او نارينو يوځایوالی په مکتب ، پوهنتون او دفتر وغيره په اجماع د امت حرام دي
قوله تعالی : وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ (۵۴ احزاب ) .
که څه شی غواړي نو د پردي تر شا يې وغواړﺉ .
شيخ الاسلام ابن تيميه (رح) په رساله في الحجاب کې ليکي چې پورتی آيت شريف د خلوت د حرمت په باب يو محکم الهي حکم دي .
رسول الله صلی الله عليکم وسلم د نارينه او ښځو د خلوت څخه منع فرمايلی ده :
إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .
د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .
لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ (۳۰۰۶ بخاری ).
ژباړه : هيڅ بيګانه سړی به د بيګانه ښځې سره خلوت نه کوي او هيڅ ښځه دې بدون له محرم څخه سفر نه کوي .
په اوس عصر کې يو عظيم فساد د نارينه او ښځو خلوت او د ښځو له نامحرمو سره سفر کول دي د خلوت عظيم فساد د جاهليت د ناوړو عاداتو څخه دی او دا د الله تعالی د سر سختو دوښمنانو يهودو ،نصاراؤ او نورو کفارو په لاره تګ دی دا يو سره مشابهت دی د کفارو سره ځکه چې د نارينه او ښځو خلوت د کفارو له لويو صفاتو څخه يو صفت بې حيايې د نر او ښځو تر منځ کډ ژوند دی  من تشبه بقوم فهو منهم( أبو داود اللباس (4031). )
د دغه عظيم فساد په اړه ډير سخت وعيدونه ذکر شوی دی ځکه چې دا عمل د فتنی او بې حيايو له سترو وسايلو شميرل کيږي :
په دې باره کې ډير احاديث راغلی دی دلته يوازي يو حديث شريف ذکر شوی چې ان شآء الله همدا کفايت کوي .
عن أبي هريرة. قال:
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (صنفان من أهل النار لم أرهما. قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس. ونساء كاسيات عاريات، مميلات مائلات، رؤسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة، ولا  يجدن ريحها. وإن ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا). ( مسلم ۲۱۲۸ ) .
په دوزخ کې دوې ډلی داسې دی چې تر اوسه ما نه دي ليدلی يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان ) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي دوهمه ډله هغه ښځې دي چې جامو باوجود بربنډې وي چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښانو د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه د جنت خوشبوي له دومره دومره فاصلی څخه مومی .
ددی ډول ښځو امثال مونږ وينو چې تنګي جامې اغوندې چې د بدن د فتني ځايونه واضح ښکاري او دوی قصداً داسې کوي تر څو خلک خپل ځان ته جلب کړي .
د اوښ د بوکام مثالونه هم په ځنوښځو کې وينو .
او هغه کسان چې خلک په کمچينو وهي د هغوی نه مراد هغه ډله ده چې حاجتمند خلک به د اميرانو دربار ته د خپل حاجت د پاره ورځې او دوی هغوی نه پريږدي او په وهلو سره به يې رټي .
دغه ښځو دخپل هغه مهربان څښتن څخه مخ اړولی دی چې ښځو سره يې د ښه سلوک کولو دومره ټينګار کړی دی چې نور ګنجايش نه لري د زږيدلو نه واخله بيا تر مور کيدو پورې .
آن لاين اسلامې لارښود


  1.  
  2. مټې لرو خو هره مټه مو بې زوره ښکاري
  3. مکه مکرمه په راتلونکې کې
  4. میک اپ اور زہریلے کیمیکل
  5. نابینا امام کی اقتداء میں جماعت کا حکم
  6. ناک، ہونٹوں اور زبان میں سوراخ
  7. نبوي ژوندليک
  8. نجلۍ ته له خپل ملګري سره نکاح روا ده که ناروا؟
  9. نجم الدين اخند زاده
  10. نصاب دقربانى څه دې که واضاحت را ته وکړې يعنې قربانی کله کول پکار دې ؟
  11. نصيحت : اسلام ومنئ
  12. نن صبا زيات خلك دا وايي چې
  13. ننګرهار ليکبڼه کابل ليکبڼه سوات ليکبڼه پښتو ليکبڼې فونتهای فارسی فونتهای قرآنی
  14. نه یې پیژنم خوي زوی دیوافغان دی
  15. نو نو یو وخت په افغانستان کې .................................... (انځورېز راپور
  16. نو که په دې فکر چې روژه يې ماته شوه دويم ځل نور خوراک ورپسې وکړي آيا
  17. نوح علیه سلام متعلق معلومات
  18. نوم دې په خوله اخلم مه تل په مینه منیه : پشتو نعت
  19. نکاح نعمت ؛ طلاق ضرورت
  20. نیغه ناسته صحي ده
  21. هرڅه مې هېرېږي، څه وکړم؟
  22. هرڅوک چي دغه دعاولولي ، هيڅوک تکليف اوضررورته نشي رسولى
  23. هډه يا د لرغوني ګندهارا فرهنګي پلازمينه
  24. واقعه دغاروالاؤ
  25. واقعه دقوم يونس
  26. واقعے کی دہشت، یا خدا کی ہیبت؟
  27. وصايا ثمينة من الرسول صلى الله عليه وسلم
  28. وضو کے سائنسی فائدے
  29. ولې ارږمي باسو؟
  30. ولې زمونږ ټولنه کې ودونه وروسته کېږي؟
  31. ولې په روژه كې خلك ژاړي خو زه نه
  32.