Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 7, 2012

د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذابونه ذکر شوی دی . د مثال په توګه څو احادیث ذکر کوو




د لمانځه پر پريښودلو باندی چې په حديث کې کوم عتاب او عذاب بيان شوی د هغه بيان

     په دې کې د هغو کسانو لپاره د عذاب بیان دی کوم چې لمونځ په پابندی سره نه کوی . د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذابونه ذکر شوی دی . د مثال په توګه څو احادیث ذکر کوو ، رښتینی سړی یوه خبره هم د عقلمند لپاره کافی وی لیکن د علیه الصلوة والسلام ترشفقت قربان چې ده په وار وار موږ دی شیانو ته متوجه کړی یو افسوز دی زموږ پرحال باندی چې موږ دعلیه الصلوة والسلام د دی ټینګار باوجود د لمانځه پروانه کوو او به بی غیرتی او بی حیایی سره خپل ځان امتی او متبع د رسول ص شمیرو .

 نبي عليه الصلاة والسلام د لمانځه پريښودل کفر بللی دی   
 ۱ -   « ٍٍعَن جَابِر بن عبدالله قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم بَیْنَ الرَّجُلِ وَ بَیْنَ الشِّرکِ وَالْکُفرِ تَرْکُ الصَّلوةِ » . -- ( رواه مسلم ) .
ترجمه :  د بنده او د شرک او کفر ترمنځ فرق یوازی د لمانځه نه کول دی .
 فائده :  داسی مضمون په ډېرو کتابونو د احادیثو کې راغلی دی څومره سخته خبره ده چې نبی علیه الصلوة والسلام د لمانځه پر پریښوونکی باندی دکفر حکم لګولی دی علماؤ دا حدیث په انکار سره مقید کړیدی یعنی منکر د لمانځه کافر دی او تارک یی سخت ګناهګار دی د دی څخه علاوه ډېر صحابه لکه حضرت عمر رض حضرت عبدالله بن مسعود رض حضرت عبدالله بن عباس رض د کفر قایل دی او د آئمه وو څخه د امام احمد بن حنبل رح اسحاق بن راهویه رح ابن مبارک هم دغه مذهب دی چې کافر کیږی . اللهم احفظنا منه .
۲ -  « عن عبالله بن عمر رض عن النبی صلی الله علیه وسلم اَنَّهُ ذَکَرَ الصَّلوةَ یَوْمًا فَقالَ مَنْ حَافَظَ عَلَیْهَا کَانَتْ لَهُ نُوْرًا وَبُرْهَانًا وَنَجَاةً یَوْمَ اْلقِیَامَةِ وَمَن لَّمْ یُحَافِظْ عَلَیْهَا لَمْ یَکُنْ لَهُ نُوْرٌ وَلاَ بُرهَانٌ وَلاَنِجَاةٌ وَکَانَ یَوْمَ اْلقِیَامَةِ مَعَ فِرْعَونَ وَهَامَانََ وَاُبِّی بْنِ خَلَفٍٍ » . -  ( رواه احمد باسناد جید) .
ترجمه :  یوه ورځ نبی علیه السلام د لمانځه په اړه وویل : څوک چې لمونځ په پابندۍ سره کوی نو دا لمونځ به د ده لپاره په ورځ د قیامت کې نور وی او د حساب په وخت کې به حجت او دلیل وی او د نجات سبب به وی او څوک چې د لمانځه اهتمام نه کوی نو د ده لپاره به په ورځ د قیامت کې نور نه نوی او نه به د ده سره هیڅ دلیل  وی او نه به د نجات هیڅ ذریعه وی ، د ده حشر به د فرعون ، هامان  او أبی بن خلف سره وی .
   فائده :  فرعون هرڅوک پیژنی چې څومره لوی کافر و حتی چې د خدائی دعوه ئې کړی وه او هامان د هغه د وزیر نوم دی ابی بن خلف د مکی د مشرکینو څخه د اسلام یو لوی دښمن و د هجرت مخکې نوموړی و علیه السلام ته به ویل چې ما یو آس ساتلی دی ډېر ښه خوراک ورکوم پردی آس به سپریږم او تا به قتلوم ( نعوذ بالله ) علیه السلام یو واری ورته وویل چې ان شاء الله زه به تا قتلوم د احد په جنګ کې أبی بن خلف د نبی علیه السلام تلاش کوی او دا یې ویل که چیری دی نن پاتی شی نو بیا زما خیر نشته . کله چې دی دحملې په اراده سره و علیه السلام ته نژدی ورغی صحابه ؤو اراده وکړه چې د لیری څخه یی ختم کړی علیه السلام وویل : پری یی ږدئ چې کله دی نژدی شو نو علیه السلام د یو صحابي دلاسه څخه برچه واخیسته او دغه کافر یی په ووهی پرغاړه یی ولګیده او یوسپک زخم یی پرغاړه پیدا شو .
  مګر د هغه په وجه سره د آس څخه وولیدی او د څو واره غورځیدو وروسته لښکر ته ور ورسیدی او نعرې یی وهلی چې قسم په خدای زه محمد ص قتل کړم کفارو ده ته اطمنان ورکی چې لږ ګریدلی دی هیڅ فکر مه کوه لیکن ده به ویل چې محمدص ماته په مکه کې وویل چې زه تا قتلوم قسم په خدای کچیری ده پر ما باندی ناړې توکړی وای نو هم به زه مړ کیدم . فرمایی چې د ده د نعرو آواز داسی شو لکه د غوائی رمباړی . 
ابوسفیان چې د هغه جنګ مشر و وده ته پیغور ورکړ چې د دې لږ ګریدو په وجه دومره نعرې وهی!!  أبی بن خلف وویل چې ته خبر یی چې دا د چا وهل دی دا محمد ص وهل دی زه دومره په تکلیف یم په لات او عزی سره چې دوه مشهور بتان دی زما قسم دی که دا تکلیف پرټول حجاز باندی تقسیم شی نو ټول به هلاک شی محمدصلی الله علیه وسلم ماته په مکه کې وویل ، چې زه به تا قتلوم نو زه هم هغه وخت پوه شوم چې د ده په لاس به ضرور مړ کیږم . زه دی درواغجن نشم بللای که چیری د دی خبرداری وروسته ده پر ما باندی ناړې توکړی وای نو هم به زه دهغه څخه مړ کیدم دغه و چې مکې مکرمې ته د رسیدو یوه ورځ مخکی په لار ی کې مړ شو زموږ مسلمانانو لره دا ډېره د غیرت او عبرت خبره ده چې یو کافر او سخت دښمن د نبی علیه السلام د خبری پر رښتیا والی دومره یقین درلودی چې ده پخپل مرګ کې هم څه شک او شبه نلرله . لیکن موږ د نبی علیه السلام د منلو باوجود د علیه السلام د رښتینولی سره سره او له هغه سره د محبت د دعوی باوجود په څومره ارشاداتو او هدایاتو عمل کوو او د کومو شیانو څخه چې علیه السلام عذاب بیان کړی دی د هغه څخه څومره وېره لرو . هر انسان دی پخپل ګریوان کې وګوری ابن حجر پخپل کتاب الزواجر کې د فرعون او هامان او أبی سره د قارون ذکر هم کړی دی او لیکلی یی دی چې د بی لمانځه سړی حشر د دی کسانو سره ځکه راځی چې اکثره په دغه وجه سره په لمانځه کې سستی راځی کوم چې په دغه کسانو کې موجود دی پس کچیری په لمانځه کې سستی د مال او دولت په وجه وی نو د قارون سره یی حشر کیږی او که د حکومت او سلطنت په وجه وی نو د فرعون سره به یی حشر وی او که د وزارت یعنی د نوکرۍ په وجه وی نو د هامان سره به یی حشر وی او که د تجارت په وجه وی نو د أبی بن خلف سره به یی حشر وی هرکله چې د بی لمانځه سړی د دغه کسانو سره حشر وی نو ده لره به هم په جهنم کې سخت عذاب وی .
   البته دا خبره ضروری ده چې دی د خپل ایمان په وجه سره بیرته د جهنم څخه خلاصیږی او هغه کافران به همیشه په جهنم کې وی .
   مولانا اشرف علی تهانوی رح پخپل کتاب « اصلاح المسلمین » کې لیکلی دی چې د بعضی عباداتو موقع کله کله راځی لکه روژه چې په کال کې یوواری فرض ده او بعضی عبادات پرټولو فرض نه دی پرغنی باندی فرض دی لکه حج او زکوة مګر لمونځ پرټولو باندی فرض دی که امیر وی که غریب یورنګه فرض دی د هغه دفرضیت څخه هیڅوک مستثنی نه دی په ورځ کې پنځه وخته لمونځ فرض دی اودا عبادت ترټولو اهم او ضروری دی لیکن دهغه سره زموږ دا معامله ده چې ډېر کم مسلمانان د دی پابندی کوی او د دی وجه دا ده چې زموږ عملیه قوت کمزوری دی او دا قوت ځکه کمزوری دی چې زموږ علمیت کم دی که موږ ته د ګناهونو ضرر پوره معلوم وای نو موږ به پر ترک د لمانځه باندی جرأت نه شو کولای لکه د زهرو نقصان چې موږ ته معلوم دی د امتحان او تجربی دپاره یی هم ځکه نه کوو او دا علم نه دی چې یو څو الفاظ په یاد کړو چې لمونځ نه کول ګناه ده رشوت او سود حرام دی وغیره وغیره علم هغه دی چې پر طبعیت اثر وکړی او په زړه ننوځی


  1. آدم علېه سلام په هکله معلومات
  2. آيا په استعمالېدونکو سروزرو کې زکات شته؟
  3. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  4. آيا په سرتور سر اذان اولمونځ كول دشيعه ګانو طريقه ده؟
  5. آيا په هېره سره روژه ماتېږي
  6. آياد قرآن كريم څخه دپنځولمونځونو وختونه ثابت دي اوكه نه
  7. آيادالله Y ذكرترفرض لمونځونوغوره دى؟
  8. آیا د جادو یا د تعویض او یا کومه بلی لاری د یو چا په واده یا نکاه کی خنډ پیداکیدای شی
  9. آیا د جماع (کورواله ) د پاره کوم مستحب وخت شته ؟
  10. آیا د وېښتانو کرل او د مخ سرجري روا ده ؟
  11. آیا دمسجد له برق څخه طالبان اوامام استفاده کولی شې ؟
  12. آیا پرکرایه ورکړل شوی موټر زکات شته ؟
  13. آیا په تلویزوني معاینه روژه مکروه کیږي؟
  14. آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
  15. احرام درطياره [هواپيما]
  16. احكا م ميخك بينى، چهارګل وغيره
  17. احكام رويت هلال
  18. احكام چوگان بازي ( هاكي ) فوتبال وغيره
  19. ادويه مسدود كننده حيض
  20. اذان له ترجيع سره غوره دى اوكه بغير له ترجيع نه ؟
  21. استعمال برس دندان بجاي مسواك
  22. استعمال رنگ وروغن درمساجد
  23. استنجا كردن همراه كاغز
  24. اسلامي او مذهبي کتابونه
  25. اسلامی اور اصلاحې کتب کی عظیم ذخیرا
  26. اصلاح د نيت او د نیت آداب او اهمیت
  27. افسوس پدې چې ځانته مسلمان وایی
  28. اقامتله كوم لورې نه ويل كيږي؟
  29. الشیخ امیرحسین باچا حرام مال اودهوکه
  30. الشیخ امیرحسین باچا زنانوته بیان
  31. الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو
  32. الشیخ امین الله سوالات جوابات:پشتو4
  33. الشیخ عبدالسلام روستمی نوی اوتازا بیانات
  34. الشیخ عبدالسلام: لفظي ترجمه{30}پاره
  35. امام حسن البنا د روژې په اړه وايي
  36. انلاین قران کریم هر ایات هره صفحه هره پاره ډیر په ساده ډول
  37. انټرنیټ او ددعوت غلطه طریقه
  38. اهم ترينه مسئله د توحيد ده

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User