Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, December 30, 2010

زمونږ هدف اومقصد


دغه پاڼه د بې کسۍ او بې وسۍ سره سره چې ډیر کسان لا تر
اوسه ورباندې خبر هم نه دي د جذب او تيز فعاليت په درلودلو سره
د نړی د سلو ټاپو اسلامې سايټونو په ډله کې خپل ځای ونيو.

الله تعالی دې دغه ډیر معمولی اسلامې خدمت په خپل در کې

قبول کړي اوالله تعالی يې دی د مسلمانانو د پاره ګتور وګرځوي





زمونږ هدف اومقصد

بسم الله الرحمن الرحیم
حامدا ومصلیا وبعد


شاهانو ورکړه لال او جواهروی
دَ قلــم دَ خاوندانو دَ زړۀ وينــې

هډاوال ويب له طرفه

اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ
په دېن مئینومسلمانانو رونو دېنی اومذهبی خدمت
دېنی اومذهبی پښتنی اوسوالونه او دهغی دشریعت محمدی
موافق جوابونه ؛
دېنی اومذهبی لیکنی مسائل'درس قرآن او درس حدېث
 اودېنی اومذهبی علماء اومشائخو درسونه اولیکنی
خپلو ګرانو مسلمانانو ته نشرکول,
که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:
hadawal.web@gmail.com

 زمونږ بلا ویب پانړا


دکتلو نه روستو مونږ خامخا خبرکړې چه هډاوال ويب څومره فائد منداوګټور دی

زه به حال د زڑگی چا چا ته بیان کڑم
سوک پوهیگی زان ساده کڑی سوک ساده وی نه پوهیگی

وسلام
خالدمنصور هډاوال
دجواب منتظر یم


__________________________

ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي
ستاسی دراتلو نه هډاوال ويب  ته لمړی ډیره مننه کوم او دویم دا وایم چی خدای مو راوله او هرکله راشی

ستاسي راتګ هډاوال ويب ته داد هډاوال ويب یو ځانګړی افتخار دی
هډاوال ويب غواړي چي ستاسي اسلامي اندیښني تقویه کړي.
اوستاسومسائل ته د قرآن اوسنت په رڼا کښی جوابونه ورکړې
 او د سپیڅلي دین اسلام په چوکاټ کښي تاسي ته خوږي قصي ، د زده کړي وړ لیکنی اومضامین ، عام معلومات ، په زړه پوري ټوکي ټکالي او جالبه او ښائسته مطالب وړاندي کړي..
نو داسي نه چي یوازي همدا هډاوال ويب لیکونکي او کارکونکي دي

چي دا ټول شیان ستاسي په خدمت کښي وړاندي کوي، 
بلکي دا همدا ستاسي په شان ځوانان او زده کونکي دي چي دا مطالب تاسي ته وړاندي کوي 
نو تاسي هم همدا اوس یو ښکلی مطلب ولیکئ او خپل نورو دوستانو ته یي د  هډاوال ويب له لاري وړاندي کړئ..
البته ستاسي ښکلي نظریات او دوستانه پیشنهادات او اصلاحي انتقادات هم د قدرداني او ستایني وړ دي ځکه چي مشرانو ویلي دي « اصلاح په انتقاد کښي وي»
که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

  
hadawal.web@gmail.com
__________________________  

انتباه اوخبردارې 

د چاپ ټول حقوق محفوظ دي خالدمنصورهداوال سره

______________________________________________

په هډاوال وېب کښی دخپرو شوومطالبوهره لیکنه دلیکوال خپل نظر دې

د ادارې موافقت ورسره شرط نه دې: خالدمنصورهداوال
  

المقالات المنشورة في الشبكة تعبر عن رأي صاحبها فقط ولا تعبر بالضرورة عن رأي الإدارة  ______________________________________________________
 

هډاوال وېب دلازېاتې ښکلا په خاطرله عزتمندواودرنولوستونکو

څخه نیوکو،مشورو،او وړاندیزونوته سترګی په لار دی
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::

 
 

   ژوند لیک      
بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله والصلاة والسلام على سيدنا رسول الله وعلى آله وصحبه ومن سار على هديه إلى يوم الدين. وبعد
اسلام علیکم  ورحمۀ الله وبرکاته
اسم       :ابو هشام خالدمنصور هډاوال
ولدیت   : الحاج طورخان هډاوال
دا افغانستان د جلال آباد دهډې کلی{ نجم القری}
د تقدېر فیصله وه چی هجرت کور کښی پیدا او لوی
اولا تر ووسه پکښی شپی او ورځی تیرو وو
:دنیکمرغه سبا او د رڼامنتظرېو:
الحمد لله علی کل حال سوا الکفر وضلال
{تعلیمی ژوند}
تعلیم می د پاکستان په مختلف تعلیمی ا دارو کښی
حاصل کړی دی اومقصودې تعلیم زما دېنی اومذهبی
اودی سره سره می نور تعلیم هم څه کړې دی
اونورصراحت او تفصیل؛ الله رب العزت فرمائي.
{فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى}
إن الله سبحانه وتعالى نهى الإنسان عن تزكية نفسه أي الشهادة لنفسه بالخير، لأن الإنسان لا يعلم مصيره ولا يعلم ما قبل من أعماله، والمؤمن يقدم العمل الصالح وهو يخاف أن يرده الله عليه وأن لا يتقبله منه، كما قال الله تعالى: {وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آَتَوْا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَى رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ * أُولَئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ} [المؤمنون ]، فالذين يخافون أن لا يتقبل الله منهم هم أهل الإيمان ولذلك لا يزكون أنفسهم.
 
انما نقول نسأل الله ان يجعلنا من الذين يخشونه سرا وعلانيه
::::::::::::::::::::::::::::::::::::
:::::::::::::::::::::::::
:::::::::::::::
:::::::
:::
السلام علیکم

   اس سائیٹ کا مقصد انٹرنیٹ کے استعمال کرنے والوں کو صحیح اسلام (قرآن اورحدیث) کی معلومات پہنچائی جائیں۔ اس سائیٹ میں آپ کو ملیں گی اسلامی کتابیں ، مشہور اور مستند عالم دین کی آڈیو اور ویڈیو تقاریر ‘ حمد نعتیں اور ترانے ، سافٹ ویرز ، اسلامی مضامین َ تلاوت قرآن پاک ، احادیث کی کتابیں- اگر آپ ہمارے ساتھ کوئی اسلامی یا حالات حاضرہ پر مضمون شئیر کرنا چاہیں تو ہم سے ضرور رابطہ کریں


 :::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
__________________



الموقع لا يتبع حركة سياسية أو حزبية أو دولة بعينها بل هو موقع لجميع المسلمين في العالم بأسره.    

::::::::::::::::::::::::::::



اللهم لك الحمد كما ينبغي لجلال وجهك و عظيم سلطانك

اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى
..................................... 
په ډیر درناوي او احترام د هډاوال ويب مدیر
ابو هشام خالدمنصور هډاوال


______________________________
 
 

96 comments:

  1. Azizurrahman Zaki

    د هډ وال ويب پاڼې درنو چلوونکو! سلامونه او نېکې هېلې! د هډوال ويب پاڼې هدف مې ولېده پاک او مقدس هدف لري، ستاسې له هوډ څخه چې غواړئ د الله جل جلاله بنده ګانو ته د اسلام په اړه مالومات او هغه انديښنې چې له دوی سره دي حل کړئ، ډېر د ستايلو وړ دی.

    اوس د همدې ضرورت دی چې مسلمانان په خپل دين په بشپړه توګه علم تر لاسه کړي تر څو يې اسلام زړه ته پرېوځې. د اسلام دين د زده کړې لپاره يوه هم هډ وال ويبپاڼه ده چې ګټور مالومات وړاندې کوي. الله جل جلاله مو په هوډ کې بريالي لره

    امين

    ReplyDelete
  2. Helmand Matoonwall10/11/2011 10:44:00 PM

    Helmand Matoonwall

    منصور صاحب په دې وخت کې خلک په څه کار باندې مصرو ف دي ټول د اسلام لپاره کارونه پريښې دي او ما چې کله تاسو دا اقدام وليدلو په خداى دا طمه مې پيدا شوه ،چې که ډير خلک په پيسو پسې ځي ددې لپاره کار کوي خوبيا هم داسې کسان شته ،چې فقط د خداى رضا لپاره کار کوي خداى مو د تل لپار ه کامياب ولري دمعلوماتو نه موډيره مننه زه به دامعلومات خپلو ډيرو ملګرو ته وليږم مننه

    ReplyDelete
  3. Abu Huzifa Sabawoon11/29/2011 09:52:00 PM

    جناب منصور صیب او د هډوال ویب خوږو کتونکو او لوستونکو سلامونه او پېرزونې مې اومنۍ ! ورونو ستاسو لاره د قدر وړ او ستاسو خدمات په روانو نړېوالو بدمرغه او اسلام دښمنه شرایطو کې یوه ستره بریا ده او داسلامي دعوت په دایره کې یی غوره وسعت ګڼو او د یو بېساري فرصت په توګه یې ټولو درنو وطنوالو او په مجموع کې ټولو مسلمانانو ته توصیه کوم ، په دې ورېښمینه او رڼه لاره درسره ملګري یوو ، له ستر خدایه جل جلاله څخه درته اجرونه او نه ستړې کېدونکې حوصله غواړم .

    ReplyDelete
  4. Siddique Khan

    اسلام عليكم ورورجانه سنكه يي فه ريختيا سره هم مونكه دي ستاسو نه منندوي يو الله فاك اجونه دركي او دي الله نه نيك او دراز عمر غوارم الله دي ده زره هر شرعي مراد حاصيل كره وسلام

    ReplyDelete
  5. ښایسته کوچۍ

    مننه الله د هر کله کامیاب او خوشحاله لره زه خو ټول دوستان او خپلوانی او حتی ملګری پنځه وخته لمنځونو کی یاد ساتم

    ReplyDelete
  6. Hazrat Bahar

    محترم هډوال صيب اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
    په دې هيله چې جوړ وې. ګرانه يوه پوښتنه لرم چې که په اړه يې معلومات راکړې. دغه لاندې اصطلاحات که د اسلامي ليد لوري راته تعريف کړې. ډيره مننه

    ۱: دين
    ۲: مذهب
    ۳: کلتور
    او ۴: دولت

    ځواب ته دې منتظر يم
    جزاکم الله خيراً

    د الله په امان
    حضرت بهار

    ReplyDelete
  7. Ahmdullah Wardak

    یوه نړی مننه ګرانه خالد منصور صاحب

    ReplyDelete
  8. Paiman Rahimi

    Manana grana wrora ta si khu dumara loy khedmat kawi che zama sara da wayalu sa nashta za da tolu kandahari Olas au da tolu Afghananu pa namiandagi manana kawam, pa computer ki me Pashto nawa che pa khuza pashto me der skha manana kary wy

    ReplyDelete
  9. Ehsanullah Jalalzai

    yara hadwal seb khodai kho de janatona pa naseeb ka chi de hadwal blog de open karai der haraworaz der deni malomat tre hasel kawam aw inshallah pa da wrazo ke koshesh kawam chi hefz ham pail karam

    ReplyDelete
  10. Ehsanullah Jalalzai12/04/2011 07:10:00 AM

    Ehsanullah Jalalzai

    Ashna khalag kho pa topak jehad kawe aw ba ze aw qat pa jehad ke mazloom kasan wajni magar ta se hagha jehad ma khe ta worai chi tanha de insan nafs aw shaitani khoheshat la baina worai de zabe jahad ter topak jehad der kha de aw da kar de dero kamo kasano la wasa kegi stase da hasa aw zahmat chi pa de paka lar ke mo basalai de staiane war da har sok chi stase matalib loali no ham hoghomra aje aw sawab chi lowastonkay gati tase ham hamoghomra sawab ter n gati taso sara de dero dowa gani de aw za la ta na dowa ghowaram za pa malaysia ke de computer science student yam kamo har kar aw khidmat de web ya computer pa sanga ke we no pa ma amar aw ehsan woka chi lataso sara pa sawab ke sharik sham inshallah za yow so ashar aw pa zara pori matalib laram la taso sara ba ye zaror sharikawam de allah paman

    ReplyDelete
  11. Idris Ahmad

    Salam, I want to say a big thanks to you for posting all Islamic topic. I have learnt a lot of things from you. May Allah bless you. And also I shared most of them, lots of my friend here in uk has read them. So many many thanks. Keep it up brother. Your Facebook friend Idris

    ReplyDelete
  12. ګرانه وروه داسې جمله نشم پیدا کولي چي تا سونه منڼه وکړم الله ښه پوهیګي تاسو له برکت زما ژوند رڼا شوي الله دي په دنیا او اخرت کښي سرلوړي او بریالي لري
    تاسو خپلو وطنوالو ته ستر خدمتونه کړي او جاري هډوال یو داسې چراغ دي چي دنیا او اخرت ښائسته کوي
    انشا اله مزاحمت نه کوم
    په درناوي

    ReplyDelete
  13. حيات هجران شيرزاد12/12/2011 09:19:00 PM

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

    منصور صاحب الله ج دی وکړی چې روغ به وی انشا الله . الله ج دی تاته ستا د دی هلو ځلو او د دين لپاره د خپل طلای وخت مصرفولو اجرونه درکړی چي د انټرنیټ له لاری یی خپلو مسلمانانو ورونو ته کوی. امين

    زه ستاسی پاڼی ته ځم نو الله ج شاهد دی ښه په زړه پوری مطالب په کې تاسي ځای پر ځای کړی نو يو شی چي فکر کوم ډیرو ملګرو به پری فکر کړی وی هغه هم د پاڼی د ننوتلو په وخت کې د قران کريم د سورتونو يو جدول راځی چې د نړۍ ښه قاريان پکې تلاوت کوی نو ډیر ښه خوند کوی. زما په اند او فکر کيداشی زما فکر غلط وی ستاسی سم وی که دا تلاوت لږ څه کم شی مطلب اندازه یی کمه شی مثلا ۵ يا ۱۰ يا ۲۰ اياته شی نو ښه به په دی وی چې سړی هغه مطالبو ته ښه رسيدګی ولری چې وه یی لولی او د بلی خوا ځينی ورونه به وی زما په فکر چې بيخی غوږ به ورته نه نيسی چې بيا د ثواب نه یی عذاب ډیر دی ځکه قران کريم کې ايات دی چې الله ج وایی چې تاسي کې څوک د قران کريم تلاوت اوری نو غوږ دی ورته ونيسی او چپ دی شی نو الله ج به په تاسی رحم وکړی.
    زما خو بيخی زړه نه منی چې هغه تلاوت غلی کړم يا یی بند کړم او بل مطلب دی ولولم الله ج دی یی په ريا کې نه راولی. نو که دغی نقطی ته مو لږ پام وکړی زما په اند دا به لږ څه ښه وی.
    په اسلامی مينه
    حيات هجران شيرزاد

    ReplyDelete
  14. نادر محمودی دملی راډیو تلویزیون خبریال12/16/2011 09:43:00 PM

    هډه وال صیب تاسونه مننه کوم الله دې ستاسو کارونه او ددین لپاره هڅې عبادت کی حساب کړی

    هډه وال صیب زما په اند : ستاسو ویب ددین رسونې په برخه کی لوی رسالت اداکړی الله دی تانه راضی شی مننه ، نادر محمودی دملی راډیو تلویزیون خبریال .

    ReplyDelete
  15. سلام ګرانه زیاته مننه درنه کړم چه دومره لوی خدمت ته مو ملا تړلی ده­ ­

    ReplyDelete
  16. Nadermahmoodi Mahmoodi12/31/2011 09:41:00 PM

    هډه وال ویب ټولو کاروکونکو ته سلامونه اودلوی الله نه ورته لویې بریاوی غواړم

    ګرانو !تاسو ته دې الله تعالی ډیر اجرونه درکړی چې اسلامی لارښوونو بهیر مو ترټولې نړی کی خپریږی

    ReplyDelete
  17. کريم شينوارى او مصطفى شيرزاد1/26/2012 05:19:00 AM

    اسلام عليکم ورحت الله وبرکاته محترم د هډه وال ويب پاڼې خالد منصور صيب ته نيکې هيلې او پيرزونې وړاندې کوم. پاک څښتن دستاسې په عمر برکت کيږدي چې دومره لوى خدمت خپلو پښتنو ورنو لپاره کوى او د اسلام مقدس دين ډير ضروري او ارزښتناک مسايل د ټولو مسلمانانو سره شريکوى الله ج نور توفيق هم درکړي. زما يوه پښتنه ده که چرته وخت لري او راته يي ځواب ووايي نو ډير زيات به خوښ شم. پښتنه داده چې تقريبا زه له ډيره وخت په خوب کې باران وينم چې وريږي او يا هم ګورم چې باران وريدلى او ځمکه لمده وي مثلا داسي احساس کوم لګه چې څوک له کوره بهر ووځي او باران شوي وي او ځمکه لمده وي د دغي خوب تعبير که راته وښايي ډيره زياته مهرباني به مو وي تقريبا د يوې مياشتې څخه دغه خوب ګورم او بل زما يو ملګرى دي هغه هم له ما څخه تقاضا وکړه چې پښتنه يي تاسي ته در واستوم هغه داچې هغه هم خوب ليدلي او ويل يي چې په خوب کې خپي لوڅى ګرځيدم يعني په خپو مې چپړي يا بوټان نه و او خپي مي لوڅي وي نو که ددي بښتنو ځواب مو راکړ ډير به خوښ شم که بيرته مو فيسبوک باندي ځواب راکړ نو ډير به خه وي او يا هم پدي ايمل باندي ستاسي د ځواب پته تمه alikhan51@yahoo.co.uk .
    والسلام
    کريم شينوارى او مصطفى شيرزاد له ليستر ښار انګلنډ څخه

    ReplyDelete
  18. عزیزالله له سعودي عرب ن1/26/2012 09:26:00 AM

    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    دهډوال ویب ټولو کارکونکوته سلام وایم
    زه یوه پوښتننه لرم چې نن زمونږ یو ملګري یوه پوښتنه وکړه چې هغه په دې ډول ده چې په یو وخت کې چې ټلیفوني اسانتیاوې نه وې نو یو نفر سعودي نه خپلې ښځې ته په درې طلاقو سره طلاق ورکړ او کاڼي یی دبل ملګري په لاس ښځې ته ورولیږل خو چې کله هغه کاڼي هغې ښځې ته ورسیدل نو هغه ښځې قبول نه کړل او بیرته یی واپس کړل او خاوند ته یی احوال ورکړ چې ته دروغ وایی نو چې کله ددې ښځې خاوند بیرته کورته ورغی نو له طلاق نه یی انکار وکړ اوس له همغې ښځې سره ده نو ایا دې دې سړي او ښځې تر مینځ طلاق واقع شوی او که نه عزیزالله له سعودي عرب نه والسلام له ټولو کارکونکو نه بیا هم مننه کوه

    ReplyDelete
  19. Abdul Moqim Afghan1/26/2012 09:53:00 AM

    دهډوال وېب پاڼې درنو مسولينو ته!
    السلام علیکم
    ستاسو ددې لوي خدمت لپاره دمننې الفاظ نلرم، رښتیا چې یونه هیریدونکی خدمت مو کړی او هډوال یوزاینۍ پاڼه ده چې په پوره ډول اسلامي معلومات پکې دي. یو وړانديز لرم که امکان لري چې پاملرنه ورته کړی:
    داچې هډوال پاڼه دمعلوماتو ذخیره ده خو لږ شیندلې غوندي ده ویونکی ته جذابه او زړه راکښونکي نه ښکاري ،که مطالب يې لږ سره مرتب شي او ډیزان يې برابر جوړ شي فکر کوم دلیدونکو شمیر به يې څو چنده شی .
    داچې هډوال یو اسلامي او ټولنیزه پاڼه ده او خوزا ډير لیدونکي لري نو که لږ جامع او تر دې هم ښایسته نوم ورته وټاکل شي دا به ښه وي. مننه

    ReplyDelete
  20. عزیزالله له سعودي عرب نه1/27/2012 10:29:00 AM

    دهډوال ویب مدیر خالدمنصور وروره سلام درته وایو او الله دې تاسو ته هم ډیر زیات اجرونه درکړي چې ډیرې په زړه پورې لیکنې کوئ او مونږ هم ستاسو لیکنې او سوالونه جوابونه ډیر په شوق سره ګورو الله مو خوشحاله ژوندي او دژوند په چارو کې بریالي لره او مونږ په تاسو ویاړو مننه

    ReplyDelete
  21. کريم شينوارى له ليستر ښار انګلنډ1/27/2012 09:24:00 PM

    يوه نړۍ مننه هډاوال صيب خداي مو په عمر کي برکت واچوه چې دومره تکليف اوباسى او د خپلو مسلمانانو ورونو لپاره په زړه پورى ديني معلومات او مسايل خپروي خداي مو تل کامياب سر لوړي او خوشحاله لره

    ReplyDelete
  22. Baitullah Hamidi:1/30/2012 05:18:00 AM

    دیره مننه محترمه
    واقعا چی د مسلمانانو دیر خدمتگار یاست الله دی اجرونه درکری
    ستاسی د پانی مطالب واقعا چی د لوستلو او گتور دی کامیاب اوسی

    ReplyDelete
  23. Sultan Mangal:1/30/2012 05:19:00 AM

    Sultan Mangal: الله دخوشخال لره !
    زه تاسو سايټ ګورم ،ښه اوعلمی ليکنی لری .
    که دشيح عبداسلام ويډيو کيسټونه په پښتو زياد کړی ،مهربانی به مو وی

    ReplyDelete
  24. مننه منصور صیب الله موراته ژوندي لره ګرانه ستاسو دلابریا په هیله داچه هډوال ويپ یو ډیر شه معلوماتی اسلامي اونورو ورته مضامینو لاره ده همیشه درته له څښتن تعلی نه کامیابی غواړم مننه کوم

    ReplyDelete
  25. sallmona grana dosta
    zama computer di pashto fonte na qablawi
    sanga kawalai sham chi pashto zhaba instal kam toli tariki mi yad di kho zai po zai walar wi download kar na kawi
    manana ka komak mi waki dira ba sha wi abdullah di italy sakha

    ReplyDelete
  26. محمود مهربان د هندوستان د هریانا ایالت څخ2/07/2012 09:45:00 AM

    اسلام علیکم ورحمت الله وربرکاته
    زه محمود مهربان د هندوستان د هریانا ایالت څخه دا کامینټ درلیږم
    دا زما لومړی ځل دی چی دا سایټ ګورم او ډیر خوشحاله شوم چی هغه پوښتنی چی می د کلونو کلونو راهیسی په دماغ کی وی اوس په خپله ژبه وکتلی او د دی سایټ د چلونکو څخه زیاته مننه کوم خدای مو همیشه همداسی د مسلمانانو د خدمت مصدر وګرځوه والسلام

    ReplyDelete
  27. Sheraqa Bayanzay2/11/2012 10:00:00 PM

    هو نظر لرم ، خو د نظر نه مخکی به یوه کوجنی فکاهی د خپلی خبری د قوت د پاره درته ولیکم : وایی یو سړی د چا میلمه شو نو دی سړی دیر شکلی کور حوړ کړی وو دیر زیات مصرف یی ورباندی کړی وو دیر قیمتی شیان او شایسته نقشه یی ورته جوړه کړی وه ، نو دا سړی چه کورته ننوت د کور والا په دیر غروړ په ټول کور وګرحاوه او دا تو قع یی درلوده چه دده د کور صفت به وکړی شه دودی یی هم ورته تیاره کړی وه چه دا شکلی دودی به هم ورباندی تاثیر واجوی ، نو چه کله د میلمه میلمستیا پوره شوه او رخصتیده ، د کور والا تر ی پوشتنه وکړه چه زما کور دی خوش شو که څنګه ، نو میلمه لږ چب پاتی شو چه به دی کار کوربه یا د کور خاوند نور هم په شک کی شو چه ولی دی چپ پاتی شو خو خیر له څه وخت وروسته یی ورته وویل چه وروره خفه کیږه مه ستا کور می خوښ نه شو ، نو د کور خاوند هک پک پاتی شو او یقین وکړو چه زما کور به ضرور څه لویه خرابی لری څکه زما ملکری ته خو زه دیر ګران یم او بیا می د دودی تاوان هم ورته کړی وو او سره ددی هم دی وایی چه دا شه کور نه دی نو خامخا کومه لویه خبره شته دی ، نو دیر وارخطا یی تری پوشتنه وکړه چه ښه وایه څه خرابی لری چه زه یی سمه کړم ، میلمه ورته وویل چه هغه درته ووایم ته به دیر خفه شی او هغه ته نشی چوړولی هغه تاته دیر قیمته پریوڅی ، نو کوربه نور هم وارخطا شو او برله پسی منتونه یی ورته کول چه د خدای له پاره زاره دی را وجوله څه چه وی هغه راته ووایه زه یی خامخا جوړوم . نو میلمه ورته ویل چه ته به رشتیا هغه مشکل رفع کړی کوم چه زما له مخی هغه مشکل دی ، کوربه ورته وویل چه بالکل ( سل په سلو کی ) .
    نو میلمه ورته وویل چه ستا د کور لوی مشګل دادی چه زما نه دی نو ماته به همدی شه نه شکاری ما چه لیده قار راتلږ چه کشکی زما وی نو په همدی راته شه نه شکاریده . نو اوس وایه چه ته دا قیمت ګاللی شی که غواړی چه کور دی زما له سترکو شایسته شی ماته یی راکړی

    نو دافصه می د همدی د پاره درته وکړه چه ددی به شان سایت یا نشته او یا دا چه دا د هغه شکلو پیجونو یا سیتونو له جملی څخه یو شکلی سایت دی مګر زما خوش به دی نه دی چه زما دومره خوشیږی چه وایم زما د ی وی صرف یوه توقه می درته جوړه کړه .
    دا دیر شکلی دی ، یوه نیګرتیا لری او هغه دا چه د سیاست برخه یی لږه کمزوری شکاری یا بیخی صفرده زه نه بوهیږم چه ستاسی پالیس داده چه دلته هم باید سکولریزم وی ، که وایی چه عمر مو زیات وی خیر دی که د غلامی شپی هم تیری کړو او که د سیاسی اشخاصو یا موادو کموالی دی . که داسی وی نو زه هم حاضر یم چه به دی هکله شه نظریات درسره شریک کړم چه دا ستونزه هواره شی .زما په عقیده اسلام اصطلاحی دیری معنی کانی لری د اسلام یوه معنی هم مثبت سیاست دی او که ددی خبری نه انکار کوو نو سکولریزم باید په رسمنت وپیژنو او د جهاد د تولو ایتونو ځخه باید صرفنظر وشی او دا سلام او نورو دینونو کی به دیر فاحش فرق نه وی ،

    ReplyDelete
  28. ستاسو ورور« نعیمي» فرانکفورت جرمني2/12/2012 03:54:00 AM

    د قدر وړ د هډاوال ویب مسولینو ته اسلام علیکم ورحمته وبرکاته

    ستاسو د نه ستړیکیدونکو اسلامي ،علمي ،اخلاقي، انساني خدمتونو په اړه چي څومره ولیکو بیا هم کمه ده
    ځکه چي تاسو دومره ستر او با ارزښته معلومات خپلو هیواد والوته وړاندي کړي چي د هر یو تفصیل او ښه اثرات په ټولنه کي په لیکلو نه خلا سیګي ۰
    الله پاک دي تاسو په دنیا او اخرت کي خوشحاله او سرلوړي لري انشا اله
    ستاسو دلا ښه خدمتونو اوصحتمندي په هیله
    نیکمرغه او تل اوسي خپلواکي ۰
    په درنښت
    ستاسو ورور« نعیمي»
    فرانکفورت جرمني

    ReplyDelete
  29. عتیق الله یاسر2/16/2012 08:52:00 AM

    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاه .
    خدای دی وکړی چی روغ جوړ او دژوند په ټولو اموراتو کی بریالی اوسی
    زه یوه پښتنه لرم که ځواب یی راته په شرعی دلایلو سره را واستوی دخدای تعالی له در بار څخه تاسی ته دجنت فردوس غوشتنه کوم
    سول دادی :حضرت نبی کریم صلی الله علیه وسلم له حضرت عایشی رضی الله عنها سره په څوکلنی کی واده وکړ اوحضرت عایشه رضی الله عنها څوکلنه وه.
    ایا دا صحیح ده چی حضرت عایشه ۹ کلنه وه
    او ولی
    او اوس ولی ۱۸کلن نه کوچنی ته اجازه دازدواج نشته؟
    ایا شرعیت کو م خاص عمر د انجلی دنکاح لپاره ټاکلی ده
    مننه
    په درنښت ستاسی دعقیدی ورور
    عتیق الله یاسر

    ReplyDelete
  30. محمد نصیر خوشحال2/16/2012 10:00:00 AM

    السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

    ګرانو ورونو زه یوه پوښتنه لرم چی شاید ډیر افغانان ورونه له دی مشکل سره مخ وی هیله ده چی ستاسو لخوا زر تر زره ځواب شی. هغه مشکل په لاندی الفاظو بیانوم:

    زمونږ په کور کی یو مریض دی چی ټول ورته ډیر په تشویش کی یو له ټولو امکاناتو نه مو استفاده کړی یعنی نه مو ډاکتری پریښودله او نه مو ملایی، زیارتونه او تعویذونه مو هم ندی پريښي مګر څه خاصه نتیجه مو پلاس نده راغلی.

    زمونږ والده دا شپږ کاله شول چی یوه روحی مریضی څخه رنج وړی ځان په عادی شیانو ډیر زیات ځوروی حتی تردی چی یو رقم حمله پری راځی ته به وایی چی دچا خبره مرګی(پیریان) پری راغلی. شاید ډیر زیات به ځان ځوروی او تشویش به کوی، شاید همیشه یو رقم د ډار احساس به کوی، لکه څرنګه چی په افغانستان کی هره ورځ چاودنی دی شاید د خپلو اولادونو لخوا به تشویش لری او یا کوم بل علت خو پخپله هم نشی کولای خپل حالت بیان کړی نو له تاسو ورونو څخه مو هیله داده چی د قرآنکریم هغه مبارک آیات چی د وسواس او تشویش لپاره وی را وښایاست او که کومه بله ډاکتری طریقه راته ښيي چی پری عمل وکړو ډیر زیات به مو احسان مند اوسو او له دعاګانو نه به مو هیر نکړو .

    په ډیر درنښت

    ستاسو ورور محمد نصیر خوشحال له کابل څخه

    ReplyDelete
  31. Mohammad Nafi Rokyal2/18/2012 06:24:00 AM

    : دهډاوال ویب سایټ د مسؤلینو او چلونکو څخه نهایت ډیره مننه چی تل یی له دینی معلوماتو څخه برخمن کړی یو. خدای ج دی موږ ټولو ته دعمل توفیق راکی او دهډاوال مسؤلینو ته دی الله ج دنیوي او اخروي اجرونه نصیب کی.

    ReplyDelete
  32. دهډاوال ویب سایټ د مسؤلینو او چلونکو څخه نهایت ډیره مننه چی تل یی له دینی معلوماتو څخه برخمن کړی یو.
    محترم هده وال صاحب که له یوه کس نه ډیری روژی خوړل شوی وی او تعداد یی ورته معلو نه وی هغه به سنکه قضا راوړی.

    ReplyDelete
  33. السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

    ReplyDelete
  34. Mohammad Asif Arifzai3/11/2012 08:43:00 AM

    هډه وال صاحب الله دی تاسی ته له حده زیات اجرونه او عوضونه درکړی واقعا چه ډیر زحمت اوباسی ستاسی له هر اړخیزه معلوماتو نه که څوک اوغواړی ځان مستفید کړی نو واقعا چه په انسان کی بلون راوستلای شی زه ستاسی له معلوماتو نه ډیر مستفید شوی یم ستاسی د لا زیاتو کوششونو په هیله
    مننه کووم

    ReplyDelete
  35. روسیی څخه سثاسو یو مهاجر ورور محمدشریف3/14/2012 10:35:00 AM

    اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته:
    محترما تر کومه چی زه پوهیږم نو ددې انټرنېټی پاڼونه زمونږ هغه ورونه یو څه زیاتره اسثفاده کوی کوم چی د وطن نه لری په اروپا او امریکا کی اوسی!
    ځکه چی په دی ملکونو کی خو یو انټرنیټی سهولتونه ډیردی او بل ډیر بی ځوابه دینی پوښتنی !
    نو ستاسو حظور څخه هیله ده کی مونږ ته یو مفصل معلومات په لیکه کی چی په دی ملکونو کی مونږکوم خوراکونه کولی شو البته د غوښو نه په دی حال کی چی مونږ د هغی د حصول د طریقی نه هیڅ خبر نه یو او یا هم دا چی په دی ملکونوکی چی دکبیره ګناهونو زمینه ډیره مساعده ده لکه زنا او شراب او داسې نور و ازمونږ نفسونه کمزوری څنګه کولی شو ځان تری وساتو اوپه هغه موقع چی د کبیره ګناه ویره وی مونږ هغه په یو بلی ګناه دفع کړو نو دا څنګه ده؟
    او څومره چی زما نیمګړی مالومات دی په دارالکفر کی حتی د کبیره ګناه کونکی ته بعضی تخفیفونه شته دا رښتیا ده او که نه


    د روسیی څخه سثاسو یو مهاجر ورور محمدشریف

    ReplyDelete
  36. حفيظ الله خوګياڼی3/16/2012 11:29:00 AM

    السلام عليکم خالد منصور صيب او د هډوال ويب دارلافتاء مفتي صيب ته! زما پوښتنه داده چې د سړي (نارينه) لپاره د سپينو او سرو زرو استعمال راته تشريح کړﺉ څه حکم لري روا دي که ناروا؟. مننه

    ReplyDelete
  37. Abdul Karim

    slam alikom nami khda dir kha allha da ajr darki dir pa zara pori malomat warkwi dir khosh hal shom cha da hadawal wib sara ashna shom da allha na darta la dir kamyabi ghwaram

    ReplyDelete
  38. Omar Bowra Zamani3/27/2012 11:01:00 AM

    Omar Bowra Zamani

    salam dera kha webpana de zaka chi ew kho lah noro pano dera makhtalifa dah aw taso islam ta wakf kre dah chi der kha fekar aw kar de

    bal dah chi pokhto ke dah

    aw dah ham pokhto zabe tah kha khedmat de

    pah islam ke ham kah wogro awal de gandi hak wee aw hamdase awal de khplo zabo wanko hak de chi khadmat wota washe allah de taso tah ajar der kre

    aw mong dersara ew

    ReplyDelete
  39. هډوال وېب له طرفه

    اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ

    ېوه خبر تیا

    سباله دجمعه مبارکی په ورځ په وحدت اخبار کښی
    دهډاوال وېب د مدېر{خالدمنصورهډاوال} لیکنه او مضمون چه عنوان ئی دی
    {د ژوند ېوه بهترېنه لمحه}
    نشر کیږی نو کتل ئی مه هیرا وې

    نو دا تاسو هم نشر کړې الله به اجر در کړې

    هډوال وېب له طرفه

    ReplyDelete
  40. ګرانو او محترمو مولوی صاحب او د هډوال ویب پاڼی کار کونکو ته اسلام علیکم ورحمتالله وبرکاته بعد سلام ستاسو ډیره مننه دالله نه درته ددی خه کار اجر غواړو دیر خکلی ډیر فه زړه پوری مالومات د الله نه درته همیشه کامیابی غواړم الله مو کامیاب که په خپل مقصد کی ** یوه پشتنه مونګه ملګری د سحر ناشته کوله یو بحص راغی چی ویل یی پښتو به د دوذخ ژبه وی دا راشتا ده که خلک دپښتو توهین کوی په دی باره به ماته پوره ما لو مات را کړی دا به ستا سو ډیره محربانی وی مننه زما نوم عبالکریم ده ده اوس مسافریم په کویت کی صباته به هر ملګری سه نه سه مالو مات را غونډ کړی وی خو ما ورته ویل چی هډوال ویب وی نو بیا سه غم

    ReplyDelete
  41. Shams Alukuzai4/11/2012 06:40:00 AM

    هډه وال صاحب الله ج د نور هم توفیق درکړی دا اسلامی مبارزه البته د هر چا له وسه نه ده پوره.زه ګږرم تاسو ځینی وخت ډیر مایوسه کیږی، حال دا چی ستاسو مینه وال دومره زیات دی.ته باید د دوی لیوالتیا په نظر کی ونیسی او خپله مبارزی ته دوام ورکړی. خو زه به دومره درته ووایم چی زما ډیر غټ مشکل مو راته حل کړی ځکه چی زه ستاسو له لیکنو ډیره استفاده کوم هغه ځکه چی زما رادیو مکمله یوه اسلامی رادیو ده .نور د وخت نه نیسم موفق او د ژوند په ټولو چارو کی بریالی اوسی.

    ReplyDelete
  42. Amanullah Waziri4/11/2012 10:07:00 AM

    هداوال صیب الله پاک دی درته دیر زیات عمر درکری او الله پاک دی درته نوره طرقی هم درکری دیرزیات خدمت دی کری دی داسی اشخاص دګوتو په شماردی چه خبلی ژبی ته او خاص کر اسلام لپاره داسی خدمت وکری

    ReplyDelete
  43. Mohammad Hassan Muhsen4/13/2012 12:02:00 PM

    ته باور په الله وکړه منصور صیب چی هره یوه لیکنه مو ډیره په زړه پوری وی

    ReplyDelete
  44. سلامونه اونیکی هیلی دهډیوال ویب پاڼی ټولوکارکوونکو ته
    محترما : دواده می تقریبا ۹میاشتی کیږی خو دواده څخه ۴میاشتی ورسته ددولت لخواء په یوبرس کی ترکیه هیواد ته راغلم اوس دلته لوړی زدکړی کوم کله چی راتلم دکورنی اومیرمنی څخه می په صحیح ډول اجازه واخیست او داوکی خبریی راسره په خپله خوښه وکړه اوس چی دلته راغلی یم بعضی اشخاص راته وایی چی دنوی واده والا کسان چی مسافری یی تر۳میاشتو اضافه شی دوهمی ځل نکاح پری اوړی ایا دا واقعیت لری که نه ؟ که په تفصیل سره یی ځواب راکړی اوبل زما اوسیدل دلته د۵کلونو لپاره دی او په کال کی ۳میاشتولپاره کورته ځم ایا دلړۍ خو به دمیرمنی پرحق تیری نه وی ؟

    ReplyDelete
    Replies
    1. هډوال وېب له طرفه

      اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ

      مهرباني وکړﺉ خپل ځواب دلته وګورﺉ

      http://hadawal.blogspot.com/2012/05/blog-post_3876.html

      Delete
    2. اسلام علیکم و ر حمت الله و برکاته! واقعا" ډیر خوښ یم چی ستا سو دا سوچه اسلامی پاڼه ګورم. الله ج دی تاسې دا لوی خدمت په خپل دربار کی قبول او منظور کړی. آمین. زما یو څو پوښتنی دی که مهربانی وکړی راته یی ځواب کړی الله ج به جزای خیر درکړی. اـ په مسجد شریف کی د قرآن پاک تدریس د پیسو په مقابل کی داسلام له نظره څه حکم لری؟ خو استاد هم دا پیسی د خپل کور د کرایی لپاره و ټاکلی او وایی چی هر زده کوونکی به سل افغانۍ په میاشت کی ورکوی.پاتی دی نه وی چی د استاد اقتصادی وضعیت هم ډیر ښه نه ده بلکی ګوزاره یی کیږی.۲ـ بل مونږ شاګردانو ته به څنګه وی چی دا پیسی ورکړو، په داسی حال کی چی د ځینو وس نه کیږی؟ که ځواب راکړی ډیره مهربانی به مو وی. الله ج مو په خپلو اسلامی فعالیتونو کی نور هم بریالی لره . امین. م ع غ له کابله

      Delete
  45. السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:گران اومحترم مولای صاحب زه یوه پو ښتنه لرم هغه دا چی: زمونږ په دفتر کی یو هندو دی لکه څنگ چی تاسی یوهیږی هندوان دی بت عبادت کوی او دوی په دی خپل عبادت کی اورلگیت(ګوګړ) یاشمع سوځوی بیا ددغه ګوکړو یا شمعی کثافت راجمع کوی اوبیا په دریا یا پاکو او روانو ابو کی اچوی آیا دی یو مسلمان لپاره هغه مسلمان چی په دفتر کی یوځای ددی هندو سره کارکوی داسلام له نظره جایز یا روا دی چی دی دهغه هندو هغه دعبادت کثافات یوسی او په دریا یا روانو اوبو کی واچوی؟. محترم که چیری ددی پوښتنی ځواب دقران یا احادیثو په رڼا کی راکړی مهربانی به مو وی. مننه

    ReplyDelete
  46. حاجی محمدصادق (هډه وال6/05/2012 11:16:00 AM

    محترم خالد صاحب ‌ډيرخوشحاله شوم چه ستاسی دغه نيک اومبارک کار موولید ما مخکی هم ستاسی ویبسائټ ولید اوستاسی کارنامی واقعا دستائلو وړوي خومتئسفانه چه اصل سوانح مونویلیدلی خوالله (ج) شاهد دي چه کله می ستاسی سوانح اوکارنمی ولیدی نوډيرزیات خوشحاله شوم زه دخپل ځان لخوا اودخپلی کورنی لخوا تاسی اوستاسی کورنی ته اوخاص ستاسی والد صاحب ته دزړه له کومی مبارکی وایم والسلام علیکم ورحمة الله
    ستاسی ورورحاجی محمدصادق (هډه وال)
    ۲۰۱۲/۶/۵

    ReplyDelete
  47. نعمت الله شینواری د کابل څخه6/05/2012 11:20:00 PM

    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    محترم هډه وال صاحب تاسو اوستاسو معززې کورنۍ ته د زړه له کومې نیکې هیلې او سلامنه وړاندې کوم. الله تعالی دې تاسو ته ددغې زحمت اجر په هغې دنیا کې درکړي او په آینده کې درته د لابریالیتوب هیله مند یم، واقعا چې ستاسو ټول نشرات پر اسلامي واقعیتونو ولاړ او بالخصوص د نن سبا ناپوهه خلکو ته ډیر مفید بولم
    پوښته مې داده، چې آیا د یوې جنۍ د کړلو لپاره یو کس کولی شی، چې د هغې مخ وګوري او معلومه یې کړي چې دا جنی زما قابله ده او که نه، حسن او جمال لري او که نه؟

    ReplyDelete
  48. khuda de tasoo ta ajroona darkry
    bal za deer mazarat ghwaram zaka chi na khuzampukhto domra kha da ao na za pukhtu typing kawaly sham.elat ye dadi che ma pa afghanistan ke deer kom wakht teer kary.bas domra wel ghwaram che hasook da coment lwaly mata de hum da har monz ao ebadat na pas dua hatman wokry manana

    ReplyDelete
  49. داکتر نعمت الله سعادت6/13/2012 08:29:00 PM

    محتر داګتر صاحب
    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    قدرمنه : دواکسین په باره کی یوه پوښتنه لرم هغه داچی په یوکتاب کی ماولیدل چی دتیتانوس واکسین داس دوینوڅخه جوړشوی دی ایا دشریعیت دنګاه څخه دانسان بدن تاوان رسوی اوکه نه
    داکترنعمت الله (سعادت ) دارزګان ولایت مرکزترینکوت

    ReplyDelete
  50. سلام تقدیم میکنم به جناب هډوال صاحب و جهان سپاس از شریک ساختن مسایل خیلی مهم و مفید اسلامی . از بارگاه الهی عمر طولانی را برای تان آرزو میکنم!
    من یک سوال دارم امید است بطور واضح و اگر امکان داشته باشد با دلایلی فقهی و از نظر دیگر مذاهب هم جواب کنید:
    آیا گناه کسیکه ریش خویش را کاملا میتراشد با گناه کسیکه ریش خویش را قیچی میزندو کاملا نمی تراشد مساوی است؟؟؟ آیا هر دو یکسان گنهکار اند یا اینکه اولی زیاد و دومی کم؟؟؟
    تشکر منتظر جواب محترم تان
    haidari.mustafa7@gmail.com

    ReplyDelete
  51. Halim Afghan Zadran6/20/2012 09:07:00 AM

    يو كس جي هميشه فه سافر كي وي هغه ته دسافرمونز جائز دي كنه دلته فه سعودي كي أكثره خلك فه موتر كي كار كوي هميشه فه سافر كي وي

    ReplyDelete
  52. سلامونه مي قبول کړی .له تاسونه مننه چی داسلام خدمت ته مو ملا ټړلی ده .زما پوښتنه داده : آیا دایمی ږیره خریونکی ته موږ مونافق ویلای سو کنه او که ګناه کاره ورته ویلای سو؟ آیا دمونافق او ګناه کاره تر منځ فرق سته کنه؟ دادالله له هلمند څخه.

    ReplyDelete
  53. ښاغلی هده وال صیب.اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته. ګرانه زما یو پوښتنه ده هیله ده راته ځواب یی کړی، داخو د هر مسلمان دنده ده چی له وطن سره مینه،دوستی،دفاع او خدمت یی وکړی.خو ځین کسان داسی وایی چی.فلانی داسی وطن پرست،میهن پرست یا وطن پال دی .نو زما پوښته هم دا د پرست په کلیمه کی دی چی د شریعت له نظره څنګه ده؟

    ReplyDelete
  54. عبداللطیف ظفر8/11/2012 02:46:00 AM

    سلام هده وال صاحب دصلاه تهجد باره کی معلومات راکره دوخت باره بایددشپی په کومه برخه کی وشی
    سورکعته باید وشی

    ReplyDelete
  55. شاه وزیر کاکړ8/26/2012 08:26:00 AM


    :اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    هډوال ویب صاحب ډیره مننه کوم له تاسی نه چی د ټولنی د اصلاح او خدمت لپاره مو رادانګلی او اسلام ته لوی خدمت کوی
    هډوال صاحب زه یوه پوشتنه لرم هیله ده چی جواب به راته راکړی
    پوښتنه داده
    نیکټایی د اسلام له نظره څنګه ده او څه حکم لری روا ده که نه او هم دریشی اغوستل څه حکم لری هیله ده چی بشپړ ځواب به راکړی

    ReplyDelete
  56. ښاغلۍ هډوال صاحب اول سلام بیا کلام !
    زه تل ستاسو ویب پاڼه ګورم او ډیره ګټه وره ده،دپتلون په هکله تاسې لیکلي دي چې میرمنو لپاره حرام ده ،ځکه چې د نارینه جامه ده ولو چې پتلون څومره آزاده هم نه وي.ښاغلۍ اول دا چې په اسلام کې د پتلون ذکر هيڅ نشته چې د نارینه جامه ده یا که د ښځې ، نو زما په فکر دآزاده پتلانه په اغوستو کې هیڅ حرامولۍ موجود نده. دوهم دا چې که پتلون ده نارینه جامه ده نو سپین پرتوګ هم دنارينه جامه ده دا هم باید حرام وګڼو ولو که څومره آزاده هم وي
    باقي نور هم داسې سوالونه او ځوابونه دي چې باید په کې دقیق اوسو ډیره مننه ستاسې له زیار څخه.

    ReplyDelete
  57. آیا دګیرې ډیر اوږدوالۍ دسکانو سره مشابهت نده ؟ څکه چې سکان خپله ګیره هیڅ نه اصلاح کوي او تل ئی اوږدې او ګنده ساتې .ده ګیرې اصلاح او جوړول هم د نظافت له نظره ښه ده او هم د انسانیت له نظره .او بل دا چې د ګیرې جوړول که سنت دي نو ډیري علما ولې عمل نه په کوي په ټوله نرۍ کې؟ مننه

    ReplyDelete
  58. عبداللطیف ظفرهده وال9/01/2012 03:28:00 AM

    salam hadawall seab the shwall roje somra sawab lari 2 dah chi zah pah schooll ki wom mong the one teacher weli chi taso kala roko tha talali ao porata kidali dah dugha loliالحمدلله حمداکسیرا طیبا مبارک فیهی ددی معنی څه ده اوویل یی جایزدی اوکه نه

    ReplyDelete
  59. سلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!
    یوه پوښتنه لرم
    وینځه څه ته وايي؟

    ReplyDelete
  60. زه محمد ولی ستانکزی د کابل ځخه یوه پوښتنه لرم ما څوارلس کاته درس وویل او اوس په یو دولنی سرکت کی کار کوم آیا هغه معاش چی زه اخلم دا ماله حلالی دی او که حرامی په دیر درنښت سره ځما ځواب راکی په در ناوی

    ReplyDelete
    Replies
    1. دهډوال ویب ټولو کارکونکوته سلام وایم
      گرانو ورونو زما دا سوال ده چی زه په یوه ولایت که وظیفه لرم 15 ورزی په کور که یم او 15 ورزی په وظیفه که خو اوله ورز چی کله له کور سخه رازم په لاره تیریگی او چی کله بیا کورته زم بیا آخره ورز دی 15 ورزو په لاره تیریگی اصلا په وظیفه که 13 ورزی تیریگی ره خپل مونز قصر وکرم او که یی مقیمانه مصافه تر وظیفه له 100 کیلومتره زیاته ده په در ناوی محمد اسمعیل ناصری له پنجشیر ولایت سخه

      Delete
  61. اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته ! مننه چی زما سوال ته دی هر کلی ووایه زما بل سوال داده چی زه یوه دولتی وظیفه لرم زما وظیفه داسی ده چی زه 15 ولرزی په کور که یم او 15 ورزی په وظیفه کی خو چی کله زه له کور سخه راوزم هماغه 15 ورزی شروع کیژی یوه ورز مو په لاهره تیریژی او یعنی زه مازدیگر خپلی وظیفی ته را رسیژم نو همداسی چی کله کور ته زم بیا یوه ورز په لاره تیرگی په وظیفه کی مو تقریبآ 13 ورزی اوسم همداسی جریان لری او له 100 لونه پورته کیلومتره لاره همده نوزه مونز سنگه وکرم مسافرانه او که مقیمانه وسلام انحنیر محمد اسمعیل ناصری .

    ReplyDelete
  62. Ziaurrahman
    zia_jabarkheil@yahoo.com
    Leeds , England

    !...السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

    زما دقدر وړ او عزتمنده الله (ج) دی وکړی روغ اوجوړ اوسې!
    قدرمنده زما پوښتنه دلمانځه په اړه داسي ده چي :( دماښام ،دماسخوتن او دجمعي مبارکي فرض لموځ ولي په جهر سره او پاتی نور لمونځونه په خفیه سره کيږي؟
    زما ېوه بله پوښتنه داده چې آیا داسې کوم آیت یا حدیث شته چې ترې دهر وخت دلمانځه رکعتونه ثبوت شی چې څو څو رکعاته دی؟
    امید لرم چې زما دا مشکل حل کړي .

    والسلام

    ReplyDelete
    Replies
    1. !...السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

      زما دقدر وړ او عزتمنده الله (ج) دی وکړی روغ اوجوړ اوسې!
      قدرمنده زما پوښتنه دلمانځه په اړه داسي ده چي :( دماښام ،دماسخوتن او دجمعي مبارکي فرض لموځ ولي په جهر سره او پاتی نور لمونځونه په خفیه سره کيږي؟
      زما ېوه بله پوښتنه داده چې آیا داسې کوم آیت یا حدیث شته چې ترې دهر وخت دلمانځه رکعتونه ثبوت شی چې څو څو رکعاته دی؟
      امید لرم چې زما دا مشکل حل کړي .

      والسلام

      Delete
  63. اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته! الله دی تاسو او تولو لیدونکو ا لوستونکوته دی اجرونه به نصیب کری : زما دا پوشتنه ده چی که کوم زوان هلک او یا کوم سری دی چا کره میلمه شی او دی شپی غوسل پری واوری یعنی جنوب شی او در کاله دی سیختن کره لورگانی اوداسی نوری خزینه وی او کله چی دا غوسل وکری نو بیا دی کور سختن پری شک ونه کر یعنی غلت شک له تاسو نه مننه کوم چی مفصل زواب راکری چی تیمم وکری او یا اودس او یاکه غوسل . انجنیر محمد اسمعیل ناصری

    ReplyDelete
  64. Ziaurrahman
    zia_jabarkheil@yahoo.com
    Leeds England
    السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
    ورونو ما څو ځلی یوه پوښتنه د لمونځ د رکعتونو ، په جهر او خفیه لمونځ په اړه خو ځواب نشو۰ ولې ؟ ځوابولئ نشې ؟ او که ما ځواب ونه موندی؟

    ReplyDelete
  65. سلامونه اونیکی هیلی : د هډوال ټول کارونکو او چلونکو ته د اوږد عمر دعا کوم چی همداسی د خپلو مسلمانو وروڼو په خدمت کی وی : یوه پوشتنه لرم :
    چي د صلوات تسبیح د اداکولو او وخت په اړه معلومات را سره شریکړی : مننه

    ReplyDelete
  66. عثمان سهر ترکیه کونیا ښار1/09/2013 08:57:00 AM


    نیکی هیلی می ومنی ډیر خوښ شوم چی ناڅاپی له یو داسی خزانی سره مخ شوم چی هر رنګه دژوند معلومات دسپیڅلی اسلام په رڼاکی پکی پراته دی(هډاوال) زه هم نه پوهیږم پدی وطن کی دپښتو نشتون دی او که بله وجه ده چی دومره خوښیږم ستاسو خدمتونه واقعه دستایلو وړ دی الله مو په لاسو برکت که. هم داچی ماته موزما دلیک دلوست وخت راکی له تاسو څخه جهان مننه په راتلونکی کی به انشاالله خپلی هر رنګه پوښتنی او معلومات له تاسو نه دریغه وم .|
    عثمان سهر ترکیه کونیا ښار

    ReplyDelete
  67. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    دهډوال ویب ټولو کارکونکوته سلام وایم
    ږه یوه فوشتنه لرم ایا وابیان حقیقی مسلمانان جی او کنه

    ReplyDelete
  68. ښاغلۍ خالد منصورهډوال صاحب سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
    ستاسو جهاد داسلام په لاره کې دستاینه وړده الله ج دې تاسو ته اجر په نصیب کړي . موږ بیا هم دتاسو د راتګ په هیله یاستو .
    تل بریالۍ اوسې.

    ReplyDelete
  69. سلامونه ګرانه زه غواړم د ارواپوهنې په اړه يو کتاب چاپ کړم کيدای شی ستاسې له پاڼې نه د ماخذ په ډول يوه نيمه ليکنه راوړم هيله ده چې اجازه راکړئ
    محمدحنيف حيران

    ReplyDelete
  70. i love someone but now i want to forget her because
    its haram in islam but how i cant my full concentration focuse on her please show me the right way please...

    ReplyDelete
  71. د هډوال ویب پاڼې درنو چلونکو ته! سلامونه او ښې چارې

    پوښتنه: د لمانځه د ادا کولو د ترتیب په اړه داسې کوم معتبره حدیث شریف شته او که نه؟
    ځکه چې ما له ډیرو علماوو اوریدلي ول چې کله هم له رکوع څخه سجدې ته ځې نو لومړی به د زنګانه سترګې، ورپسې به لاسونه، بیا به پزه او په اخر کې تندی په ځمکه لګوې خو اوس مې له یوه قاري صیب نه واورېدل چې له زنګانه مخکې به لاسونه لګوې او په دې برخه کې یو متفق علیه حدیث شریف هم شته خو ولې د ترتیب په اړه نشته نو په دې خاطر مې له تاسې هیله ده چې په دې برخه کې زما د پورته پوښتنې ځواب څومره چې ژر کیدای شي راکړئ
    په درنښت
    توحید احمدزی

    ReplyDelete
  72. ا سلام علیکم ورحمت لله وبرکاته
    زه ده محترم ډاکټر صاحب نه یوه پوښتنه لرم که مهربانی وکړۍ او جواب راکړې ؟

    محترم ډاکټر صاحب
    زه ۳۳ کاله عمر لرم زه چه ده څه وخت نه په شهوت (سکس) پوهه شوی یم
    زه ده خپل لاس نه کار اخلم (جرق) وهم او واده هم لرم خو اوس هم ځان نشم کنټرول کولای
    که کور کښې یم او که په سفر کی یم او ځما زیات عمر په EUROP کښ وې
    ده زناه نه می ځان ساتلی خو لدې بدمرغه او خراب عدت څخه ځان نه شم خلاصولی
    ده ۲ نه تر ۳ ورځو پورې صبر کولاې شم خو نور صبر نه کیګی او ده عدت نه بیاه مجبور شم
    که مو راته جواب امیل که نو ډیره ډیره او ډیره مهربانی به مو وې S_subhani1@yahoo.com

    ReplyDelete
  73. ګرانه وروره د قضای عمری په هکله رته ولیکه
    مننه

    ReplyDelete
  74. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
    محترما! زما پوښتنه دا ده چی زه د پاکستان پیښور ښار کی اوسیږم او وظیفه می په افغانستان کی ده، زه هر لس(۱۰) ورځی پس خپل کور ته ځم ، ایا زه به مسافرانه لمونځ کوم او که مسافرانه لمونځ کیږی نو څو ورځی به کووم؟

    ReplyDelete
  75. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاه زما پوښتنه داده چی د کور ګرو کول خو په سود کی نه راځی او همدارنګه ځینی خلک او علماء وایی چی سود ځکه نه راځی چی مقابل لوری له هغو پیسو نه چی ورکول کیږی ګټه پورته کوی هیله مند یم چی په دی اړه مکمل معلومات راکړی

    ReplyDelete
  76. یو نارینه انسان اومسلمان باید په څوکلی کښی واده وکړی اوهمدارنګه یو ښڅینه باید په څو کلنی کښی واده وکړی
    اویوه ښڅینه دڅومره نه تر څومره عمر وی دبچیو د پیداکیدوقابلیت لری
    بصیر له ننګرهاره

    ReplyDelete
  77. السلام علیکم ........!!
    هیله لرم چی روغ او جوړ یاستۍ !
    زما پوښتنه داده چی د ورینداری سره ناسته پاسته ، یوځای په شریک کور کی اوسیدل ، ورباندی امر کول ، او داسی نور څه حکم لری ؟؟؟ ستاسی جواب ته منتظر !!!!!

    ReplyDelete
  78. سلام پوښتنه زما په دی ډول ده که یو څوک په قصد باندی په ځان باندی غسل روړی او بیا غسل هم نکوی نو فدی کی ځومره ګناه ده . او بل د چی ددی مرض نه سړی څنګه خلاص کیدلی شی . ستاسی د جواب په هیله

    ReplyDelete
  79. السلام علیکم ډیره په زړه پوری اسلامی ویب پاڼه ده د دین خدمت مو کړی الله (ج)د تاسی ته عظیم اجر در کړی.

    ReplyDelete
  80. سلام علیکم
    محترماً
    ما مخکې هم د وتر واجب د لاس پورته کولو په اړه پوښتنه کړې وه او همدا رنګه د سکایپ د لارې مې پوښتنه وکړه هغه راته ویل چې تاسو ته ایمیل در ولیږم، هغه کار مې هم وکړو او ځواب حاصل نه شو او همدا رنګه مې پوسټونو کې هم سرچ وکړو خو څه راته پیدا نه شول.
    په هر صورت...بیا هم وایم
    دوه پوښتنې لرم
    اوله دا چې په وتر لمانځه کې دریم رکعت کې د دعا قنوت لپاره چې تکبیر کیږي لاسونه باید غوږونو ته ورسول شي او کنه..په دلایلو که ځواب راکړل شي بهتره به وي ځکه دلته خلک قسما قسم خبرې کوي.
    او
    دوهمه پوښتنه مې دا ده چې ایا په افغانستان کې د جمعې لمونځ کیږي او کنه
    ځکه دلته بعضې پخواني ملایان وايي چې د جمعې څو شرطونه دي یو یې قتل دی وغیره
    چې په هغه سره بیا په هغه هېواد کې د جمعې لمونځ نه کیږي او ډېر خلک یې منع کړيدي.

    ځوابونه راته ډېر اړین دي..

    په درنښت
    ستاسو کوچنی ورور
    جاهد

    ReplyDelete
  81. سلامونه اونېكې هيلې ستاسې درانه حضور ته وړاندي كوم اودلوى خداي څخه درته د لا برياوو هيله كوم
    دسلام له وړاندې كولو وروسته هيله كوم لاندي پوښته راته ځواب كړي
    په قران کریم کی الله ج د وینی استعمال حرام کړی او فرمایی( حرمت علیکم المیتة والدم و لحم الخنزیر)
    اوس مونږ ګورو چه د چرګانو په خوراکه کی وچه شوی وینه د خوراکی د یوی برخی په توګه استعمالیږی . د دغه چرګانو د غوښی او هګیو خوړل څه حکم لری؟
    ډیره مننه جناب هډه وال صاحب
    فیضی د جلال اباد څخه
    najif_faizee@yahoo.com

    ReplyDelete
  82. السلام علیکم ورحمة الله
    زما پوښتنه دا ده چې زما میرمن د ۷ میاشتو حمل لري خو اوس ډاکترانو تشخیص کړې چې طفل عصبي مشکل لري او شاید هم لیونی وي او د دير وخت لبآره ممکن ژوندی پاتنې نه شي آیاد د سقط اجازه په اسلام کې شته که نه

    ReplyDelete
  83. سلامونه
    زه یوه پوښتنه لرم هغه داسی ده که د څو کالو نه مخکی د په کوم حساب کی د چا پیسی تاسی ته راغلی وی او هغه کس ورباندی پوه شوی هم وی خو د بل په حق یی سترګی پتی کړی وی یعنی دهغه حق یی اخستی وی اواوس په هغه کار باندی پریښمامنه شوی وی خو د شرمه هغه ملګری ته نشی ویلای چی هغه پیسی د بیرته واخله کومه داسی شرعی لاره شته چی هغه پیسی هغه سړی ته واپس کړی او هغه هم په دی پوه نه شی چی د کومه درکه وی

    ReplyDelete
  84. د شوال میاشتې 6 روژې د نیولو حکم د امام ابوحنیفه په نزد څه دی

    ReplyDelete
  85. سلامونه او احترامات!
    زما پوښتنه دا ده چی زما مور زما ښځی سره په هڅی بی فایدی خبرو باندی لفظی جنګ کاوه او ما چی کله د خپلی ښځی چی په حقه وه دفاع می وکړه بیا می مور زما سره د د روژی نه مخکی خبری نه کولی او په روژه کی یی هم له ماسره خبری نه کولی خو د اختر په ورځ زه د اختر مبارکی ته ورغلم نو ماته یی د اختر مبارکی را نه کړه نو په دی کی څوک ګناهګار شو.هیله ده چی معقول ځواب راکړی .مننه

    ReplyDelete
  86. karimdad sharifi11/17/2015 10:43:00 PM

    د هډوه وال ويبپاڼې درنو چلونوکو : اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته؛ امابعد: پوښتنه مې داده ، که په يو کور کې په يوه وخت نارينه او ښځينه د عين وخت لمونځ کوي، خو ښڅينه و نظرنارينه ته مخکې ولاړه وي، نو د نارينه او ښڅينه د لمونځونو د صحت په هکله معلومات راکړئ، او واضيحه کړئ چې د دواړو لمونځ نه صحيح کيږي او يا يوازې د يوه تن يې نه صحيح کيږي.
    والسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
    کريم داد شريفي ، غزنې ، افغانستان

    ReplyDelete
  87. السلام علیک
    زه دجوماتونو دجوړولو لپاره دچاندی په راټولولو کی مالومات غواړم ایادا اوسنۍ چاندی روا دی او که نه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    سره ددی چی په هماغه محله زیات بډایه خلک اوسیږی
    اوبیا اوس خلک دلوږی مری پاخه جومات ته څه ضرورت دی هیله ده پدی اړه مالومات راکړۍ اوهم که پدی اړه کتابونه راوښایی چی زه یی مطالعه کړم

    ReplyDelete
  88. خپل سلامونه د دی اسلامی ویب پاڼی ټول کارکوونکو ته وړاندی کوم
    بعد د سلام نه زه یو دوه پوښتنی لرم هیله لرم چی د اسلام په رڼا کی یی راته ځواب راکړی.



    ۱:- شیطان چی کله ورټل شو نو هغه یواځی یو شیطان وو نو بیا مونږ څنګه واییو چی په روژه کی سرکشه شیطانان بندیږی او دا سی نور ځایونو کی هم راغلی چی شیطانان نو آیا شیطان اولاد راوړی که ..... او که اولاد راوړی نو څنګه؟

    ۲:- داچی هر ځه یی انسان ته په تقدیر کی لیکلی دی نو د انسان ګناهونه هم ورکی شته نو بیا انسان په خپلو اعمالو سزا ولی مومی؟ اوریدلی می دی چی تقدیر په دعا بدلیږی خو دغه دعا کول یی هم په تقدیر کی لیکلی دی چی څوک به دعا کوی او څوک به نه؟

    ستاسو د لازیاتو د کامیابی په هیله.
    محمد فواد مومند

    ReplyDelete
  89. خپل سلامونه د دی اسلامی ویب پاڼی ټول کارکوونکو ته وړاندی کوم
    بعد د سلام نه زه یو دوه پوښتنی لرم هیله لرم چی د اسلام په رڼا کی یی راته ځواب راکړی.



    ۱:- شیطان چی کله ورټل شو نو هغه یواځی یو شیطان وو نو بیا مونږ څنګه واییو چی په روژه کی سرکشه شیطانان بندیږی او دا سی نور ځایونو کی هم راغلی چی شیطانان نو آیا شیطان اولاد راوړی که ..... او که اولاد راوړی نو څنګه؟

    ۲:- داچی هر ځه یی انسان ته په تقدیر کی لیکلی دی نو د انسان ګناهونه هم ورکی شته نو بیا انسان په خپلو اعمالو سزا ولی مومی؟ اوریدلی می دی چی تقدیر په دعا بدلیږی خو دغه دعا کول یی هم په تقدیر کی لیکلی دی چی څوک به دعا کوی او څوک به نه؟

    ستاسو د لازیاتو د کامیابی په هیله.
    محمد فواد مومند

    ReplyDelete
  90. سلامونه که د چاچ فکرنوی او ږیره کمه کی نو قربانی یی سنکه کیږی؟؟

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User