Da dawat da islami panre tolo karkawonko ta deer salamona wrandee kom.Mohtaramo wrono da khabara deera zarori da che har musalman bayad da islami dawat danda tar sara kree.
Zama pokhtana da da che zini musalamnan wrona shta che da dawat aw tableegh kar che tablighee jumaat ye tar sara kawee kha na ganree.Da khalak pa tablighee jumaat bandee
deer toorona lagawee
Aya dasee kawal gunah na da che da dawat aw tableegh kar che tablighee jumat ye kawee bad woganral shee.
Kidaye shee che pa tableeghee jumaat ke ba kom kaas la islami aosolo sargharawee wokree kho da de maqsad kho ba da na wee che sok da tol kar bad woganree.
heela da che zama pa likana bandee wopohigee zaka pa computer ke pakhtoo na laram.
ka mo rata pokhtana jawab kra no deer ba khwakh sham.
Jazakallah
da jawab muntazir yem
اسماعيل ملکزی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
جماعت دعوت او تبليغ د اهل سنت او جماعت څخه دي او د هغوی هلی ځلې د ساينې وړ دي په ټولنه يې ډير تأثيرات پريوتي دي  ډیرو بې لارې کسانو ته الله تعالی پخپل فضل سره د دوی د کوښښ په وسيله هدايت کړی دی الله تعالی دوی کامياب لري .
په مجموع کې جماعت تبليغ د دين د قيام د پاره ګټور دی خو په ځنو افرادو کې يې  څه وړې وړې خاليګاوې شته چې هغه ته په دې خاطر اشاره کوو چې دوی ورته متوجه شي ځکه دين نصيحت دی :
هغه داچې : په جماعت تبليغ کې ځنې داسې کسان وي چې علمي قوه يې ډيره ټيټه وي د احاديثو د صحت په نظر کې نه نيولو سره خلکو ته احاديث بيانوي مبلع بايد په علم حديث او نور ضروري شرعي علم باندې څه نا څه پوه وي ځکه دی خلکو ته دين رسوي 


بل داچې ځنې وروڼه يوازې فضائل بيانوي (امر بالمعروف ) حال دا چې اسلامې دعوت په قرآن او سنتو کې د (امر بالمعروف او نهې عن المنکر ) څخه عبارت دی .
قوله تعالی : [وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ] «توبه/71»
او همدارنگه فرمايي :[ وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ] «آل عمران/104»
دريم دا چې په جماعت تبليغ کې اکثراً په وعظ  کې شش لمبرې بيانيږي ، که کوم ورور د شش لمبرو نه خارج د بل مطلب په رابطه وعظ وکړي نو بيا هغه وروڼه چې علمي قوه يې ضعيفه وي پر هغه ملامتيا وايي چې داسې کول ښه نه دي ځکه چې دا د هغه څه الزام دی چې اسلامې شريعت په مشخص ډول د وعظ او تبليغ د پاره نه دی ټاکلي واعظ به حالاتو ته ګوري او وعظ نصحيت امر بالمعروف او نهی عن المنکر به کوي ځکه (مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ …. المسلم ۴۹ ) .
دا څه وړې خلاوي وې چې د نصيحت په ټوګه مو اشاره ورته وکړه .
نو تر هغه به څوک ښه خلک وي چې بستره په شا کړي له خپله کور ووځي په خپل مصرف سفر شروع کړي او د الله دين ته بلنه کوي .
کوم کسان چې خپله نه د دعوت او نه هم د جهاد د پاره کومه ځوانمردي لري خپل ژوند په خوند او مستۍ کې تيروي د عفلت او دين څخه د نا خبرې له وجې د اسلام دوښمنو د تبليغاتو تر سخت تأثير لاندې راغلي وي نو بيا د نورو مسلمانان په قربانيو ملنډې وهي ځکه د دوی په زړونو کې د نفاق مرض وي .
الله تعالی زمونږ مسلمانان وروڼه بيدار کړي .

آن لاين اسلامې لارښود


  1. انټرنیټ او ددعوت غلطه طریقه
  2. اهم ترينه مسئله د توحيد ده
  3. اوقبله کوم طرفته ده
  4. اى علماوؤ تاسو ته وايم
  5. ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي
  6. ايا په روژه کې د وېښتانو غوړول روا دي؟
  7. ايما ن مفصل + ايمان مجمل
  8. ايډز څه ډول ناروغي ده؟
  9. اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
  10. ای خورې. ته خو يې يوځل ولوله
  11. ای سيګرټي{} هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې
  12. ایا انسان خواره مو ليدلي
  13. ایا د موټر کلی مو موټر کی دننه قید شوی؟
  14. اې حسېنه نازمینه زار له تا : پشتو نعت
  15. اے وی جی اینٹی وائرس اپ ڈیٹ کمپیوٹر کے لئے خطرہ
  16. بد نظرئی او عشق مجازی: پشتو
  17. براہ راست مکہ Live Makkah
  18. بلوتوت څه شی دی
  19. بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي
  20. بیخوبي څنګه له منځه يوسو
  21. بې لاسو ښځه
  22. تخریبول دهارډیسک don't try it
  23. ترقۍ د پښتنو ته په ارمان يم
  24. تصوېرونه او انځورونه دلته وګورئ
  25. تعلم وعَلِّم طفلك كيفية قراءة سورة التكوير مع الشيخ محمد صديق المنشاوي والمصحف المعلم... فلاش تعليمي.
  26. تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی
  27. تقسیم میراث عجیبه طریقه : سافٹ وير
  28. تلاوت قرآن ډېر په دردمند او ژړغونی اوآذونو باندې