Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Wednesday, November 9, 2011

دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول اويا ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري

دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول
اويا 
ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري


سلامونه اونېكې هيلې ستاسې درانه حضور ته وړاندي كوم اودلوى خداي څخه درته د لا برياوو هيله كوم
دسلام له وړاندې كولو وروسته هيله كوم لاندي پوښته راته ځواب كړي.

 

۱- دجنسي ګروهنې په خا طر دخپلې ښځې دتناسلي غړي ښكلول اويا ورسره نورحركات انجا مول څه حكم لري ځينې خلك دقرآن كريم دا آيت (نساءٌ كم حرثٌ الكم فاءتوبها ) دهغه د روا والي دليل  ګڼي هيله ده پدي هكله راته پوره او په تفصيل سره ځواب راكړي ډيره مهره باني به مووي. په درناوي

پ- حقپال له كاپل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم



نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ (223)

‹‹ ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي  پس څنګه مو چې زړه غواړي هغه شان پخپل کښت کې تسرف وکړﺉ خو د خپل راتلونکي فکر ولرﺉ او له الله څخه وويریږﺉ (داتﺉ الله له خپګان نه ځان وسا تﺉ )››

مطلب دا چې د هر طرف نه چې غواړې د مخ طرف نه څنګ طرف نه له ښکته څخه يا له پورته څخه د مخې په طرف (فرج ) د حمل په ځای کې جنسي مقاربت کولای شي .

په دې آيت مبارک کې الله تعالی د ښځې او خاوند تر مينځ د جنسي مقاربت او يا کورواله کولو ځای مشخص کړ مګر د شا په طرف (دبر) کې د ښځې سره جماع کول حرام دي دا سې کول د لعنت سبب ګرځي نور تفصيل دلته وګورﺉ .

د ښځې سره د جماع نه مخکې لوبې کول ،د جماع خبرې (رفث ) ،لمس او ښکلول د ځنو علماؤ په نزد مستحب او د ځنو په نزد مباح دي ځکه چې ښځه هم د جماع کولو د پاره اماده شي او د هغه حق ضايع نه شي .

د ښځې د فرج (شرمګاه ) سره د خولې تماس ښکلول وغیره په اړه د نړې معاصرو اسلامې منابعو او معاصرو فقهاؤ نظرونه په لاندې ډول دي :

شيخ صالح اللحيدان رئيس القضاء الشرعی و عضو هيئة كبار علماء عربستان په دې اړه وايي :

اول : دا عمل د حيواناتو سره تشبه ده ځکه په ځنو حيواناتو کې دا عادت دی چې د ښځنه جنس شرمګا په ژبه څټي .مونږ بشر يو الله تعالی مونږ ته پر حيواناتو کرامت او عزت راکړي دی .

دوهم : په المذي (د شرمګاه نجاستونه ) حرام او ناپاک دي نو څنګه به دا حلال شي چې حرام او نا پاک شی په ژبه وڅټل شي .

دريم : ټول خير په خير القرون امامانو او سلف صالح کې دی په خيرالقرون کې ددې عمل هيڅ مثال نشته امامانو او سلف صالح د نبی صلی الله عليه وسلم په سيرت عمل کړي دی او په سيرت کې ددې هيڅ ثبوت نشته .

يعنې په سيرت کې خو ددې بالکل ثبوت نشته خو د سلف  صالح او امامانو په ژوند هم ددې څه ثبوت نشته .

څلورم : دا عمل د غرب د فاسدې ټولنې تقليد دی چې د تلويزيون ،فلم او سينما او تصيرونو په وسیله په خلکو کې د شيوع په حال کې دی او دوی چې کله د هغوی دا فاسد اعمال وويني نو د هغوی هم دغه عمل ته اشتها وشي .

پنځم : الله تعالی د انسان د بدن هر اندام د يوې خاصې دندې د پاره خلق کړی دی آيا کوم څوک چې خپل کور جوړوي يا هغه ته نقشه برابروي دا کار په انجنير تر سره کوي او که په جراح ؟

(صالح اللحيدان ) .

د حرمين شرفين پياوړی عالم ابن جبرين ليکي :

دا عمل مکروه دی ځکه د ادب اخلاقو او فطرت سليمه خلاف دی (فتاوی شیخ ابن جبرين ) .

الشبکة السلامية ليکي :

که ددې عمل (د فرج يا شرمګا څټل او ښکلول وغيره ) ضرر ثابت شي نو دا عمل حرام دی ځکه د اسلامې شريعت عامه قاعده ده :

جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايي (لاضرر و لاضرار ) يعنی په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي (موطاء امام مالک او ابن ماجه ) .

په دې باره کې ځنو طبي پوهانو څيړنې کړې دي او هغوی دا ثابته کړی ده چې په دې عمل کې ډير صحي اضرار موجود دي د خولی تماس له شرمګا سره د امراضو او وايروسونو د انتقال سبب ګرځي . لکه د (herpes)  مرض او د (HPV ) وايروس چې بلاخره د خولې د سرطان سبب ګرځي .



او ځنې فقهاؤ دا عمل د اخلاقي او صحی اضرار په نظر کې نه نيولو سره مباح بللی دی د دوی دليل دا دی چې په دې باره کې د حرمت شرعي نص نه دی راغلی .

والله تعالی اعلم

څرنګه چې دا عمل د انساني کرامت ،ادب ، اخلاقو او سالم فطرت خلاف د غرب د فاسدې ټولنې تقليد او د انسان د بدن د پاره مضر دی نو بايد مسلمانان له داسې ناوړه عمل څخه ځان وساتي .

دا عمل د کافر قوم او حيواناتو سره تشبح ده او د کفري او شيطاني فلمونو او مډيا د نفوذ بده نتجه ده کوم چې د اسلامې امت په شهوت پرسته کسانو کې يي نفوذ کړی دی.
العلامة الشيخ صالح بن سعد په اړه ليکي : هذا كله نتائج الأفلام الأوربية والغربية والشرقية هذا كله من التشبه، ومن تشبه بقوم فهو منهم، أما إتيان المرأة في دبرها فهذا ملعون، لعنه رسول الله صلى الله عليه وسلم، واللعن هو الطرد والإبعاد من رحمة الله، أمس يتصل بي واحد يقول بس أنا أريد أداعب في الدبر ،قلت إذا داعبت أولجت ..كالراعي يرعى حول الحمى يوشك أن يقع فيه، إياك أن تقرب الحش ! يا أخي كيف تطيق هذه القذارة ؟! الله يعطيك مكانا طاهرا و تذهب إلى المكان النجس ؟ هل تعلم أن فرج الزوجة..أنه طاهر ؟ في غير وقت الإيش ؟ الحيض؟ حتى الرطوبات التي تسيل منها طاهرة ،لا مؤاخذة في هذه العبارات لا بد منها ..فتترك الطاهر..يقول أيوب السختياني رحمه الله تعالى :أنا أهرب عنه إذا رأيته من بعيد ـ يعني العذرة ـ فكيف أدخل عليه في جحره ؟ كيف أدخل عليه في جحره ؟ اتق الله جل جلا له  .
 د جاهليت په زمانه کې يو وخت کې بې شرمۍ داسې سرحد ته ور سيدې چې يو د بل شرمګاه ته به يې سجده کوله ، کله چې د اسلام ځلانده انقلاب را مينځه شو په ټوله اسلامې او کفري نړی يې ژور تأثير يرېوت او په ورو ورو خلک د انسانيت چوکات ته داخل شول .
اوس عصر چې کفر زور نيولی دی د مسلمانانو حاکمان شهوت پرسته او نفس پرسته او د کفر د سلطې تر تأثير لاندې راغلل يو ځل ببا همغه د جاهليت د دوران بۍ شرمۍ په عصري او پيشني ډول را مينځته شوې او په ضعيف الايمانه او شهوت پرسته او سمبوليکو مسلمانانو کې د نفوذ او خپرېدو په حال کې دي .
د ښځې او د نر شرمګاه د نجاست ځای دی آيا د نجاست ځای پاک وي ؟ په خوله باندې خوړل ، د الله جل جلا له  ذکر ، خبري کول تر سره کيږي ايا د داسې پاک شي تماس له يو مردار شي مناسب او حلال دی ؟
په داسې حال چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ميتيازو کولو په وخت په ښي لاس باندې د ذکر (د نر شرمګاه ) نيولو څخه منع فرمايلی ده .
لحديث أبي قتادة رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (إِذَا شَرِبَ أَحَدُكُمْ فَلَا يَتَنَفَّسْ فِي الْإِنَاءِ وَإِذَا أَتَى الْخَلَاءَ فَلَا يَمَسَّ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَلَا يَتَمَسَّحْ بِيَمِينِه) رواه البخاري (194) ومسلم (393) وفي رواية لمسلم أيضاً (392) : (لَا يُمْسِكَنَّ أَحَدُكُمْ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَهُوَ يَبُولُ) .
علماء کرامو په شرح ددي حديث کې ليکلی دي چې دا منعه په دوو وجه ده يو دا چې دا محل د نجاست دی او په ښي لاس باندې خوراک کيږي او بل دا چې د ادب د وجی داسې کول مناسب نه دي ځکه په ښي لاس تسبحات ويل غوره دي او بل په ښي لاس باندې خوراک کيږي نو د ادب د وجې داسي کول مکروه دي .
نو څنګه به د خولې تماس له شرمګاه سره ، د شرمګاه په ژبه باندې څټل يا لمس کول مباح وي او حلال وي .


ان لاين اسلامې لارښود




  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

4 comments:

  1. salamona ghowaram chi pashtu zaba pa computer ki ayara kamm

    ReplyDelete
  2. ډير ښکلی و
    الله دی اجر درکړي

    ReplyDelete
  3. السلام علیکم
    صیب ستاسو ډیري لیکني په اردو کې دي ؟!!

    ReplyDelete
  4. سلامونه د هډه وال ويب پاڼى كاركوونكو ته هيله لرم چې ټول روغ او د صحت په جامو كې پټ ياست
    يو سوال لرم هغه داچى كه په روژه كې له خپلى ښځى سره كوروالى وشي او بيا په سهار كي وروسته د پيشمنى نه يعنى له اذان نه وروسته حمام يعنى لامبا وشي په اسلام كى كوم باك خو نلري

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User