Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, February 10, 2012

د مور او پلار د پښو ښکلول




(1)

هډوال صاحب السلام عليکم و رحمت الله و برکاته سوال: د خپل والدينو لاسونه مچو کول او په عين وخت کي د سر ټيټول د اسلام مبارک دين له نظره سه حکم لري. بشيرالله عمرخيل

(2)

اسلام علیکم و رحمت الله!
محترمینو!
ستاسو د یوی پوښتنی د ځواب د ویلو سره سم ماته دا سوال را پیدا سو چی آیا څوک کولای سی چی د خپلو والدینو داحترام لپاره د هغوی پښی مچ کړی. مننه
خيبر
ځواب
بسم الله الرحمن الرحیم
عموماً ښکلول لاندې صورتونه لری :
۱- د شفقت ښکلول : د شفقت په سبب  ښکلول لکه مور او پلار چې د شفقت د پاره خپل اولاد ښکلوي دا ډول ښکلول جايزدي له سنتو نه ثابت دي . لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت حسن رضی الله عنه ښکل کړی دی او حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه بی بی عايشه رضی الله عنه مخ مبارک ښکل کړی دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت فاطمه رضی الله عنها ښکل کړي ده همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت جعفر بن ابې طالب په تندي باندې ښکل کړی دی .
۲- د احترام ښکلول : لکه د مور او پلار ،صالح عالم يا عادل پادشاه د لاسونو ښکلول جایز دي ددې نه بغير د عامو خلکو شکلول جایز نه دي . خو که دغه ښکلول د هغوی د کبر او غرر سبب ګرځی نو بيا داسې کول مکروه دي (شرح البخاري ۹/۴۶ ) .
په دې باره کې څه ډير احاديث روايت شوی دلته په مختصر ډول څو احاديث را نقلوو .
امام بخاری د حضرت ذابح نه روایت کوي چې کله مونږ مدينه طيبې ته ورسيدو نو مونږ ژر ژر له خپلو سورليو څخه کوز شوو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک لاسونه مو ښکل کړل .
ابوداود د حضرت عايشې رضی الله عنها نه روایت کوي چې کله به رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې کور ته داخليدو نو هغه به د استقبال د پاره ودريده او د هغوی لاس مبارک به يې ښکلولو .
حاکم په مستدرک کې د حضرت بريده نه روايت کوي او هغه یې صحیح الاسناد ګرځولی دی چه يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کې حاضر شو هغه د ده سر او پښې مبارکې ښکل کړي .
ترمذي او ابن ماجه د حضرت صفوان نه روایت کوي چه د یهودو يوې ډلې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پښې مبارکې شکل کړې (امام ترمذي دا حديث حسن اسناد بولی ) .
د پورته احاديثو څخه د صالح عالم ، عادل پاچاه د لاسونو حتی پښو ښکلولو جواز ثابت شو ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دريو واړو صفتونو جامع ؤ چه په عالم کې يې هيڅ نظير نشته .
ددې په مقابل کې د حضرت انس په روايت کې د ښکلو ممانعت ثاپتيږي چې هغه د عامو خلکو د پاره دی چې پورته ذکر شوی اوصاف ونه لري .
ترمذي په حسن سند سره د حضرت انس ابن مالک نه روايت کوي چې يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه چه : چې په مونږ کې چې کله يو کس د خپل ورور يا ملګري سره ملاقات کوي نو آيا د هغه د احترام د پاره ټيټيدلی شو هغوی وفرمايل : نه بيا هغه پوښتنه وکړه آيا معانقه يا ور تر غاړه کيدل او ښکلول وکړي دوی وفرمايل : نه بيا يې وويل آيا مصافحه دې وکړي ؟  رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل هو .
د مطلب خلاصه :
۱- ښکلول او ور تر غاړه کيدل که په شهوت سره وي هغه په اتفاق د امت د خپلې ښځې نه بغير له هيچا سره جايز نه دي .
۲- د شفت او احترام د وجې کوم چې پورته ذکر شول په اتفاق جايز دي او له سنتو نه ثابت دي په شرط ددې چې نور منکراتو ورسره نه وي (جواهر الفقه ج ۱ ص ۱۳۶- ۱۵۲ صفحه ) .
کفايت المفتي ليکي :د بزرګانو د پښو ښکلول په حد ذاته جایز دي لکن ددې نه د عوامو منع کول پکار دي ځکه چې دوی به د خپلې ناپوهۍ له وجې دا عمل د سجدې تر حده ورسوي او خپل اصلی مقصد به ټيټيدل وګڼي نو د هغوی منع کول اولی دي (کفايت المفتي ج ۹ ص ۳۳ ) .
فتاوي دارالعلوم ديوبند د نن عصر د روانو منکراتو ،بدعاتو ته په کتو سره ليکي :

غوره او راجحه د پښو نه ښکلول دي په ځنو صورتونو کې د سجدی سره مشابه کيږي او ښکلول دعلماوو او مشائخو د ځمکې پر مخ حرام او ګناه کبيره ده بلکه بعضي فقهاؤ پدې حکم د کفر کړي دی .
قال فی الدرالمختار : وکذا ما يفعلونه من تقبيل الارض بين يدی علماء والعظماء فحرام والفاعل والراضی به آثمان لانه يشبه عبادة الوثن وهل يکفران علی وجه العبادة والتعظيم – کفر وان علی وجه التحية لا وصار آثماً مرتکبا للکبيرة .
ژباړه : او کوم چې دوی يې کوي دځمکې پر مخ د ښکلو د علماوو او بزرګانو دا حرام دی او ددی فعل کونکی اوڅوک چې دا خوښوي او پرې رضا وي دواړه ګنهګار دی ځکه چې دا فعل مشابه دی د بت پرستی سره نو که چیرې په وجه د عبادت او تعظيم هغه په مخ د ځمکې د علماوو او بزرګانو ته سر ښکته کوی او ځمکه ښکلوي نو کافر کيږي او که په طريقه د سلام او تحيه وي نو کافر کيږي نه ولی مرتکب د ګناه کبيره ګرځي والله تعالی اعلم .
فتاوی دارالعلوم ديوبند (۳۶ صفحه دوهم جلد ) .
فتاوي اهل سنت والجماعت ليکي : د واليدنو د لاسونو ښکلول مستحب دي خو د علماء او صالحو کسانو د لاسونو په اړه اختلاف دي که د هغوی  پر وړاندې د انکسار او ذلت ښکارندونه کوي حرام دي ځکه انکسار او عاجزي ښکاره کول يوازې د الله تعالی حق دی نه د بل چا او که دا لاسونو او پښو ښکلول د رکوع او سجدي په شکل وي شرک او کفر دي ځکه سجده يوازې الله تعالی ته کول پکار ده (فتاوي اهل سنت والجماعت ) .
والله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود


  1. بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي
  2. بیخوبي څنګه له منځه يوسو
  3. بې لاسو ښځه
  4. تخریبول دهارډیسک don't try it
  5. ترقۍ د پښتنو ته په ارمان يم
  6. تصوېرونه او انځورونه دلته وګورئ
  7. تعلم وعَلِّم طفلك كيفية قراءة سورة التكوير مع الشيخ محمد صديق المنشاوي والمصحف المعلم... فلاش تعليمي.
  8. تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی
  9. تقسیم میراث عجیبه طریقه : سافٹ وير
  10. تلاوت قرآن ډېر په دردمند او ژړغونی اوآذونو باندې
  11. تلاوت قرآن ډېرپه خوږ او خائسته اوآذونو باندې
  12. جدېد فقهی مسائل
  13. جهت آشنایی علاقه مندان در اینجا پرچم های گذشته‌ی افغانستان را مرور می‌کنیم.
  14. جواهر من أقوال السلف
  15. جوڑا جہیز کے بدترین نقصانات
  16. حج كردن بالاي پول حرام
  17. حجاب اور تعلیماتِ نبوی ﷺ
  18. حجاب په اسلام، عیسایت، یهودیت اوساینس کی
  19. حسن بصري رح فرمائي: چې په سپي کې لس ښه عادتونه داسي دي
  20. حضرت بايزيد بسطامي او د مور خدمت
  21. حكم تجارت وخريد فروخت حجاج
  22. حكم وضوه اعضاءِ مصنوعي
  23. خائسته کشتی اولانچ په دنیاکښی تصاوېر
  24. خالق د خیر او شر د کل جهان ته ېې الله : پشتو حمد
  25. خاندي خاندي چی اختر دې
  26. خبرتيا ګرانو ملګرو توجه وکړې که ستاسو
  27. خوب كى دويريدلوپه وخت كى دوعا
  28. خوب څه شى دى؟
  29. خپل زوی حماد ته د امام ابوحنیفه (رح)شل وصیتونه
  30. خپل کمپیوټر له وائیروسونونه وژغوري
  31. خپل کمپیوټرکښی پښتوژبی لیکلو اسا نه طریقه
  32. خپله عقیده واخله: پشتو:
  33. خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
  34. خپګان څه شی دی؟
  35. د قربانی ېو اهمه مسئله
  36. د لمانځه ژباړه
  37. د آخرت لپاره اول منزل
  38. د آذان په وخت کې د ګوتو مچي کول او په نغاره وهلو سره افطار کول
  39. د اختر تر لمانځه مخکي قرباني، او په کلي کي لمونځ کول
  40. د اختر مسايل'اداب‏
  41. د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي
  42. د اسقاط حيلې شرعي حکم
  43. د اسلام دری اساسی اصول: پشتو:
  44. د اصحاب فيل واقعه
  45. د افغانستان نقشې
  46. د الله اكبر اول الف راښكل مونځ ماتوي
  47. د الله تعالى تعالى استازي صلي الله عليه وسلم سره ادب
  48. د الله تعالى دکلام [قران ]سره ادب

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User