Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, February 7, 2012

د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی


 د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی 

 هرکله چې انسان د الله تعالی احکام په پابندۍ سره ترسره کوی نو وده ته الله تعالی انعامونه وركوي دغه رنګه پر نه کولو باندی زیات ناراضه کیږی او عذاب ورکوی دا هم د الله تعالی فضل او انعام دی چې د احکامو پر ادا کولو باندی انعامونه راکوی . ځکه چې د بندګی تقاضا دا ده چې باید یوازی او یوازی عذاب وی ځکه چې بندګی خو د احکامو تعمیل دی د نافرمانۍ په صورت کې چې څومره عذاب اوعتاب وی هغه پرځای دی ځکه چې د مولی تر نافرمانی بل کوم شی لوی جرم کیدای شی پس د الله تعالی له لوری د یو خاص عتاب یا تنبیه بیانولو ضرورت نه و مګر بیا هم الله تعالی او نبی علیه الصلاة والسلام پر موږ باندی شفقت کړیدی چې راز راز اګاهی یی راکړی ده د هغه نقصانات یی راښودلی او په مختلفو طریقو یی پوه کړی یو که بیا هم موږ پوه نه شو نو دا زموږ خپل نقصان دی .
   ۱ -   عن ابن عباس قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من سمع النداء فلم یمنعه من اتباعه عذر قالوا وماالعذر قال خوف او مرض لم تقبل منه الصلوة التی صلی . --  ( رواه أبوداؤد ) .
ترجمه :   څوک چې آذان واوری او بی له یوه عذره لمانځه ته ولاړ نشی نو لمونځ یی نه قبلیږی صحابه وو پوښتنه وکړه چې د عذر څخه څه شی مراد دی نبی علیه الصلاة والسلام ورته وفرمایل : چې مرض یا وېره وی .
فائده :   د نه قبلیدو معنی دا ده چې پر دی لمانځه باندی چې کوم ثواب او انعام الله تعالی ورکوی هغه نه ورکول کیږی فرض یی د ذمی څخه ساقطیږی . همدغه زموږ او د امام مالک رح مذهب دی د صحابه وو او تابعینو د یوې ټولۍ په نزد باندی بی له عذره د جماعت پریښودل حرام دی .
  او په جماعت سره لمونځ ادا کول فرض دی حتی چې د ډېرو علماؤ په نزد باندی یی لمونځ نه صحی کیږی د احنافو په نزد باندی لمونځ صحی دی لیکن د جماعت د پریښودلو جرم یی کړی دی .
۲ -   «  عن ابی هریرة رض قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لقدهممت ان امر فتینی فیجمعوا لی حزما من حطب ثم الی قوما یصلون فی بیوتهم لیست بهم علة  فاحرقها علیهم » -- ( رواه مسلم) 
ترجمه :   زما زړه غواړی یو څو ځوانانو ته ووایم چې ډېر لرګی سره راټول کړئ بیا زه هغو خلکو ته ورشم چې بی له عذره په کورونو کې لمونځ کوی او د هغو کورونه وروسوځوم .
فائده :    نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره د دی چې پر امت باندی  ډېر شفقت او رحمت لری او پر هغوی باندی یی یو ادنی تکلیف هم نه دى پیرزو پر هغه کسانو چې په کورونو کې لمونځونه کوی دومره په غضب دی چې زړه یی غواړی کورو ته یی اور واچوی .
۳ -    عن ابی الدرداء قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول ما من ثلاثة فی قریة ولابد ولاتقام فیهم الصلوة الا استحوذ علیهم الشیطن فعلیکم بالجماعة فانما یاکل الذئب من الغنم القاصیة » --  ( رواه ابوداؤد والنسائی ) .
ترجمه :  په کوم کلی یا صحرا کې چې درې کسان وی او هلته لمونځ په جماعت سره نه کیږی نو پر هغوی باندی شیطان مسلط کیږی تاسی خامخا په جماعت سره لمونځ کوئ ځکه چې یوازی (بیله شوی ) پسه لیوه خوری او د خلکو لیوه شیطان دی .
فائده :  د دی حدیث څخه دا معلومه شوه چې کوم خلک په کښت او زراعت او باغ کې اخته وی که درې کسان وی نو باید په جماعت سره لمونځ وکړی بلکې که دوه کسان وی نو هم باید په جماعت سره لمونځ وکړی .
اکثره بزګران خو اول لمونځ قضا کوی ځکه چې د باغ مصروفیت دوی خپل عذر بولی او څوک چې ډېر دینداره وی هغه یی یوازی کوی کچیری یو څو بزګران په یوځای کې سره راجمع شی او لمونځ په جماعت سره وکړی نو څومره ثواب به حاصل کړی د یو څو پیسو لپاره ګرمی لمر او باران او یخ پر ځان تیروی لیکن دومره لوی ثواب ضائع کوی او د هغه هیڅ پروا نه کوی کچیری دا خلک په صحراء کې په جماعت سره لمونځ وکړی نو لا ډېر زیات ثواب لری . په حدیث شریف کې راځی کله چې یو چوپان دغره یا ځنګل په بیخ کې آذان وکړی او لمونځ وکړی نو الله تعالی د ده څخه ډېر راضی کیږی او په تعجب او تفاخر سره ملائکو ته وایی چې وګورئ زما بنده آذان کوی او لمونځ کوی دا ټول یی زما د وېری له امله کوی ما و دی بنده ته مغفرت کړی دى او جنت ته يې داخلوم . –(مشکوة)        
۴ -   « عن ابن عباس رض انه سئل عن رجل یصوم النهار ویقوم اللیل ولایشهد الجماعة ولاالجمعة فقال هذا فی النار » --  ( رواه التدمذی)
ترجمه :   د حضرت عبدالله ابن عباس رض څخه یوه سړی پوښتنه وکړه چې یوه سړی د ورځی ټوله ورځ روژه نیولى وى او ټوله شپه یی نفلونه کوی لیکن د جمعې لمانځه او جماعت ته نه حاضریږی ( د دی څه حکم دی ؟ ) ابن عباس رض وویل : چې دا سړی جهنمی دی .
فائده :  بعضی جاهل صوفیان نفلونه او وظیفې ښه ډېر کوی لیکن د جماعت پروا نه کوی او دا بزرګی ګڼی ، حال داچې د بزرګۍ کمال د الله تعالی د محبوب په اتباع سره راځی .


  1.  
  2. خپلی ښځی سره د جنسي اړيکو اغیزا د بدن په سلامتيا باندې
  3. خپګان څه شی دی؟
  4. د قربانی ېو اهمه مسئله
  5. د لمانځه ژباړه
  6. د آخرت لپاره اول منزل
  7. د آذان په وخت کې د ګوتو مچي کول او په نغاره وهلو سره افطار کول
  8. د اختر تر لمانځه مخکي قرباني، او په کلي کي لمونځ کول
  9. د اختر مسايل'اداب‏
  10. د اختر پر ورځ ځينې کارونه چې سپارښتنه يې شوې ده او سنت يا واجب دي په لاندې ډول دي
  11. د اسقاط حيلې شرعي حکم
  12. د اسلام دری اساسی اصول: پشتو:
  13. د اصحاب فيل واقعه
  14. د افغانستان نقشې
  15. د الله اكبر اول الف راښكل مونځ ماتوي
  16. د الله تعالى تعالى استازي صلي الله عليه وسلم سره ادب
  17. د الله تعالى دکلام [قران ]سره ادب
  18. د انسان روغتيا ته د خوګ{خنزیر} د غوښې زيانونه
  19. د اوداسه مسٔلې ليکونکی: مولانا محمد رفعت قاسیمي
  20. د اوداسه په اروند معلومات
  21. د بدعاتونه کرکه وکه: پشتو:
  22. د بهلول دانا قصه
  23. د تجارت د ترغيب د پاره اعلانات او د سوغاتونو ويشل څه حکم لري ؟
  24. د تخرګو او شرمګا د ويښتانو په اړه پوښتنه
  25. د تراويح د لمانځه فضيلت
  26. د جنازې او چتو لو مسنون طريقه څه ده
  27. د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User