Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, January 26, 2012

دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی

اسلامې حجاب
داسلام هرحکم ته که ښه پام وشي دومره حکمتونه اوارزښتونه به پکې وي چه په ليکلو يې کتابونه ډک کيږی .
دښځی په اسلامې حجاب کې هم بې شميره حکمتونه اوګټی نغښتې دي چه ځنوته يې په سرسري ډول اشاره کوم.
اسلامی اخلاق دانسانی فطرت سره موافق دي د هرسالم فطرت غوښتنه داوي چه زما بی بی به يواځې له ماسره مينه لري له بيګانه خلکوسره به مينه اورابطه نه کوي او هيڅ څوک به زما بی بی ته نظر هم نه کوي  .
همدارنګه دښځې دسالم فطرت غوښتنه هم همدا وي چه زه بايد يوننګيالی اوغيرتی خاوند ولرم داسې چه يواځی له ماسره مينه اورابطه ولري ،له پردی ښځی سره هيڅ مينه اورابطه ونه لري .
اسلام دانسان دسالم فطرت موافق اخلاق وړاندې کړي داسې چه دنظرساتل له نامحرمو اودنامحرمو اوبيګانه سره ټول مستقيم اوغيری مستقيم روابط دنرله پردی ښځی سره او دښځی له پردی سړی سره حرام اعلان کړي دي .
اسلام ديوی پاکدامنه ټولنی غوښتونکې دي اسلام دفحاشت اوزنا سخت مخالف دي اوهغه وسايل چه زناته دنږيديوالې سبب ګرځی هم منعه اعلان شوی لکه بی حجابې، هرډول فاحش تبليغات اوبی شرمه اوفاحشی خبری .
اسلام دانسانيت اوسړيتوب لپاره داسې اخلاق وړاندی کړي چه په هغه سره واقعاً يوه رښتنې انسانې ټولنه رامنځه ته کيږي انسان هغه وخت خپل شرافت او انسانيت ساتلی شي چه حيا ولري کله چه انسان بی حياشي نوبيا تريوحيوان هم بتره ځناور ورڅخه جوړ شي ځکه په حيواناتوکې هم څه قوانين شته  خودابي حيا انسان کې هغه حيوانی قوانين هم نه وي نوحيا دانسان دشرافت ساتنه کوي په بي حجابی  سره بي حيايې رامنځ ته کيږي چه اول ديدن بيا خبري بيا راشه درشه  اوبيا—- نور نور څه ترې پيداکيږي .
اسلام ښځی ته په لوړمقام او ارزښت قائل دی ځکه چه مهم شی سړی له خلکوپټ ساتی اوهغه دخلکولپاره په لارو اوکوچوکې نه ږدي ،ښځه خوپه اسلام کې مور ده ناموس دی خدای مکړه که دچا موراوناموس ته په سپک نظروکتل شي څومره بده خبره ده نودښځی حجاب حکمت دادی چه خداي مه کړه دکوم ناولې اوفاسق انسان لخوا ضرر ورته ونه رسې ،طبعی خبره ده چه په هره ټولنه کې ښه اوبدخلک شته ، نوکله چه مسلمانه ښځه په حجاب کې  وي دناولېو اوفاسقو انسانانو بدنظر اوتمه له منځه ځی .
داسلامی حجاب په اړه الهی فرمان :
۱- له نامحرمودسترګودنظرحجاب :
سړي به له بيګانه ښځوخپل نظرساتي اوښځې به له بيګانه سړيو خپل نظر ساتي قوله تعالی :يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنّ((پټې کړئ (له نامحرمو څخه ) سترګې خپلې )).
۲-  دټول بدن پټولو حجاب  :
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنّ (النور 31 ).َ
ژباړه :   ((او ووايه (ای محمده ص ) ايماندارو ښځو ته چه پټی کړی (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی او ښه ټينګ دی وساتې ځای د حيا سترونه (دمحرماتوپه مقابل کې ) اونه دی ښکاروی زينت ښايست (اوځای د ښايست خپل
) مګر هغه چه ښکاريږي له (دغه ښايست څخه په وخت د کسب کار کې ) او ښايې چه وادی چوی ټکري خپل پر ګريوانو(سينه يا ټټر )) .
دټولوفقهاوو په نزد دښځی ستر په لمانځه ،حج اود محرماتو په مقابل کې دټول بدن پټول بغيرله مخ ،لاسونه اوپښی بغيرله ښنګرو مګر دنامحرمو په مقابل يا دضرورت په وخت کې له کور څخه دوتلوپه وخت کې  دمخ په شمول دټول بدن پټول ضروري دي
لاندې آيت شريف ښه واضح دليل  دی :
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (الاحزاب 59 ).
((ای نبي ووايه ښځو ته دي اولوڼو ته دي اوښځو(دنورو ) مؤمنانو ته چه خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو څخه دغه (پټول دبدن ) نژدی دي دې ته چې وبه پيژندی شي دوی (چی اصلی دي ) پس ايذاء به ونشي رسولی دوی ته اودی الله ښه بښونکی ډير رحم واله )).
کابلی تفسير چاپ مدينه منوره په تفسير ددی آيت کې ليکلې دي چې ورسته ددی ايت له نزول  مسلمانانوښځو به خپل مخونه ياڅيره اوټول بدن په خپلو ټکريوياڅادرونو سره پټول اوبيا به دباندې داسې وتلې چه يواځی به د دوی يوه سترګه ښکاريده چې په هغه په لاره تلې شوې .
ددی نه معلومه اوثابته شوه چه دفتنی اوفساد په وخت کې دمخ يا څيری پټول ضرور دي .
شيخ الاسلام ابن تيمية (رح ) په خپل کتاب مجموعة رسائل فی الحجاب والسفور کې هم کټ مټ دکابلی تفسير خبره ليکې چه کله دغه آيت نازل شو ( يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ ) مسلمانی ښځی دجلباب په اغستلو مکلفې شوې.
جلباب هغه رداء يعنی لويه پرده وه چه څه حصه به يې پرمخ را اچوله اوټول بدن به يې پټولو.
شيخ الاسلام په خپله رساله کې دابن عباس (رض) داقول هم رانقل کړي : قال علي بن أبي طلحة عن ابن عباس أمر الله نساء المؤمنين إذا خرجن من بيوتهن في حاجة أن يغطين وجوههن من فوق رؤوسهن بالجلابيب ويبدين عينا واحدة.
ځنی بيا پدي نظر دي چه دمخ پټول په حجاب کې نه راځی ددی نظر د رد لپاره په  لنډه ټوګه دوه دليل وړاندي کوو:
۱دليل :  په پاس آيت شريف کې (إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا) مګر هغه چه ښکاريږی په وخت د کسب اوکارکې لکه مخ ،لاسونه اوپښی دغه اشاره دمحرمو لپاره ده نه د نامحرمو لپاره ځکه چه دنامحرموسره کډکسب ،کار اوخلوت حرام دي حديث شريف (إيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ! فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأنْصَارِ : أفَرَأيْتَ الحَمْوَ ؟ قَالَ( الحَمْوُ المَوْتُ ! )). (متفق عليه ).
ژباړه : دبيګانه اونامحرموښځودخلوت نه بچ شی ،دي سره يوه انصاری(رض ) پوښتنه وکړه چه دليور (دښځی دخاوند ورور ) په باره کې ستاسوارشاد څه دی ؟ هغوی(ص ) وفرمايل چه لِور مرګ دي .
۲ دليل : رسول اکرم (ص) ښځوته حکم کوي چه طواف کې مخ مه پټوي حديث شريف (ينهی النساء فی احرامهن عن القفازين والنقاب ) ژباړه : هغوی (ص )  ښځو ته داحرام په حالت کې د دستانواچولو اوپه مخ باندې دنقاب اچولويامخ پټولومنع کوله . ( رواه ابوداؤد )
نوکه دمخ پټول نه وای ددي حکم واضحت ته څه ضرورت ؤ ؟
۳- دپښوحجاب :
َلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ(النور 31 ).
(نه دي وهی ) پښی خپلی دپاره ددی چه معلوم کړشی هغه څيزونه چه پټوی دوی له زينت اوښايست خپل.
۴- له نامحرم سره دضرورت په وخت کې دخبرو حجاب :
إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا(الاحزاب 32 ).
په ويلو کې نرمی مه کوئ پس ( که پسته خبره تاسی وکړه ) نوطمع کښې به پريوځی هغه څوک چه په زړه کښې رنځ وي ( دنفاق اوبدکاری ) او ووايئ تاسی خبره ښه ( ځيږه ) .
دحجاب شرطونه :
۱- حجاب بايد ټول بدن پټ کړی: مسلمانو ښځو ته خدای (ج) داسې حکم کوي (يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ) جلباب همغه دراز ه جامه ده چه ټول بدن پټوي .
نتيجه دا شوه چه حجاب شريعی بايد ټول بدن پټ کړی .
۲- حجاب بايد نازک نه وي : دحجاب مطلب دبدن ستر دی داسې کومه پرده چه هغه بدن پټ نشی کړای تر پردی لاندی ويښتان ، جامي او نور ښکاري هغه ته حجاب نشو ويلای .
۳- حجاب بايد زينتي او دجالب رنګ لرونکی نه وي چه دخلکو انتظار خپل ځان طرف ته جلب کړی : دحجاب هدف دادیچه دښځی زينت اوښايست پټ کړی نوداسی پرده چه هغه دښځی زينت ته خلک جلبوای شی حجاب نه بلل کيږی ، دقرآنکريم حکم (وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا..)نو بايد حجاب دزينت ساتنه وکړی .
۴- حجاب بايد پراخه وی تنګ نه وي: ترڅو دبدن لوړی ، تيټی برخي او دفتنې ځايونه ښکاره نشي.
۵- دښځی جامی بايد په عطرو نه وي لړليې : چه په نامحرمويې بوی ولګي ترڅو دخلکو دجلب سبب شي ځکه داعمل حرام دي او ددی عمل په اړه په احاديثو کې شديد الفاظ وارد شوي : « إذا استعطرت المرأة فمرَّت على القوم ليجدوا ريحها فهي كذا وكذا" قال قولاً شديداًُ ». رواه ابوداؤد
۶- دښځی جامی بايد دنر له جامي سره هيڅ مشابهت ونه لری : ځکه چه په جامه کې دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت  له ښځی سره حرام دی .
 «لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّجُلَ يَلْبَسُ لِبْسَةَ الْمَرْأَةِ وَالْمَرْأَةَ تَلْبَسُ لِبْسَةَ الرَّجُلِ».(ابوداؤد).
ژباړه : رسول الله ص په هغه سړی لعنت فرمائيلی دی چه دښځوپه شان جامې 



  1. انداختن هرقسم ادويه در فرج زنانه ناقض روزه ميباشد در فتاوي عالمگيره است
  2. انزال روکنے کے خطرناک تتائج
  3. انسان اور شیطان
  4. انسانی دماغ پڑھنے والا کمپیوٹر
  5. انعامی بونڈز
  6. انكار حديث سے انکار قرآن تک
  7. انكار حديث سے انکار قرآن تک:
  8. انلاین قران کریم هر ایات هره صفحه هره پاره ډیر په ساده ډول
  9. انټرنټ
  10. انټرنیټ او ددعوت غلطه طریقه
  11. انټــر نېټ څـنـګه پیــدا شو
  12. انپيج کا نئے ورجن
  13. انکار رجم ایک فکری گمراہی
  14. انکارِ حدیث کرنے والوں کے اعتراضات اور ان کے جوابات
  15. اهم ترينه مسئله د توحيد ده
  16. اوفا ت نبي:الشیخ امیرحسین باچا
  17. اوقات سحری وافطاری افغانستان
  18. اوقات نماز
  19. اوقبله کوم طرفته ده
  20. اولاد کی تربیت کیسے کریں؟
  21. اونٹ کی قربانی اور تقسیم
  22. اى علماوؤ تاسو ته وايم
  23. ايا د انټرنټ او يا موبایل له لارې د نامحرم هلک او نامحرمې نجلۍ اړيكې ، محاوره او خبرې اترې روا دې او كه ناروا ؟
  24. ايا د ږيري په خپل حالت پريښودل پکاردي او که د قبضي نه آخوا يي وهل پکاردي

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User