Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 7, 2012

زما پوښته دا ده چی تهجد لمونځ څو رکعته دی او په کوم وخت کی جایز دی؟

{3}

ګرانه وروره که دۍ تاجد لمونځ فه باره کۍ لۍګ سه معلومات راکړۍ 

او دۍ تاجد لمونځ نۍت سنګه دۍ او فو کوم تۍم کئ کۍژۍ .

محمد اصغر کټوازې‏

{2}
 سلام هده وال صاحب دصلاه تهجد باره کی معلومات راکره دوخت باره بایددشپی په کومه برخه کی وشی
سورکعته باید وشی


 عبداللطیف ظفر 
{1}
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

زما پوښته دا ده چی تهجود لمونځ څو رکهاته دی او په کوم وخت کی جایز دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

محمد یوسف صدېقې


Very Respectfully,
Mohammad Yousaf siddiqi
Admin/Finance Assistant, Pashdan MPP
Hewadwal-AZETQ JV, Herat Afghanistan


قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ


ځواب : قيا م الليل يا تهجد

د تهجد منعی ده خوب ماتول اوپاڅيدل .

دفرضي  لمانځه  وروســــــــــــــته  ترټولو غوره لمونځ  دشپې [ دتهجد] لمونځ  دی .
د تهجد د رکعتونو شمير معلوم نه دی لږ انداره يي دوه رکعته او زياته اندازه يي د بنده په وس او توان پورې اړه لري له جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه يوولس رکعته يعنې اته رکعته تهجد او دری رکعته د وتر لمونځ او دريارلس يعني لس رکعته او ورسره دری رکعته وتر ………… ثابت شوی دي .
عايشه رضی الله عنها وايي : پيغمبر صلی الله عليه وسلم به چې د شپې لمانځه ته پاڅيدلو خپل لمونځ به يي په دوو رکعتونو پيل کولو ، همدارنګه ابو هريره رضی الله عنه  وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : « إذا قام أحدكم من الليل فليفتتح صلاته بركعتين خفيفتين » يعنې کله چې د تاسې څخه څوک د تهجد د پاره قيام کوي نو خپل لمونځ به په دوو لنډو رکعتونو پيل کوي .
د بې بې عايشی رضی الله عنها نه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم  په رمضان او نورو مياشتو کې د شپې لمونځ تر يوولس رکعتونو زيات نه کولو ( صحيح ابن خزيمه او ابن حبان ) .
چا ته چې الله جل جلا له  د تهجد د لمانځه د ادا کولو توان ور کړی وي هغه د پاره سنته طريقه دا ده چې د وتر لمونځ و ځنډوي او د تهجد د لمانځه وروسته يي ادا کړي .
 جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :من كل الليل قد أوتر رسول الله صلى الله عليه وسلم. من أول الليل وأوسطه وآخره. فانتهى وتره إلى السحر. (المسلم ۷۴۵)
عايشه رضی الله عنها فرمايي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم د شپې په هر حصه کې وتر کړی دي – په اوله حصه د شپې کې هم نيمه شپه کې او په اخري شپه کې هم او د بنی صلی الله عليه وسلم وتر به عموماً صبا پورې ختميدل (متفق عليه ) .
د حضرت عبدالله بن عمر نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل (اجعلوا آخر صلاتكم بالليل وترا) (البخاري ۹۵۳ ) ( تاسې د شپې آخري لمونځ وتر وګرځوی ) .

فضيلت او اهميت  
 
په حديث شريف کې راغلی دي دآخري شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که څيری ماته د دمشقت او تکليف ويره نه وی نو په امت به مې فرض کړی وای.

( دشپی په ورستيو برخه کې الله ج د ځمکی اسمان ته نزول فرمايې او وايی شته څوک ماته فرياد او آواز کونکی چې ماته آواز وکړی او زه يې فرياد واروم ،له مانه وغواړی او زه يې ورکړم ،له مانه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړی او زه ورته بخښنه وکړم (بخاری )

حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو  نيكو وګړو هم همداعادت وه، دا ستاسو رب ج ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځنى مو ترې ساتي ( ترمذى )   

دتهجد د لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه ورسته تر رښتيني سبا پورې دی خو غوره وخت يې د شپی آخره حصه ده 
  د حضرت ابوهریرة رض څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې زموږ مالک او رب تبارک وتعالی هره شپه کله چې دریمه حصه د شپی پاته سی نو د دنیا و آسمان ته نازلیږی او فرمایی : څوک دی چې زما څخه دوعا وغواړی او زه د هغه دوعا قبوله کړم څوک دی چې زما څخه شی وغواړی او زه یی ورکړم ، څوک دی چې زما څخه مغفرت وغواړی او زه هغه ته مغفرت وکړم . --  (صحیح بخاری ومسلم  معارف الحدیث) .
 تنبيه
      د تهجد لمونځ هرڅو رکعته چې کولی سی هغومره وکړه په یوه روایت کې راځی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لس رکعته لمونځ د تهجد کوی ، د تهجد د لمانځه ډېر فضائل په قرآن او حدیث کې راغلی ، د اختصار په وجه مو هغه ترک کړل . الله تعالی دی موږ ته د تهجد د لمانځه توفیق راکړی . 
 تهجد وقت
چه کله انسان د شپی ووده شی او بیا رابیدار شی نو دا د تهجد وقت دې
لیکن غوره او بهتر وقت یی دریمه حصه د شپی  نه تر صبح صادق پورې دې .
د اشراق لمونځ
   په یوه حدیث کې راځی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی ؛ چې کوم سړی د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړی او بیا تر لمر راختو پوری هلته کښینی او د الله تعالی ذکر یی کوی بیا یی دوه رکعته اشراق وکړی نو ده ته د یوه حج او عمری په اندازه ثواب ورکول کیږی د پوره حج او عمرې ، د پوره حج او عمرې ، د پوره حج او عمری . --   ( حص حصین) .
   دغه رنګه نور فضائل هم په احادیثو کې راغلی دی .
 د څاښت لمونځ
      د حضرت  أنس ابن مالک رض څخه روایت دی چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی دی چې څوک دولس رکعاته د څاښت لمونځ وکړی نو الله تعالی د ده لپاره په جنت کې بنګله (کوټۍ) جوړ وی . --   (ابن ماجه والترمذی) .
 نور فضائل یی هم راغلی دی په بل حدیث قدسی کې بیا راغلی دی که څوک د ورځی په شروع کې څلور رکعته لمونځ وکړی نو د ورځی ترآخره پوری ستا لپاره کافی دی .

د ماښام ترلمانځه وروسته آوابين
      رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :   څوک چې  دماښام ترلمانځه وروسته شپږ رکعاته لمونځ وکړی نو د ده ګناوی بخښل کیږی که څه هم د دریاب د ځګ په اندازه وی ، --  (معارف الحدیث معجم الطبرانی ) . 




ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه



  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User