Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Saturday, January 28, 2012

د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه



د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
 
رالیږونکي: احمد

د دارالعلوم دیوبند جید عالم حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي (رح) چي د نړی د سترو علماؤ د ډلي څخه دی او ویل کیږي چي د اسلام په اړه یې تر ۱۰۰۰ زیات کتابونه هم لیکي دي په خپل یو ښایسته کتاب (د اسلام احکام د عقل په رڼا کي) تر یوه زیاتو نکاح کولو حکمتونه په لنډ ډول داسي بیانوي:
ولي اسلام د ۴ ښځو د کولو اجازه کړې ده؟
۱: تقوا لاس ته راوړل: تقوا هغه څه ده چي الله تعالی يې په قران کریم په ډیرو ځایو کي حکم کړی دی. د ډیرو ښځو د کولو څخه یو مسلمان کولای سي د ناروا او حرامو اړیکو څخه ځان وساتي او د زنا د ستري ګناه څخه په عفت کي اوسی. الله جل جلاله په ځينو انسانانو کي شهوت تر نورو ډیر اچولی دی نو ځکه په یوه یا دوو ښځو د هغه امطمنان نه حاصلیږي. که چیري داسي خلک د دوو، درو یا څلورو ښځو د نکاح څخه منع سي نو په نتیجه کي به نومړی تقوا پرېږدی او په زنا به اخته سي.
۲: خاص وختونه: په لاندی وختونو کي باید د ښځي سره نژدې کت ونه سي لکه میاشتنۍ د حیض مریضي، د بچي د پیدا کېدو مخکي څو میاشتي تر څو بچې ته زیان ونه رسي او نوري وجهې او مریضی. نو که چیري ډير شهوت لرونکي کس ته په دې ورځو او میاشتو کي د بلي نکاح اجازت ونه سي نو کیدای سي چي په ناروا او حرامو اړیکو اخته سي.
۳: ګرمي سيمي: په ګرمو سیمو کي ښځي ژر زړیږي. تقریباً د ۹ کالو په عمر د واده کېدو وړتیا پیدا کوي او کله چي ۲۰ کلنۍ ته رسیږي نو مخ پر زړېدو سي. هم ژر زړیږي او هم يې عقل او تجربه لږ وي. نو هغه کسان چي شهوتې قوه يې د بوډا والي پوري محفوظه وي څنګه خپل شهوت پوره کړي؟ ځکه یو خو يې ښځه زړه ده، وقفې هم راځي او بل د ده قوت ډیر دی...
۴: د نارینوو تعداد ورځ په ورځ کمیږي: عموماً په جنګونو کي هر کال په زرګونو نارینه تر ښځو ډير د منځه ځي او په مقابل کي د ښځو تعداد ورځ په ورځ ډیریږي. نو اوس دغه ښځي چي تر نارینو يې شمیر زیات دی، د ډیرو نکاح د منع کېدو په صورت کي به د دغو ښځو څه حال وي؟ دوی به خپل دغه انساني ضرورت په څه ډول پوره کوي؟ بېله زنا څخه بله لاره نسته. او عموماً  اوس لیدل کیږي چي زنا کاره خلک په دغو ښځو باندي په مختلفو طریقو  خپل هوس پوره کوي.
۵: بدرنګه ښځه: که چیري د یو چا ښځه بدرنګه وي نو دی کوښښ کوي چي د بلي ښځي تلاش وکړي او همدا ښځه پرېږدي خو هغه یواځي دوهمه، دریمه یا څلورمه نکاح ده چي هم د نارینه او هم ددغي ښځي د خوشحاله ژوند ساتلو باعث ګرځي.
۶: که چیري یو ښځه شنډه وي او اولاد يې نه کیږي نو ددې کورني نسل به پایته رسیږي. نو بله نکاح يې علاج دی.
ولي اسلام تر ۴ ښځو کولو پوري اجازه کړې ده؟ ددې حکمت هم حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي (رح) په خپل کتاب کي لیکلی دی هلته دي وکتل سي. مولانا صاحب د اسلام د ډیرو احکامو عقلي دلایل په همدغه کتاب کي لیکلي او بل حکیم الامت (رح) تر یوه زیات نکاح کولو نوري ډير وجهي په تفصیل سره بیان کړي دي خو دلته مي د مضمون د لنډیز په خاطر یو څه رانقل کړل. الله جل جلاله دي قبول کړي. آمین
د اسلام احکام د عقل په رڼا کي  د تعلیم الاسلام راډيو له خوا

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User