Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, June 27, 2011

د واده لومړۍ شپه

د واده لومړۍ شپه
 ډاکټر سباوون
محترم ډاکتر صاحب سباوون

په سلامونو او نیکو هیلو مو لمانځم
ډاکتر محترم : زه یوه میاشت وروسته واده کوم خو زه هیڅ کله هم دا نشم تصور کولای خلکو راته په دې اړوند بیلا بیل نظرونه اورولي دي چې اکثر یې زما په فکر په ګډ ژوند بد تاثیر هم لرلای شی ستاسو له محترم حضور څخه غوښتنه لرم چې د واده د شپې په اړوند راته مکمل معلومات راکړی چې ایا په دې شپه جنسي اړیکې ضرور دی ؟ څنګه یو څوک کولای شي له یو نا بلد شخص سره خبرې وکړی څنګه کولای شی هغوی زړه ورکړي خبرې له کوم ځای څخه پیل او په کوم ځای پای ته ورسیږی په کومو مسایلو بحث وشي اویا هم هیڅ خبرې ونشي او جنسي اړیکې تر سره نشی  .
مهربانی به مو وی
په پښتنه مینه حمید له کابل څخه

ځواب :

قدرمنه حمیده خانه ما ستاسو په پوښتنې ډیر فکر وکړ چې ورته هر اړخیز ځواب پيدا کړم خو دغه موضوع دو مره مهمه ده چې فکر کوم زما ځواب به ورته  کافي نه وي تر دې وړاندې چې په دې هکله درسره خبرې وکړم دغه خبره مهمه ده چې داسلام په چوکاټ کې  او له انساني اصولو سره سم  دمیرمنو حق او حقوق باید خوندي وي او دیوې پښتنې میرمنې درناوی وشي  او بله دا چې په ګډ ژوند کې تر ټولو مهمه مسله اعتماد دی که دواړه لوري پر یو بل اعتماد پيدا کړ په ژوند کې به لويو هدفونو ته ورسیږي دغه خبره هم له یاده مه باسه چې  دګډ ژوند  معني یوازې جنسي اړیکي نه وي بلکه یو انساني او لوړ هدف ته رسیدل وي زه به درته هم دطب او هم د ټولنپوهنې په رڼا کې ځینې لارښوونې وکړم ښايي ځینې ډاکټر صاحبان پر ما نیوکه هم وکړي خو  په دې ډاډه یم چې پښتون ځوان دغوخبر ته ډیره اړتیا لري .

دواده شپه  دګډ ژوند لومړنۍ شپه وي په تیره بیا په پښتني کلتور کې ډیر اهیمت لري  او له اسلامي نظره هم یوه مبارکه شپه بلل شوې ده  مبارکه په دې بلل شوې چې په روایتونو کې راغلي دي  چې مومن په واده سره خپل نیم  ایمان بشپړوي  ځکه خو په اسلامي سرچینو او متنونو کې دې چارې ته ډیر درناوی شوی او اهمیت ورکړل شوی دی  ویل کیږي په دې شپه دعا قبلیږي  او  پرښتې د ناوې  او زوم لپاره  دخداي رحمتونه نازلوي  په روایتونو کې راغلي دي چې  که څوک مقاربت او له خپل میړه یا ومیرمنې سره  مقاربت له  ادابو او  دودونو سره سم  ترسره کړي  دغه چاره عبادت ګڼل کیږي  او  دغسې کسان ویل کیږي په یوه سنت عمل کوي .
 ددې لپاره چې سمه جنسي اړیکه ترسره شي باید یو لړ اصول او اداب په پام کې ونیول شي حیوان او انسان دواړه جنسي تمایل لري خو انسان شعور لري او دغه چاره باید له یو لړ ادابو سره تر سره کړي  ددې لپاره چې یو ځوان  او یا پیغله د واده په شپه دمقاربت په وخت له ستونزې سره مخامخ نه شي باید دغه  اصول او رودې زده کړي  په د غو اصولو کې د مقاربت  سریزې ، دیوبل دعاطفي  اړتیاوو پيژندل  او هغوته پام کول ، دمقاربت دبیلابیلو لارو  پیژندل ، دغه راز په دې پوهیدل چې څنګه له حاملګي مخنیوی کولی شي ، له مذهبي پلوه  په ځینې مسلو پوهیدل لکه په غسل دمقاربت په شرعي اصولو پوهیدل ، دتناسلي غړیو  په حفظ الصحې پوهیدل  ، او دمقاربت په احتمالي  ستونزو پوهیدل چې که ورسره مخامخ شي باید علاج ېې وکړي  دغه راز په سلګونو واړه او غټ ټکي شته چې دلته په ټولو خبرې نه شول کولاي  خو ددې لپاره چې په دې هکله بشپړ معلومات ترلاسه کړئ باید ورته پوره مطالعه ولرئ .

تر ټولو مهمه مسله دا ده چې په جنسي مقاربت کې باید دواړه لوري  دجنسي خوند داوج ټکي یا ارګازم ته ورسیږي چې دبریالي جنسي اړیکې یوه اصلي نښه ګڼل کیږي خو له بده مرغه   په پښتنې ټولنه کې دغې چارې ته هیڅ توجه نه کیږي  په تیره بیا دمیرمنو  خواهش له پامه غور ځول کیږي ځکه خو ګورو له چې له واده و روسته ډیرې رواني او جسمي ستونزې  را برسیره کیږي په ډیرو هیوادونو کې په دې اړخ څیړنې شوي دي او وايي چې  پنځه اویا په سلو کې کورنۍ مسلې په همدې چارې کې ریشه لري .

 دجنسي خوند اوج ته رسیدل په نارینه او میرمنو کې توپير لري  او معمولاً نارینه تر میرمنې ژر  ارګازم   یا دجنسي خوند اوج ته ر سیږي  ډیر نارینه دې مسلې ته متوجه نه وي  او کله چې د وي ارضا او ارګازم ته ورسیدل نو خپل فعالیت پریږدي  په داسې حال کې چې میرمن یې لا  ارضا شوې نه وي  که میرمن په دې حالت کې خوشې شي حتي ممکنه ده دنس او ملا دردونه ورته پيدا شي او له روانی پلوه له ستونزو سره مخامخ شي  نو ددې لپاره چې خاوند خپل میرمن ارګازم ته ورسوي باید تر هغه وړاندې  ورسره مینه وکړي او او  د میرمنې دحساسو برخو په پارولو سره هغه دغه کار ته چمتو کړي .

دغه خبره به څومره سمه وي خو ما په یوه دیني مطلب کې پیدا کړه او پکې راغلي وو چې هغه میړه چې  له مقاربته مخکې له میرمنې سره مینه  او معاشقه  وکړي  یعنې ترمقاربت مخکې  هغه وپاروي  دخداي له ځانګړي لطف او مهربانۍ سره مخامخیږي .

(لکه چې په مسلمانانو کې دود ده   د واده دشپې پيل او لومړنۍ خبرې که په دینې  اصولو سره وشي ښایي په تول ژوند کې بریالي وي ما دلته په اروپا کې  له یو عرب امام څخه په دې هکله پوښتنه وکړه هغه رارته وویل غوره ده کله چې زوم کوټې ته ننوځي خپل لاس د ناوې په ټنډه کیږدي  او دځان ، ناوې او راتلونکې بچیانو لپاره دغه دعا ولولي «اللهم بامانتک اخذتها و بکلماتک استحللت فرجها، فان قضیت لی منها ولدا فاجعله مسلما سویّا ولا تجعله شرک شیطان  ای خدایه  دغه میرمن مې له تا امانت اخیستې ده  او ستا په کلمو مې حلاله کړه  او که دې میرمنې دې ماته اولاد راکړ هغه له برکتونو ډک او متقي وګرځوه او دشیطان لپاره  ترې ګټه مه ورسوه  ښايي ځینې کسان په دې هکله ډیر معلومات ولري خو ما له بل چاپه دې هکله پوښتنه کړې که څه تیروتنه وي ما وبخښئ خو کوم سړی چې ما ته دغه معلومات ر اکړي ښه ملا او امام دی  دغه ملا امام وايي غوره ده خاوند او میرمن اودس وکړي  بیا دې تکبیر ووايي  او دوه رکعته لمونځ دې وکړي  او له هغه وروسته دې مقاربت وکړي )

دغه اسلامي دود یوه بله ګټه هم لري په تیره بیا  دپښتنو لپاره چې خپله میرمن ډیر ځله د واده په شپه ګوري او هغه دا چې په دې ډول له هغې سره دخبرو پلمه پيدا کیږي او دعاګانې  دواړو لورو ته روحیه هم ورکوي په هر صورت له  دینې مسلو چې ورتیر شو  باید دغه یادونه هم وکړ چې  نوې جوړه  دپوهنتون محصلینو ته ورته دي  هغوي دژوند په کږلیچونو او لوړو ژورو کې لومړنی ګام اخیتسی وي  که له لومړۍ شپې دوي له خپلو تیروتنو درس واخلي ډیر ښه به پر مخ لاړ شي  خو د واده لومړنۍ شپه ممکنه ده په ټول  ژوند اغیز وشیندې په دې برخه کې خاوند ښه رول لوبولی شي  دغه مسله په پرمختللوټولنو کې حل شوې ده  خو زموږ په ټولنه کې لاهم یو ه مسله ده کله چې د واده په لو مړۍ شپه میرمن او خاوند دیو بل په وړاندې راځي له بده مرغه ډیری ځوانان یوازې جنسي مسلې ته متوجه وي او دټول عمر لاره ورته نه ښکاري لږفکر وکړئ دغه میرمن به ټول عمر له تاسو سره وي  ښه به  نه وي چې  لږ ترلږه په لومړۍ شپه په جنسي مسلو هیڅ فکر مه کوئ یوازې دغه شپه په مجلس او خبرو تیره کړئ او  له ټوکو  ټکالو ېې پیل کړئ خپلې میرمنې ته  دخپل کور خصوصیات بیان کړئ  او هغې ته روحیه ورکړئ چې په نوي او پردي کور کې چې له دې وروسته ددې خپل کور دی خوشاله وي او له تاسو سره ستاسو په هدف کې مرسته وکړي  ځینې ځوانان د واده په شپه دجشن او د واده په مراسمو کې دومره ډوب وي چې پوه نه وي څومره لوي مسولیت ورپه غاړه دی  د واده مراسم یوازې یوه ورځ وي  اوس تاسو مجبوره یاست له یوبل سره ګډ ژوند وکړئ له یو بل سره تعامل وکړئ غوره ده  له لومړۍ شپې  د یوبل ګډ ټکي پيدا کړئ  له دغه واده خوند واخلئ او د واده فلم بیا بیا وګورئ خو په ذهن کې لوي تصویر  دیو واقعي ژوند هم ولرئ .

ډیر ځله په پښتنې ټولنه کې خاوند او میرمن له یو بله پوره پيژندګولي نه لري له همدې شپې هڅه وکړئ یوبل وپيژنئ یوه بله خبره چې پښتانه  تل ورته اهمیت ورکوي دا ده چې غواړي دا یوه میرمن چې نوي کور ته راځي په خپل خوي او عادت بدله کړي خو دې ته متوجه نه وي چې دیوه انسان بدلول اسانه کار نه دی په تیره بیا هغه کسان چې ځوانان وي ژر نه بدلیږي ښايی له شرم او حیا ستاسو ټولې خبرې ومني خو بدلیدل ېې ناشونی وي نو  غوره ده خپله میرمن اویا خپل خاوند په هغو خصوصیاتو سره چې لري ېې ومنئ که ېې په زور هر کار ته مجبوره کړئ وروسته به ناوړه پایلې ولري او ستاسو په ټولې کورنۍ به ېې اغیز جوت وي .
په پښتني ټولنه کې ترټولو مهمه مسله له خپلې کورنۍ سره دمیرمنې اړیکې دي که دغه اړیکې خرابې شوي رغیدل ېې سخت وي او په راتلونکو نسلونو هم بده اغیزه لري هڅه وکړئ دلته تعادل وساتئ  او له لومړۍ شپې دې مسلې ته متوجه وئ .

هڅه وکړئ له خپلې میرمنې او یا میرمن له خپل خاوند سره  بحث او خبرې وکړئ هیڅکله جنجال مه کوئ منطقي خبره کوئ او یو بل ته قناعت ورکړئ په خبرو کې کنټرول له لاسه مه ورکوئ.
 ترټولو مهمه مسله دا ده چې اوس متاهل شوي یاست  او باید دمجردۍ فکر ونه پریږدئ   دخپلې میرمنې فکر کوئ او له ملګرو سره ناسته پاسته هم کنټرول کړئ که مخکې  هر وخت شپه  او ورځ له خپلو ملګرو سره وئ اوس دغه کار نه شئ کولاي ځکه چې دبل چا مسولیت هم درله غاړې شوی دی .

لکه چې مخکې وویل شول لومړۍ شپه ډیره مهمه ده او ممکنه ده خاطره ېې ټول عمر له تاسو او یا ستاسو له میرمنې سره وي  هیڅ ټینګار مه کوئ چې په لومړۍ شپه دې مقاربت وشي  سمه ده چې دا مقاربت مهم او نوم ېې جنسي اړیکه ده خو ډیره  روحي او روانی مسله ده  په تیره بیا دا چې میرمنې په دې وخت سخت روحي فشار لري هغه درک کړئ او دا خبره طبیعي هم ده چې ښايي ونه غواړي له تاسو سره څملي ځکه چې ویریږي دغه ویره باید تاسو ورته ختمه کړئ او هغه چمتو کړئ له زوه کار مه اخلئ دودونه و دستورونو چې دیر ېې غلط  دي شاته پریږدئ  ښايي دغه چاره لس ورځې هم وخت واخلي آرامش ولرئ .

یو ځل بیا ټینګار کوم ارامش ولرئ په یوه ښه مجلس او خبرو سره اړیکه پيل کړئ او بیا ورو ورو ځان ورنيژدې کړئ  که له  مینې او پارولو وروسته  جنسي اړیکه ټینګه کړئ   دواړه لوري به ترې خوند واخلي ممکنه ده میرمن خونریزي او درد ولري او ښايي دواړه دغه حالتونه موجود نه وي وارخطا  کیږئ مه ( په دې هکله په یوې بلې لیکنې کې هم ځینې مسلې بیان شوي له هغه هم استفاده کولی شئ ) .

دجنسي اړیکې په وخت له زوره کار مه اخلئ  او پر میرمنې فشار مه اچوئ  غوره ده له لبریکا ټ موادو استفاده وکړئ .

دغه خبره هم باید وکړو چې میرمنې د  لومړني جنسي مقاربت په وخت دوه ډوله دردونه زغمي یو دبکارت دپردې درد دی او بل د  نارینه دجنسي الت د دخول له امله درد دی  ځکه چې مهبل کشیږي او دا په خپله درد پيدا کوي  ددې لپاره چې دغه درد کم وي غوره ده چې معاشقه او مینه وشي حتمي نه ده چې  له مینې وروسته دي جنسي اړیکه ټینګه شي له څو ورځو معاشقې وروسته هم دغه کار کولي شي خو په داسې وخت ېې ترسره کړئ  چې میرمن دجنسي خوند اوج ته رسیدلي وي دغه کار به درد کم کړي  دویم ډول درد چې د مهبل له کششه پيدا کیږي  هم سخت وي ځکه چې مهبل دلومړي ځل لپاره کشیږي  دغه درد هم  له معاشقې وروسته کمیږي  دغه راز له لوبریکانټ ( ښویدونکو ) موادو هم استفاده کولاي شئ .

په دې هکله په تیرو پوښتنو کې هم په تفصیل خبرې شوي دي په تاند کې ېې موندل شئ  خو هغه کسان په ګډ ژوند کې  بریالي وي چې مننطقي دي او له دیتکاتورۍ او  زوره استفاده نه کوي .


منبع : تاند


  1. الشیخ غلام الرحمن څه حصه د درس قرآن او څه حصه د درس حدیث
  2. الصديق الحقيقي و صدمة الخيانة
  3. الصديقان
  4. الصلوۃ والسلام علیک یا رسول اللہ کہنا
  5. الصيف
  6. الطبخ الجزائرى القسنطينى .. 400 أكلة منوعة
  7. الطعام داء أم دواء
  8. العمرة المصورة
  9. العمل في الاسلام آدابه ونواياه
  10. الفصول الأربعة
  11. الفوائد التفسیریۃ السلفیۃ تالیف : محمد ابو سعید ابن شیخ القرآن علامہ سید عبدالسلام رستمی حفظہ اللہ
  12. القاموس الوحید
  13. القرآن الكريم
  14. القرآن الكريم بصوت الشيخ احمد بن علي العجمي اون لاين
  15. القرآن الكريم بصوت الشيخ سعد بن سعيد الغامدي اون لاين
  16. القرآن الكريم بصوت الشيخ سعود بن ابراهيم الشريم اون لاين
  17. القرآن الكريم بصوت الشيخ فارس عباد اون لاين
  18. القرآن الكريم بصوت الشيخ ماهر بن حمد المعيقلي اون لاين
  19. القرآن الكريم بصوت الشيخ مشاري بن راشد العفاسي اون لاين
  20. القرآن الكريم سورة الشرح
  21. القرآن الكريم مع التفسير للكمبيوتر
  22. القران الكريم بالرسم العثماني
  23. الكتب
  24. الكتب الإسلامية
  25. الكتب في المكتبة{pdf}
  26. الكذب
  27. الكوكب الدري في تخريج الفروع الفقهية على المسائل النحوية
  28. الله أكبر .. الله أكبر .. الله أكبر .. لا إله إلا الله .. الله اكبر .. الله أكبر .. ولله الحمد
  29. الله جلا جلاله اعذب ما نطق به لسان
  30. الله سے تعلق بڑھایۓ
  31. المحرم وعاشوراء
  32. المصحف المرتل كامل -اسطوانة للقارئ محمد جبريل
  33. المعجم المفهرس للتراكيب
  34.  

7 comments:

  1. Muhammad Mustaqeem Shah

    Mashallah, nice effort bro. Actually if you put i'raab on the text that would help many as most of people out there can't read Arabic, can they? May Allah reward you. Ameen.

    ReplyDelete
  2. ASalamu Alikum khosh hala yem che staso web panay ma womondala aw os yee hara wraz taqeebawom ho za taso de hadawal web panay staff na der der zaid manandoi yem khososan Dr Sahib Sabawon che der kha matalib leekey aw taso ye nashar ta chamto kaway Allah de taso ta der der Ajar darkee, Ameen.

    ReplyDelete
  3. دهر څه مخکی خپل سلامونه تاسی وړادنی کوم ګرانه وروره ډیری مفیده خبری دی کړی ما د دی خبرو نه ډیر څه می تری زده کړل ډیره مننه

    ReplyDelete
  4. very nice, may Allah bless you.. Ameen

    ReplyDelete
  5. ډیرمهم مضمون مو نشر کړی خدای د وکړی چی دا ځوانان ګټه تری بورته کړی نړی مننه له لیکلو نه مو

    ReplyDelete
  6. دیر شایسته معلومات هدهوال صاحب تاسو برابر کری و الله ج د ددغه تکلیف جی تا مسلمانانو ورونو ته کاللی دی الله ج د تا ته د دغه اجرونه درکری مننه هده وال صاحب خوشحاله واوسی

    ReplyDelete
  7. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی زه ډیر خوشحاله سوم چی ستاسو ښایسته معلومات می ولوستل
    وسلام

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User