د خوشحال اوسيدلو اصول
د هغه په عجائبو او غرائبو کې فکر وکړی
* په ايمان سره غم، رنځ او فکر ختميدلی شي، ايمان د
اهل ايمانو لپاره د ستركو يخوالی او د عبادت کونکو لپاره تسلي دی.
* کوم څه چې تير شي هغه تير شوي دي، تير شوی وخت په
لاس نه درځي، لهذا د تيرو شويو په باره کې سوچ مه کوی.
* په
الهي قضاء باندې راضي اوسی، کومه روزي مو چې په قمست کې وي په هغې شکر وکړی.
* د
الله تعالی Y په ذکر سره زړونو ته اطمنان
حاصليږي، د ګنا هونو بوج کميږي، علام الغيوب خوشحاله کيږي او پريشانۍ ليری کيږي.
* د
چا شکريه ته انتظار مه کوی، بس د الله الصمد ثواب کافي دی، د منکرينو انکار او د
حسد کونکو حسد تاسو ته نقصان نشي رسولی.
* د
صبا په وخت کې د ماښام انتظار مه کوی، د نن په حدودو کې اوسيږی او د هغه د اصلاح
لپاره پوره کوشش وکړی.
* خپل
زړونه له حسد څخه پاک کړی، له هغه څخه بغض او عداوت د باندې اوباسی.
* کتاب
بهترين دوست دی، له هغه سره ناسته اختيار کړی، له علم او معرفت سره د هميشه لپاره
دوستي کوی.
* د
خلاصې فضاء په لور ولاړ شی، ښه باغونه وكوری، د الله تعالی په مخلوق او د الله
تعالی په ايجاداتو کې فکر وکړی.
* پياده
مزل کوی، ورزش کوی، سستي او بې کاري له ځان څخه ليری کړی.
* تاريخ
مطالعه کړی، د هغه په عجائبو او غرائبو کې فکر وکړی، د هغه له قيصو څخه عبرت
واخلی.
* د
غم، خفكان، مايوسي او د حسرت پيدا کونکي کتابونه مه مطالعه کوی.
* په
ياد لری چې د رب کريم د عفوه لمن پراخه دی، هغه توبه قبلوي، بدۍ په نيکيو بدلوي.
* دين،
عقل، روغتيا، غوږونه، ستركې، رزق، اولاد او په ټولو نعمتونو باندې د خدای شکر اداء
کړی.
* له
قرآن کريم سره ژوند اختيار کړی، د هغه حفظ، اوريدل او د هغه تلاوت کول د غم او خفكان
په ليری کولو کې تر ټولو لويه مجربه نسخه ده.
* په
الله تعالی باندې توکل کوی، خپلې معاملې هغه ته وسپاری، د هغه په حکم باندې راضي
شی، په هغه باندې اعتماد وکړی، بس هغه د تاسو لپاره کافي دی.
* )لاَحَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ
إِلاَّ بِاللهِ( بار بار لولی، په دې سره سينه
خلاصيږي، د حال اصلاح کيږي، بوج کميږي او الله تعالی راضي کيږي.
* استغفار
ډير کوی، په دې سره په روزي کې پراخي، اولاد، علم نافع او آساني ترلاسه کيږي او ګنا
هونه کميږي.
* په خپل صورت، صلاحيت، آمدن، اهل
وعيال باندې قناعت وکړی.
* پوه شی ! له سختۍ سره اسانۍ شته دی او له
کرب سره پراخي، يو حالت هميشه نه وي، زمانه بدليږي او را بدليږي.
* الله
تعالی چې تاسو ته څه درکړي په هغه باندې خوشحاله اوسی، ځکه مصلحت په څه کې دی؟
تاسو نه پوهيږی، کله سختي هم له پراخي نه بهتره وي.
* په
مصيبت سره د الله تعالی او د بنده په مابين کې قرب پيدا کيږي، مصيبت کبر، غرور او
فخر له منځه وړي.
* له
خلكو سره مرسته کوی، هغوی ته د خير په وړاندې کولو، د مريض په عيادت، فقير ته په
ورکړه او په يتيم باندې په شفقت کولو سره تاسو ته خوشحالي په لاس درځي.
* پوه شی په تکليف کې تاسو يواځې نه ياست، له غم او
فکر نه هيڅوک محفوظ نه دي، سخت حالات په هر چا باندې راځي.
* يقين
وکړی چې دنيا د ابتلاء، ازمايښت، رنځ او د غم ځای دی، نو له دې وجهې دا ټول قبول کړی او له الله تعالی څخه مرسته
وغواړی.
* له
بد كماني او چورتونو څخه ځان وساتی، له فاسدو خيالاتو او بيکاره فکرونو څخه پرهيز
وکړی.
* کوم
خلك چې له تاسو د مخه تير شوي، د هغوی له قيد وبند، عزل ونصب، مصيبت او ابتلاء سره
په مخ کيدلو کې سوچ او فکر وکړی.
* خبردار
! د سختيو راتلل ستركې او غوږونه خلاصوي، زړه ژوندې کوي، نفس له خواهشاتو بندوي،
بنده ذکر ته متوجه کوي او ثواب كټي.
* حادثاتو
ته انتظار مه کوئ، د مصيبت توقع مه کوئ، په افواهاتو يقين مه کوئ او په الزام لكونکو
غوږ مه كروئ.
* له
کينه کونکو، سخت دلو او چغلخورو خلكو سره مه کينی، ځکه چې هغوی د روح بخار دي او كنكي
شيندي.
* د
تاسو په باره کې که يو څوک بدې خبرې کوي، تکليف هغوی ته رسيږي تاسو ته نه.
* پوه
شی ! هر څوک چې د تاسو غيبت کوي نو هغوی خپلې نيکيانې تاسو ته درکړی او د تاسو بدۍ
يې ختم کړی، تاسو يې مشهوره کړی چې دا هم يوه كټه دی.
* په
عبادت کې په خپل ځان زياتی مه کوی، په سنتو عمل کوی، په طاعت او عبادت کې له افراط
او تفريط څخه کار مه اخلي، ميانه روي اختيار کړی.
* سخاوت
وکړئ، ځکه چې د سخي انسان سينه خلاصه وي او د لوی زړه ځښتن وي، بخيل زړه تنكی وي.
* له
خلكو سره په خندا ملاويږی، له هغوی سره په محبت ملاويږی، په نرمي ور سره خبرې کوی،
له تواضع سره راځی هغه به د تاسو احترام کوي.
* د
بدو په مقابل کې ښه وکړی، له خلكو سره نرمي اختيار کړی، دښمنۍ ختمې کړی، له دښمن
سره صلح وکړی او په دوستانو کې زياتوالی
راولی.
* د سعادت لويه دروازه د والدينو دعا ده، هغه غنيمت
وبولی، ځکه چې د هغوی دعا د هرې بدۍ په مقابل کې ډال جوړيږي.
* ساده
زندكي تيروی، له بخل، اسراف او فضول خرچي څخه ځان وساتی، جسم چې څومره غټيږي روح
کمزوری کيږي.
* په
کور، مال، اولاد، په صورت او شکل کې چې څوک له تاسو څخه ښکته وي په هغوی کې نظر
وکړی، تاسو ته به معلومه شي چې له زرهاو خلكو څخه پورته ياست.
* په خلكو او
ډلو باندې اعتراضونه مه کوی، ژبه محفوظه وساتی، ښې خبرې کوی، كټور الفاظ واياست،
چا ته نقصان مه رسوی.
* په برداشت سره عيبونه دفن کيږي او
په برده باري سره خطاوې پټيږي.
* يو
ساعت تنهائي اختيار کړی، په خپلو امورو کې غور وکړی، له خپل نفس سره محاسبه وکړی،
د آخرت په باره کې سوچ وکړی، خپله اصلاح وکړی.
* د
تاسو ژوند يو ښکلی باغ دی، په دې کې له علماؤ، اديبانو، حکيمانو او شاعرانو سره
تفريح وکړی.
* حلال
رزق وكټی، له حرامو ځان وساتی، خلكو ته د سوال لاس مه اوږده وی، تجارت له ملازمت
څخه غوره دی، خپل مال په کار وبار کې ولكوی او په معشيت کې ميانه روی اختيار کړی.
* د درميانه درجې لباس اغوندی، نه د عيش پسندو او نه د
خوارو، په لباس سره ځان مه ممتاز کوی، د نورو خلكو په څير اوسی.
* غصه مه کوئ، د غصې له وجهې مزاج خرابيږي، اخلاق
بدليږي او په ټولنه کې بيکارتوب راځي، محبتونه او خپلولۍ له منځه ځي.
* په
زندكي کې د تازكي راوستلو لپاره کله کله سفر کوی.
* د نن صبا له
کولو څخه ځان وساتی، ځکه چې دا د ناکامي سبب دی.
* د فيصلې په کولو کې له تردد او تذبذب څخه کار مه
اخلی، بلکه له صبر او عزم څخه کار واخلی او مخ پر وړاندې قدم پورته کړی.
* د
دې شيانو کفران ګنا ه دی او ځان ترينه وساتی، لکه نيک اعمال، په مصيبتونو باندې
صبر، توبه، د مسلمانانو دعا، د الله تعالی رحمت او د رسول الله مبارک شفاعت.
* صدقه
کوی ولو که ډير کم شی ولی نه وي، ځکه په دې سره ګنا ه ختميږي، خوشحالي پيدا کيږي،
خفكان ليری کيږي او په رزق کې پراخوالی راځي.
* هسپتال
ته ولاړ شی چې د روغ صحت قدر وپيژنی، محبس ته ورشی چې د آزادي قدر وپيژنی، پاكل
خانې ته ورشی چې د عقل قدر وپيژنی، دا هغه نعمتونه دي د کومو له اهميت نه چې تاسو
خبر نه ياست.
* په خپلو زړونو کې له خلكو سره دښمني، عداوت، بغض او
حسد مه ساتی، ځکه چې دا د تاسو لپاره يو مستقل عذاب جوړيږي.
* په
مجلس کې ښايسته اوسی، ښې خبرې کوی که نه نو چپ کينی، د همنشينو احترام کوی، د هغوی
خبرې آوری او د خبرو په منځ کې د هغوی خبر مه پرې کوی.
* ايمان
لرونکي د دنياوي نعمتونو په ضايع کيدلو نه خفه کيږي، نه ورته کومه خاصه توجه کوي،
نه له حادثاتو څخه ويريږي، ځکه چې دنيا حقيره، فاني او له منځه تلونکی ده.
* د
غير الله عشق پريږدی، دا د زړه لپاره عذاب دی اود روح لپاره رنځ دی.
* حرامو
ته په کتلو سره غم، رنځ او په زړه کې زخم پيدا کيږي، څوک چې ستركې ښکته وساتي، له
خپل رب څخه وويريږي، هغه نيک بخت دی.
* د
حادثاتو په وخت کې د نورو ناخوالو د احتمال توقع وکړی او د هغوی قبلولو ته ځان
اماده کړی، په دې سره تاسو ته راحت او آساني پيدا کيږي.
* د
رحمن د رحمت په باره کې سوچ وکړی، چې هغه زانيه يې وبښله کومې چې سپي ته اوبه
ورکړی وی، هغه څوک يې وبښل چې سل قتلونه يې کړی ؤ، د توبه کونکو توبه قبلوي، حتی
نصرانيانو ته يې هم د توبې دعوت ورکړی.
* له
لوږې نه وروسته مړښت، له تندې نه وروسته سيرابيدل، له مرض نه وروسته صحت، له فقر
نه وروسته مالداري، له غم نه وروسته خوشحالي د الله تعالی ثابت سنت دي.
* ناراضه
کيږي مه، کله چې غصه درشي نو چپ شی، د شيطان له شر څخه په الله تعالی پناه وغواړی،
خپل ځای بدل کړی، که ناست ياست ودريږی او ډير ذکر کوی.
* د
ماضي په باره کې سوچ کول حماقت او ليونتوب دی، دا داسې دي لکه له قبرونو څخه د مړو
راويستل.
* کوم
مصيبت چې راتلونکی دی هغه تلونکی نه دی، کوم چې راتلونکی نه دی هغه رسيدونکی نه
دی، په مصيبت باندې له راضي کيدلو پرته بله چاره نسته.
* په
ناخوښو شيانو کې د خوښې له شيانو څخه ډير خير وي، ځکه تاسو يې په عواقبو نه
پوهيږی.
* په
خپل کور او دفتر کې له شور شغب څخه پرهيز وکړی، د نيک بختي يوه علامه سکون او
اطمنان دی.
* نيک بختي يوه
داسې ونه ده، د کومې چې ضروري غذا، اوبه، هوا او روښنائي له ايمان بالله او ايمان
بالاخرت څخه پيدا کيږي.
* په
مشکلاتو باندې قابو موندل هم د نيک بختي يو کار دی، ځکه چې د کاميابي له لذت سره
هيڅ لذت برابر نه دی.
* که چيرته
تاسو له خلكو سره خوشحاله اوسيدل غواړی نو له هغوی سره داسې سلوک وکړی کوم چې هغوی
له تاسو سره کوي، د هغوی په تعظيم کې کمی مه کوی او د هغوی بې عزتي مه کوی.
* هر
انسان بايد خپل ځان وپيژني، خپل صلاحيتونه وپيژني او هغه په بهترينه طريقه په کار
واچوي، تر څو د کاميابي او کامراني لذتونه ترلاسه کړي.
* په
ښځه او ميړه کې چې يو غصه شي هغه بل بايد چپ شي، د يوه او بل کمی برداشت کړي، ځکه
چې هيڅ انسان له غلطي څخه پاک نه دی.
* څوک
چې الله Y مني، د اسلام په دين او په حضرت
محمد رسول الله 2 باندې راضي وي ضرور به ترينه الله
راضي وي، ځکه چې دا د رضا ارکان دي.
* خوراک د يوې ورځې خوشحالي ده، سفر د يوې هفتې، واده
د يوې مياشتې، مال د يوه کال او ايمان د ټول عمر خوشحالي ده.
* د هغو خلكو
په باره کې سوچ وکړی له کومو سره چې د تاسو محبت وي، کوم چې د تاسو خوښ نه وي له
هغوی سره يو ساعت ملكرتيا هم مه کوی، ځکه هغه د تاسو او د تاسو د فکرونو په تاوان
دي.
* سعادت
په نسب، په سرو او سپينو کې نه دی، بلکه په دين، علم، د ادب او ضرورت په تکميل کې
دی.
* غناء،
امن، صحت او دين د سعادت بنياد دي.
* څوک
چې اعتدال غوره کړي هغه نيکبخته کيږي، څوک چې ميانه روي غوره کړي هغه کاميابيږي او
څوک چې آساني ته توجه کوي هغه کامران کيږي.
* کوم
وخت چې له ناخوالو سره مخ شی نو در په ياد کړی چې پخوا درباندې څومره ناخوالی
راغلی، هلته چې الله تعالی ساتلي ياست دا ځل مو هم ساتلی شي.
* ښه
دا ده چې هر وخت مو په لاس کې کتاب وي، ځکه چې ډير وخت ضايع کيږي، د وخت د حفاظت
او د هغه د بهترين استعمال ذريعه کتاب دی.
* د
خپلو دنيوي مقاصدو لپاره يو حد معلوم کړی او هغه ته خپله توجه وکړی، که نه نو زړه
به مو پريشان، سينه به موتنكه، حالات به موخراب او زندكي به مو ناسمه وي.
* که
چيرته يوه ښځه د دنيا ملکه وي، د ټولې دنيا سندونه ورته حاصل وي، ليکن چې ميړه يې
نه وي هغه مسکينه ده.
* در
كزر له انتقام نه، بې کاري له کار نه، قناعت له مال نه او صحت له مرض نه بهتر دي.
* تنهائي له بيکاره ملكري نه او ښه دوست له تنهائي نه
بهتر دی.
* بد
اخلاقي يو عذاب دی، کينه زهر دی، غيبت، رذالت او د نورو خلكو د عيبونو لټول د
رسوائي خبره ده.
* په
امن کې د وچې ډوډۍ خوړل په نا امنه ښار کې د پلاو له خوړولو بهتر دي.
* هغه
خيمه چې پرده ولري د فتنو له محل څخه بهتره ده.
* په
مصيبت کې څلور شيان دي.
(۱) د اجر اميد.
(۲) د صبر زندكي.
(۳) ښه ذکر.
(۴) د لطف او کرم توقع.
* د مشرتوب هوس مه کوی، په مشرتوب کې تکليفونه وي.
* د حماقت علامې : د وخت ضايع کول، په توبه
کې تاخير، ځانته د دښمنانو پيدا کول، د والدينو نافرماني او د رازونو افشا کول.
* د
مؤمن معامله عجيبه ده، د هغه ټول کارونه د خير دي، دا د هغه خصوصيت دی، چې تکليف
ورته ورسيږي صبر کوي په دې کې خير دی، چې راحت ورته ورسيږي د هغه شکر اداء کوي په
دې کې هم خير دی.
* خوش
طبعي د خير کيلي ده، محبت د هغه دروازه، سرور يې باغ، ايمان د هغه نور او امن يې
ديوال.
* صحت مند په تيكه داسې خوب کوي لکه د
وريښمو په بالښت يې چې کوي، وچه ډوډۍ داسې خوري لکه ثريد چې خوري، په جونكړه کې
داسې اوسيږي لکه د کسری په دفتر کې چې اوسيږي.
* اولاد
له سروت نه افضل، صحت له غنا نه افضل، امن له مسکن څخه افضل او تجربه له مال څخه
قيمتي دی.
* څوک
چې په خپل کور کې خوشحاله نه وي هغه په بل ځای کې هم نشي خوشحاله کيدلی او د چا چې
په کور کې قدر نه وي د هغه په صحرا هم قدر نه وي.
* چا
چې نن ورځ ضايع کړه هغه صبا ورځ هم ضايع کوي.
* څلور
شيان سعادت پيدا کوي.
(۱) نفع رسونکی کتاب.
(۲) نيک اولاد.
(۳) محبت کونکی ښځه،
البته خپله کور ودانې.
(۴) نيک ملكری.
* ايمان، صحت،
آزادي، امن، ځواني او علم، بس په دې پسې صرف عقلمند کوشش کوي، مكر دا ټول په ډيرو
کمو خلكو کې جمع کيږي.
* د نن ورځې په خوشحالي خوشحاله اوسه، هغې ته كارنټي
مه ورکوه چې تر صبا به باقي وي، ځکه چې د زمانې له آفتونو څوک په امن کې نه دي.
* په
دنيا کې تر ټولو بهترين شی، رښتونی ايمان، ښه اخلاق، سليم عقل، صحت مند جسم او
پراخه روزي ده، له دې نه وروسته چې هر څه دي فالتو دی.
* دوه
نعمتونه پټ دي، د جسم صحت او په وطن کې سکون، دوه ظاهر دي، په خلكو کې ښه يادونه
او نيک اولاد.
* امن
تر هر څه نرمه قالينه ده، عافيت بهترينه پرده ده، علم لذيذ ترينه غذا ده، محبت له
هر څه ښه دواء ده او له حجاب نه ښه لباس نسته.
* فاسق،
ناروغ، پوره وړی، غمكين، بندي او مجبور نسي خوشحاله کيدلی.
* پرونې ورځ تيره شوی، د نن ورځ روانه ده، صبا ورځ
راتلونکی ده، د تاسو لپاره د نن ورځ ده دا په طاعت کې تيره کړی.
* قلم
د ستاسو ملكری دی، کتاب د تاسو دوست دی، کور د تاسو ملکيت دی، خزانه د ستاسو روزي
ده، کوم څه چې تير شوي پر هغوی آفسوس مه کوئ.
* په
استغفار سره د زړونو قلف خلاصيږي، پريشاني ليری کيږي، دا د روزي دربچه او د توفيق
دروازه دی.
* شپږ
شيان ډير ښه او کافي دي، دين، علم، غنا، مروت، عفوه او عافيت.
* هغه
څوک دی چې د محتاجو آواز آوري او مونږ ته له تکليفونو څخه نجات راکوي؟ هغه الله
تعالی دی.
* له
بې فائدې بحث نه، له چټي خبرو نه او له نادان دوست نه ليری اوسی، ځکه چې دا نقصاني
دي.
* له
تاسو سره دوه ستركې، دوه غوږونه، دوه لاسونه، دوه پښې او يوه ژبه ده، ايمان، قرآن
او امان هم دي، اې انسانه ! شکر ولی نه اداء کوی، د خدای تعالی نعمتونه دې ولی هير
کړي.
* تاسو
په پښو باندې كرځی، داسې خلك شته دي چې پښې يې قطع شوی، تاسو په پښو باندې دريږی،
داسې خلك شته دي چې پښې يې شلی دي، تاسو خوب کولی شی، داسې خلك له شماره وتلي دي
کومو ته چې خوب نه ورځي، تاسو په خيټه ماړه ياست، داسې خلك شته چې اوږي دي.
* له ژړا نه وروسته خندا، له تکليف نه وروسته
خوشحالي وي، په ازمايښت کې هم انعام وي، دا د الله تعالی Y سنت او
قاعده ده.
* د لايعني
شيانو ترک د عاقلانو ارزانه سودا ده، په دنيا کې تر ټولو قيمتي سودا دا ده چې خلك
له تاسو خوشحال وي او تاسو له خلكو.
* له
سوچ او فکر نه ځان وساتئ، ځکه چې په دې کې زهر دي، عجز مرك دی او سستي ناکامي.
* څوک چې اختلاف پريږدي، له تفاخر نه ځان وساتي، له
دروغو ځان وساتي، پر تقدير راضي شي او حسد پريږدي، الله تعالی Y د خپل مخلوق
په زړونو کې د هغه لپاره ځای پيدا کوي.
* علم
د تنهائي رفيق دی، د اجنبيت ملكری، د خلوت نكران، د رشد رهبر، په سختيو کې مددكار
او له مرك څخه وروسته ذخيره ده.
* د
رنځ، غم، سوچونو او فکرونو سبب له خدای تعالی څخه اعراض او د دنيا لالچ دی، څوک چې
ټول عمر قيدي شي هغه نه مړ دی نه ژوندی.
* په خلکو کې د
زياتو نعمتونو حقدار هغه څوک دی کوم چې ډير شکر كزار وي، د ډير محبت حقدار هغه څوک
دی کوم چې سخي وي، خلكو ته ضرر نه رسوي او خوش طبعيته وي.
* راحت
له ستوماني څخه، سکون له محنت او مشقت نه او محبوبيت له آدب څخه ترلاسه کيږي.
* اولاد
له ثروت نه ډير ښه دی، اخلاق له منصب نه ډير اوچت دي، همت له تجربې نه لوی دی او
تقوی له لوئي نه اهمه ده.
* راحت
په خلوت کې دی، امن په اطاعت کې دی، محبت په وفا کې دی، ثقه هغه څوک بلل کيږي څوک
رښتونی وي.
* د
چا چې زوی نافرمان وي، ښځه يې جكړه ماره وي، همسايه يې مضر وي، دوست يې بد اخلاقه
وي، نفس اماره يې د خواهشاتو تابع وي، هغه به څنكه خوشحاله شي.
* د
تاسو د رب په تاسو حق دی، د تاسو د نفس په تاسو حق دی، د تاسو د ښځو په تاسو حق
دی، د تاسو د ميلمه په تاسو حق دی، لهذا هر حقدار ته خپل حق ورکړی.
* مسلمان
هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د لاس او ژبې له ضرر څخه محفوظ وي، د ايمان خاوند
هغه څوک دی چې د مسلمانانو د سر او مال لپاره مامون وي، مهاجر په صحي معنی هغه څوک
دی کوم چې د الله تعالی منهيات پريږدي.
* که
له تاسو سره يو چا حسد نه کاوه، د دې معنی دا ده چې په تاسو کې خير نسته، که مو
هيڅ دوست نه ؤ د دې مطلب دا دی چې تاسو بد اخلاقه ياست.
* ډير
غټيدل غفلت دی، ډير خوب کول د ناکامي علامه ده، ډيره خندا زړه مړ کوي او وسوسه
عذاب دی.
* په ذکر سره رحمن راضي کيږي، انسان سعادت مند او
شيطان خواريږي، غم ليری کيږي او په نيکيو کې اضافه والی راځي.
* صدق
اعتماد دی، دروغ شک دی، حياء د حفاظت ذريعه ده، علم حجت دی او بيان ښايست دی.
* په
دنيا کې تر ټولو بهترين شی د خدای تعالی Y
محبت دی، د جنت تر ټولو بهترين نعمت د خدای Y ديدار دی.
* په
مخلوق کې تر ټولو نيک او صالح حضرت محمد r دی.
* نيک بخت هغه څوک دی چې له ماضي څخه عبرت واخلي، په
خپل كريوان کې سر ښکته کړي، د قبر لپاره تياري وکړي، په خپلو پټو او ښکاره کارونو
کې له الله تعالی څخه ووريږي.
* سلامتي
په دوو شيانو کې دی، د جسم صحت په کم خوراک کې، د زړه صحت په کمه ګنا ه کې او د
وخت صحت دا دی چې له ناراضكي څخه ليری اوسی.
* په
احتياج کې تاسو ته نعمت در په زړه کيږي، په لوږه کې مړښت، په بنديخانه کې د آزادي
قدر در معلوميږي او په ناجوړتيا کې د روغتيا.
* له
الله تعالی څخه د روزي غوښتنه وکړی، خزانې له هغه سره دي، خير د هغه په لاس کې دی،
هغه ذات Y سخي ( الفتاح) او ( العليم) دی.
* الله
تعالی چې څومره نعمتونه پر تاسو کړي هغه در په ياد کړی، تاسو مړه وی ژوندي يې کړی،
بې لارې وی ښوونه يې درته وکړه، فقيران وی شتمن يې کړی، جاهلان وی عالمان يې کړی،
کمزوری وی د تاسو مدد يې وکړ.
ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
- د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
- که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
- په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
- د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
- د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
- د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
- په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
- په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
- شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
- د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
- مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
- د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
- په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
- په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
- زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
- چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
- د مور او پلار د پښو ښکلول
- جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
- نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
- آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
- په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
- ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
- که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
- د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
- د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
- حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
- جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
- د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
- په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
- دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
- دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
- قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
- ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
- د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
- دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
- د خشوع او خضوع په بيان کې دی
- د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
- هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
- تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
- سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
- د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
- په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
- الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
- موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
- خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
- 4-Quran With 4Tafaseer &Search
- 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
- Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
- داعي يې خو مزه دې نشته
- سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
- سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
- سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
- سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
- سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
- سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
- دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
- د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
- Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
- کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
- تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
- د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
- ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
- که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
- دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
- دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.