Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, January 31, 2012

دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه


دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه


ليکوال: دکتور عوض القرني
ژباړن: دکتور شفيق  الله امين

ذهنې ګډوډۍ سره ډير خلك مخامخ دي، دعمر دلوړيدو اود ژوند دستونزودزياتيدوله امله دامسډله نوره هم زياتيدايې شي. داستونزه انسانې ځواك چي عقل او فكر دي له منځه وړي. ددې ستونزې دحل لپاره بايد لومړې ددې دلاملونو لټون وشي.
د ذهني ګډوډۍ ځيني لاملونه:
1.    د كا ر له ځا ي څخه بهر- كورنې، اقتصادې ياټولنيزمشكلات  لرل.
2.    دويرونكې پيښې دراتلو ويره اوپه هغې كې سوچ كو ل .
3.    روغتيا يې ستونزه لرل .
4.    دډيرې خو شحا لوونكې پيښې تمه لرل .
5.    په خيالونواوچرتونوكې د ډوبيدو عادت لرل.
6.    دكار په ځاى كې د دا سي حا لاتو موجوديت چې بې راحتې پيداكوي، لكه بي نظمې، تنګې، ګرمې يا يخنې، شو، بد بوي، ولګه يا تنده، د كارناوړه ملګري اودميلمنو زياتوالې.
د كار په مهال كې د ذهنې ګډوډۍ مخنيوې:
ددې ستونزې د مقا بلې او له مينځه وړلو لپاره ددقيق، اوږد، اوارام تمر ين اړتيا ده، لكه څنګه چې انسا ن دبدنې روزنې لپاره ورزشې تمرينونه دډيرې مودې لپاره په منظم ډول سرته رسوي.
لدې وروسته انسان د دې جوګه كيداي شي چې خپل فكر اوذهن په كومه مو ضوع كې چې كله وغواړي سم په كار واچوي.
دذهنې تركيز لپاره  ذهن ترډيروخته پوري دداسې اغيزوﻻ ندي راوستل پكاردي چې ترڅوروږدې شي اودنورواغيزو د تا ثيرڅخه وژغورل شي، هغه اغيزې له هغومعلوماتو څخه  عبارت دې چې دپينځه ګونې حواسو څخه اخيستل كيږي (باصره- سامعه- ﻻمسه-
ذا ئقه او شا مه)- وروسته بيا په ذهن كې د موجوده معلوماتواوتجربواو پيلامواوارزښتونوپه رڼا كې ترينه په منا سب ځاى اووخت كې كاراخيستل كيږي.
په ذهنې تركيزځان روږدې كول، په ژوند كې بې شماره ګټې لري، داروا پيژندنې (علم النفس) يوعالم ويلي دي: نبوغ او عبقريت له ذهنې تركيزڅخه پرته بل څه ندي.
بل اروا پوه ويلي دي: دذهن تركيزاوپاملرنه دنبوغ په ﻻره كې لومړې ګام دي.
دريم يې ويلې دي: ټوله پاملرنه خپل اړوندكار ته اړول اودهغه مشكل حل چې دغور ﻻندې دي اوكار دكيدواومشكل دحل وروسته په بشپړه توګه هيرول اوخپل ټول ذهنې ځواك بيرته راګرځول په ژوند كې دبريا ليتوب لامل دي.
ځينې هغه افكاراوليارې چې دذهنې ګډوډ‌ۍ په مخنيوې، اوپه خپل ځان كې د ذهنې تركيزلپاره مرسته كوﻻي شي:
1.    هرهغه څه چې ذهن ګډوډوي او په فكر ناوړه  اغيزه كوي له ځانه لري كړه.
2.    كوښښ وكړه چې دژوند په موجوده شيبوكې ژوند وكړي، تيراوراتلونكې هيركړي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائې: ( څوك چې ديوې ورځې مړۍ ولري په تن جوړاوپه امن كې وي داسې ده لكه چې ټوله نړۍ وركړي شوي وي).
شاعروائي: (څه چې تيرشوهغه هيرشو، راتلونكې نامعلومه دي تاته يواځې همداشيبې دي چې پكې اوسېږې).
3.    دكارڅخه دستړيا په مهال لږوخت دمه وكړه، په  منا سب ځاى كې چې هوا پكې چليږې په شا څمله سترګې پټې كړه اودارام ژوره ساه څوځلي واخله، بيا په خپل كارپيل وكړه.
4.    كه دلټۍ احساس دي وكړځاى بدل كړه، لږحركت وكړه، څه ورزشې تمرينونه اجراءكړه له څوشيبووروسته بيا كارته را وګرځه.
5.    مخكې لدي چې فكراوكارپيل كړي ځان ته مناسب ارام اواستراحت وركړه.
6.    دولګې تندې اوخوراك څخه وروسته سم دلاسه په مهمو چاروكې دفكركولو څخه ډډه وكړه.
7.    دناروغۍ په حالت كې مناسبه درملنه وكړه، خو دزيات تشويش او ناارامۍ څخه ځان وژغوره.
8.    دذهنې پياوړتيا ځينې ورزشونه په كار واچوه، چې ځيني يې په لاندې ډول دي:
* هغه چارې چې له تا څخه دفكر سوچ  او پلان جوړونې ته اړتيا لري دارزښتونو پر بنسټ يې ترتيب كړه، په يوه پاڼه كې يې وليكه او دځان سره يې وسا ته.
* چې كله دې  فكر جوړ و، زړه دې مطمئن و، اوځاى هم ارام اومناسب و، دپاڼې پرمخ ليكل شوي لومړۍ قضيه دغور لاندې ونيسه، سوچ اوفكر دې ښه په كار واچوه .
* په همدې قضيه كې هراړخيز ژورغوراوفكروكړه، نور هر څه هير كړه، اوځينو پوښتنو ته ځوابونه پيداكړه:
1.    ولې دا كار كول غواړم؟
2.    كوم وخت ورته مناسب دي؟
3.    په كوم ځاى كې به ښه وي؟
4.    څنګه به پلې شي؟
5.    څوك به يې وكړي؟
6.    دچا په مرسته به يي وكړي؟
* پدي اړوند چې څومره معلومات په لاس درتلل په كوچنۍ پاڼه كې يې لنډيزوليكه.
* څه دې چې وليكل ښه يې وګوره، بيا سترګې  پټې كړه، او هغه ليكنه يادته راوله.
* پورتنۍ طريقه څوځلې په مختلفو وختونوكې تكراركړه، كه نورڅه دې په ياد شو هغه هم ورسره يوځاى كړه.
* دمعلوماتو داپاڼه په مختلفو وختونوكې راوباسه پخپله يې وګوره، ملګرو ته يې واوروه، كه وس يې درلوده  پدي هكله ترې دنظرياتوغوښتنه وكړه.
* له دې وروسته نوې قضيې ته لاړشه اودهمدې تيرې قضيې په څير كړنه ورسره وكړه.په پاي كې كوښښ وكړه چې افكاروته دې عملې جامه واغوندې.
9.    د ذهنې تركيزلپاره نورتمرينونه:
* دخپلې خوښې دموضوع په باره كې يوپاوفكروكړه او زياراوباسه چې هره ورځ دهغې په باره كې نوې څه ياد كړي، لكه اّيت شريف، حديث شريف، فقهي مسـئله دكوم شخصيت تاريخچه اوداسې نور.
* هره ورځ دخپل كتابتون المارۍ، يادپخلنځي المارۍ، يادنږدې دكان المارۍ ته ودرېږه كيښودل شووشيانوته ښه په غوروګوره بيامخ واړوه، هغه څه چې دې ليدلې و هغه وليكه  بيايې سره تطبيق كړه.
* ستا په وړاندې يوشي ته څوشيبې وګوره بيامخ واړوه، دبل چانه وغواړه چې دهغه په باره كې درڅخه پوښتنې وكړي، ته به دياد نه ځواب وركوي.
* د(١٠٠) نه تر(١) پوري عددونه سرچپه وشماره، يو يوعدد، پدي ډول ( ١٠٠- ٩٩ – ٩٨ – ٩٧ – ۹۶ …)، دوهم ځل دوه دوه عددونه وشماره (١٠٠- ٩٨ – ٩٦- ٩٤…)، دريم ځل دري دري عددونه وشماره (١٠٠- ٩٧-٩٤- ٩١…).
څلورم ځل څلور څلورعددونه.
پنځم ځل پنځه پنځه عددونه .
شپږم ځل شپږ شپږ عددونه .
اوم ځل اوه اوه عددونه .
اتم ځل اته اته عددونه .
نهم ځل نهه نهه  عددونه وشماره .
دا تمرين هره ورځ تر يوې ميا شتې پوري  تكرار كړه.
* په يوه پاڼه كې د (١څخه تر ١٠) پوري عددونه داسې وليكه:
١-
٢-
٣-
٤-
٥-
۶-
۷-
۸-
۹-
۱۰-
بيا زيار اوباسه چې دهرعدد په مخكې يوه كلمه چې په زړه كې دې ګرځې وليكې، بيا دهجا دتورو څخه يو توري خوښ كړه، بيا دهرې كلمې مرادفه كلمه پيدا كړه چې معنا يې سره ورته وي او په غوره شوي حرف پيل شوي وي. تر څو چې دټولوعددونو په وړاندې كلمات او دهغې مرادفات وليكې، پدې شرط  چې غوره شوي حرف بدل نشي .
دا عمل څوځلې له نوروكلماتو او حروفو سره اجراء كړه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچینه: د کاميابۍ لار کتاب                                        منبع : اصلاح انلاين          


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  


No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User