Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 7, 2012

د خشوع او خضوع په بيان کې دی


د خشوع او خضوع په بيان کې دی 

ډېر خلک داس شته چې لمونځ کوی او ډېر داسی هم دی چې په جماعت سره یی آدا کوی لیکن داسی خراب لمونځ کوی ؛ پرځای د دی چې هغه لمونځ د ده د اجر او ثواب سبب وګرځی ؛  د ناقص والی په وجه پرمخ په دغه لمانځه ویشتل کیږی . انسان چې لمونځ کوی باید په ښه طریقه سره یی وکړی . الله تبارک وتعالی فرمایی : « لن ینال الله لحومها ولادماء ها ولکن یناله التقوی منکم »
ترجمه :   الله تعالی ته نه د هغوی غوښی رسیږی او نه یی وینی بلکی الله تعالی ته ستاسی تقوی او اخلاص رسیږی . دا حکم که څه هم په قربانی د اختر کې نازل دی لیکن ټولو احکامو ته شامل دی په ټولو احکامو کې مقصود اخلاص او تقوی ده د لمانځه متعلق الله تعالی فرمایی :
« فویل للمصلین الذین هم عن صلوتهم ساهون الذین هم یرآؤن » .
ترجمه :    لویه خرابی ده د هغه کسانو لپاره چې د خپل لمانځه څخه بی خبره وی داسی دی چې ریاکاری کوی . د ساهون مختلف تفسیرونه شوی دی یو دا دی چې د وخت څخه بی خبره وی قضائی کړی او دوهم دا دی چې متوجه نه وی یو او بلی خواته متوجه وی او درېیم دا دی چې په دی خبر نه وی چې څو رکعاته می کړی او په بل ځای کې الله تعالی د منافینو متعلق فرمایی :
 « و اذا قاموا الی الصلوة قاموا کسالی یراء ون الناس ولایذکرون الله الا قلیلا »
  ترجمه :   کله چې لمانځه ته ولاړیږئ نو ډېر په کاهلی سره ولاړیږی یواځی خلکو ته یی ښکاره کوی ( چې موږ هم لمونځ کوو) او د الله تعالی ذکر نه کوی مګر ډېر کم په یو ځای الله تعالی فرمایی:  « وَمَامَنَعَهُم اَنْ تُقْبَلَ مِنْهم نَفَقتُهُم اِلا أَنَّهم کَفَرُوا باللهِ وَبِرَسُولِهِ وَلاَیَأتُونَ الصلوةَ اِلا وَهُمْ کُسَالی وَلاَیُنْفِقُونَ اِلاَ وَهُم کَادِهُونَ » .
ترجمه :   او د دوی د خیرات د قبلیدو څخه بل هیڅ شی مانع نه دی بغیر د دی چې دوی په الله تعالی سره او د هغه په رسول سره کافران شوی دی او لمونځ نه کوی مګر په کاهلی سره او په نیک کار کې خرڅ نه کوی مګر په ناخوښی سره .
  د دې کسانو بالمقابل هغه کسان دی چې په ښه طریقه سره لمونځ کوی د هغو په باره کې الله تعالی فرمایی : « قدأَفْلَحَ الْمُؤْمِنُون َالَّذِیْنَ هُم فِی صَلاَتِهِم خَاشِعُونَ » الآیه ... )
ترجمه :  بیشکه کامیابی ته ورسیدی هغه مؤمن چې په خپل لمانځه کې خشوع کونکی وی او په بل ځای کې فرمایی :« وَاِنَّهَا لَكَبِيرةٌ اِلاَ عَلَی الْخشِعِینَ الَّذِینَ یَظُنَّونَ أَنَّهُمْ مُلقُوا رَبِّهِم وَ أَنَّهُم اِِلَیْهِ رَاجِعُونَ »
ترجمه :   بی شکه لمونځ تکلیف دی لیکن د هغه کسانو په زړونو کې چې خشوع وی هیڅ تکلیف نه دی ( خاشعین ) هغه کسان دی چې د دوی دا یقین دی چې بی شکه دوی د خپل رب سره په قیامت کې ملاقات کوونکی دی او د مرګ وروسته د هغه په لوری ګرځیدونکی دی . » 
اوبل ځای الله تعالی فرمایی :« رجال لاتلهیهم تجارة ولایبیع عن ذکرالله واقام الصلوة وایتاء الزکوة » الآیة)    ترجمه :   داسی خلک چې هغه د الله تعالی دیاده څخه او د لمانځه د قائمولو څخه او د زکوة د ورکولو څخه یی نه تجارت غافله کوی او نه یی خرید او فروخت په غفلت کې اچوی .
نبوی احاديث
۱ -   عن عثمان رض قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یَقُولُ مَامِنِ امْرَئٍ مُسْلِمٍ تَحْضُرُهُ صَلَوةٌ مَکْتُوبةٌ فَیُحْسِنُ وُضُوءََ هَا وَخُشُوعَهَا ورُکُوعَهَا اِلاَ کَانَتْ کَفَّارَةً لِمَاقَبْلِهَا مِنَ الذُّنُوبِ مَالَمْ یُؤْتِ کَبِیرَةً وَذلِکَ الدَّهْرُ کُلَّهُ » -- ( رواه مسلم باب فضل الوضوء ) .
 ترجمه :  کوم مسلمان چې د لمانځه د وخت په راتلو سره په ښه طریقه سره اودس وکړی بیا په ښه خشوع سره لمونځ وکړی چې په هغه (لمانځه) کې رکوع هم ښه ادا کړی نو ترڅو چې یی ګناه کبیره نه وی کړی دا لمونځ د ده لپاره د پخوانیو ګناهونو کفاره ګرځی او د لمانځه دا فضیلت به ده ته همیشه حاصلیږی .
فائده :   د لمانځه خشوع دا ده چې په زړه کې یی د الله تعالی عظمت ، خوف او وېره وی او په اندامو کې یی سکون وی په توجه سره ولاړ وی او په خشوع کې دا خبره هم شامل ده چې د قیام په حالت کې یی نګاه او کتل د سجدې وځای ته وی او د رکوع په وخت کې د پښو ګوتو ته وی په سجده کې و پوزی ته او د ناستی په وخت کې وسینې ته ګوری .
۱ -    « عن عقبة بن خالد الجهنی رض عنه ان النبی صلی الله علیه وسلم قَالَ :مَا مِنْ مُسْلِمٍ یَتَوَضَّأُ فَیُسْبِعُ اْلوُضُوءَ ثُمَّ یَقُومُ فِی صَلاَتِهِ فَیَعْلَمُ مَایَقُولُ اِلاَّ انْفَتَل َکَیَومٍ وَلَدَتْهُ اُمُّهُ مِنَ الْخَطَایَا لَیْسَ عَلْیهِ ذَنْبٌ » --  ( رواه الحاکم و وافقه الذهبی ) .
ترجمه :   کوم مسلمان چې کامل اودس وکړی بیا پر لمانځه باندی په داسی توجه سره ودریږی چې څه وایی په هغه خبر وی نو د لمانځه څخه په داسی حال کې فارغیږی چې پرده به هیڅ ګناه نه وی لکه په هغه ورځ چې دی د مور څخه پیدا سو د ګناه څخه پاک و .
(3) -    « عن عبدالله رض قال رَأَیْتُ رسول الله صلی الله علیه وسلم یُصَلِّی وَفِی صَدْرِهِ اَزِیْرٌ کَاَزِیْرِ الرُّحی مِنَ الْبُکَاءِ صَلی الله علیه وسلم . »
ترجمه :   حضرت عبدالله رض فرمایی :  چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه ادا کولو پر مهال ولیدی چې د سینې مبارکی څخه یی د ژړا آواز داسی مسلسل راتلی لکه د ژوندی آواز چې دی .
(4) -   عن عمار بن یاسر رض قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یَقُولُ اِنَّ الرَّجُلَ لَیَنْصَرِفُ وَمَا کَتَبَ لَهُ اِلاَ عُشْرُ صَلاَتِهِ تُسْعُهَا ثُمُنُهَا سُبُعُهَا سُدُسُهَا خُمُسُهَا رُبُعُهَا ثُلُثُهَا نِصْفُهَا » -- ( رواه ابوداؤد باب ماجاء فی نقصان الصلوة ) .
ترجمه :   رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : کله چې سړی د لمانځه څخه فارغ شی او د ده لپاره لسمه برخه د ثواب لیکل کیږی دارنګه د بعضو کسانو لپاره نهمه برخه او بعضو لپاره اتمه ، اوومه ، شپږمه ، پنځمه ، څلورمه ، درېیمه ، نیمه حصه لیکله کیږی .
فائده :   یعنی په څومره اندازه خشوع او اخلاص چې په لمانځه کې وی په هغومره اندازه ثواب ورکول کیږی تردی اندازی چې بعضو کسانو ته د پوره ثواب څخه لسمه حصه ورکوله کیږی که یی د دی موافق خشوع او خضوع وه ، داغه رنګه د لسمی برخې څخه کم او تر نیمی زیات ورکول کیږی تردی اندازې چې بعضو کسانو ته پوره ورکول کیږی چې خشوع یی کامله وی او بعضی کسانو ته بالکل نه ورکول کیږی چې هغه د دی قابل نه وی .  په حدیث شریف کې راځی چې څوک ښه کامل اودس وکړی او په خشوع او خضوع سره لمونځ وکړی نو دا لمونځ د ده لپاره د حفاظت دوعا کوی او څوک چې کامل اودس نه وکړی او په خشوع سره لمونځ ونکړی نو دا لمونځ ده ته بد دعا (ښیرا) کوی چې الله دی برباد کړه .    --    ( الترغیب خلاصته) .
(5 ) -  « عن ابی هریرة رض قال سمعت رسول الله صلی الله یَقول ان اول مایحاسبه به العبد یوم القیامة من عمله صلاته فان صلحت فقد افلح و انجح و ان فسدت خاب وخسر و ان انتقص من فریضة ... قال الرب انظروا هل لعبدی من تطوع فیکمل بها ما انتقص من الفریضة ثم یکون سائر عمله علی ذلک » -- ( رواه الترمذی والنسائی ) .
 ترجمه :   رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :  چې د قیامت په ورځ د انسان په اعمالو کې ترټولو له مخه د فرض لمانځه حساب اخیستل کیږی که لمونځ ښه وختی نو هغه شخص به کامیابه او بامراده وی او که یی لمونځ بیکاره ثابت شو نو هغه په خساره او تاوان کی دی که یی چیری په لمانځه کې کمی پیدا شوه نو الله تعالی به وفرمایی چې وګورئ د دغه بنده سره څه نفلونه هم شته چې په هغه سره فرض پوره کړای شی کچیری وو ؛ نو په هغه سره د فرض تکمیل کیږی د دی وروسته بیا دغه رنګه د نورو اعمالو لکه روژه ، زکوة او نورو حساب اخیستل کیږی .
تشریح :  ددې حدیث څخه معلومه شوه چې انسان باید د نفلو ذخیره هم په کافی اندازه د ځان سره ولری ځکه کچیری په فرض کې څه نقصان پیدا شی نو د هغه نقصان ازاله په نوافلو سره کیږی . ډېر خلک داسی وایی چې موږ فرض ادا کړو نو دا لوی غنیمت دی د نفلو پرځای کول د بزرګانو کار دی . په دی کی شک نشته کچیری فرض په کامله توګه ادا سی نو دا د انسان لپاره کافی دی لیکن فرائض په کامله طریقه ادا کول خو اسانه کار نه دی چې هر شی یی پوره ادا شی نو هرکله چې لږ او ډېر نقصان د انسان څخه کیږی نو د دی نقصان د پوره کولو لپاره د نفلو څخه چاره نشته . نو باید انسان نفلونه هم په کثرت سره وکړی . 



  1. د بهلول دانا قصه
  2. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  3. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  4. د تراويح د لمانځه فضيلت
  5. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  6. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  7. د حضرت زينب په هكله معلومات
  8. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  9. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  10. د دنیا د مشهورو قاریانو په اوآذ ډېر په دردمند او ژړغونی اوآذونو باندې ختم القرآن دعا ګانی
  11. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  12. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  13. د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل او په دي ورځو کي مستحب عملونه
  14. د ذوالحجې لومړۍ لسیزه له لاسه مه ورکوئ
  15. د رمضان لومړۍ شپه له لاسه مه وركوئ
  16. د رمضان په میاشت کی د صحی خوړو تغذیوی لارښود
  17. د روژتي روغتيا، د شريعت او طب تر منځ
  18. د روژه دارانو لپاره روغتيايي لارښوونې
  19. د روژه ماتي اصول
  20. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟
  21. د روژه ځني اداب سنت او ځني نور واجب
  22. د روژی مسایل او فضایل: پشتو:
  23. د روژې روغتيايي ګټې
  24. د روژې مادي او معنوي ګټې
  25. د روژې معنی او د هغې د فرضيت سبب
  26. د روژې په اړه اړین روغتیايي معلومات
  27. د روژې په اړه ۷۰ مسلی
  28. د روژې په جریان کې په یوه ښځه باندې حیض یا نفاس راشی
  29. د روژې په مياشت يا د حج په ورځو کې ښځې لره د مياشتنۍ مريضي د بندولو دواوي خوړل
  30. د روژې په میاشت کې د کورنی لپاره درې دعوتي افکار
  31. د روژې کولو نيت
  32. د روژې ګټې او اخلاقې ارزښتونه
  33. د رکعت نيولو په نيت جومات ته منډې وهل څه حکم لري
  34. د زيارت کولو طريقه او بل دا چې آيا مړي اوري ؟
  35. د ســـبا اتلان
  36. د سهار وختي پا څيدو ګټې د اسلام او طب له نظره
  37. د سګریټ زیان په کلونو نه بلکي په دقیقو کښي
  38. د شپې لخوا جارو وهلو او نوکانو پرې کولو کې څه نقصان شته ؟
  39. د صدقة الفطراحكام حكمتونه اوفلسفه
  40. د صدقې فطر احكام
  41. د صلات تسبيح طريقه
  42. د عرفات د ورځې روژه
  43. د عشقي فلمونو او ناولونو کتل هم زنا ده
  44.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User