السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
درنو د ویب پاڼې چلوونکو ستاسې یو په زړه پورې مطلب مې ولوست چې هغه هم د خولۍ په سر کولو په اړوند وو په ځانکړې توګه د لمانځه په وخت کې اوس غواړم یوه پوښتنه وکړم او هغه دا چې په مساجدو کې ځانګړې خولۍ ایښودل چې خلک یی یواځې د لمانځه لپاره په مسجد کې په سر کړي او که له مسجد نه دباندې یی وړي نو ځان به ورته پرې بد ښکاره شي ځکه دا خولۍ زیاتره له لوښو او مزري جوړې شوي وي
جزاک الله خیرا فی الدارین – ډاکتر يمين

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول دا چې :
د جالی توپۍ يا خولی په سر کولو سره لمونځ نه مکروه کيږي ځکه د سر و ويښتانو پټول ستر نه دی ،
که د عاجزئ د وجې سرتور سر لمونځ وشي بې کراهيت جايز دی او که د بې پروايی او سستې له وجي وي مکروه دی ( کفايت المفتئي ج ۳ ص ۴۳۰ )
و فی شرح التنوير فی مکروهات الصلاة : و صلاة حاسراً او کاشفاً رأسه للتکاسل و لا بأس به للتذلل و اما الاهانة بها کفر (شرح تنوير ۱/ ۶۴۱ ) .
دوهم دا چې : د لمانځه په وخت کې د زينت برابرول دي :
قال الله تعالى : ( يا بني آدم خذوا زينتكم عند كل مسجد ) (۳۱ الاعراف ) ( ای د آدم اولاده! اخلئ خپل ښايست د هر لمانځه په وخت کې .
معارف القرآن ليکي :
يو خو د ستر پټول دي چې بغير له هغه لمونځ نه کيږي ،او بل د ستر پټولو علاوه زينت دی چې د زينت نه مراد لباس دی يعنې د لمانځه د پاره غوره لباس غوره کړئ ، د داسې لباس اغوستل چې سړی يې د خپلو دوستانو او ملګرو په مخ کې شرم او عار بولي ، يا د خولی پر ځای د سر څخه د لاس دسمال تړل چې هيڅ پوه سړی د خپلو دوستانو پر وړاندې په داسې هيئت نه حاضريږي ، نو د داسې لباس اغوستل د رب العلمين په دربار کې خوښول څنګه کيدای شي ؟ (تفسير معارف القرآن )
نو د مسلمان د پاره غوره او مستحب دا ده چې د لمانځه د پاره پاکې جامې واغوندې او همدارنګه د کور څخه پاک او ستره خولی په سر کړي ، د جومات خولې اکثراً ګردو وهلې خرنې وي چې د جومات څخه بهر څوک اغوستل نه خوښوي شرم يې بولي نو بيا څنګه د لمانځه د پاره چې يو اهم عبادت دی دا سې جامه واغوستل شي ؟
د فقهاؤ عامه قاعده ده کوم لباس چې په عرف او د خلکو پر وړاندې عار او شرم بلل کيږي په هغه بې ضرورته لمونځ کول مکروه دي .
و الله اعلم
آن لاين اسلامې لارښود


  1. اّيا پيوند كاري سبب اهانت انساني ميشود
  2. ای خورې. ته خو يې يوځل ولوله
  3. ای سيګرټي{} هڅه وکړه چې له دې ناوړه عادت څخه ځان وژغورې
  4. ایا انسان خواره مو ليدلي
  5. ایا د موټر کلی مو موټر کی دننه قید شوی؟
  6. اې حسېنه نازمینه زار له تا : پشتو نعت
  7. اے وی جی اینٹی وائرس اپ ڈیٹ کمپیوٹر کے لئے خطرہ
  8. بد نظرئی او عشق مجازی: پشتو
  9. براہ راست مکہ Live Makkah
  10. بلوتوت څه شی دی
  11. بيګانه ښځو ته لاس ورکول جايز نه دي
  12. بیخوبي څنګه له منځه يوسو
  13. بې لاسو ښځه
  14. تخریبول دهارډیسک don't try it
  15. ترقۍ د پښتنو ته په ارمان يم
  16. تصوېرونه او انځورونه دلته وګورئ
  17. تعلم وعَلِّم طفلك كيفية قراءة سورة التكوير مع الشيخ محمد صديق المنشاوي والمصحف المعلم... فلاش تعليمي.
  18. تفصیلی وضاحت وکړې او که ممکن وې دلیل هم وا لیکی
  19. تقسیم میراث عجیبه طریقه : سافٹ وير
  20. تلاوت قرآن ډېر په دردمند او ژړغونی اوآذونو باندې
  21. تلاوت قرآن ډېرپه خوږ او خائسته اوآذونو باندې
  22. جدېد فقهی مسائل
  23. جهت آشنایی علاقه مندان در اینجا پرچم های گذشته‌ی افغانستان را مرور می‌کنیم.
  24. جواهر من أقوال السلف
  25. جوڑا جہیز کے بدترین نقصانات
  26. حج كردن بالاي پول حرام
  27. حجاب اور تعلیماتِ نبوی ﷺ
  28. حجاب په اسلام، عیسایت، یهودیت اوساینس کی
  29. حسن بصري رح فرمائي: چې په سپي کې لس ښه عادتونه داسي دي
  30. حضرت بايزيد بسطامي او د مور خدمت
  31. حكم تجارت وخريد فروخت حجاج
  32. حكم وضوه اعضاءِ مصنوعي
  33. خائسته کشتی اولانچ په دنیاکښی تصاوېر
  34. خالق د خیر او شر د کل جهان ته ېې الله : پشتو حمد
  35. خاندي خاندي چی اختر دې
  36. خبرتيا ګرانو ملګرو توجه وکړې که ستاسو