Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, January 29, 2012

کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم او ټوله ورځ مي په سر درد وي اوکله چي درس ووايم نو بيرته مي له ذهنه وځي




حافظې کمزورتیا او دکمپیوټر تاوانونه – دډاکټرسباوون ځواب  :  منبع : تاند

 کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم او ټوله ورځ مي په سر درد وي  اوکله چي درس ووايم نو بيرته مي له ذهنه وځي ....
د زړه له کومي سلامونه او نيکي
 هيلي د تاند ويب پاڼي چلوونکو ته او په ځانګړي ډول ښاغلي ډاکټر صاحب سباوون ته په ډير نيک او د خوشحالي نه ډک وخت کي وړاندي کوم هيله روغ رمټ اوسي.
له ډير و خبرو به تير شو ځکه د وخت ضايع کول دي اصلي هدف دادي چي ما ستاسي له ويپاڼي مي ولوستل چي ښاغلي ډاکټر صاحب سباوون په ډيره مينه غواړي آنلاين خپلو هيوادوالو ته روغتيايي خدمات وړاندي کوي
لومړي تر هر څه دا ګام د ستايلو وړ دي ډيره مننه مننه مننه .
زه يو مشکل لرم هغه دا چي1- د کار پر وخت د کمپيوټر پر مخ کار کوم نو ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم او ټوله ورځ مي په سر درد وي او له سترګو څخه مي اوښکي راځي.
2—ذهني کمزورتيا راته پيښه شوي ده او د کابل په پوهنتون کي د ژورناليزم د پوهنځي د څلورم کال محصل يم او په رسنۍ کي کار کوم کله چي درس ووايم نو بيرته مي له ذهنه وځي .
ستاسو د سمو مشورو په تمه يم
ستاسي کشر ورور حيات الله ساپي  

ځواب :
قدرمنه حیات الله ساپي وروره ستاددغودوپوښتنو په هکله موږ  په تفصیل معلومات درکوو ښایي ستاله پوښتنو زموږ ځوابونه په ډیرتفصیل وي موږ په هغومسلو چې عامې وي او کیداي شي نور هم ترې ګټه پورته کړي  په هراړخیزه توګه رڼا اچو خو هغه خاصې ناروغۍ او پوښتنې چې ډیرې عامې نه وي په هغوبه لنډې خبرې کوو هلیه ده هغه لوستونکي هم خپه نه شي چې هغوته لنډ ځواب ورکووو  په دې لیکنه کې به په ټول کې دکمپيوټرپرتاوانونو اوله دې آلې داستفادې په سمولارو چارو خبرې وکړو ځکه چې نن سبا کمپیوټرپه هرکور کې شته او یوه عامه وسیله ده نو که سم  استعمال نه شي ښايي سترګو او دبدن نورو غړیو ته تاوان ورسوي دغه راز په پاي کې به دحافظې دپیاوړتیا پر عواملو هم خبرې وکړوچې نور کسان هم ترې ګټه پورته  کړي .
قدرمنه لکه چې تا ویلي  دکمپیوټوسره دکار په و خت ستاسو سردرد کوي اویا مو له سترګو اوښکې راځي دا په ډیر احتمال ستاسو دسترګو ستونزه ده ځکه چې دنظر کمیدل سر درد او  ذهني ستومانتیا هم په ځان پسې لري  دغه راز  له کمپیوټره ناسمه استفاده هم دغه ستونزه پيدا کولاي شي  ترهرڅه مخکې باید  دسترګو یو ډاکټر ته ورشې او خپل نظر چک کړئ او دا چې  حافظه دې هم کمزورې  شوې په دې هکله هم بیلابیل علتونه کیداي شي  خو په افغانستان کې د ډیروکسانو په باور ناسمه تغذیه  او سترسونه ښایي  دحافظې په کمزورتیا کې اغیزمن عامل وي له دې چې زه ستاسو په ظاهري وضیعت ښه نه یم خبر اونور معاینات هم درته په کار دي چې  باید ترسره ېې کړي  دغه راز په دې هم نه پوهیږم چې آیا دخوراکي رژیم له پلوه ستاسو وضیعت ښه دی که نه او آیان نظر مو چک کړئ نوغوره ده په ټول کې هغه معاینات وکړي چې درته په کار دي اوکه مو له جسمي پلوه کومه ستوزنه نه درلوده  نو زما دغه سپارښتنه به درسره ډیره مرسته وکړي  په هرحال  موږ په ټول کې دکمپیوټودتاوانو اوله دې مهمې وسیلې دسمې استفادې په هکله درته ځينې سپارښتنې کوو او بیا به دحافظې پرپیاوړتیا هم خبرې وکړو خوترهرڅه مخکې  غوره ده  دتغذېې له پلوه ځان ډاډه کړئ او یو ځل دبدن ټول  معاینات وکړي ځکه چې دتایروئید په نامه دیوې غدې کم کار هم ممکنه ده دغه دوه ستونزې راپيدا کړي   په هرصورت موږ په دې برخه کې ځینې عمومي سپارښتنې کوو  خو تاسو باید حتماً خپل ټول معاینات وکړئ  اوله نورو اړخونو ځان ډاډه کړئ.
 

 سترګو ته دکمپیو ټر تاوانونه او دحل لارې چارې 
یوه عامه ستونزه چې دغه کسان ورسره مخا مخ وي دسي وي ایس په نامه سندروم دی  .

(CVS) Computer vision syndrome څه شی دی  ؟
په کابو څلور کې درې تنه هغه کسان چې په کمپيوټر کارکويی دغه سندروم لري دا دسترګو ستونزې دکمپیوټر داستعمال له امله دي  داسې ښکاري چې دکمپیوټرپه عام کیدا سره  دهغوکسانو شمیربه نور هم زیات شي چې دسترګو CVS سندرو م لري .
خو ددغه سندروم نښې نښانې کومې دي  او څنګه سړی پوهیداي شي چې په دې سندروم اخته دی  دسترګوستوماني ،دسترګو وچیدل ،سوی ،داوښکو بهیدل ، اودنظر کمیدل د CVS علایم یانښې دي . دغه راز ممکنه ده په ورمیږ اوولیو کې هم درد احساس کړئ .
دانسان سترګې  چاپي حروف ترهغو تورو ډیرښه کتلاي شي چې په مانیټور کې ېې  ګوري ددې لپاره چې  چاپي حروف او توري له سپينې پاڼې سره ډیروضاحت یا کنټراست  لري او څنډې ېې موږ ډیرښه کتلاي شو په داسې حال کې چې مانیټور داسې نه دی  او دتورو څنډې دچاپي ورقې په شان څرګندې او واضح نه دي  ځکه خو په مانیټور کې دلوستلو په وخت پرستر ګو دیرفشار راځي  .
پردې سربیره  پر کمپيوټر دکار کولو په وخت زموږ سترګې ډیرې خلاصې پاتې کیږي او سترګې ډیرې نه رپوو تردې حده چې له عادي حالته پنځه ځله کمې سترګې رپوو دغه چار ه ددې سبب کیږي چې سترګې په کافي اندازه په اوښکو لمدې نه شي  دغه رازمانیټور ته  په ځیرتیا سره ګورو او پرموضوع هم ډیرتمرکز کوو دغه مسلې هم مرسته کوي چې سترګې ډیره موده خلاصې او پرانستې پاتې شي او په نتیجه کې  دسترګوپه سطح کې موجودې اوښکې ژر تبخیر کیږي  اوسترګه وچیږي .
نو هڅه وکړئ پرکمپيوټر دکار په وخت  لکه عام وختونه ډیرې سترګې ورپوئ دغه کار ددې سبب کیږي چې ستاسو سترګې لمدې شي  حتي اوس ددې کارلپاره په بازارونو کې  مصنوعي اوښکې شته دي که ستاسو سترګې له حده ډیرې وچیږي له هغو استفاده کولاي شئ .
دمانیټور مرکز باید ستاسو له سترګو لس یا شل سانټي میټره  ښکته لور ته وي په دغه حال کې باڼه ښکته لورته  پراته وي  او دسترګو کمه برخه له هوا سره په تماس کې  پاتې کیږي  نوسترګه هم کمه وچیږي  .پردې سربیره  دورمیږ او ولیو ستوماني هم ورسره کمیږي  ددې لپاره غوره ده دمانیټور لوړاوی تنظیم کړئ او دغه راز له خپل میزسره  دچوکۍ لوړاوی برابر کړئ په دې ډول چې پر کیبوررډ دکار پروخت  ستاسو مړوندله ځمکې سره موازي وي  .
بله مهمه خبره دا ده چې خپل مانیټور په داسې موقیعت کې کیږدئ چې دورسۍ یا کوټې رڼاپرې ونه لویږي کله چې له کمپیوټر سره کارکوئ غوره ده  پردې راکاږئ او له معمولي وضیعته دکوټې رڼا نیمايي ته ورسوئ که پرمیز دمطالعې څراغ لرئ په داسې وضعیت کې ېې کیږدئ چې رڼا  ېې ستاسو سترګو او  مانیټور ته مخامخ نه وي .دغه راز پر خپل مانیټور دفلیټر له پرد و هم استفاده کولاي شئ  پر مانیټور د رڼا انعکاس ددې سبب کیږي چې کنټراست کم شي  او سترګې ژر  ستړې شي .
خپلو سترګو ته استراحت وکړئ هڅه وکړئ په هرو پنځو یالسو دقیقوکې  خپلې سترګې له مانیټوره لیرې کړئ او څو دقیقې یوه لیرې ځاي ته وګورئ دغه حالت به ستاسو دسترګو عضلو ته استراحت ورکړي دغه  راز تاسو فرصت پيدا کوئ چې سترګې ورپوئ اوپه دې ډول به ستاسو سترګې نورې هم لمدې شي .
که په د وامداره توګه مانیټور ته ګورئ په تیره بیا هغه کسان چې  تایپ کوي  اومجبوره دي دسترګو مطابقت ژر ژر بدل کړي یعنې یوځل مانیټور او بیا لیکنې ته وګوري  سترګې ژر ستړې کیږي  ددې لپاره  چې سترګې مو ستړې نه شي غوره ده لیکنه له مانیتور سره په یوې سویه کیږدئ ددې کارلپاره له  کاپي هولډر څخه استفاده وکړئ .
له مانیټور سره ستاسو دسترګو واټن باید ۵۰ یا ۶۰سانتي متره وي . او ستاسو دمانیتور رڼا یا کنټراست  باید دکوټې له رڼا سره غږمله وي  ددې کار لپاره دغه تجربه ترسره کړئ یوې ویب پاڼې ته لاړشئ چې ځمکه ېې سپينه وي  که دپاڼې سپينوالی تاسو ته درڼا دیوې سرچینې په توګه ښکاري  ستاسو دمانیټور رڼا ډیره ده  او باید هغه کمه کړئ په اپوټه که پاڼه ایرن رنګه ښکاره شي  ستاسو دمانیتور رڼا  کمه ده او لږ ېې ډیره کړئ په ټول کې رڼاباید  په داسې حد کې وي  چې ستاسو سترګې ونه ځوروي دمانیټور کنټراست په لوړحدکې وي چې دلیکل شویو تورو څنډې ښې ښکاره شي  .

خو که له دغوسپارښتنو سره سره بیا هم ستاسو سترګې اوښکې کوي یا ستړي کیږي  له ځانګړعینکو استفاده  وکړئ ځکه ښايي ستاسو متوسط نظر کم شوی وي موږ له متوسط نظره لږ استفاده کویا شیانو ته لیرې ګورو یا نیژدې خو مانیټور دسترګو دنظر په متوسطې برخې کې راځي  او که عینکې لرئ بیا هم دغه ستونزه موجوده وي  احتمالاً ستاستو عینکې  له کمپیوټر سره دکار کولو لپاره مناسبې نه دي  او متوسط نظر نه  شي سمولاي  نو دکمپيوټر لپاره دمناسبو عینکود ترلاسه کولو لپاره ډاکټر ته ورشئ
کله چې پر کمپیو ټر کار کوئ خپله غاړه اواورمیږ نیغ وساتئ او ولي شاته بوځئ  او پر میز نیغ کښینئ که کړوپ کښينئ ستاسو په ولیو او ورمیږ کې دردونه پيدا کیږي که ستاسو دکمپیوټر چوکي تنظمیږي داسې ېې برابره کړئ چې ستاسو په ملا ونښلي او دچوکۍ لوړوالی هم په دې ډول برابر کړئ چې دپښوتلی په ځمکه وي  اوستاسو پښې نوې درجې زاویه جوړه کړي باید کیبورد او ماوس له څنګلو  ښکته  اوستاسو لاسونو ته نیژدې وي .
دسترګو او ورمیږ پرستونزو سربیره پر کمپیوټر کار کول دپوستکي ستونزې هم پيدا کولاي شي هغه کسان چې دپوستکي حساسیت لري ښایي دپوستکي وچیدل پیدا کړي پردې سربیره دروحي فشار او سټرس له امله چې له کمپیوټر سره دکار کولو په وخت ېې پيدا کوو په بدن کې هورموني بدلونونه پيدا کوي او په دې ډول  پرپوستکي ناسم اغیز کوي  .البته په کمپیوټر کار کولو د ډپرشن سبب نه کیږي بلکه دکار زیاتوالی ښایي ستر س او رو اني فشار رامنځته کړي .
یوه بله مسله چې باید هیره ېې نه کړو هغه دا ده چې دمانیټور او کمپیوټر بهرنۍ برخې  چې کله  ګرمې شي  یو ډول مخصوص بوي پيدا کوي  منجمله د  ډیوکسین په نامه دګازو بوي تولیدوي له دغوموادو په کمپیوټر کې داورضد موادوپه توګه استفاده کیږي  دغه راز که لیزرې پرینټر کاروئ داوزون ګاز دچاپ په وخت تولیدوي چې دغه ګازونه دپوزې  سترګو او ستوني مخاط تخریشوي نو غوره ده په دې اړه هم ضروري ستندرډونو ته توجه وکړو .
څیړاند وايي پر مانیټور موجود ګرد ډیر خطرناکه دی  او دعصبي ستونزو او نورو ناروغیو سبب کیداي شی نور غوره ده  دمانیټور په مخ لاس تیر نه کړو او هره ورځ ېې په نمجن دستمال پاک کړو دغه غبار او ګرد په فلټ مانیټور کې نور هم خطرناک دی  .
په اروپاکې داخبره کیږي چې هیڅوک له کمپیوټر سره دکارکولو له امله ناروغه شوي نه دي  او کومه ستونزه هم  نه پيښوي خو دغه خلک دکار په وخت ټولو ستندرډونوته توجه کوي ځکه چې دغه ناسمې رودې او ناسمه استفاده ده چې ستونزې پيدا کوي . که له کمپیوټره سمه استفاده و شي هیڅکله کومه ستونزه نه پیښیږي  موږ به دلته  هغو اصولوته اشاره وکړو چې له کمپیوټره سره دکار کولو په وخت باید ورته توجه وشي .
هغه کسان چې له کمپیوټر سره کار کوي باید دهغوي نظراو سترګې په کال کې یوځل چک شي هغه کسان چې دعضلاتو او مفصلونو له دردونو سره مخامخ وي باید حتماً ډاکټر ته ورشي .
ترټولو مهمه خبره دا ده چې باید له کمپيوټر سره دکارپه وخت استراحت  وشي  کارپوهان وايي که یو ساعت کار کوئ حتماً پنځلس دقیقې استراحت وکړئ .
داستراحت په وخت ودریږئ او وګرځئ او پرنورو مسلو خپل فکر بوخت کړئ  خپل عضلات او غړي سست او راټول کړئ او وضیعت ېې بدل کړئ دکار په وخت او داستراحت په وخت نرمش ډیره ګټه لري .
ددې لپاره چې سترګو ته استراحت ورکړئ کله نکله یوه لیرې ځاي ته ګورئ  کله چې کمپیوټر ته ناست یاست غوره ده نیغ  کښینئ او سر پورته وونیسئ او ولي مو ښکته لور ته ځوړند کړئ که سمه نه کښینئ دعضلو او دبدن دغړیو د ستومانئ سبب کیږي .
د کار په ځاي کې باید دګروپونو له زیړو او سپینو رڼاګانو کار اخلئ که ټیوپ لایت یا راډ  استعمال کړئ ښه به وي  خپل ځان او مانیټور ته مستقیماً رڼا مه پریږدئ.
له کمپیوټر دکار په وخت په ډیرو کسانو کې دعضلاتو  ،دمړوند ،اومټو دردونه هم پيدا کیږي دملا او ورمیږ دردونه او کړوپیدل ېې نور عوارض دي  هغه کسان چې ډیرپه کمپیوټر کار کوي  خپل مړوند ،لاسونه  ،مټې او غاړه ثابت ساتي  او دغه کار ددې سبب کیږي چې فشار پرې ډیر راشي اوبالاخره  دعضلاتو او مفصلونو ستونزه پيدا کوي کابو ټول اروپایان په کمپيوټرکار کوي خوله دې چې دناستې او کار ټولو اصولوته پام کوي په دغو ستونزو نه اخته کیږي  .
یوه عامه ستونزه  دمړوند التهابي کیدل او تانډونیټس دی  هغه کسان چې ډیرټایپ کوي او هغه هم ستندرډ ته توجه نه کوي په دې ستونزې اخته کیږي
په لومړي سره کې دغه کسان  ستوماني او بې حسي اوعمومي ستړیا احساسوي ورو  ورو خارش او کرختي ورسره زیاتیږي او بیا دردونه زیاتیږي او حتي ممکنه ده دغه کسان له سخت درده شپې له خوبه پاڅیږي نو کله چې دغسې ستونزه درته پيدا شوه حتماً ډاکټر ته ورشئ.
ددې لپاره چې په دې ستونزې اخته نه شئ غوره ده مانیټور له ځانه لیرې او ښکته لور ته کیږدئ چوکۍ او کیبورډ باید داسې منظم  شي چې ورنونه او مړوند پر یوبل راشي  که چوکۍ مو لوړه اویا ډیره ټیټه وي تردې ښه ده چې کیبورډ په خپلو ورنو کیږدئ .
حتماً نیغ کښینئ او مه کړوپيږئ داسې مه کښينئ چې کیبورډ ته د رسیدا لپاره باید کړوپ شئ
دټایپ کولو په وخت خپل مړوندپه بل ځاي مه تیکه کوئ او کله ناکله استراحت ورکوئ .
کله ناکله دټایپ  په وخت دمثال په توګه دCTRL-FیاALT_ C  دکیکاږلو لپاره له یوه لاسه کاراخیستل کیږي دا غلطه روده غوره ده د ټایپ په وخت دواړه لاسونه وکاروئ اوبله دا چې دټایپ په وخت مناسب فونت کاروئ څو اړتیا پيښه نه شي  دلوستلو لپاره ېې ځان مخې ته کوږ کړئ .
که پرکمپيوټر دکارکولو په وخت دغواصولوته توجه وشي حتي دستړیا ډیرکم احساس به کوئ  هغه کسان چې منظم سپورټ کوي او دغه ستندرتونه په پام کې نیسي هیڅکله دکار په وخت ستونزه نه لري

دحافظې دکمزورتیا په هکله څوټکي :

 خو که حافظه موسم کار نه کوي او هرشی مو ژر ژر هیریږي دغه مطلب هم ولولئ ښايي تریو حده درسره مرسته وکړي .
ترهرڅه وړاندې باید ټول جسمي مسایل رد شي یعنې دا چې تاسو باید ټول معاینات کړي وي چې کومه جسمي ستونزه یا هم دتغذیې ستونزه ونه لرئ .
پردې سربیره څیړنو ښودلې ده چې د تمرکز او دحافظې اصلي دښمن سترس او ویره ده  کله چې انسان ویره  ،سترس او ترهه لري   پرهیڅ مسلې تمرکز نه شي کولاي او هغه حافظې ته نشي سپارلی  دغه سترسونه اوفشارونه  ورو ورو زموږ حافظه نوره  هم کمزورې کولاي شي .
هغه محصلین چې دامتحاناتو په شپو ورځو کې سترس  او اندیښنه لري هیڅکله کوم شی نه شي یادولي نو ددې لپاره چې ګتوره مطالعه وکړي ترهرڅه وړاندې ځان ارامه کړئ .
ډاډه اوسئ که تاسو ستړي یا ست ،وږي او بی خوبه یا هم هیجاني  اوسئ هیڅکله تمرکز نه شئ کولاي  دا طبیعي چاره ده  .

څیړنو ښودلې ده چې ماشومان له څوارلس میاشتو وروسته شیان یادولی شي او که له هغوسره کار وشي  دخپلې حافظې ظرفیت لوړولی شي .
دحافظې په کمزوریتا کې بله مسله پرنفس داعتماد نه درلودل  دي دغه کسان له دې چې تل له یو ډول سترس سره مخامخ وي کوم شی ښه نه شي حفظولی  .
په اروپاکې دا خبره ثابته شوې ده چې ورزش او دسترس کمیدل  حافظه قوي کوي  او دډپرشن ضد درملو په شان اغیز لري  که تاسو هره ورځ سپورت وکړئ او ورسره خپله تغذیه ههم ښه کړئ  دمازغو کړچار ورسره ښه کیږي او په بدن کې مو مثبت بدلون رامنځته کیږي  کله چې مازغو ته پوره وینه ورسیږي  دغه چاره دحافظې له پياوړتیا سره مرسته کوي .
پر سمې تغذېې او دنورو طبي ستونزو پر لیرې کولو سربیره د لته څولنډې سپارښتنې هم کوو چې  په دغو تمرینونو سره  کولاي شي خپله حافظه پياوړې کړئ :

۱:خپلې سترګې بندې کړئ دخپلې کوټې کونجیانې وباسئ اوله دې پرته چې سترګې پرانیزئ دخپلې کوتې کولپ خلاص کړئ  .
۲:په هرلاس چې عادت شوي یاست خپل غاښونه برش کړئ اوس  هغه لاس بدل کړئ او په هغه بل ېې برش کړئ .
۳:دسر دږمنځ کولو لپاره هم همدغه کار وکړئ په هرلاس چې مو سر ږمنځ کاوه اوس ېې په هغه بل دغه کار وکړئ
۴:که موعادت کړي وي چې ژر ژر سر ووینځئ دا ځل ښه سم حمام وکړئ او ځان ښه پاک کړئ .
۵:که مو دکار ځاي نیژدې هم نه وي لږ پلی ورځئ 
۶:دخپل کار میز ته وګورئ او دهر شي ځاي بدل کړئ.
۷:که په لیفټ کې سپریږئ هڅه وکړئ سترګې پټې کړئ او دخپل پوړ بټن کیکاږئ .
۸:دکار او زده کړې په مهال چې کله تفریح کوئ ددې په ځاي چې په تفریح کې یو ځاي ناست وئ غوره ده له خپل ځایه پورته شي او لږ قدم ووهئ .
۹:خوړو ته دکتوپه ځاي دهغو په بوي دخوړو به خوند ځان پوه کړئ  او حدس ووهئ په قاب کې مو کوم خواړه دي .
۱۰:دځان لپاره نوې بوختیاوې پیدا کړي .
۱۱:باغباني او کب نیونه هم دحافظې له پیاوړتیا سره مرسته کوي .
ښايي تاسو ووایئ چې ډیردغه شیان په افغانستان کې نه شي کیداي خو تاسو ېې په بل ډول ترسره کولاي شئ دمثال په توګه دغه تمرین هم کولاي شئ چې په کوټه کې مختلف شیان په بیلابیلو برخو کې کیږدئ اویوه ورځ وروسته فکروکړئ چې کوم شی مو چیرته ایښی دی دابه ستاسو له حافظې سره ډیره مرسته وکړي .
ډاکټران ووايي کیله دحافظې له پياوړتیا سره ډیره مرسته کوي  هرهغه شی چې بي ویټامین ولري ګته لري .
دعلاقې وړ کتاب لوستل او په علاقې دیوه کار ترسره کول ددې سبب کیږي چې په بدن کې دډوپامین په نامه هورمون ترشح شي او دغه چاره په وګړي کې ښه احساس پیدا کوي   او دغه چاره پرماغزو مثبته اغیزکوي .
پلي ګرځیدل دحافظې له پياوړتیاسره ډیره مرسته کوي سره کړي او سس لرونکي خواړه هم دحافظې له کمزوریتا سره مرسته کوي نو دغسې خواړه مه خورئ .ترهرڅه مهمه خبره دا ده چې  په خپل وخت ویدیږئ ښه استراحت او ښه خوب دحافظې له پیاوړتیا سره ډیره مرسته کوي .
لکه چې  په پيل کې مووویل ترهرڅه مهم خواړه او تغذیه ده هغه کسان چې دلږې کالوري  درلودونکي خواړه خوري دهغوی حافظه کمزوري وي وسپنه دحافظې لپاره اړین توکی دی  دغه راز چاي او کافین هم دتانن په نوم دموادو د درلودو له امله  په وسپنه کې موجود تانیک اسید له منځه وړي او په دې ډول دحافظې له خرابیدا سره مرسته کوي .
دغه راز مصنوعي خواږه کم کړئ دغه چاره ښايي ستاسو وزن هم کم کړي هغه کسان چې ډیرخواږه خوري ترنورو ېې حافظه کمزورې وي  .
هیله ده په دې لیکنه کې دښاغلي ساپي ورور قناعت حاصل کړی وي .
په درناوي
ډاکټر سباوون




  1. خپل کمپیوټر له وائیروسونونه وژغوري
  2. خپل کمپیوټرکښی پښتوژبی لیکلو اسا نه طریقه
  3. خپله دکمپیوټرلپاره یوسکرین سیورجوړکړه
  4. خپله راﺉیټ شوی سې ډې لپاره آتورن بینر جورکړی
  5. خپله عقیده واخله: پشتو:
  6. خپله ژبه
  7. خپله ژبه هم كلا ده هم بلا
  8. خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
  9. خپلې وفات شوې ښځې ته کتل اوغسل ورکول خاوندلپاره جائزدي اوکه نه ؟
  10. خپګان څه شی دی؟
  11. د F4 key تڼۍ کاروني
  12. د قربانی ېو اهمه مسئله
  13. د لمانځه ژباړه
  14. د آخرت لپاره اول منزل
  15. د آذان په وخت کې د ګوتو مچي کول او په نغاره وهلو سره افطار کول
  16. د اختر تر لمانځه مخکي قرباني، او په کلي کي لمونځ کول
  17. د اختر مسايل'اداب‏
  18. د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي
  19. د اسقاط حيلې شرعي حکم
  20. د اسلام دری اساسی اصول: پشتو:
  21. د اصحاب فيل واقعه
  22. د افغانستان نقشې
  23. د الله اكبر اول الف راښكل مونځ ماتوي
  24. د الله تعالى تعالى استازي صلي الله عليه وسلم سره ادب
  25. د الله تعالى دکلام [قران ]سره ادب
  26. د انسان روغتيا ته د خوګ{خنزیر} د غوښې زيانونه
  27. د انګرېزي پرځای د مايکرو سافټ پښتو آفيس وکاروﺉ
  28. د اوداسه مسٔلې ليکونکی: مولانا محمد رفعت قاسیمي
  29. د اوداسه په اروند معلومات
  30. د اولاد څخه عقيقه کولو په باره کی که راته څه معلومات او تفصیلی وضا حت وکړې ؟
  31. د اکسيل توابع او فورمولې -کِتاب
  32. د بالغې نكاح پلار وكړه خو د رخصتۍ په وخت ده انكار وكړو څه حكم لري
  33. د بدعاتونه کرکه وکه: پشتو:
  34. د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب په غور يې تر پايه ولولئ
  35. د برېښناليک له مخې د خلکو پلټنه
  36. د بهلول دانا قصه
  37. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  38. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  39. د تراويح د لمانځه فضيلت
  40. د تراويح لمونځ
  41. د تره په موجوديت كې د مور ولايت نشته
  42. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  43. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟
  44. د حضرت زينب په هكله معلومات
  45. د حضرت سليمان علیه سلام او د کونگ مرغه خبري چې د انسان لپاره نصيحت دي
  46. د خالق او مخلوق تر منځ د واسطی پیژندل: پشتو:
  47. د خاوند دعاء ښځی لپاره
  48. د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟
  49. د خوشحالي او استقبال د پاره په غاړه کې ګلان اچول څنګه دي ؟
  50. د خپل فېسبوک څخه بک اپ (Backup) واخلئ.
  51. د داکتر دپاره د انسان د عورت معائنه كول جايز دي ؟
  52. د دنیا د مشهورو قاریانو په اوآذ ډېر په دردمند او ژړغونی اوآذونو باندې ختم القرآن دعا ګانی
  53. د دنیا د مشهورو قاریانو په اوآذ کښی اذانونه
  54. د دولسوكالودهلك اذان صحيح دى
  55. د دوو لمونځونويوځاى كولو تحقيق
  56. د ذوالحجي د لسو ورځو فضائل او په دي ورځو کي مستحب عملونه
  57. د ذوالحجې لومړۍ لسیزه له لاسه مه ورکوئ
  58. د رسول الله صلی الله علیه وسلم خولي څه راز وه او آيا قراقلي پر سر کول جايز دي ؟
  59. د رمضان لومړۍ شپه له لاسه مه وركوئ
  60. د رمضان په میاشت کی د صحی خوړو تغذیوی لارښود
  61. د رهنمای معاملات ( پراپرټي ) واله لپاره د کميشن اخيستل جايز دي ؟
  62. د روژتي روغتيا، د شريعت او طب تر منځ
  63. د روژه دارانو لپاره روغتيايي لارښوونې
  64. د روژه ماتي اصول
  65. د روژه ماتی څخه وروسته تر منی پوری د خپلی میرمنی سره کوروالی (جماع) کولو حکم څنګه دی ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User