Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, February 11, 2012

په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم لري ؟


درنو او قدرمنو كاركوونكواسلام عليكم ورحمت الله وبركاته!

 هيله ده چي دژوند هره شيبه مو الله ج په عبادت كي په خوشحالي سره تيريږي
محترمينو زه يو څو لنډي پوښتني لرم خداي ج دي وكړي چي جواب يي راكړي:
لومړۍ : موږ څو شاګردانو يو او يو كورس وايو چي جامع مسجد ته هم ډير نژدي دي خو څنګه چي دماښام اذان وشي نو زموږ اوستاد وايي چي راځي دلته جمعه وكړو نو يو مشر شاګرد مخكي شي او لمونځ راكړي ځكه اوستاد وايي چي ترڅو چي تاسو مسجد ته ځي اوبياراځي ډير وخت ضايع كيږي نو څه فرق كوي دلته هم لمونځ په جمع كوو ،ايا زموږ لمونځ صحي دي اوكنه؟
دوهم : كه يوڅوك ناست وي يا پروت وي او دقبلي طرفته پښي وغځوي كومه ګناه لري او كنه؟
دريم : ځيني ځوانان اوس په تليفونو كي ډير بيكاره او چټي فلمونه او عكسونه ګرځوي او يو بل ته يي سره ليږي دداسي كسانو لپاره كومه ګناه او څه عذاب دي كه موپه دي هكله لږ مفصل بيان وكړ بهتره به وي
ډيره مننه الله دي تاسو ټولوته اجرونه په دنيا اواخرت كي دركړي
وسلام عليكم ورحمت الله وبركاته
محمد حنيف منير

وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په جماعت سره لمونځ کول ډير فضيلت لري چې يو ستر فضيلت يې دادی هغه کسان به د قيامت په ورځ د عرش د رحمت تر سيورې لاندې وي د چا چې زړه په جومات پورې تړلی وي (پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کوي ) (وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ … ) بخاری او مسلم.
۱- تر تنها لمونځ کولو څخه په جمع ادا کول غوره دي مګر د شرعي جومات ثواب او فضيلت نه لري (فتاوي هنديه ) تاسې آذان اروی ښه به دا وي چې په ډله سره جومات ته ولاړ شي تر څو د نورو لپاره هم عبرت شي ،
ځکه دا داسې کوم شرعي غذر نه دی چې په هغه سره جومات ته تګ ساقط کړي يو کورس حد اقل يو ساعت وخت لري او جماعت د پنځو نه تر لسو دقيقو وخت نيسي چې دا وخت په خبرو هم تريږي .
۲- قبلې طرف د پښو غزول قصداً د ادب خلاف کار دی او داسې کول مکروه دی .
کما کره مدالرجليه فی النوم اوغيره اليها ای عمداً لانه اساعت ادب کفايت المفتي ج۳ ص ۱۹۰– درالمختار ۶۵۵۰ سعيد
۳- دا ننی بې شرمه فلمونه ،سريالونه حرام دي د کبيره ګناهونو مجموعه ده .
په درالمختار کتاب الحظر ولاباحة کې دی (وفی سراج ودلت المسئله ان ملاهی کلها حرام ويدخل عليهم بلا   لانکار المنکر قال ابن مسعود وصوت لهو والغناء ينبت النفاق فی القلب کما ينبت الماء النبات قلت وفی البزازيه استماع صوت الملاهی کضرب قصب ونحوه حرام لقوله عليه الصلوة والسلام استماع الملاهی والجلوس عليها فسق والتلذذبها کفر ای بالنعمة فصرف الجوارح الی غير ماخلق لاجله کفر بالنعمة لا شکر فالواجب کل الواجب ان يجنتنب کيلا يسمع لما روی ان عليه والسلام فی اذنه عند اسماع الخ ) .
ددی روايت نه معلومه شو چه سرود،سندري اوريدل او کول حرام دي او فسق فجور دي ،اوکوم څوک چې حرام حلال ګني او حراموالی پر ځای يې ښه ګڼی او شاباسی پرې کوي نو دا د کفر موجب ګرځي .
سينما،فلمونه او سيريال کتل هغه ته ورتلل او کيناستل سخته ګناه ده او کبيره ګناهونو يوه مجموعه ده .
او کوم کسان چې د هغه طرف ته خلک بولي درجه اول فاسق دی د شيطان کار تر سره کوي او د دغه ټولو خلکو په ګناه کې به نوموړی شريک وي .
دا عمل د ډيرو ګناهونو مجموعه ده چې ځنې يې په لاندې ډول دي :
۱- ټنګ ټکور مستقله ګناه ده (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ ).
۲- په فلمونو کې د صورت اوشکل بدلول وي تلبيس کول هم ګناه ده ،د ښځو شکل د سړی په شان او دسړی د ښځی په شان بدلول سخته ګناه ده په حديث په داسې عمل لعنت ويل شوی (لعن الله المتشبهين من الرجال بالسآء ومن النسآء بالرجال ) .
۳- اختلاط بالنسآء حرام (إيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ- متفق عليه ) يو مستقله ګناه ده .
۴- اکثره په دې تماشو کې د تصوير په ډول جوړ شوی وي چې تصوير جوړول او استعمالول يې حرام دي .
۵- پدې کې بې شرمۍ او فحاشت ته دعوت کول ،بې شرمه او فاحش څيرې پکې وي چې د اخلاقي زوال سبب ګرځي .
۶- په دې کې د واقعت خلاف کارونه تر سره کيږي چې هغه واقعت نه لري يو کس ته داسې څه منسوبول چې حقيقت نه لري چې دا بهتان دی او بهتان کبيره ګناه ده .
۷- نامحرمو ته نظر کول هغه هم د عشق بازۍ او شهوت رانۍ لپاره چې سخته ګناه ده .
۸- د فلمونو په ځنو ځايونو کې مسخری او توهين وي چې د چا توهين هم حرام دی .
لنډه داچې د نن زماني فلمونه ،سينما او سيريالونه چې بې شرمه او فاحش تبليعات تر سره کوي د کبره ګناهونه يوه لويه مجموعه ده چې مسلمان بايد ځان ور څخه وساتي .
(د احنافو ستر علمي مرکز دارالعلوم ديوبند فتاوي دوهم جلد ۱۰۷۱ صفحه ) .


  1. پښتانه اصلي پښتانه ځان ته د افغانه اولاد وائي
  2. پښتو په لیکلو او ویلو کي ستونزه لري دپښتو لیک لوست ددغه لاري نه زده کړي
  3. پښتو کليز ١٣٨٨ هجري نمريزکال
  4. څلوزره ابادئ كې دجمعې لمونځ جائزده .
  5. څلوېښت حديثونه
  6. څنګه د انټرنيټ لپاره ښه ليکنه وکړو؟
  7. څوك خپه كېږي او ولې؟
  8. څومره وزن لرونکی فایل چې دخوښ وی ملګری ته یی ولیږه
  9. څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
  10. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  11. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  12. چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
  13. چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
  14. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  15. چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
  16. چې يوه نيكې كمه شي
  17. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  18. ډیر ذهني دباو حافظه خرابوي
  19. ژوندي دي چي یادیږي (افغانانو وياړلي څهرې )
  20. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  21. ښځه بيلتون غواړي نوڅه حکم وکول شي ؟
  22. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  23. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
  24. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  25. ښځی او میړه ښه ډبول وخوړل:ېوا عجیبه قصه
  26. ښځې ته يي وويل که مې ستا په ژوند کې واده وکړ نوداسې که خاوند دې طلا ق ورکړي او واده يي وکړ ؤ نو څه حکم به وي ؟
  27. ښځې د پاره اوږد نوکونه پريښودل روا دي او که نه ؟
  28. کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
  29. کاهن ، نجومی
  30. کبیره ګناهونه
  31. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  32. کفاره هله وجبیږی چه انسان بلکل معذوره وې
  33. کلمات القرآن : د مبائل لپاره ېواسلامی سافټ وېر دقران دمشکل الفاظو ترجمه عربک ټو عربک
  34. کن حالات میں مباشرت سے پرہیز کرنا چاہیئے
  35. که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
  36. که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
  37. که موټرچپه شې نوپه موټر وان یاپه موټرکې سواره خلګوباندي دمړوشوو خلګو کفاره یادیة شته اوکنه ؟
  38. که يي وويل که مي فلانى کار ونه شو نوزما ښځه دې طلاقه وي نوشرط چې کله موجود شي طلاق واقع کيږي ؟
  39. که په کمپيوټر کې پښتو نه لرﺉ پښتو خپل کمپوټر ته له دې ځای څخه ښکته کړﺉ
  40. که پټه خوله نه شوې نوطلاق ويلوسره کوم ډول طلاق واقع کيږي ؟
  41. که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
  42. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User