Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, February 5, 2012

خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري


خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري 

چې ځينې ئې په لاندې ډول دي

د خوب اداب

څرنګه چې انسان د يوې خو د خپل ژوندانه د اړتيا وو د پوره کولولپاره کار ،زيار او فعاليت ته ضرورت لري او د بلې خوا د دغه کار ،
زيار او فعاليت څخه د پيداشوې ستړيااو ستومانۍ د لرى کولو لپاره استراحت او هوساينې ته هم ضرورت لري نو ځکه حکيم او مهربان خداى د خپل بالغه حکمت په اساس د انسانانود ژوندانه د نظام د سمبالولو په غرض د دوى د شپنيوو او ورځنيو چارو د وختونو لپاره يو ډېرګټور مهال ويش ټاکلى دى چې ورځ ئې د کار او فعاليت او شپه ئې د خوب او استراحت لپاره ګرځولې ده لکه ې فرما يې :
وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ لِبَاسًا وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا [١]
[او مونږګرځولى دى خوب ستاسې راحت او ارام شپه موپرده ګرځولې او ورځ مومعاش [د کارکولو وخت ]ګرځولى دى ]
همدغه راز په بل مبارک ايت كې فرما يې :
وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا [٢]
[او دا[الله تعالى ]هغه ذات دى چې شپه ئې ستاسولپاره پرده او خوپ ئې [درته د ]راحت او ارام [باعث ]ګرځولى دى او ورځ ئې د ښوريدو او [د روزۍ پسې د ]ګرځيدو[وخت]ګرځولې ده ]
همدغه راز په يوبل مبارک ايت كې د شپې او ورځې پيدايښت د خپل رحمت په توګه معرفي کوي داسې فرما يې :
وَمِنْ رَحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ [١]
[او د خپل رحمت له امله يې ستاسو لپاره شپه او ورځ پيدا کړل ترڅو چې تاسو [په شپه كې ] ارام وکړئ او ترڅوچې [په ورځ كې ]د ده د فضل [حلال مال ]څخه ولټوئ [لاسته راوړئ ]او ترڅوچې ګوندې تاسو شکروکړئ ]:
لکه څنګه چې د پورتنيومبارکوايتونوڅخه معلوميږي په خپل وخت او خپله اندازه خوب کول د بدن د هوساينې د اعصابو د ارامۍ او د انسان د جسمي ،روحي او ذهني ټولو قواوو د تقويت او د بدن د ټولو غړود ستړياد ليرى کېدل وباعث دى نو ځکه الله تعالى هم د خپلو نعمتونوڅخه د يونعمت په توګه يادکړى دى خومسلمانان بايدد کاراو فعاليت او د خوب او استراحت پرڅنګ د شپې او ورځې دواړو ځينې پرخې د الله تعالى په عبادت كې هم تېرې کړي لکه چې الله تعالى فرما يې :
وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا وَمِنْ آَنَاءِ اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَى [١]
[او خپل پرورد ګار د لمرد ختلوڅخه مخ كې او د لمرد  پرې وتلو څخه مخ كې په پاکۍ سره يادکړه او د شپې په ځينووختونواو د ورځې په دواړوخواؤ كې [هم]هغه په پاکۍ سره يادکړه ښا يې چې [د الله د اجرڅخه ]راضى شې ]
لنډه داچې که څه هم د انسان د پيدايښت اصلي هدف د الله تعالى عبادت اوپيژندل دي لکه چې الله تعالى فرما يې :
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ [٢]
[او ماپيريان او انسانان ندي پيداکړي مګرد دې لپاره چې زما عبادت وکړي ]
خوبياهم انسان د الله تعالى د عبادت د کولو سره سره کاراو فعاليت ته هم ضرورت لري او د کار او زياراو فعاليت څخه د ورپيښې شوې ستړيا د لرې کولو لپاره خوب او استراحت ته اړتيالري نو ځکه بايد انسان برسيره پردې چې د شپې او ورځې يوڅه ټاکلي وختونه د الله تعالى په فرضي عبادت كې لکه پنځه وخته لمونځونه شول او يوڅه نوئې د اسلامي لارښودنوپه اساس په مسنونه اونفلي عبادت باندې تېروي د الهى مهال ويش سره سم دې د ورځې کار او فعاليت وکړي او د شپې لخوا خوب او استراحت داسې نه چې د الهي لارښوونې او حکمت خلاف د عياشۍ له امله د شپې څخه ورځ او د ورځې څخه شپه جوړه کړي البته کولاى شي چې د ستړيا او ضرورت په ځينوحالاتو كې د ورځې هم يوڅه استراحت وکړي ياد دوبي په اوږدو ورځو كې د غرمي په وخت كې لږوخت خوب وکړي چې د قيلولي په نامه ياديږي :
خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري چې ځينې ئې په لاندې ډول دي :
١- د پاکۍ په حال كې بيده کېدل :
انسان بايد د پاکۍ په حالت كې بيده شي بلکه د بيده کېدل و په وخت كې اودس لرل ډېرښه کار دى چې د الله تعالى د خوښې او د انسان د دعا او غوښتنود منلوباعث ئې ګرځي لکه چې د الله تعالى سپيڅلي استازي 0 فرمايلي :
من اوى الى فراشه طاهراً وذکرالله حتى يدرکه النعاس لم يتقلب ساعة من الليل يسئل الله فيها خيرا من خير الدنيا والاخرة الا اعطاه اياه [١]
 [څوک چې د پاکۍ په حال كې خپلې بسترې ته ځي او ترهغې پورې الله يادوي چې د خوب پرکالي پرې راشي نو د شپې په هيڅ ساعت كې د الله تعالى څخه د دنيااو اخرت د خيرغوښتنه کوي مګردا چې الله ئې ورته ورکوي ]
٢- د ماخستن د لمانځه پسې ويده کېدل :
ماخستن د لمانځه څخه مخ كې ويده کېدل ښه کارندى ځکه چې دغه کارد غفلت اوناراستۍ نښه ده همدغه راز د ماخستن د لمانځه څخه وروسته خوشې اوبې ګټې خبرې کول اوځان د خوبه ويستل هم ښه کارندى بلکه ښه داسې ده چې د لمانځه پسې د خپلوضروري کارونود سرته رسولوپه وروسته سمدلاسه ويده شي ترڅوئې د خوب ټاکلې اندازه پوره او سهاروختي د خوب څخه بيدارشي او هم د شپې په وروستۍ او برخې كې چې د الله تعالى د عبادت وخت دى دسستۍ او ناراستۍ سره مخامخ نه شي لکه چې د ماخستن د لمانځه په هکله په يوروايت كې داسې راغلي دي :
کان رسول الله 0 ينهى عن النوم قبلهاوالحديث بعدها [١]
[د الله تعالى استازي 0 د ماخستن د لمانځه څخه مخ كې د خوب کولو او ترى وروسته ئې د خبروکولو څخه منع فرمايله ]
البته د ضروري او ګټوروکارونوپه هکله د ماخستن د لمانځه څخه وروسته هم خبرې کول جوازلري لکه چې د ځينې ضروري کارونوپه هکله به حضرت ابوبکرصديق > د ماخستن د لمانځه څخه وروسته د الله تعالى سپيڅلي استازي حضورته ورته اوسره به ئې خبرې او مشورې کولې لکه چې حضرت عبدالرحمن د حضرت ابوبکرصديق E زوى ديوروايت په ترڅ كې داسې ويلي دي
کان ابى يتحدث الى رسول الله 0 من الليل[١]
[ زماپلار[ابوبکرصديق > ]د شپې د الله تعالى د استازي 0 سره د خبروکولو لپاره ورغلى ؤ]
٣- د بسترې څنډل :
کله چې انسان غواړي چې په بستره كې خوب او استراحت وکړي نو ښه داسې ده چې د احتياط له امله خپله بستره څنډوهي ترڅوکه په بستره كې ګرد ،خاورې او کوم ناپاکه شى وي اويا پ كې کوم خزنده ځاى نيولى وي لکه مار،لړم ،مچۍ ،او نور نوهغه به ترې لري شي لکه چې د اسلام سترلارښود جناب نبي کريم 0 فرمايلي دي :
اذا اوى احدکم الى فراشه فلينفض فراشه بداخلة ازاره فانه لايدرى ما خلفه عليه [١]
[کله چې يو دستاسو خپل فراش [بسترې ]ته ورځۍ نو خپل فراش دې [که بل شى نه وي ]د پرتاږه په داخل باندې وڅنډي ځکه چې دى نه پوهيږي چې په خپل فراش باندې ئې [د ځان په ځاى ]څه شى  پرې ښى دى ]
٤- د ويده کيدو په وخت كې تسبيح او دعاويل :
د ريښتنومسلمانانود شان سره ښا يې چې د خوب او استراحت د پيل کولو په وخت كې هم د الله تعالى د يادولو څخه غافل نه شي کله چې بستره كې ځاى نيسي هم بايد خپل خداى ياد کړي ،د پاک قران ځينې ايتونه لکه د فاتحې سورة د البقره د سورة لومړني او وروستني ايتونه او ايت الکرسي تلاوت کړي تسبيح اوتهليل ووا يې او د خير دعاوي وکړي ځکه چې د نبوي احاديثو څخه معلوميږي چې د الله تعالى سپيڅلي استازي 0 به د استراحت کولو په وخت كې ٣٣ ځله سبحان الله ،٣٣ ځله الحمدلله ،او ٣٤ ځله الله اکبر او په پاى كې ئې يو ځل لا اله الا الله وحده لاشريک له له الملک وله الحمد وهو على کل شئ قدير . به ئې وايه همدغه راز به ئې د اخلاص ،فلق ،اوالناس ورتونه ويل اوپه ځان به ئې چف کول او نورې ډېرې دعاوې ئې هم ويلي او مسلمانانوته ئې هم د هغو د ويلولارښودنه کړې ده [١]
همدغه رازالله تعالى د عقل دخاوندانو او د خپلوصالحوبندګانوپه صفت كې فرما يې :
الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ [٢]
[هغه کسان چې په ولاړه اوپه ناسته او پرخپلواړخونو[پرتو]په حال كې الله تعالى يادوي ]
د يو مبارک حديث حاصل داسې دى کله چې څوک خپل استراحت ځاي ته لاړ شي اوايت کرسي ولولي نوترسباپوري به ور باندې  دالله تعالى لخوايوساتونکي وټاکل شي [ چې دهر ي ستونځي څخه يي ساتنه کړي] اوشيطان به ورته ورنزدي نه شي[٣]
د خوب د وخت دعاوي ډېرې دي خوهغه لنډه دعاچې د خوب په وخت كې لوستل كېږي داده :
الهم باسمک اموت واحيا [١]
[ياالله !ستا په نامه باندې ژوندى کيږم او مړ کيږم ]
٥- په بې خطره ځاى كې ويده کېدل :
د خوب کولو لپاره بايد داسې ځاى وټاکل شي چې په ډاډ د زړه پ كې خوب کول ممکن وي او د دښمن ،څيرونکي ژوي او د کوم خزنده ويره پ كې موجوده نه وي او په داسې ځاى كې بايد څوک ويده نشي چې هلته د پورته ځاى څخه د لاندې رالويدو ويره او خطرموجود وي لکه د کمره [پاڼ ]په سر يا د داسې بام په سر چې کټاره ونه لري ،لکه چې د الله تعالى استازي 0 فرمايلي دي :
من بات على ظهربيت ليس عليه حجارفقدبرئت منه الذمة [٢]
[هرڅوک چې د داسې کوټې په بام باندې ويده شي چې په هغې باندې کټاره نه وي نو د هغه ذمه خلاصه ده ]
يعنې د را لويدو او مړکيدو په هکله ئې څوک مسؤل نه دى بلکه دا ګناه او ذمه واري ئې خپله ده :
همدغه راز د خوب کولو لپاره بايد داسې ځاى وټاکل شي چې هلته خبرې اترې او شورماشورنه وي ترڅوښه په ارامۍ سره خپل خوب او استراحت بشپړکړاى شي :
٦- په ښى اړخ باندې قبلې ته مخامخ بيده کېدل :
څرنګه چې خوب يو ډول مړينه ده چې د انسان د ظاهري حواسوفعاليت پ كې ټاليږي مرګ او قبرانسان ته په ياد راولي برسيره پردې د مسلمانانو د شان سره هم ښا يې چې تل ئې مرګ قبر او اخرت په ياد وي نو ښه داسې ده چې مسلمانان د خوب لپاره په خپله بستره كې داسې  پرې وځي لکه چې يومسلمان په قبر كې ايښودل كېږي چې په ښى اړخ قبلې ته مخامخ ايښودل كېږي او د الله تعالى سپيڅلي اونازولي استازي 0 به همداسې کول لکه چې په روايت كې راغلي دي :
کان من فراش رسول الله 0 نحوا ممايوضع الانسان فى قبره [١]
[د الله تعالى د استازي 0 فراش [د استراحت ځاي ]داسې ؤ لکه چې انسان په خپل قبر كې ايښودل كېږي ]
په يوبل روايت كې داسې راغلى دي :
ان النبى 0 کان اذا عرس بليل اضطجع على شقه الايمن [١]
[چې کله به چې پيغمبر0 د شپې لخوا ناوخته د سفرڅخه راته [ اوخوب او استراحت به ئې کاوه ]نوپه ښۍ اړخ به  پرې وته ].



٧- د پړمخه  پرې وتلوڅخه ځان ژغورل :
د خوب لپاره پړمخه  پرې وتل او ګيډه ترځان لاندې کول ښه کارندى ځکه چې پدغه صورت كې د يوې خوا په معده او کلموباندې داسې بار راځي چې کيداى شي معده د فعاليت څخه ولويږي او روغتياته ټکان و رسېږي  او د بلې خوا د الله تعالى سپيڅلي استازي 0 هم دغه کار ښه ندى ګڼلى لکه چې په يو روايت كې داسې راغلي دي :
راى رسول الله 0 رجلا مضطجعا على بطنه فقال ان هذه ضجعة لا يحبها الله [٢]
[د الله تعالى استازي 0 يوسړي پداسې حال كې وليد چې په ګيډه باندې پروت ؤ نو وئې فرمايل :
بيشکه دغه داسې  پرې وتل دي چې الله تعالى ئې نه خوښوي ]
٨- د عورت د پټولو رعايت کول :
انسان بايد داسې  پرې نوځي چې د بدن داسې برخې ئې بربنډې شي چې بربنډېدل ئې ښه نه وي د مثال په ډول که د چاپه پښو كې پرتوګ نه وي او د پرتوګ په ځاى ئې لنګ وهلى وي نو هغه بايدداسې  پرې نوځي چې ملائې پرځمکه يابستره وي او يوه پښه ودروي او بله پښه په دغه درولي پښه باندې واچوي ځکه چې پدغسې حال كې د عورت د ښکاره کيدو ويره شته دى او د الله تعالى استازي هم ترې منع فرمايلي لکه چې په يوروايت كې راغلي :
ان رسول الله 0 نهى عن اشتمال الصماء والاحتباء فى ثوب واحدوان يرفع الرجل احدى رجليه على الاخرى وهومستلق على ظهره [١]
[ د الله تعالى استازي 0 د اشتمال الصماء [په يوه جامه كې د ځان داسې رانغاړل چې د دغه جامه په خپلو پښواو لاسونو وتړي او ټول سوري ئې بندکړي ]څخه منع فرمايلي او [همدغه رازئې منع فرمايلې ده ]په يوجامه كې د احتباء څخه [چې خپلې پښې د ګيډې سره يو ځاۍ کړي او جامه د شاپورې وتړي ]او [د دې څخه ئې هم منع فرمايلي ده ]چې سړى يوه پښه په بلې باندې په داسې حال كې پورته کوي چې پرخپلې ملا باندې  پرې وتى وي ]البته پدغوټولوحالاتو كې د عورت د بربنډيدو ويره ده :
٩- د خوب په وخت كې دروازه تړل او ډيوه مړه کول :
بايد د ويده کيدو په وخت كې د ستراو امنيت له امله د کور دروازه بنده کړاى شي او که د پخواپه شان داسې کور وي چې د تيلو ډيوه پ كې لګيږي او د او لګيدو احتمال پ كې موجود وي نو د اور د لګيدو د مخنيوي لپاره بايد ډيوه مړه شي همدغه راز که د اور او يابخارۍ څخه د اور د لګيدو ويره موجوده وي بايد هغه مړه شي د خزندؤ څخه د ساتنې لپاره بايد د خواړواو څښلود لوښوسرونه هم پټ کړاى شي ځکه چې د الله تعالى سپيڅلي استازي 0 فرمايلي دي :
اطفئوا المصابيح باالليل اذا رقدتم وغلقوا الابواب واکئوا الاسقية وخمروا الطعام والشراب [١]
[د شپې کله چې بيده کيږئ ډيوې مړې کړئ دروازې بندې کړئ د اوبو د لوښو خولې وتړئ او د خوراک او څښاک د لوښوسرونه پټ کړئ ]
١٠- د خوب څخه د راويښېدل وپه وخت كې دعاويل :
د خوب څخه د راپاڅيدو په وخت كې هم بايد دعا وويله شئ که څه هم د دغه وخت لپاره هم ډېرې ماثورې دعاوې په مبارکواحاديثو كې راغلي دي چې هرڅوک ئې بايد د خپل توان او ذوق په پرتله يادې او ولولي خو ډېره لنډه دعائې دغه ده
الحمد لله الذى احيانا بعدمااماتناواليه النشور [١]
[ ټوله ستاينه هغه الله لره ده چې مونږئې وروسته د هغى چې مړه کړي ئې وو راژوندي ئې کړو او همده ته بيرته ورټولېدل [ورتګ]دي

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User