دا لنډه رساله د ابن قيم رحمه الله له خبرو څخه اخيستل شوی ده چې هغه د بشر د زړه په دردونو او دهغه په داروګانو او د زړه د درمان په چارو ښه پوه وو .
ما دغه رساله پر څو حصو ويشلې ده او د هرې برخې د پاره مې عنوان ورکړی دی تر څو د لوستونکو ذهن تيت او ستومانه نه کړي .
د نيکبختۍ نښانې :
امام ابن قيم رحمه الله د بنده نيکبختي په دريو شيانو کې ويني :
۱- که هغه ته نعمت ورسيږي نو د هغه شکر ادا کوي .
۲- که په کوم غم او تکليف مبتلا شي صبر کوي .
۳- که د کومې ګناه مرتکب شي استعفار کوي او عفوه غواړي .
دا دری امور د يوه بنده د دنيا او آخرت د سعادت او نيکبختۍ سبب ګرځي .او ممکنه نه ده چې يو نيکبخته سړی دې ددې دريو امورو نه خالي وي ځکه بنده هميشه په همدې دريو طبقو کې تګ را تګ کوي .
۱- د نعمت شکر :
اول دا چې د الله تعالی د جانبه په بنده باندې د کوم نعمت پرزوينه وشي هغه نعمت په شکر سره استقبال کړي .
د شکر دری ارکان دي :
۱- په نعمت اعراف کول (چې دغه نمعت ماته د الله تعالی د جانبه را کړ شوی دی ) .
۲- د نعمت په اړه خبرې کول او د هغه ښکاره کول .
۳- د نعمت خرڅول د نعمت د عطا کوونکي په لار کې .
مثلاً يو سړی د خپل مال زکات ورکوي چې دا زکات ورکول په نعمت اعراف شو (چې زه فقير وم الله تعالی په خپل فضل غني وګرځولم او په ما باندې يې د مال پرزوينه وکړه نو نن ورځ د خپل مال نه ډيره کمه حصه 2.5٪ به په خوشحالی او په ښه زړه سره پر فقيرانو ويشم ) نو په مال کې زکات او صدقات ورکول خپله ددې نعمت حق شو او شکرانه يې شوله .
او څوک چې زکات نه ورکوي هغه په دې ګمان وي چې دا مال ما پخپلو منډو تړلو ګټلې دی او بس د مال په خرڅ کولو بخيل وي چې دا خپله د نعمت څخه انکار دی .
۲- په مصيبت باندې صبر کول :
دوهم دا چې په بنده باندې د الله تعالی د جانبه کومه سختي ،تکليف ،غم او پريشاني راشي دی به صبر کوي .
صبر هم دری ارکان لري :
۱- تقدير ته تسليميدل او د نفس ساتنه له نا خوښئ او اعتراض څخه .
۲- د ژبې ساتنه له شکايت څخه .
۳- د بدن د اندامونو ساتل له ګناه څخه لکه د مخ او سر وهل ، د ويښتانو شکول د ګريوان او جامو څيرول او داسې نور .
که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د بنده حال د غم نه خوشحالۍ ته ، د تکليف نه آسانۍ ته د زحمت نه راحت ته بدل کړي .
په مصيبت او سختۍ کې څه حکمت دی ؟ …. بيا
 
 
  1. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  2. ايت ( صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا ) باندي اوازسره دروويل څنګه دي ؟
  3. ايما ن مفصل + ايمان مجمل
  4. ايمان څنګه تقويه کړو ؟
  5. ايټم ټيكنالوجي د قران په رڼا كې
  6. ايډز څه شی دی له څه نه پيداکيږي او مخنيوی په څه کې دی
  7. ايډز څه ډول ناروغي ده؟
  8. اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
  9. آنلاین Arabic-Quran-a.pdfکتب
  10. اپریل فول اور امت مسلمہ
  11. اپریل فول ایک معاشرتی برائي
  12. اپریل فول کی شرعی حیثیت
  13. اگر آپ ذہین ہیں‌۔۔۔۔۔تو۔۔۔ اس تصویر کا مطلب واضح کریں
  14. اگر آپ کمپیوٹر روز انہ استعمال کرتے ہیں تو
  15. اہلیہ کے زیورات کی زکوٰة
  16. ای خورې. ته خو يې يوځل ولوله
  17. ای زما وطنه
  18. ای سيګرټي{} هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې
  19. ایا انسان خواره مو ليدلي
  20. ایا د موټر کلی مو موټر کی دننه قید شوی؟
  21. ایک انسان کے اعضاء دوسرے انسان کے جسم میں لگانا
  22. ایک منٹ میں۔۔۔
  23. اې حسېنه نازمینه زار له تا : پشتو نعت
  24. اے وی جی اینٹی وائرس اپ ڈیٹ کمپیوٹر کے لئے خطرہ
  25. بادشاہوں اور امراء کے نام خطوط