Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, January 29, 2012

تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي


روحې فشارونه

ډاکتره  فریده هوډ سیفي

 منبع افغان جرګي ويپ پاڼه

روحي فشار دورځني ژوند يوه برخه ده . تاسو نه شي کولي چې له هغي ځان وساتي . يواځي پکاردي چې ځان ورسره عيار کړي . تر څو وکولي شي خپله فزيکي او ذهني روغتيا خوندي وساتي .په حقيقت کې ټول روحي فشارونه بد نه دي . روحي فشارونه  خوش اينده نه دي خو له ژوند لپاره مهم بلل کيږي . کله کله سخته تلوسه چې په يوه روحي فشار بدله شي کولي شي ستاسو ژوند کې لوي بدلون رالي . خو دا ددي پوري اړه لري چې تاسو دغه روحي فشار ته څه ډول ځواب وايي يعني عکس العمل مو د هغه په وړاندي څه ډول دي .

د روحي فشارونه منبعې يا سرچيني کومي دي ؟

په عمومي توګه روحي فشارونه  څلور اساسي سرچينې لري .
vکله ستاسو چاپيريال ستاسو په بيلابيلو غوښتنو تاسو تر فشار لاندي نيسي تر څو ونه شي کولي چې ځان عيار کړي او يا په بله معني په ارامه ژوند وکړي . د مثال په توګه تاسو مجبور يي چې د  هوا  هر ډول  حالت   تحمل کړي . کله هوا ډيره سړه  وي او کله دومره توده چې ستاسو ارام اخلي . خاوري   ډورې ، شور ، دخلکو گڼه ګونه دا ټول هغه څه دي چې انسان له روحي فشارونو سره مخامخ کولي شي .
vتاسو مجبوريي چې له ټولنيزو روحي فشارونو سره لکه د يوي مسلې په باب دضرب الااجل  يا ټاکلي وخت را لنډيدل . اقتصادي ستونزي ، د يوي نوي وظيفې لپاره انترويو يا مرکه ، په يوي غونډي کې د خبري ، د يوه تړون يا موافقي ردول ، د وخت او پاملرنې غوښتنه اويا له چاسره په مينه کې ناکامي دا او دې  ته ورته ستونزي انسان له ډير سخت روحي فشار سره مخامخ کولي شي .
vپه فزیولوژیکه یا  طبیعې وظیفوی  تو ګه   هم کله کله انسان  باندي  فشار وي لکه : په چټکې وده  او په کم عمر کې ځواني ته رسيدل ..  دمشال په توګه نجوني دخپل لومړي مياشتي عادت  جامو  په ليدو ډيرې حيرانيږي او دا خپله څه مودي لپاره دوي  ناراموي .  فزيکي ناروغي لکه توبرکلوز يا نرۍ رنځ يا هم  نور تکليفونه ..  د عمر ډيريدل يا زړښت .. ټپي کيدل ، لږ فزيکي حرکات ،  ناسمه تعغذيه . ناکافي خوب  او ورته حالات ټول کولي شي انسان  تر روحې فشار لاندي راولي .د روحي فشارونو په صورت کې د انسان بدن په فزيکي لحاظ د عضلاتو د شخي ، سرخوږي ، د معدي نارامي او يا هم پريشاني يا Anxiety په  توگه څرګندوي .
v د روحي فشارونو څلورمه سرچينه ستاسو فکرونه دي . دانسان بدن د بيلابيلو ناراميو په وړاندي عکس العمل ښيي . او هر انسان دهري ستونزي په  باب  په ځآنګړي توګه فکر کوي او عکس العمل يي هم فرق لري .
 دروحي فشارونو په باب يو محقق ريچارد لزاروس په دي ټينګار کوي چې روحې فشار د حالاتو ارزيابي يا ارزونه کوي . تاسو لومړي دا پوښتي چې حالت څومره سخت دي  او څومره له عادي حالته فرق لري . ستاسو بدن د ددغه حالت سره څنګه ګذاره کوي . هغه کسان چې پريشاني يا Anxiety لري دوي ډير ځله فيصله کوي چې دا حالت خطرناکه دي ، ستونزمن او يا هم درناکه دي . دوي ددي ستونزي او يا غيري عادي حالت سره ګذاره نشي کولي . کله کله د احالت دومره دوام وکړي چې پريشاني په ژور خبګان بدل شي او دانسان خوب خراب کړي . 

Anxiety or Phobias

اضظراب يا ويره  څه شي دي ؟
تاسو ته کله بي له دي چې کومه ځانګړي ويرونکې پيښه شوي وي د ويري احساس پيدا کيږي ؟  که دا کار کله کله د کومي تلوسي له امله وي د مثال په توګه تاسو ديوي ډيري مهمي مسلي په باب فيصله کوي او زړه نا زړه يي يا هم تاسو سره داسي چلند شوي چې په زړه مو نه وو . يا ديوي مصاحبي لپاره نوي دفتر ته ځي او ورته حالاتو کې که درسره ويره وي ، مخ  مو سورو ګرځي  او خو درباندي راشي دا نو يو عادي حالت دي چې  ستاسو د تلوسي په وړاندي په عکس العملي توګه رامنځ ته کيږي . خو که تاسو هر کله د ويري احساس لري او ورسره نوري نارامي لکه د زړه درزا او يا هم خوله خوله کيدل نو مه هيروي چې ښايي تاسو په اضطراب اخته يي چې د مشوري او تداوي اړتيا ورته ليدل کيږي .

دِAnxiety يا اضطراب نښي کومي دي  ؟

اضطراب ډيري نښي لرلي شي خو مهمي يي دا دي .
vد زره سخته درزا  او ساه ساه کيدل په داسي حال کې چې تاسو کوم سخت فزيکي کار هم نه دي کړي .
vخوله
vکله کله د سرگرځيدل او حتي په مځکه غورځيدل
vد يو ډول تنشن يا فشار احساس .
vسر خوږي 
(Depression) ديپرشن يا ژور خبګان
هر انسان په ورځني ژوند کې کله نا کله ډير خپه کيږي . دا خبګان له يوې ځانګړي پيښي سره تړاو لري . دمثال په توګه د چا نيژدي دوست مړ شي اويا کومه ډير ه خواشينونکې پيښه وشي ، نو خواشيني  ژړا او نااميدي دلنډي مودي لپاره  دانسان يو طبيعي عکس العمل يا غبرګون دي چې ددي ځانګړي پيښي په وړاندي يي څرګندوي . خو که انسان د اوږدي مودي لپاره خپه وي او هره ورځ منفي فکرونه کوي دا امکان شته چې په ديپريشن يا ژور خپګان اخته وي .
د ژور خبګان غټي نښي کومي دي ؟
vد اوږدي مودي لپاره خپه خپه او غلي غلي کيدل  ( له دوو اونیو ډیره موده )
vد اشتها خرابيدل ( ډير ځله اشتها کميږي خو کله کله ډيریدلِې  هم شي )
vد کمزوري احساس
vبي خوبي او يا د خپل اصلي وخت څخه دمخه پاڅيدل
vپه ورځني چارو کې د دلچسپي کموالي
vجنسي مسايلو ته علاقه نه ښودل
vژر په قاريدل او له خلکو سره په نا خبره بحثونه او جدي کيدل ..
vد ذهني تمرکز کمزورتيا
vديو ډول محکوميت احساس يا داسي فکر چې خداي ماته سزا راکوي .
vاو د ځان وژني خيالات او فيصله .
 بي خوبي څه شي دي :
دا ډير ليدل شوي چې کله کله چاته خوب نه ورځي . خو که تاسو داسي فکر کوي چې خوب مو پوره شوي نه دي او یا  دا چې ارامه خوب مو نه دي کړي  ښايي تاسو په بي خوبي اخته يي .
هغه کسان چې بي  خوبي لري ښايي له دغو حالاتو نه يو يا څو ولري
vپه اسانه خوب نه ورځي
vنيمه شپه پاخيږي اوبيا په ډير ې سختي خوب ورځي .
vسهار وختي له خپل معمول وخت نه دمخه پاڅيږي .
vنارامه خوب
 بي خوابي ښآيي ورځني کار کې ستونزي راپيدا کړي .
لکه ستړيا ،  بد خلقي او د ذهني تمرکز کموالي .
نشو کولي بي خوبي دهغوساعتونو په مقياس اندازه کړو چې هر شپه ويديږو. خوب ته د هر چا اړتيا مختلفه وي . د مثال په توګه ډير خلک د شپي اوه يا اته ساعته خوب کوي خو ځيني نور تر دي لږ ويديږي خو ځان ارام احساسوي او دا خوب ورته بس وي ، ځيني نور بيا برعکس تر دي ډير خوب ته اړتيا لري .
په نړۍ کې ډير خلک دبي خوبۍ ښکار دي . يواځي په امريکا کې يوي څيړنۍ ښودلي چې هر کال په امريکاي کې نيژدي شپږ ميليونه تنه په بي خوبي اخته کيږي .
يو شمير خلک ابتدايي بي خوبي لري يعني خوب يي کم وي خو ورځني چاري يي نه متاثره کوي او بي خوبي کومي بلي ستونزي پوري تړلي نه وي .
او بله بي خوبي هغه ده چې د يوې ستونزې له ا مله رامنځ ته شوي وي . لکه دپريشن يا ژور خبګان ،  ډير سخت درد ، او دځينو درملو يا موادو استعمال لکه الکول چې د بي خوبي سبب ګرځي .
بي خوبي کولي شي چې ډير دوام وکړي او يا هم لنډ مهاله وي . ځيني خلک ناڅاپه دلنډي مودي لپاره بي خوبه شي او ځيني نوربيا دډيرې اوږدي مودي لپاره بي خوبي لري . هغه کسان چې په ناڅاپي توګه د څوشپو يا هفتو لپاره بي خوبه وي دوي ډير ځله ديوي ستونزي سره مخامخ وي . لکه د کار په ځاي کې له همکارانو سره خوښ نه وي ، له کاره   کوښۀ شوي وي . خپل دوست او نيژدي عزيز يي مړ شوي وي .يا داچې شاه خوا شور ، يا ډيره رڼا وي يا داچې ډيره ګرمي اويا هم ډير ساړه وي . يا داچې يو څوک چې د شپي په خوب عادت وي نو د شپي کار کوي د عادت بدليدل هم د څه مودي لپاره د بي خوبي سبب ګرځي چې د وخت په تيريدو سره انسان بيرته عادي حالت ته راځي .
خو که يوڅوک يو څوک لږ تر لږه په اونۍ کې دري شپي ديوي اونۍ لپاره ديوي مياشت او يا ډيري موده لپاره بي خوبي لري  کيداي شي چې کومه ناروغي ولري . د ځڼډني بي خوبۍ يو غټ لامل يا علت ديپريشن يا ژور خبګان ، ځنډني روحي فشار او درد چې له امله يي انسان ډير نارامه وي او خوب يي الوزي .

 تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي .

vکوشش وکړي د خوب او ويښيدو لپاره ځانګړي وخت ولري . دمثال په توګه د شپي په لسو بجو ويده کيږي او بيا دسهار وختي تر  لمر خاته دمخه  په ځانګړي وخت راپاڅپږي .
vکوشش وکړي تر مازيګر وورسته چاي او يا قهوه نه څښي . ځکه په چاي او قهوه کې نيکوتين وجود لري او دا ماده له دمنبهاتو په ډله کې راځي چې خوب الوزوي او تا سو نه پريږي چې ويده شي .
vپه منظمه توګه سپورت وکړي . کوشش وکړي هغه وخت ته نيژدي چې غواړي ويده شي سپورت مه کوي ځکه دا هم تا سو بي خوبه کولي شي . لږ تر لږه دري ساعته مخکې دويده کيدو نه سپور ت مه کوي .
vدشپي ثقيله ډوډي مه خوري .بستر نه مخکي لږ ساده  خوراک بس دي او تاسو سره مرسته کوي چې ويده شي .
vد خوب ځاي مو بايد ارامه وي ، ځان مطمين کړي چې ډير رڼا ، ډيرګرم او يا سوړ نه وي  . که چرته نشي کولي چې له رڼا نه لري شي نو کوله شي چې سترګې مو په يوه دستمال وتړي . که ډير شور وي چې تاسو نشي کولي هغه ارامه کړي لکه کور مو له عمومي سړک سره نيژدي دي او د موټرونو او خلکو شور ډير وي  نو بيا په غوږنو کې مالوچ کيږدي تر څو شور درنشي .
vپه منظمه توګه تر خوب دمخه خپل فکر ارامه کړي .ــــ
 که تاسو پرله بي خوبي لري نو په خپل سر دوا مه خوري يو ډاکتر ته لاړ شي تر څو د بي خوبي علت پيدا کړي . 
تاسو کله بي خوبه کيږي ؟ چې خوب نه درځي نو څۀ کوي ؟
ښايي داسي کسان به پيژنې چې هغوي دبي خوبي لپاره په خپل سر درمل اخلي .بي خوبي ډير ځله ديوي ذهني نارامي نښه ده . که په درمل مه اخلي . 
خو اصلي  او اساسي کار دا دي چې انسان د خپلو ستونزو لپاره خپله د حل لاره پيداکړي او يا دا چې د روحي فشارونو سره د ګذاره زده کړي .
روحي فشارونه  دانسان په بدن څه ډول اغيز کوي ؟
 دانسان بدن د هري نا خوالي په وړاندي خه ډول عکس العمل ښکاره کوي ؟
 دلومړي ځل لپاره دامريکا دهارورد  دپوهنتو ن يو سايکا لوژست يار ارواح پوه   والتر  کانون دغه عکس العمل د  Fightاو    flight response  په نوم ونوماوه .
هغه لومړن څوک وو چې د مسله يي توضح کړه چې  له روحې فشارونو سره د انسان په بدن کې څه ډول بدلون او کيماوي تعغيرات راځي راځي تر څو انسان د ګذاره جوګه شي ز
په لومړي  پړاو کې انسان ډيري انرژي ته اړتيا لري تر څو د راپيداشوي ستونزې سره جنګ وکړي او بيا والوزي او تر لري شي .
دمثال په توګه تاسو په لاره روان يي او يو پړانګ مو مځي ته درشي څه کوي ؟
لومړي يوه سخته وارخطايي احساسوي بيا په ډير قوت سره د تيښتي په لټه کې کيږي خو دلته هم د انسانانو عکس العمل يو څه مختلف وي .  په ورځنو چارو کې روحي فشارونه عينا دهمدغه خطرناکه پړانک د ناڅاپي ليدلو په شان دي . 
هانس سيلي Hans Seyle چې د روحې فشارونو په باب لوي محقق دي  دا موضوع توضيح کوي چې ددغه عکس العمل يا غبرګون په وخت کې د انسان په بدن کې څه ډول بدلون راڅي .
هغه وايي هر روحي فشار کې  ددماغ هاغه برخه چې دفکر کولو وظيفه په غاړه لري ( Cerebral Cortex ) يو الارم يا خبر د دماغ  يوي غدي ته چې هايپوتلموس ( هاپيو تلموس په دماغ کې  هغه برخه ده چې په ځانګړي توګه د روحې فشارونو په وړاندي عکس العمل کې برخه اخلي ) ته   رسوي .  او دي سره د سمباتيک اعصاب تنبهه کيږي (سمپاتيک اعصاب دانسان په اراده کې نه دي او د مرکزي اعصاب سره په تړاو کې کارکوي ) چې له امله يي په بدن کې لوي بدلو ن راځي .
د زړه حرکات ډيريږي ، د تنفس  يا ساه اخيستو ريت يا اندازه ډيريږي ، په عضلاتو کې يو ډول شخي رامنځ ته کيږي ،ميتابوليزم او د ويني فشار هم ډيريږي . انسان په خپله معده کې ديو ډول حرکاتو احساس کوي لکه څه چې پکې گرځې را ګر ځي ( butterflies in stomach  experience) ستاسو د سترګو حدقه لويږي ، کتلو او اوريدلو حس د شديدي ويري او ناڅاپي نارامي په وخت کې ډير زياتيږي . دا بدلونونه په يوه ناڅاپي حالت کې رامنځ ته کيږي خو که چرته ورته پاملرنه ونشي نو بيا مزمن يا ځنډني کيږي چې دي سره په بدن باندي ناوړه  او منفي اثرکولي شي .
ستاسو هضمي سيستم ، جنسي سيستم ، ودي ، د انساجو په بيا رغيدو ، د بدن په دفاعي سيستم  اثرکوي او د التهاب يا ګزک سبب کيداشي ، په بله عباره دومداره روحي فشار ستاسو په بدن کې مهم روغتيايي وظايف سم نه شي تر سره کيداي .
خو له نيکه مرغه همدغه منفي بدلونه په ټپه ودريدي شي او انسان بيرته کولي شي خپل عادي حالت ته راشي . دغه عکس العمل چې انسان بيرته عادي حالت ته راولي د ريکسيشن رسپانس  په نوم يادوي . هر کله چې ستاسو دماغ دا فيصله و کړي چې نور دغه روحي فشار بدن ته خطرناک نه دي نو دي سره بيړني زيګنالونه يا خبرونه له دماغ څخه بدن ته نه رسي . او دي سره عصبي سيستم چې تر دي دمخه تر فشار لاندي وو عادي حالت ته راګرځي . دمثال په توګکه دري دقيقي وورسته له هغي چې کوم خطرناکه شي مو وليده ستاسو دماغ دا ومني چې نور خطر متصور نه دي تاسو به ډيره دا تجربه کړي وي چې ديوي سختي ارامي احساس کوي دغسي حالت کې هم بدن بيرته د ارامتيا احساس کوي . د زړه درزا له منځه ځي او زړه خپل عادي حرکات تر سره کوي . د عضلاتو شخي له منځه ځي . د ويني فشار او ټول  غير عادي رامنځ ته شوي حالتونه تامل يا عادي حالت ته راګرځي .
له همدي امله د روحي ناروغيو متخصيين وايي چې تاسو کولي شي  ځان سره دمرستي د ميتودونو په زدهکړي سره خپله روغتيا وژغوري .
 مزمن يا ځنډني روحي فشار او ناروغي : 
کله چې واړه واړه روحي فشارونه ډير شي او هغه د چا خبره د ستونزو انبار د چا مخې ته پريوځي نو انسان داسي حالت ته راشي چې بيا نشي کولي دا توان پيدا کړي چې حتي له يوه وړوکې روحي فشار څخه ځان خلاص کړي .
 هرکله چې  د انسان دماغ يو خطر احساس کړي  نو بيا تحرکيږي  او د خطر په وړاندي بيداره وي .. که چيرته روحي فشار ونه ډير ځنډني شي نو د بدن عکس العمل د نارغيو په شان را څرګنديږي .
 روغتيايي  څيړونکې له څه باندي پنځوسو کالو راهيسي د روحي فشارونو او ناروغيو تر منځ ا ړيکه څيړي .  دوي  وايي  يو شمير فزيکي ناروغي لکه د ويني لوړ فشار ډير ځله له روحي فشارونو سره په تړاو کې منځ  ته راځي . د ډيرو شديدي عضلي شخي له امله کيداي شي د بدن په بيلابيلو سيستمونو کې مزمني يا ځنډني ناروغي رامنځ ته شي . لکه دمعدي زخم ، نيم سري ، مزمن اسهالات .
روحي فشارونه دبدن بيلابيل سيستمونه متاثره کولي شي .
 دمثال په توګه په ښځو کې د مياشتني عادت يا جامو د نه راتلو يا امنوريا يا هم د هګې د نه پخيدو سبب کيږي . . روحي فشارونه په سړيو کې د جنسي کمزوري سبب کيږي . او په  دواړو نارينه او ښځو کې له جنسې اړيکو څخه خوند نه اخلي . په سږو کې هم د يو ډول شخي سبب کيږي چې په نتيجه کې يي د ساه لنډۍ  اوپه تنفسي سيستم کې د ستونزو سبب کيږي . د انسولين د دکموالي په نتيجه کې د ديابت يا شکري د ناروغي لپاره زمينه برابريږي .( انسولين  هغه ماده ده چې په توري کې جوړيږي ، دغه ماده د انسان په بدن کې  د شکر يا ګلوکوز د کنترول وظيفه په غاړه لري . د انسولين د نشتوالي يا کمي په صورت کې د انسان په وينه کې دګلوکوز يا شکر اندازه زياتيږي  او په دي توګه دشکر يا ديابت  ناروغي منځ ته راځي )
په هډوکو کې د دي کلسيفيکيشن يا د کلسيم د کموالي سبب کيږي چي په نتيجه کې هډوکې کمزوري کيږي چې په اساني ماتيدلي شي .
د انسان دفاعي سيستم هم نتاثره کيږي چې په نيجه کې يي  څوک په اساني په زکام او نورو مکروبي ناروغيو اخته کيداي شي او حتي دغه کسان چې د اوږدي مودي لپاره روحي فشار سره ژوند کوي دوي په اساني په سرطاني ناوغيو اخته کيږي . ددغسي کسانو په  وينه کې د ايچ اي وي يا دايدس ويروس وي نو دوي ډير ژر په ايدس اخته کيږي . دومداره سترس يا روحي فشار د انسان په بندونو يا مفصلونو کې ګزک يا التهاب راولي .
د ځنډيو ناروغيو او  روحي فشارونو په باب ډير زيات تحقيقات شوي او په ډير تفصيل سره په علمي مقالو کې مطالب خپريږي . 
په لنډه دا ويلي شو چې ځنډني روحي فشارونه  دانسان دبدن په ټولو برخو ناوړه او منفي اثر لري . خو دي سره دا هم ويل کيږي چې هر انسان ته خداي پاک ددي توان په طبيعي توګه ورکړي چې روحي فشارونو څخه د خلاصون لاره ومومي او کله چې د ناورغي اصلي منشه چې  روحي فشار دي لري شي انسان بيرته کولي شي خپل عادي حالت ته راشي .   هر هغه څوک چې ژر ځان  دروحي فشارونو له بنده خلاصوي هماغومره ژر کولي شي چې ځان له ډول ډول يادو شويو ناروغيو څخه وساتي او داسي حالت ته ونه رسي چې بيا دخلاصون توان يي ختم شوي وي .
ځيني وخت د روحي فشارونو اصلي سرچينه له منځه تللي شي . خو ټول هغه څه چې انسان غواړي په خپله طبع يي نشي تر لاسه کولي  ځکه خو نو روغتيا پوهان وايي چې تاسو په داسي حالت کې  تاسو خپل عکس العمل بدلولي شي او له مشکلاتو سره ګذاره زده کوي .
ښه نو چې داسي ده  له روحي فشارونو سره څنګه ګذاره وکړو ؟ 
تنفس :
تنفس د انسان د ژوند لپاره اساسي جز دي . له هرې ساه اخيستو سره  هغه هوا چې له اکسيجن څخه ډکه وي سږو ته ننوځي او بيرته په ډيره اندازه کاربن داي اکسايد سره له سږو څخه بهر را وځې .
له سطحي تنفس سره لږ اکسيجن سږو ته ننوځې او دا حالت د بدن لپاره ډير سخت دي  . کله چې انسان  تريوه روحي فشار لاندي وي نو سمه ساه نشي اخستلي او سطحې تنفس کوي . په ځانګوي توګه کله چې انسان ډير خپه شي په غضلاتو کې يو ډول سختي رامنځ ته کيږي ، سر خوږي ، دانرژي دکموالي او نارامي حالت سبب کيږي .
که چرته تاسو دا زده کړي چې څنګه کولي شي په نارمله  توګه ساه واخلي دي سره بيرته د بدن ټولو برخه ته پوره وينه او اوکسجن رسي او رو رو بيرته خپل عادي حالت ته راځي . سر څو ږي له منځه ځي او تاسو دخپګان په ځاي د ارامي حالت پيدا کوي .
 ښه نو څنګه کولي شو خپل تنفس عادي حالت ته راوګرځو ؟
راځي لومړي دا زده کړو چې څنګه کولي شي خپل تنفس معاينه کړو.
هوا په پوزه کې توديږي  يو څه  له گردنو څخه پاکيږي ، لمديږي او بيا سږو ته ننوځي .دسږو او نس ترمنځ يوه پرده ده چې ورته ديافراګم وايي . سږي  ديوې ونې په شان دي چې ډيري څانګې لري او د وړو اونريو رګونو له لارې ويني ته اوکسيجن رسوي  چې دزړه  همدغه اوکسيجن لرونکې وينه چې ډير خلک يي پاکه وينه بولي د بدن ټولو برخو ته رسوي .
زړه د  هر پمپ سره وينه بدن ته رسوي او له هرو غوړيدو سره له رګونو څخه وينه راټولوي . يعني هغه وينه چې له زړه نه د بدن رګونو ته رسي له اوکسيجن څخه د:ه وي او هغه وينه چې برته راځي په بدن کې له يو شمير کيماوي بدلونو څه ورسته له کاربن داي اکسايد سره بيرته زړه ته راځي .
 کله چې تاسو تنفس کوي په عمومي توګه دوه  ډوله لري .
يا په سطحي توګه هوا اخلي چې پکې يواځي دسيني قفس يا  برخه اخلي . چې په دي توګه په کافي اندازه اوکسجن بدن ته نه رسي  دا ډول تنفس په عمومي توګه د پريشاني  او خبګان په حالاتو کې ليدل کيږي .
خو دتفس بل ډول  طبيعي حالت دي چې  ورته بطني تنفس وايي .  په دي تنفس کې سړي دومره له هوا څخه ډکيږي چې ديافراګرام لاندي ټيله کوي .
اوس به په عملي توګه دسطحې او عميق يا بطني او صدري تنفس فرق په عملي توګه په خپل ځان وويني .
يوه ارامه ځاي ته لاړ شي . کيني ، څو که څملي ښه به وي . سترګې وتړي . خپل ښي لاس په نس کيږدي فقط د نس په منځني برخه او کين لاس د سيني پر مرکزي برخه کيدي .
بي له دي څخه چې خپل تنفس بدل کړي ساه اخلي وګوري چ�


 افغاني ډاکټرانو ته د وروستیو طبي څیړنو سرچینه
دلته د روغتیا په اړه په نړی کې د وروستیو څیړنو پښتو بڼه خپریږي                


 
  1. دقران کريم ژباړه په لمانځه کې لوستل څنګه ده؟
  2. دقربانى څاروے نه د فائدي يا د څه كار اخستومسائل
  3. دقضائي مونځونو لپاره داذان اوتكبيرڅه حكم دى او دسړي اوښځې يو حكم دى او كه جداجدا؟
  4. دكليزبانګى يا چرګى قربانى كول په باره کی که لګ وضاحت را ته وکړې، د هډاوال وېب مدېر نه په مننه
  5. دكوتورو الوزول،دچرګانو،مرغانو،یادنوروحیواناتو جنګول څه حکم لرې
  6. دلته خلك واي كه جا د امام أبو حنيفة رحمت الله عليه د مذهب كومه خبره بريخوده نو هغه ددين نه خارجيري
  7. دلمونځ اداکولو طرېقه : انځوريزليکنه بزبان فارسې
  8. دلمونځ ترک کونکي مړشو نو دجنازې لمونځ به يې کولى شي اوکه نه ؟
  9. دلمونځ کونکي ترمخ تیریدل په څومره فاصله رواده ؟
  10. دليونى دقربانى مسئله
  11. دماخوستن لمونځ له خوب څخه وروسته دشپي په آخر كې صحيح دى اوكه نه ؟
  12. دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې
  13. دماښام دلمانځه كولو څخه وروسته ا و د ماخوستن څخه مخكې ويده کیدل ؟
  14. دمروجه تعزيت حکم تعـــــــــــــــــزیه
  15. دملاقات په وقت کی پښتانه هرکله راشي واېې داسې وئیل دشرېعت په رڼا کی څه حکم لرې ؟
  16. دمړي پاسنې څا درسره څه اوکړې شې ؟
  17. دمړي په ښخولو،قحط او وباكې اذان كول ثابت دى اوكه نه؟
  18. دنامرد په ښځه با ندې هم هم عدت شته که يې خلوت شوې وي
  19. دنجومي دخبرې تصديق كول كفردى
  20. دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
  21. دنرښځى اذان اواقامت څنګه دى؟
  22. دهديري جومات کې دجنازې لمونځ
  23. دهغه مړی په بـدله کی ښځی ورکوی دشریعت له نګاه داعمل څه حکم لری ؟
  24. دواده پر مهال جاهلانه رسمونه او دودونه چې ټول ګناه،اسراف ،ظلم اوبې حيايي ده
  25. دوباره جنازه کول صحيح دي که نه
  26. دوفات څخه ورسته خپلې بي بي ته وږه ورکول صحيح دي :
  27. دولد الزنا په غوږ کې اذان کول اودهغه دجنازې لمونځ کول ضروري دي که نه ؟
  28. دين ، مذهب ، دولت او کلتور څه ته وايي ؟
  29. دينى كتابونومطالعه كوى دغه په دے كتابوسره غنى نه ګرځى اګركه
  30. ديوه طلاق په ورکولو سره چې يي کله راوکرځوله نورجعت وشو له بل سره دهغې نکاح صحيح نه ده ؟
  31. ديووهم اواشكال ازاله
  32. ديوڅوكالونه په پاكستان كښے درى اخترى كيږى اودوه اخترى دډيرى زمانى كيږى
  33. دټاكل شوي امام له اجازې بغير امامت اواذان صحيح دى اوكه نه؟
  34. دپيربيعت مقصود نه دی اصلاح مقصود ده
  35. دڅارويو او ځناورو سره هم د ښه سلوک اونرمی اود رحم او شفقت درس ورکوې شرېعت محمدې
  36. دښاغلي فیسبوک سره مرکه
  37. دښـځـې لپاره پرده ولــې ضروری ده؟
  38. دښكار دپاره څو خاص شرطونه مقرر دى چى بايد په نظر كى ونيول شي
  39. دښځوزیارتونوته تلل دشرعت له نظره
  40. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  41. دښځې او خاوند تر منځ څنګه زياته مينه پيداکېږي؟
  42. دکورونو په سر د( هذا من فضل ربي ) لیکل
  43. دی پښتنـورواج ده چـــی په جماعـــتونوکی مـــجلسونه کوی
  44. ذبح آداب اوطريقه اودعآء
  45. رمضان المبارک خصوصی نشریات
  46. روژه په کومو شيانو ماتيږي؟
  47. زامنوچې دپلار اواکا { تره } سره په ګډه کار کړی وي اوس په تقسیم کې برخه لري اوکنه ؟
  48. زكوات دادن براي مدارس دينى
  49. زما یوه دوسته ده چی ‍په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل
  50. زموږ دعاګانی ولی نه قبلیږی؟
  51. زه هم یو له هغه کسانو څخه یم چې د شرم له مخې مې دا ستونزه تر اوسه له کوم ډاکتر سره نده شریکه کړې
  52. زیارتودچراغولګولوحکم
  53. زیارتونه ، مندرونه
  54. ساحر او کاهن ته د علاح ، د ورک شي معلومولو … د پاره ور تلل حرام دي
  55. سجدهء سهو ، يعنی در صورتيکه در نماز سهو کنی
  56. سعودي حکومت:دپاکستاني ښځینه حاجیانو لپاره عبایي لازمي ده
  57. سفردر طياره بيدون محرم
  58. سهارله خوا د کوم ضرورت له امله ونه شی کولای چی غسل وکوی
  59. سوال : په ژبې سره نيت د مانځه دصحيح كيدلولپاره اړين دى اوكه يواځې په زړه كښې نيت كول بس دى ؟
  60. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده که مکروه؟
  61. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه ده؟
  62. سوال :- پخول د خوراک په ربیـع الاول کی او یا په مــــــحرم کی صحح ده کنه ؟
  63. سوال :- ډیرخلګ په میراث کی خوراولــــورته کـــومه حصــه نه ورکوی
  64. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب په نـیت اویا دمصیبتوددفع په خاطرختمونه کوی
  65. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې
  66. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوورتـــــه تعزیه کوی
  67. سوال :-ډیری ښځی اوځنی سړی خاوری خوری ایاد کار جائزده اوکه نه ؟
  68. سوال :-یوله رواجونودپښتنوڅخه دارواج هم ده پسونه دننواتې په نامــه ورولې
  69. سوال:-دعیدسعیدپه ورځوکی خلګ هګۍ جنګوی دی خلګودی عمل تــه شریعت په کوم نظرګوری ؟
  70. سود د افغانانو دروازه ورټکوي
  71. سړي وويل چې کله فلاني ځاى ته لاړم نوزمادرې طلاقونه ددې څه حکم دى ؟
  72. سړی تر څومره مودې پورې د ميرمنې نه جلا مسافرت کولای شي ؟
  73. شيخ القرآن مولانامحمدطاهررحمه الله څوک وو؟
  74. شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي (مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )
  75. طب جديد مسائل زياد فقهي پيدا ګرديده كه در اّن يك مسئله اهم در توالد ذريعه )تست تيوب ( است

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User