Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 7, 2012

الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کونکی د ګناهونو او بدو کارو څخه ساتی لکه د دوا په استعمال سره چې ظاهری مرضونه ختمیږی




 الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی 

چې لمونځ کونکی د ګناهونو او بدو کارو څخه ساتی 

لکه د دوا په استعمال سره چې ظاهری مرضونه ختمیږی


لومړی آياتونه
الله تعالی فرمایی : « اِنَّ الصّلاةَ تَنهی عَن الفَحشَاءِ وَالمُنکَر » ---- العنکبوت- ۴۵ ) .       
ترجمه :  بېشکه لمونځ منع کوی ( لمونځ کوونکی) له بی  حیایی او بد کار  څخه .  یعنی الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کونکی د ګناهونو او بدو کارو څخه ساتی لکه د دوا په استعمال سره چې ظاهری مرضونه ختمیږی .   - ( تفسیر کابلی مختصر  ج—۲  صـــــ۵۶۵)  همدارنګه الله تعالی فرمایی : « اِنَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَعَمِلُوالصَّلِحاتِ وَ اَقامُو الصّلوةَ وَ آتُوالزّکوةَ لَهُم اَجرُهُم عِندَرَبّهِم وَلَاخَوفٌ عَلَیهِم وَلَاهُم یَحزَنُون » - ( البقره – ۲۷۷ آیة ) .
 ترجمه :  بیشکه هغه کسان چې ایمان یی راوړی دی او نیک عملونه کوی او قایموی دوی لمونځ او زکوة ، ورکوی نو دوی لره ثواب د دوی دى په نزد درب خپل  او نشته ( هیڅ رنګه) وېره پر دوی باندی اونه به دوی ( هیڅکله) غمجن کیږی .  (کابلی)
  وقال الله تعالی « وَالَّذینَ هُم عَلی صَلوتِهم یُحافِظونَ » -- (المومنون – ۹)  الله تعالی د نیکو بندګانو یو صفت دا بیان کړیدی چې وایی هغه د خپلو لمونځونو ساتنه کوی یعنی همیشه یی ادا کوی په پوره ډول سره  . (کابلی)
همداراز په سوره ابراهیم ۳۱ او سوره اسراء ۴۰ آیة (۷۸) الجمعه (۹) او نورو ډېرو آیاتونو کې د لمانځه فضیلت او فرضیت بیان شوی دی .
نبوی احاديث
۱ -   « عَن عبدالله ابْن عُمر رض قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ،  بُنِیَ الْاِسلامُ عَلی خَمسٍ  شَهَادَةِ اَنْ لااِلهَ اِلااللهُ وَ َانَّ مُحمدً ا عَبدُه وَرَسُولُه وَ اِقامِ الصّلوةِ وَاِیتاءِ الَّزکوةِ وَالحَجِّ  وَصَومِ رَمضانَ» – متفق علیه ...
ترجمه :   حضرت عبدالله ابن عمر رض د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت نقل کړی دی چې د اسلام بنیاد پر پنځو ستنو باندی ولاړ دی . ترټولو دمخه د لااله الاالله شاهدی ادا کول یعنی د دی خبری اقرار کول چې د الله تعالی څخه بغیر بل معبود نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی بنده او رسول دی د هغه وروسته لمونځ قایمول ، زکوة اداکول ، حج کول او روژه نیول دی ...  
  فائده :  دا پنځه شیان د ایمان لوی اصول او اهم ارکان دی رسول الله صلی الله علیه وسلم په دی حدیث کې د مثال په توګه اسلام د یوې خیمې سره تشبیه کړی کوم چې پر پنځو شتنو باندی ولاړه وی پس کلمه د شهادت د خیمې د منځنی لرګی په شان ده او باقی څلور ارکان په مثل د هغه څلورو ستنو دی کوم چې پرکونجانو باندی ولاړي وی که درمیانی لرګی نه وی نو له سره خیمه نشی دریدای او که دا لرګی وی او د اطرافو څخه په یو کونج کې لرګی نه وی نو خیمه خو دریدای سی لیکن په کوم کونج کې چې لرګی نه وی هغه طرف به ناقص او چپه وی د دی حدیث وروسته باید موږ او تاسی پرخپل حالت باندی فکر وکړو چې د اسلام دغه خیمه موږ تر کومه ځایه قایمه کړی ده ؛ او د اسلام کوم رکن موږ پوره عملی کړی دی د اسلام دغه پنځه ارکان ډېر اهم دی حتی چې د اسلام بنیاد یی دغه پنځه شیان وګرڅول او د مسلمان لپاره د دغه اهتمام کول ډېر ضروری دی مګر تر ایمان وروسته ترټولو اهم شی لمونځ دی .
   حضرت عبدالله بن مسعود رض فرمایی :  چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې د الله تعالی په نزد ترټولو محبوب عمل کوم شی دی ؟ رسول علیه السلام وویل : لمونځ . ما پوښتنه وکړه چې بیا د دی وروسته څه شی دی ؟  علیه السلام وویل : د مور او پلار سره ښه سلوک کول . ما پوښتنه وکړه د دی وروسته کوم عمل دی علیه السلام وفرمایل : جهاد . (متفق علیه ) . ملا علی قاری (رح) فرمایی چې په دی حدیث سره د علماوو داخبره ثابته شوه چې تر ایمان وروسته ترټولو مقدم لمونځ دی دارنګه په ډېرو احادیثو سره دا مضمون ثابت شوی دی .  
۳ -   عَن اَبِی هُریرةَ رض قال سَمِعتُ رَسولَ اللهِ صلی الله علیه وسلم  یَقولُ اَرَاَیْتُمْ لَو اَنَّ نَهْرًا بِباَبِ اَحَدِ کُمْ َیغْتَسِلُ فِیهِ کُلَّ یَومٍ خَمسَ مَرَّاتٍ هَلْ بَقِیَ مِن دَرَنِهِ شَیٌ قَالُوا لاَ یَبْقی مِن دَرَنِهِ شَیءٌ قَالَ فَکَذا لِکَ مَثَلُ الصَّلواتِ الْخَمسِ یَمْحُوا اللهُ بِهِنَّ اْلخَطَایَا . – ( رواه البخاری ، والترمذی والمسلم )
ترجمه : حضرت ابوهریرة رض د نبی علیه السلام څخه نقل کوی چې علیه السلام وویل : تاسو خبر راکړی که د یوه سړی پر دروازه باندی ویاله بهیږی چې په هغه کې دی د ورځی پنځه واره غسل کوی آیا د ده پر بدن به څه خیری پاتی شی ؟  صحابه وو په ځواب کې ورته وویل چې خیره نه پاتی کیږی . علیه السلام وویل : دغه حال د ۵ لمونځو دی چې الله تعالی د لمانځه په وجه ګناوې زایلوی.
فایده :  جاری اوبه د ګندګی او خیری څخه پاکی وی او چې په څومره پاکو اوبو سره انسان غسل وکړی هغومره بدن صفا کیږی دارنګه یی که لمونځ د ټولو حقوقو سره ادا کړ یعنی د واجباتو او سنتو او مستحباتو رعایت يى وکړی نو د ګناهونو څخه به پاک شی دارنګه مضمون په ډېرو احادیثو کې راغلی دی . حضرت ابوهریرة د رسول الله نقل کړی دی : « اَنَّ رَسُولَ الله ص کَاْن یَقُولُ الصَّلَواتُ اْلخَمْسُ وَاْلجُمعَةُ اِلَی اْلجُمعَةِ وَ رَمضانٌ اِلَی رمضانٍ مُکَفِراتُ مَابَینهُنَّ اِذَا اجْتَنَبَ اْلکَبَاءیر » – (رواه مسلم ) .
  ترجمه : پنځه لمنځونه د جمعې لمونځ تربلی جمعې پوری او روژه تربلی روژې پوری د درمیانی اوقاتو د ټولو ګناهونو لپاره کفاره ده ترڅو چې د کبیره ګناهونو څخه ځان وساتی یعنی د یوه لمانځه څخه تربله لمانځه پوری چې کومه ګناه صغیره ځنی کیږی ؛ هغه د لمانځه په برکت سره معافیږی البته کبیره ګناه نه معافیږی لکه په دی حدیث کې چې تاسی ته معلومه شوه د علماوو تحقیق او قرآنی ایات هم پر دی خبره دلالت کوی . لمونځ د ګناهونو په معافی کې ډېر قوی تاثیر لری څرنګه چې په مثالو سره انسان په خبره ښه پوهیږی نو ځکه یی په مختلفو مثالو سره علیه الصلوة والسلام دا مضمون واضح کړی دی او که موږ په دی عمل ونکړو نو دا به زموږ نقصان وی . ۳ -    « عَن عُبَادَةَ بْنِ الَّصامِت رض قَالَ : سَمِعتُ رَسُولَ اللهِ صلی الله علیه وسلم یَقُولُ : خَمْسُ صَلَوَاتٍ اِفْتَرَضَهُنَّ اللهُ عَزَّ وَجَل مَنْ اَحْسَنَ وُضُوءَ هُنَّ وَصَلاَهُنَّ لِوَقْتِهنَّ وَ اَتَمَّ رُکُوعَهُنَّ وَخُشُوعَهُنََّ کَانَ لَهُ عَلی اللهِ عَهْدٌ اَنْ یَغْفِرَ لَهُ وَ مَنْ لَمْ یَفْعَلْ فَلَیْسَ لَهُ عَلی اللهِ عَهْدٌ اِنْ شَاءَ غَفَرَ لَهُ وَ اِنْ شَاءَ عَذَّبَهُ » - (رواه ابوداؤد بالمحافظة علی الصلوات ...) .
ترجمه :  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی :  چې الله تعالی پنځه لمونځونه فرض کړی دی څوک چې د دغه لمونځونو لپاره ښه اودس وکړی او په مستحب وخت کې یی ادا کړی رکوع (سجده) په اطمنان سره کوی او په خشوع سره یی ادا کړی نو د الله تعالی وعده ده چې د ده به ضرور مغفرت کوم او څوک چې دا لمونځونه پر وخت نه ادا کوی او نه یی په خشوع سره کوی نو د ده د مغفرت هیڅ وعده نشته د الله تعالی خوښه ده که مغفرت ورته کوی او که عذاب ورکوی .
   فایده :  څومره لوی فضیلت دی چې د لمانځه په اهتمام سره انسان د الله تعالی په عهد او ذمه وارۍ کې داخلیږی موږ او تاسو ته معلومه ده که د دنیا یو حاکم یا دولت مند یو چا ته اطمنان ورکړی یا یی ضمانت وکړی نو هغه به څومره مطمین اوخشحاله وی او د هغه حاکم به څومره احسان منى دلته پر یو عبادت باندی چې ډېر آسانه دی مالک الملوک وعده کوی او ضمانت یی کوی بیا هم خلک د دی شی څخه غافله دی او بی پروایی کوی دلته د چا نقصان دی ؟ د خپل ځان نقصان دی په دی حدیث کې په ښه طریقه د اودس کولو حکم شوی دی د دی مطلب دا دی چې داوداسه د ادابو او مستحباتو تحقیق وکړی او بیا پر هغه طریقه اودس کوی مثلا یو سنت مسواک دی ډېر خلک د مسواک وطرفته توجه نه کوی .  ردمحتار د مسواک ۷۰ فایدې ذکر کړی چې په هغو کې مهمی فایدې دا دی :  ۱ وروۍ یې قوی کیږی ۲ – بلغم یې ختموی چې بلغم کم سی ذهن تیزیږی  ۳ -  خوله خوشبویه کوی  ۴-  صفرا لیری کوی . ۵ – د سترګو دید تیزه وی ۶ -  د خولې بدبویی ختموی او تر ټولو مهمی فایدې یې دا دی چې د مرګ په حالت کې یی کلمه شهادت په نصیب کیږی

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User