Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, February 5, 2012

داعي يې خو مزه دې نشته

 

داعي يې خو مزه دې نشته



ليكنه: صفي الله جوهر

دعوت او دالله تعالى لور ته بلنه د انبياؤو او پيغمبرانو هغه مستقيمه او سمه لار ده چې انسان د نجات ساحل ته په پوره ډاډ سره رسوي، دفكر او عمل له سترو طوفانونو او ګړنګونو څخه يې ساتي او په مستقيم ډول يې خپل هدف ته رسوي.
داعي ديوې سترې كښتۍ د هغه ماڼو مثال لري چې ټول فكر او سوچ يې په كښتۍ كې د سپرو كسانو د ژغورلو په لور وي، هڅه كوي چې له ډيرو سختو طوفانونو څخه يې وژغوري او ټاكل شوي ساحل ته يې ورسوي، كه خداى مكړه دغه ماڼو له بې توجهي څخه كار واخلي خپل مسير په درست ډول ونه څاري، نه يوازې دا چې خپل هدف ته به ونه رسيږي بلكې له داسې ګردابونو سره به مخ شي چې نه يوازې ځان بلكې د كښتئ سپاره به هم د مرګ له ګواښ سره مخ كړي.
دمكې په ځاى د تركستان لار:
ډير ځل داسې هم پيښيږي چې د الله تعالى دسپيڅلې لارې داعي په داسې كږليچونو سر شي چې د دعوت او دالله ښوول شوې لار پريږدي او د نفس د خواهشاتو په ګرداب كې راګير شي، همدا چې د يو شاعر په وينا د مكې پر ځاى تركستان ته ورسيږي، (ترسم نرسى به كعبه اى اعرابى— اين راه كه تو ميروى به تركستان است)، په دې شعر كې شاعر د هغه اعرابي كيسه كوي چې مكې ته رسيدل يې هدف وو ، خو خبر نه وو چې داسې لار يې پر مخ اخيستې چې هغه د مکې پر ځاى تركستان ته تللې وه، مطلب دا چې خپل مسير یې پريښی وو.
په دعوت كې د تركستان لار كومه ده:
غواړم په مختصر ډول د يادې شوې غلطې لارې كومه چې ترکستان ته تللې معاصرو نښو ته اشاره وكړم، هغه نښې چې اوس مهال دغه لار له نورو څخه بيلوي او په څرګند ډول مسلمان دعوتګر خپل ټاكل شوي هدف ته يې له رسيدو څخه سپموي چې هغه دالله تعالى رضا ده:
اخلاص نه لرل:
دا د غلطې لارې هغه څرګنده نښه ده چې تر سره شوي اعمال مو له نشت سره برابروي او هغه زحمت مو چې دعبادت په ترسره كولو كې  مو ګاللی لمنځه وړي او هيڅ درسته نتيجه ترې په لاس نه راځي، همدا لامل دى چې امام شهيد حسن البناء دغه ځانګړې نښه د بيعت اركانو په پيل كې له فهم څخه وروسته راوړې، حقيقت دا دى چې د هر كار په ترسره كولو كې چې اخلاص وجود ونه لري هغه سمه پايله نلري، همدا راز د دعوت په چارو كې چې اخلاص نه وي نو هسې يوه ستړيا ده چې څوك يې ګالي.
تكبر او لويي:
 

دا هم د كږې لارې هغه واضحه نښه ده چې له ورايه ورڅخه د جهالت او ناپوهي بوى راځي، دغه خاصيت لرل د هغه چا لپاره چې ځانته ته داعي وایي ډير د شرم صفت دى او د دې معنى وركوي چې كومه لار يې د دعوت په نوم غوره كړې يا په خپل دغه ادعا كې دروغجن دی یعنې موخه يې دعوت نه ده او يا يې هم په سترې ناپوهي دلالت كوي، كله چې يې خبرې واورې نو ټولې ديني چارې داسې د ځان د لوړ ښودلو لپاره كاروي چې ګواكې د الله(ج) كوم بل استازى دى، او كله چې د خدمت غوښتنه ترې وكړې نو ځان ورته دومره اوچت ښكاري ته به وايې له سره انساني مخلوق ندى، هغه څوك چې ځان داعي بولي او كبرجن وي د هغو كسانو زړونه سخت ماتوي چې په دعوت كې يې د تګ ژمنه او تصميم نيولى وي، د داسې دعوتګرو په ليدو سره يې بالكل له هر څه څخه زړه تور شي او د كبرجن داعي وروستى انجام دا دى چې هيڅكله به هم  دجنت بوې هم حس نكړي.

ځان ښودنه او رياء:
ځان ښودنه د كږې لارې بله څرګنده نښه ده چې  ټول ترسره شوي اعمال له نشت سره برابروي، ريا كار داعي د هغه ناپوه په څير دى چې سره زر په خاورو پلوري، خپلې ټولې كړنې او اعمال د خلكو د پاملرنې لپاره كوي، دې ته نه ګوري چې زما اعمال چې د الله تعالى لپاره ډير ارزښت لري او كه د مخلوق لپاره، تل په دې هڅه كې وي چې خپل حقيقت پټ كړي او ځان يو دين دوست وښيي، رياء او ځان ښودنه نه يوازې دنيایي بدمرغي لري چې انسان د خلكو په وړاندې حقير معلوموي بلكې په آخرت كې له اخروي اجر څخه يې بې برخې كوي، د مثال په توګه كله چې په اجتماعي پروګرام كې ورته ستيج په لاس ورشي نو داسې سترې خبرې لكه: ( خلافت، اسلامي نظام او …) څخه يادونه كوي، او په شخصي امورو كې چې كله په مخ د رشي حتى سلام هم نه دركوي.

دعوتي چاري عادي ګڼل:
هغه څوك چې ځان دعوتګر بولي او د دعوت په كاروان كې روان وي او بيا هم د الله تعالى لور ته بلنه ورته سپك عمل معلوميږي د ډير افسوس وړ دى، د دعوت د عادې ګڼلو مفهوم دا نه دى چې دالله لور ته دعوت ورته بد معلوميږي بلكې دعوتي چارو وخت نه وركول په منظم شكل په دعوتي پروګرامونو كې نه ګډون، په ډيرو عادي مسايلو كې دعوت ته شا كول او نور ډير د دعوت د عادي ګڼلو په معنى دي، ژمن دعوتګر بايد د الله تعالى د دين په لور بلنه د خپل ځان عزت وبولي او پرې افتخار وكړي.
دغه يو څو نښې دي چې په لنډه توګه ورڅخه يادونه وشوه، داسې ډيرې نښې نورې هم شته چې په دغه لار پرتې دي، اې زما دعوتګرو وروڼو! راځئ په هغه لار مو چې مزل پيل كړې له سره كتنه وكړو چې ايا په سمه راغلي يو؟ آيا ټاكل شوي هدف ته همدا لار ورغلې؟ او يا دا چې له يو چا څخه وپوښتو تر څو هدف ته رسيدونكې درسته لار راوښيي تر څو مو تر سره شوي اعمال او زحتمتونه په اوبو لاهو نشي او په دې وسيله د الله تعالى رضا په درست ډول په لاس راوړي.

منبع اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User