Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 7, 2012

هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی


 
 
 جماعت په فضایلو کې دی په دې سره هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی 
 
عن ابن عمر رض ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قَالَ صَلوةُ الْجَمَاعةِاَفْضَلُ مِنْ صَلوةِ الغَذِّ بِسَبْعٍ وَ عِشْرِینَ دَرَجَةً . --  (متفق علیه ) . 
 د جماعت لمونځ تر یواځی لمانځه ۲۷ درجې زیات ثواب لری .
فائده :   کله چې انسان لمونځ کوی او د ثواب په نیت یی کوی نو دا یو بی تکلیفه کار دی چې په کور کې یی ونکړی او مسجد ته ولاړ شی په جماعت سره یی ادا کړی په دی کې هیڅ تکلیف نشته او دومره لوی ثوابونه الله تعالی ورکوی . دا به څوک وی چې پر یوه روپۍ ۲۷ روپۍ ورکوی او دی هغه پریږدی لیکن د دین په شیانو کې دومره لویه نفع ته هم بی توجهی کیږی د دی وجه دا ده چې موږ د دین پروا نه لرو . د دین نفع زموږ په نظر نفع نه ده . د دنیا تجارت چې په هغه کې یوه دوې روپۍ پیدا کیږی ټوله ورځ په اخته یو د آخرت تجارت چې په هغه کې اوویشت درجې نفع ده زموږ لپاره مصیبت دی . په جماعت سره لمونځ د دوکان نقصان بلل کیږی د دوکان بندول تکلیف ورته ښکاریږی لیکن  دکومو کسانو په زړو کې چې د الله تعالی عظمت وی د الله تعالی پر وعدو باندی یې یقین وی او د اجر او ثواب قیمت یی په زړه کې وی د هغو په نزد باندی دا بی ځایه عذرونه هیڅ اعتبار نلری او د داسی کسانو تعریف الله تعالی په قرآن کې کړیدی : « رجال لاتلهیهم تجارة ولابیع عن ذکرالله وأقام الصلوة ... الآیة .....»
 ترجمه : داسی خلک چې هغه د الله تعالی د یاده څخه او د لمانځه قائمولو څخه او زکوة ورکولو څخه یی نه تجارت غافله کوی نه یی خرید او فروخت په غفلت کې اچوی . دا پوره آیات به سره د ترجمې د خشوع او خضوع په باب کې راشی .
   ۲  -   عن ابی هریرة قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم صلوة الرجل فی جماعة تضعف علی صلوته فی بیته وفی سوقه خمسا و عشرین ضعفا وذلک انه اذا توضأ فاحسن الوضوء ثم خرج الی المسجد لایخرجه الاالصلوة لم یخط خطوة الا رفعت له بها درجة و حط عنه بها خطیئة فاذا صلی لم تزل الملائکة تصلی علیه مادام فی مصلاة مالم یحدث اللهم صل علیه اللهم ارحمه ولایزال فی صلوة ما انتظر الصلوة . رواه البخاری واللفظ له والمسلم .
  ترجمه :  د سړی هغه لمونځ چې په جماعت سره یی ادا کړی ترهغه لمانځه چې په کور کې یی وکړی یا یی په بازار کې بی جماعته وکړی ؛ پنځه ویشت درجې زیاتیږی او خبره دا ده چې کله سړی اودس وکړی او ښه کامل اودس وکړی بیا مسجد ته صرف د لمانځه په اراده سره ولاړ شی بله اراده یی د هغه سره شامله نه وي نو چې کوم قدم اخلی د هغه په وجه سره یی یوه نیکی (درجه) لوړیږی او یوه خطا یی معافیږی او بیا چې کله لمونځ وکړی او پر هغه ځای باندی ناست وی ترڅو چې په اوداسه سره ناست وی ملائکی د هغه لپاره د مغفرت او رحمت دعاوی کوی او ترڅو چې سړی د لمانځه په انتظار ناست وی هغه ته د لمانځه ثواب ورکول کیږی .
   فائده :   په مخکنی حدیث کې د جماعت د لمانځه اوویشت درجې بیان شوی دی او په دی حدیث کې دجماعت ثواب تر مخکی ډیر زیات بیان سوی دی ځکه چې په دی حدیث کې دا نه دی ذکر شوي چې پنځه ویشت درجې زیات ثواب ورکول کیږی بلکی دا بیان سوی دی چې پنځه ویشت درجې دوچنده ورکول کیږی یعنی ترپنځه ویشت درجې پوری دوچنده ثواب ورکول کیږی په دی صورت کې چې حساب ورته وکړی نو تر سلګونو زرو زیاتیږی او بیا چې د جماعت لمونځ په مقدس ځای کې وکړی لکه حرمین شریفین ترهغه لا زیاتیږی او دا د الله تعالی د رحمت څخه هیڅ لیری نه ده . د دې وروسته نبی علیه السلام ودی لور ته اشاره وکړه چې څوک اودس وکړی او د کور څخه یوازی د لمانځه په نیت ومسجد ته ولاړ شی نو د هغه لپاره پر هر قدم یوه نیکی لیکله کیږی او یوه ګناه یی معافیږی .
  بنوسلیمه په مدینه منوره کې یوه قبیله وه د دوی کورونه د مسجد څخه لیری وه هغوی اراده وکړه چې مسجد ته نژدی کورونه نقل کړی ، نبی علیه الصلاة والسلام  ورته وفرمایل چې په هغه پخوانی ځای کې اوسیږئ ستاسو مسجد ته د راتګ هر قدم لیکل کیږی .  ( رواه مسلم باب فضل کثرة الخطا الی المساجد) . او په یو بل حدیث کې راغلی دی چې څوک کور اودس وکړی او لمانځه ته ولاړ شی هغه داسی دی په ثواب کې لکه څوک چې دکوره احرام وتړی او حج ته ولاړ شی . (رواه ابوداؤدباب ماجاء فی فضل المشئ الی الصلوة ) .
تردې وروسته نبی علیه الصلاة والسلام یوه بل فضیلت ته اشاره کوی هغه داچې کله ته لمونځ وکړی او د هغه وروسته بیا ترڅو چې پر مصلی باندی ناست یی ملائکی تاسی ته د مغفرت او رحمت دعاوی کوی ، او ملائکی د الله تعالی مقبول او معصوم مخلوق دی د هغوی د دوعا برکات هرچا ته ښکاره او معلوم دی . همدارنګه دغه مضمون په ډېرو احادیثو کې راغلی دی په ابوداؤد کې او په نورو کتابونو د احادیثو کې نقل شوی دی . محمدبن سماعة چې یو بزرګ عالم او د امام ابویوسف او امام محمد شاګرد و ؛ د۱۰۳ یوسلو دریو کلونو په عمر وفات شو ، ده هره ورځ دوه سوه رکعته نفل لمونځ کوی . دی وایی چې زما څخه په څلویښتو کلونو کې یو وار تکبیر اولی تیر شوی دی  هغه په هغه وخت کې چې زما مور وفات شوی وه او زه په هغه کار باندی مشغول وم چې تکبیر اولی راڅخه تیر شو . او دی وایی چې زما څخه یو وار د جماعت لمونځ پاتی شو نو ما په دی وجه چې د جماعت لمونځ پنځوس درجې زیات ثواب لری نو می دا لمونځ پنځوس واره وکړی ترڅو هغه عذر پوره شی ، نو خوب می ولیدی چې یو سړی راته وایی آی محمده ! پنځوس ځله خو دی لمونځ وکړی مګر د ملائکو آمین څه سو کذافی فوائد بهجة . د ملائکو د آمین مطلب دا دی چې په ډېرو احادیثو کې دا راغلی دی چې هرکله امام د سورة فاتحې وروسته آمین ووایی نو ملائکی هم آمین وایی د چا امین چې د ملائکو د آمین سره موافق شی نو د ده مخکې ګناهونه ټول معافیږی . د دی عالم په خوب کې دغه حدیث ته اشاره ده .
   مولانان عبدالحی رح فرمایی : چې په دی قصه کې ودې لوری ته اشاره ده چې د جماعت د لمانځه چې څومره ثواب دی هغه په یوازی لمانځه سره نه حاصلیږی که څه هم زرواره انفرادی لمونځ ادا شی . او یوازی د آمین موافقت نه دی بلکی په جماعت کې نور خصوصیات هم شته هغه لکه د ډېرو کسانو شرکت ، د لمانځه د فراغت وروسته د ملائکو دعا او مغفرت لکه په دغه حدیث کې چې دا مضمون راغلی دی : « والملائکة تقول : اللهم اغفرله وارحمه مالم یقم من صلاته او یحدث » --  ( رواه البخاری باب اذا قال احدکم آمین ) .
  لیکن علماؤ دا خبره لیکلی ده چې دا ثواب هلته ورکول کیږی چې لمونځ لمونځ وی او که نه نو بیرته به په دغه لمانځه پرمخ ویشتل کیږی .
۳ -    عن بن مسعود رض قاَل مَنْ سَرَّهُ اَنْ یَلْقَی اللهَ غَدًا مُسلِمًا فَلْیُحَافِظْ عَلی هَؤُلاَ‌ءِ الصَّلواتِ حَیْثُ یُنادَى بِهِنَّ فَاِنَّ اللهَ تَعَالی شَرَعَ لِنَبیِکِّمُ صلی الله علیه وسلم سُنَنَ الهُدَی وَ اِنَّهُنَّ مِن سُنَنِ الهُدَی وَلَواَنَّکم صَلَّیْتُم فی بُیُوتِکُم کَمَایُصَلِّی هَذَا المُتَخَلِّفُ فی بَیِتهِ لَتَرکْتُم سُنَّةَ نَبِیِّکُم وَلَوتَركْتُم سُنَّةَ نبيكم    لَضَلَلْتُم   ........ وَمَا مِنْ رَجُلٍ یَتَطَهَّرُ فیُحْسِنُ الطُهُوْرَ ثم یَعْمِدُ اِلی مَسجِدٍ مِن هَذِهِ المَسَاجدِ اِلا کَتبَ اللهُ له بِکُل خُطْوَةٍ یَخْطُوْهَا حَسَنَةً وَ یَرفَعُهُ بِها دَرجَةً وَیَحُطُّ عَنه بها سَیِّئَةً وَلَقَدْ رَأَیتُنَا وما یَتَخَلَّفُ عنها اِلا مُنافِقٌ مَعلُومُ النِفاق وَلقد کان الرَجُلُ یُؤْتی بها یُهَادی بَین الرَجُلَین حَتی یُقامَ فی الصفِ وفی روایة لقد رَأَیْتُنا و مایَتَخَلَّفُ عَن الصلوةِ اِلا مُنافِقٌ قدعَلِمَ نِفُاقه اَو مَرِیضٌ اِنْ کان الرَجُلُ لَیَمْشِی بَین الرَجُلَین حتی یَأْتِیَ الصلوة َوقال اِنَّ رَسولَ الله صلی الله علیه وسلم علمه سُنَنَ الهُدی وَ اِنَّ مِن سُنَنِ الهُدی الصلوةُ فی المسجِد الذی یُؤَذَّنُ فیه » -- ( رواه مسلم و ابوداؤد والنسائی ) .
  ترجمه :   حضرت عبدالله بن مسعود رض فرمایی : که څوک دا غواړی چې سبا د قیامت په ورځ د الله تعالی په دربار کې مسلمان حاضر شی هغه دی دغه لمنځونه په داسی ځای کې ادا کړی چې هلته اذان کیږی ( یعنی په مسجد کې ) ځکه چې الله تعالی ستاسی د نبی علیه الصلاة السلام لپاره داسی سنتونه جاری کړی دی چې هغه سراسر هدایت دی د هغو څخه دا د جماعت لمونځ هم دی کچیری تاسو پخپلو کورونو کې لمونځونه کوئ لکه فلانکی سړی چې یی کوی نو تاسو د نبی علیه السلام سنت پریښوی او په دی پوهـ شئ کچیری د نبی علیه الصلاة السلام سنت پریږدئ نوګمراه کیږئ او کوم سړی چې ښه اودس وکړی د هغه وروسته د مسجد په لوری ولاړ شی نو پر هر هر قدم باندی د ده لپاره یوه یوه نیکی لیکله کیږی او یوه یوه ګناه یی بخښله کیږی . او موږ به لیدل چې کوم شخص به ښکاره منافق و هغه به د جماعت څخه پاتی کیدی او هغه شخص چې به د دوو کسانو په تکیه (کومک) سره تلای شوای هغه به هم په صف کې درول کیدی د هغه بل روایت معنی واضح ده .
فائده :   صحابه کرام رض د جماعت دومره زیات پابند وو که به د ناروغۍ په حالت کې مسجد ته تللای شوای نو هم به تلی . د دوو کسانو په مرسته به یی په جماعت کې اشتراک کوی او دا به یی ولی نه کول چې د دوی او زموږ سردار نبی کریم صلی الله علیه وسلم به دارنګه عمل کوی .
  د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مرض الوفات په وخت کې همداراز  صورت پیش سو د مرض د شدت په وجه څو واره بی هوښه شو او څو واره یی د اوداسه اوبه طلب کړی آخیر یی اودس وکړی او پرحضرت عباس او بل صحابی رض باندی په تکیه کولو سره ومسجد ته ولاړی په داسی حال کې چې پښی مبارکی یی پر ځمکه ښه نه شوی لګولی .
  حضرت ابوبکر صدیق رض د علیه الصلاة السلام په امر سره لمونځ ورکړی او نبی علیه الصلاة  والسلام هم پکښی شریک شو . –  (متفق علیه ) .
۴ -    عن انس ابن مالک قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :  من صلی لله اربعین یوما فی جماعة یدرک التکبیرة الاولی کتب له برائتان براءة من النار وبراءة من النفاق . --   (رواه الترمذی) 
 ترجمه :  نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی : څوک چې څلویښت ورځی په اخلاص سره داسی لمونځ وکړی چې تکبیر اولی ځنی فوت نشی نو هغه ته دوه برائته حاصلیږی . یو د جهنم  د اور څخه نجات پیدا کوی او دوهم د نفاق څخه خلاصون مومی .
فائده :   یعنی څوک چې څلویښت ورځی په اخلاص سره داسی لمونځ ادا کړی چې د لمانځه د شروع څخه د امام سره شریک وی او تکبیراولی چې امام ووایی نو سم دلاسه دی هم په لمانځه کې ورسره شریک شی نو دغه سړی به نه په جهنم کې داخل شی او نه به په منافقانو کې حساب شی . منافقان هغه کسان دی چې خپل ځان مسلمان ښیی ولی په حقیقت کې یعنی په زړه کې کافر وی هغه کسان چې په کلو کلو تکبیراولی ځینی فوت شوی نه وی ، څومره خوش قسمته انسانان به وی
۵  -   عن ابی هریرة رض قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من توضأ فأحسن وضوء ه ثم راح فوجدالناس قدصلوا اعطاه الله مثل اجر من صلاها و حضرها لاینقص من اجورهم شیئا . – (رواه ابوداؤد )
ترجمه :   څوک چې ښه اودس وکړی بیا مسجد ته د لمانځه لپاره ولاړ شی هلته چې ورسی خلګو لمونځ کړی وی جماعت تیر شوی وي نو الله تعالی ده ته هم د جماعت د لمانځه ثواب ورکوی او دی ثواب په وجه د هغه خلګو په ثواب کې هیڅ کمی نه راځی چې په جماعت سره یی لمونځ کړی دی .
 فائده :   د الله تعالی څومره لوی احسان او انعام دی چې یوازی پر کوشش باندی د جماعت د لمانځه ثواب ورکوی د دی څخه دا معلومه شوه چې یوازی په دی خیال سره چې لمونځ شوی دی ؛ مسجد ته دی تګ نه پریږدی که ورشی او لمونځ شوی هم وی نو الله تعالی ثواب ورکوی او که یقینی معلومه وی چې لمونځ شوی دی بیا پروا نلری .
۶ -    عن سهل بن سعد الساعدی رض قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم بشر المشائین فی الظلم الی المساجد بالنور التام یوم القیامة » --  ( رواه حاکم وقال صحیح علی شرط الشیخین ) .
ترجمه :  کوم کسان چې په تاریکی کې ډېر مسجدو ته ځی ؛ هغوی ته زیری ورکړه چې د قیامت په ورځ به یی کامل نور وی .
فائده :   یعنی نن په توره شپه و مسجد ته د تګ قدر او قیمت هغه وخت معلومیږی چې کله د قیامت خوفناک منظر مخی ته راشی اوهر شخص په مصیبت کې اخته وی د نن ورځی دتاریکیو د مشقت او تکلیف بدله او د هغه قدر به هغه وخت وپیژنی چې کله یو روښانه نور او تر لمر زیات روښنایی د ده سره وی . په حدیث کې راځی چې کله تاسویو شخص ووینئ چې مسجد ته ډېر ځی او راځی د مسجد عادی وی نو تاسود ده د ایماندارۍ شاهدی ورکوئ تر دی وروسته یی دغه لاندی آیات ولولئ : « انما یعمر مساجدالله من آمن بالله والیوم الآخر ..الآیة»--(رواه الترمذی وقال حدیث حسن )
 ۷ -    عن عثمان بن عفان رض قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم يقول من صلی العشاء فی جماعة فکانما قام نصف اللیل ومن صلی الصبح فی جماعة فکانما صلی اللیل کله » --  ( رواه مسلم ) .
ترجمه :  څوک چې د ماخستن لمونځ په جماعت سره ادا کړی داسی دی لکه نیمه شپه چې لمونځ وکړی او چا چې د سهار لمونځ په جماعت سره ادا کړی نو داسی دی لکه ټوله شپه چې یی عبادت وکړی . 


  1. تلاوت قرآن ډېرپه خوږ او خائسته اوآذونو باندې
  2. جدېد فقهی مسائل
  3. جهت آشنایی علاقه مندان در اینجا پرچم های گذشته‌ی افغانستان را مرور می‌کنیم.
  4. جواهر من أقوال السلف
  5. جوڑا جہیز کے بدترین نقصانات
  6. حج كردن بالاي پول حرام
  7. حجاب اور تعلیماتِ نبوی ﷺ
  8. حجاب په اسلام، عیسایت، یهودیت اوساینس کی
  9. حسن بصري رح فرمائي: چې په سپي کې لس ښه عادتونه داسي دي
  10. حضرت بايزيد بسطامي او د مور خدمت
  11. حكم تجارت وخريد فروخت حجاج
  12. حكم وضوه اعضاءِ مصنوعي
  13. خائسته کشتی اولانچ په دنیاکښی تصاوېر
  14. خالق د خیر او شر د کل جهان ته ېې الله : پشتو حمد
  15. خاندي خاندي چی اختر دې
  16. خبرتيا ګرانو ملګرو توجه وکړې که ستاسو
  17. خوب كى دويريدلوپه وخت كى دوعا
  18. خوب څه شى دى؟
  19. خپل زوی حماد ته د امام ابوحنیفه (رح)شل وصیتونه
  20. خپل کمپیوټر له وائیروسونونه وژغوري
  21. خپل کمپیوټرکښی پښتوژبی لیکلو اسا نه طریقه
  22. خپله عقیده واخله: پشتو:
  23. خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
  24. خپګان څه شی دی؟
  25. د قربانی ېو اهمه مسئله

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User