Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, January 22, 2012

دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب


منبع : تاند
سلامونه او احترامات ډاکټر صیب الله دې تل بريالی لره.
سحر شمس يم له کابل نه.
ډاکټر صیب زما د واده دا شپږم کال دی، پخوا تر دې له کومې ستونزې سره نه وم مخ شوی. خو اوس اوس له جدي ستونزې سره مخ شوی يم. ډاکټر صیب کومه ناروغي هم نه لرم، خو له مېرمنې سره د کوروالي په وخت کې له خجالت سره مخ يم. هغه داسې چې د نژدېکت په وخت کې انقباض نه کوي. او پخوا په کله کله له ژر انزال سره مخ کېدم خو له نه انقباض سره نه وم مخ شوی.
څه وخت وړاندې د همدې ستونزې د حل لپاره يوه ډاکټر ته لاړم هغه ويل کومه ستونزه نشته يوازې دا درمل وخوره جوړېږې. هغه درمل(30 Evion 60mg, 60 vigrol forte) او يو بل ټابلېټ او يو هم بل د تقويې شربت و. چې ومې خوړل يو څو ورځې ښه وم، له ستونزې سره نه مخ کېدم خو اوس بېرته هماغه حالت ته تللی يم. ډاکټر صیب له شرمه په ځمکه ننوزم، هيله ده د غذايي پلوه هم راته لارښوونه وکړې.
په پخوا وخت کې مې هم سکس کار نه وو کړی، په دې مانا چې له خپلې مېرمنې پرته مې دا کار نه دی کړی. يوازې دومره ده چې د مجردۍ په وخت کې له احتلام سره ډېر مخ کېدم.
يوه خبره د يادولو وړ ده چې شوق او له ښځو سره مې مينه تر کچې او اندازې ډېره ده.  

ډاکټر صیب که چېرې يې ځواب ناوخته کېږي نو هيله ده په اېمېل کې يې ځواب راکړې. په مننې

ځواب :
 په نارینه وو کې یوه جنسي ستونزه همدا  د تناسلي الې رخاوت یا عدم نعوظ دی چې په نارینه وو کې ډیرې رواني ستونزې پيدا کوي او ممکنه ده ګډ ژوند ته تاوان هم ورسوي کابوب دوه لسیزې مخکې اکثرو ډاکټرانو به ویل دا یوه رواني ستونزه ده خو اوس دعلم په پرمختګ سره  اتیا په سلو کې ددې ستونزې لپاره یوه جسمي ستونزه موجوده وي په دې معني چې  داسې کومه ناروغي په بدن کې موجوده وي چې دغه حالت راپیدا  کوي شل په سلو کې رواني  ستونزې ددې مشکل علت جوړوي په ټول کې درې عمومي علتونه ورته موجود وي :
جسمي ستونزه :

جسمي علت په دو ډولونو ویشل شوی دی یو هورموني علت دی دمثال په توګه  هغه کسان چې  د تایروئید غدې یا دهیپوفیز غدې  کومه ناروغي لري نو ممکنه ده جنسی مشکل هم پيدا کړي بل ډول  ېې بیلابیلې جسمي ناروغۍ دي .
په جسمي ستونزه کې د شکرې ناروغي دیادولو ده هغه کسان چې شکره یا ډیابیټ لري ممکنه ده له دې حالت سره مخامخ  شي  دغه راز درګونو ناروغي هم یو علت کیداي شي کله چې تناسلي الې ته وینه ونه رسیږي دا ددې سبب کیږي چې نعوظ ونه کړي .
 دځینو درملو خوړل هم ممکنه ده دغه مشکل پيدا کړي چې په جسمي برخه کې مطالعه کیداي شي .

عصبي علت :

 عصبی علت له رواني علته بیل دی موږ کله چې داعصابو په هکله خبرې کوو رواني اړخ  مو ذهن ته راځي په داسې حال کې چې عصبي علت د عصبي رشتو  د ستونزو له امله پيدا کیږي  دمثال په تو ګه  هغه کسان چې دنخاع یا حرام مغز په برخه کې  کومه ستونزه لري مثلا نخاع ېې قطع شوي وي  او یا د ام اس په نامه ناروغي ولري دهغوي تناسلي اله نعوظ نه شي کولي .
 رواني علت :

هغه کسان چې په کومې رواني ناروغۍ یا رواني فشار سره مخامخ شي ممکنه ده په دې ستونزې اخته شي او تناسلي اله ېې نعوظ ونه کړي  دمثال په توګه هغه کسان چې په ډپر شن ،اخته وي دنورو ستونزو ترڅنګ ممکنه ده جنسي توان ېې کم شي اوتناسلي اله ېې نعوظ ونه کړي .
په ټول کې باید د غه خبره هیره نه کړو چې  دتناسلي عدم نعوظ  بیلابیل علتونه درلودلی شي  او له قطعي تشخیص پرته باید درمل ورنه کړاي شي کله چې علت پيدا شي نو معالجه ېې هم اسانه وي .
 دنعوض مشکلات معمولاً له څلویښت کلنۍ وروسته پيدا کیږي خو ځوانان هم پرې اخته کیداي شي هغه کسان چې د پروستات پړسوب  لري ثابته شوې چې  ممکنه ده په جنسي ستونزو په تیره بیا د تناسلي الې په کمزورتیا هم اخته شي.
په امریکا کې یوه څیړنه ښيي چې په دریو هغو کسانو چې  دوینې لوړ فشار لري دوه هغه دتناسلي الې په عدم نعوظ اخته وي .
 دا خبره باید هیره نه کړو چې دا دشرم کوم خبره هم نه ده او ډیر کسان پرې اخته کیداي شي غوره ده له یوه ډاکټر سره په مشوره کې ېې اصلي علت پيدا کړئ .
 
لکه چې وویل شول یوازې په یوې نسخې د معالجې تمه مه کوئ  ډاکټر باید په لو مړي پړاو کې دغه ټسټونه وکړي چې علت پيدا کړي :
 د ناشتا ګلوکوز باید اندازه شي ، دوینې غوړ او  لوړ فشار باید معلوم شي ، د تایروید غدې دهورمون یا (TSH) کچه باید معلوماه شي دغه راز دسهار له پلوه  دنارینه هورمون یا ټسټرون سویه باید اندازه شي ممکنه ده ډیری دغه ازميښتونه په افغانستان کې ونه شي خو که غواړو تشخیص ته ورسږو باید ترسره ېې کړو .
سیګریټ، چاغي ،لږ فعالیت ، او تنبلي هم  د تناسلي الې  د عدم نعوظ په نورو علتونو کې بیان شوي دي  دغه راز مخکې د درملیز علت خبره هم وشوه که هر ډول درمل خورئ له ډاکټر سره پرې مشوره وکړئ چې  ممکنه ده دغه ستونزه پيدا کړي.
 لکه چې دغه ورور د  دو درملو نومونه لیکلی دي دغسې درمل په دې ستونزه کې اسعمالیږي خو په دې هکله باید وویل شي چې درمل باید د ډاکټر په مشوره استعمال شي  دغه راز  دغه  درمل هغه وخت نتیجه ورکوي چې په سړي کې جنسی شوق یا لوبیډو  موجود وی  ددغو درملو اغیز ستاسو په عمر او په دې پورې تړاو پيدا کوي دمثال په توګه که عمر مو څلویښت کاله وي او بله کومه ناروغي  ونه لري ددغو درملو تاثیر نوي په سلو کې وي  که عمر مو له شپيتو تر اویا کالو وي نو ممکنه ده اغیزه  اویا په سلو کې وي پر دې سربیره دغه درمل هغه وخت ګټور وي چې له روحي پلوه هیڅ  ستونزه ونه لري ځکه خو ددې ناروغۍ   معالجه هر اړخیزه وي او باید ټولې خواوې ېې وسنجول شي .
بله مهمه خبره دا ده چې دغه درمل یوازې باید له درملتونه برابر شي  او ستندډر درمل واخیستل شي که څه هم ګران وي خو ډاډمن به وي .
په دغې ناروغۍ ډیرې ځله د ویاګرا  په نامه درمل استعمالیږي چې بیلابیل تجارتي نومونه لري خو دټولو په ترکیب کې  سیلډ نافل موجود وي  ددغو درملو د تجویز په  وخت  ناروغانو ته سپارښتنه کوي چې  له پنځوس ملي ګرام ګولیو دې پيل وکړي  او له مقاربت یو ساعت مخکې باید وخوړل شي  او په یوه ساعت کې له یوې ګولۍ بایدی ډیره ونه خوړل شي .
 دغه درمل ځینې عوارض لري دمثال په توګه  دسر  خوږ ، په مخې کې سور والی يی، دمعدې ستونزې ، دپوزې بهیدل ،   دسترګو ځینې عوارض ، هغه عوار ض دې چې ممکن یو کس پرې اخته شي .
 هغه کسان چې د زړه  دناروغیو لپاره درمل خوري باید له ډاکټر سره مشوره وکړي  اوبیا دغه درمل استعمال شي  که چیرته  د دغو درملو دخوړو په وخت  دسینې یا ټټر درد پيدا کړئ ژر ترژره ډاکټر ته ورشئ .
ددغو درملو د خوړو په وخت دغو سپارښتنو ته توجه کوئ :
 که ددغو درملو دخوړو په وخت  د تناسلي الې نعوظ له څلور ساعتونو ډیردوام وکړي باید ډاکټر ته ور شئ.
 هغه کسان چې د معدې  او اثنا عشر زخم  لري باید په احتیاط دغه درمل وخوري .
په ورځّ کې  له یوې ګولۍ باید ډیرې ونه خوړل شي .
 که ددې ستونزې په هکله په ډیرڅه پوهیدل غواړي  دې سایت ته په ورتګ سره نور معلومات ترلاسه کړئ له دې منابعو استفاده کولاي شئ :

Heidelbaugh JJ. Management of Erectile Dysfunction. American Family Physician Fabruary 1, 2010; 81: 305-12

 د جنسي کمزورتیا په هکله مخکې هم یوه پوښتنه ځواب شوې وه که دغه برخه هم مطالعه کړئ ممکنه ده درسره مرسته وکړي :
  د
جنسي ګروهنه چې په انګریزي کې ېې (libido) بولي  په بیلابیلو کسانو کې توپیر کوي او د وګړي له جسمي او روحي شرایطو سره تړاو پيدا کوي  خو  په نارینه وو کې جنسي ستونزې معمولاً په دو ډولونو وي البته  ډیر کسان ېې په توپير نه پوهیږي یوه داچې نارینه  له سره جنسي ګروهنه ونه لري چې دغه چاره هم بیلابیل علتونه درلوداي شي اوبله دا چې  نارینه ګروهنه او شوق  ولري خو قضیب ېې نعوظ نه کوي دا دوه بیل حالتونه دې  تردې وړاندې چې په دې هکله خبرې وکړو  مسلم خان ته زموږ سپارښتنه دا ده چې که دغه ستونزه له څو وروځو وواوړي غوره ده یو ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پیدا کړئ .
لکه چې تاسو ویلي جنسي ګروهنه لرئ خو سیکس نه شئ کولاي نو داسې ښکاري چې ستاسو په نعوظ کې کومه ستونزه شته نو لومړی به په دې خبرې وکړو چې ولې یو نارینه په دې ستونزې اخته  کیږي او بیا به په نارینه وو کې دجنسي ناګروهمنتیا په هکله هم څه نا څه رڼا اچوو.
لکه چې وویل شول کله ناکله نارینه دنعوظ دکمزورتیا له حالت سره مخامخیږي یعنې قضیب ېې په طبیعي اندازه انبساط نه کوي   دغه حالت نارینه له روحي پلوه ښايي اندیښمن کړي خو کله ناکله دغه چاره طبیعي  او معمولاً د سټرس ،روحي فشارونو او اضطراب په شان دستونزو له امله پيدا کیږي خو که په دایمي توګه ستاسو قضیب یا جنسي الته نعوظ نه کوي  غوره ده ډاکټر ته ورشئ  اوس ددې ستونزې لپاره درمل او معالجه شته او په آسانه دغه  کار کیداي شي .
هغه کسان چې نه شي کولاي خپله جنسي آله یا قضیب دنعوظ حالت ته ورسوي اویا ېې په دې حالت کې وساتي دنعوظ  له امله په جنسي ستونزې اخته شوي وي .
ډیر علتونه شته چې نارینه نشی کولاي  خپل قضیب نعوظ ته ورسوي او دمثال په توګه درګونو تنګیدل ددې سبب کیږي چې تناسلي الې ته وینه ونه رسیږي او په دې ډول دنارینه قضیب نه شخیږي څیړنې ددې ښودنه کوي چې کابو اویا په سلو کې  کسان چې دغه ستونزه لري درګونو ناروغي لري خو دغه څیړنې په اروپايي هیوادونو کې شوي او ښايي زموږ په هیواد کې نورې مسلې اصلي علت وي ،دغه  راز ډیابیت یا شکره هم ممکنه ده په نارینه وو کې دغه ستونزه پیدا کړي  که د وینې خواږه کنټرول او فشار نارمل شي  ښايي دغه ستونزه ورسره ختمه شي ،ترټولو مهم عامل چې ښایي په افغانانو کې موجود وي ډپرشن او رواني ستونزې دي  زیاتره وخت  په روحي فشارونو او ډپرشن پسې په نارینه وو کې جنسي ستونزې پيدا کیږي مازغه دیوې سترې جنسي غدې په توګه رول لوبوي اوستر جنسي ارګان بلل کیږي کله چې په مازغو کې کومه تونزه پیښه شي ممکنه ده هغه هورمون کم شي چې جنسي ګروهنه زیاتوي او نارینه جنسي ګروهنه له لاسه ورکوي په ډیرو موردونو کې کله چې ډاکټرانو ډپرشن ضد درمل دغو کسانو ته ورکړي جنسي ګروهنه ېې هم ورسره ښه شوې دغه راز د( ویاګرا )په نو م درمل هم ښه اغیز لري ،پردې سربیره ځینې درمل هم شته چې ممکنه ده جانبي یاڅنګلوري عوارض ولري او جنسي ستونزې پيدا کړي نو که کوم درمل خورئ له یوه ډاکټر سره پرې مشوره وکړئ .
په ډیرو هیوادونو کې اوس هم دقضیب دنعوظ ستونزه رواني بلل کیږي خو له دې پرته جسمي ستونزې هم پکې رول لري   ،دغه راز هغه کسان چې حرام مغز ېې ګوزار خوړلی وي په هغو کې هم ممکنه ده دعصبي ستونزو له امله نعوظ ونه شي  ، په ځینو جراحي عملیاتو او یا دځینې ناروغیو له امله کله چې عصبي رشتې خرابې شي ممکنه ده دغه ستونزه پيدا شي .
کله چې  جنسي اله شله وي په دې حالت کې یوازې  دقبیض د وینې دتامین لپاره وینه دغه غړي ته رسیږي خو کله چې جنسي ګروهنه زیاتیږي په لویه پيمانه وینه قضیب ته ر سیږي او په دې ډول دغه غړی کلک او شخ شي کله چې دغه وینه په هر علت قضیب ته ونه رسیږي نعوظ کې ستونزې پيدا کیږي.
ځینې درمل لکه سپیرونولاکتون ،دمعدې ګولۍ لکه سیمیټیډن ، کتوکونازول ،الکول  ،هیروئین ، میټادون ، او هغه درمل چې دسرطان دناروغۍ لپاره کارو کیږي هم ممکنه ده دغه ستونزې پيدا کړي .
ددې لپاره چې ددې ستونزې اصلي علت پیدا شي او بیا له ناروغۍ او ستونزې سره سم درمل ورکړل شي باید  ناروغ ښه معاینه شي او  ځیني ټسټونه ترسره کړي .
هغه کسان چې له رواني ستونزو کړیږي اوپه نتیجه کې په نعوظ کې ستونزه لري باید دهغه رواني ستونزه معالجه شي دغه معالجه دخبرو او درملو په بڼه ترسره کیږي په دې وروستیو کلونو کې دفاسفوډي ستیراز  په نامه دانزایم کنټرولوونکي درمل جوړ شوي  چې ویاګرا بلل کیږي او په ځینې هیوادونو کې  دsilendefi په نامه یادیږي دغه درمل په هغوکسانو کې هم اغیزمن وي چې له رواني پلوه جنسي ستونزې لري په ځینو هیوادونو کې ثابته شوې چې څلور اتیا په سلو کې کسان ورسره ښه شوي دي خو که ناروغ د تناسلي برخې په عصبي رشتو کې ستونزه و لري او یا ېې نخاع او اعصاب ترفشار لاندې وي دغه درمل هغو ته ګټه نه لري ځکه  چې هغه عصب چې تناسلي برخې ته ځي هغه باید روغ او سالم وي ددې لپاره باید دیورولوجئ د ډاکټر ترڅنګ داعصابو یو جراح ته هم ورشئ .ددغو کسانو لپاره هم خاصې رودې شته چې تریوحده ېې ستونزه ورسره ښه کیداي شي .
پردې سربیره که  د وينې په رګونو کې دستونزې له امله هم ممکنه ده  نعوظ ترسره نه شي  ښايي جراحي عملیاتو ته اړتیا پيښه شي او هغه رګونه خلاص شي چې قضیب یا نورو تناسلي غړیو ته و رځي .
پردې سربیره چې په نعوظ کې ستونزه موجوده وي ځینې وخت په ټول کې جنسي نا ګروهمنتیا یا دشوق کیمدل هم ممکنه ده موجود وي او ددې سبب شي چې په ژوند کې ستونزې پيښې کړي دغه حالت هم  په نارینه وو کې ډیر علتونه درلودلی شي یو اصلي علت ېې دټسټسترون په نامه دیوه هورمو ن کمیدل دي  خو نور علتونه ېې په دې  ډول دي شراب ،کم خوني ، دپرولکټین په نامه دیوه هورمون ډیریدل ، جاغي ، دځینو درملو خوړل ،شکره یا ډیابیټ ، ډپرشن ،سترس ، ډیر کار اوستوماني ،له خپلې میرمنې سره ستونزې ،همجنسۍ بازۍ ته ګروهنه ، دمقابل لوري له ارضاا کولو دنارینه وو ویره ، او دکور چاپریال لکه ډیر غږ ،ډیره رڼا له شاوخوا کسانو ویره او شرم  ددې سبب کیږي چې جنسي ګروهنه کمه شي .
نو مختلفو علتونو ته په پام سره ېې علاج هم توپير کوي دمثال په توګه که دهورمونونو په ترشح کې ستونزه لرئ باید  هغه معالجه شي ،سترس او ډپرشن باید ختم شي ،له ارواپوهانو سره مشوره وشي ،سپورت کول ،له ډیرې ستومانۍ  ډډه کول ، له میرمنې سره مینه ، دجنسي مقاربت دچلونو زده کول ، ظاهري حالت ته توجه ، ممکنه ده په دې برخه کې  له تاسو سره مرسته وکړي .په پاي کې باید یادونه وکړم چې دغه کار په ملایانو او تاویزونو سره نه شي کیداي  بلکه باید طبي معالجه وشي خو ځینې وخت ممکنه ده  له رواني پلوه دم او دعا ګټه ولري هغه کسان چې په هرکار کې اسلام او اسلامي تعالیمو ته توجه کوي دجنسي مسلو په شمول دژوند په بیلابیلو برخو کې بریالي وي ځکه اسلامي ارزښتونه اوتعالیم زموږ له ژونده سترس او روحي فشارونه لیرې کولاي شي او اعتدال راپه برخه کولاي شي .

 
ډاکټرسباوون
  1.  
  2. د بالغې نكاح پلار وكړه خو د رخصتۍ په وخت ده انكار وكړو څه حكم لري
  3. د بدعاتونه کرکه وکه: پشتو:
  4. د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب په غور يې تر پايه ولولئ
  5. د برېښناليک له مخې د خلکو پلټنه
  6. د بهلول دانا قصه
  7. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  8. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  9. د تراويح د لمانځه فضيلت
  10. د تراويح لمونځ
  11. د تره په موجوديت كې د مور ولايت نشته
  12. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  13. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  14. د حضرت زينب په هكله معلومات
  15. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  16. د خالق او مخلوق تر منځ د واسطی پیژندل: پشتو:
  17. د خاوند دعاء ښځی لپاره
  18. د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟
  19. د خوشحالي او استقبال د پاره په غاړه کې ګلان اچول څنګه دي ؟
  20. د خپل فېسبوک څخه بک اپ (Backup) واخلئ.
  21. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  22. د دنیا د مشهورو قاریانو په اوآذ ډېر په دردمند او ژړغونی اوآذونو باندې ختم القرآن دعا ګانی
  23. د دنیا د مشهورو قاریانو په اوآذ کښی اذانونه
  24. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  25. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  26. د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل او په دي ورځو کي مستحب عملونه
  27. د ذوالحجې لومړۍ لسیزه له لاسه مه ورکوئ
  28. د رسول الله صلی الله علیه وسلم خولي څه راز وه او آيا قراقلي پر سر کول جايز دي ؟
  29. د رمضان لومړۍ شپه له لاسه مه وركوئ
  30. د رمضان په میاشت کی د صحی خوړو تغذیوی لارښود
  31. د رهنمای معاملات ( پراپرټي ) واله لپاره د کميشن اخيستل جايز دي ؟
  32. د

1 comment:

  1. السلام علیکم:زه هېڅ نه پوهېږم چې له ډاکټر څخه په کومه طریقه پوښتنه وکړو،په ایمېل،په کمنټ او یا کوم بل ډول ایاڅوک به مې به دې پوه کړي؟

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User