Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, March 4, 2012

طاقتور خلك د زيات طاقت لپاره کوشش کوي او غريب خلك د خپلې روزي لپاره،

 

متفرق

 

* د هوښيارو خلكو يوه خوبي دا هم ده چې هغوی مايوسه ونکی کار نه کوي.

* تر ټولو زيات د ستاينې وړ هغه څوک دی کوم چې د علم په قوت سره غضب له مينځه وړي.

* د امن، محبت او اعتبار لار داسې دی په کومه کې چې هلاکت نسته.

*    له جنك جكړې پرته ډوډۍ او پياز له متنازغ چرك څخه ښه دي.

* د هر کار له کولو مخکې سوچ وکړه او هغه کار وکړه د کوم تر شا چې پيښمانتيا نه وي.

* له الله تعالی څخه ويره داسې څراغ دی، د کوم په رڼائي کې چې نيکي او بدي صفا له ورايه ښکاري.

* مونږ بايد له هر هغه انسان سره محبت وکړو کوم چې له انسانيت څخه نفرت نه کوي.

* په مسافري کې شتمني د وطن مزه لري او په وطن کې مفلسي د مسافري.

*    د کم عقلو خلكو هيڅ دوست نه وي.

*    کله چې په انسان کې د ننه الهي ويره نه وي نو تباهي راځي.

* خلك علم او آدب ته زياته توجه نه کوي، طاقتور خلك د زيات طاقت لپاره کوشش کوي او غريب خلك د خپلې روزي لپاره، د دې نتيجه دا راوځي چې انساني ذهانت او محنت بالاخر په همدغه جنك او کشمکش کې ختم شي.

* انسان فطرتا نيک دی، مكر غلطه تربيه او غلط ماحول هغه بد جوړ کړي.

* په جونكړه کې سره له امنه اوسيدل په محل کې د بد امني له اوسيدلو بهتر دي.

*    کله چې د راز محافظين زيات شي نو هغه ډير زر افشا کيږي.

*    يو صحت مند كداكر له مريض بادشاه څخه ډير خوشحال وي.

*    ناکام پلار هغه دی د کوم اولاد چې د احساس کمتري ښکار وي.

* اصلا د ستاينې وړ هغه څوک دی، د کوم چې خپلوان، دوستان او همسايه كان ستاينه کوي.

*    چيرته چې كلونه ډير وي، هلته زهرجنې مچۍ هم ډيرې وي.

* ځمکه زمونږ د ټولو مور ده، يوه ورځ نه يوه ورځ به د هغې غيږې ته ورځو.

* په انسان کې د هوښيارتوب تر ټولو لويه علامه دا ده چې هغه له خپلو غلطيو څخه خبر وي.

* کوم سړی چې په ښه او بد کې تميز نشي کولی هغه په مړو کې شمار دی.

* د دوو وروڼو تر منځ دښمني مه اچوه، ځکه چې هغه په کومه وړه خبره هم سره رضا کيږي او ته بيا ټول عمر مختورې يې.

*    په کوم شي چې علم نه لری، د هغه په باره کې سوچ مه کوه.

* قارون له کوم سره چې څلويښت خزانې وی هغه مړ شو، نوشيروان نده مړ، ځکه چې هغه د خلكو په زړونو کې ژوندی دی.

* نيک انسان کله هم نه مړ کيږي، ځکه چې هغه د خلكو په زړونو کې ژوندی وي.

*    تر ټولو لوی خيانت هغه له قوم سره غداري ده.

* تر ټولو لوی باتور هغه څوک دی، کوم چې له بد کار څخه ويريږي.

*    حليم اوسه ! مكر د غلامۍ تر درجې مه رسيږه.

* د ماهي نيولو په وخت کې له دواړو لاسونو څخه کار اخيستل ضروري دي.

* له خلكو سره داسې وخت تير کړی، کله چې تاسو مړه شی او هغه درپسې وژاړي.

*    د کاميابي زينه د ناکامي له اړکيو څخه جوړه شوی.

*    د دماغ لپاره مطالعه او د بدن لپاره ورزش ضروري دی.

* کله چې د ستاسو يقين وي چې تاسو ريښتوني ياست، بيا د دې خبرې پروا مه کوی چې خلك څه وايي.

*    په محض سوچ کولو سره انسان ته هيڅ په لاس نه ورځي.

*    سوچ د عمل روح دی.

* که چيرته د کوم کار بل چا ته سپارل غواړی نو کوم دانا ته يې وسپاری، که دانا نه وي تاسو يې په خپله وکړی او که تاسو يې هم نشی کولی بيا يې پريږدی.

*    يو زوړ متل دی ! خلك له دې وجهې ژاړي چې نور خلك ژاړي.

* له خپلو بچيانو سره ښه سلوک وکړی او هر ممکن کوشش وکړی تر څو د هغوی تر مخ د خپلو هر قسم مسائلو ذکر ونکړی، ځکه ماشومان د هر قسم مسائلو په اوريدلو سره ځينې وخت د مظلوميت ښکار کيږي.

*    په تيرو شويو خبرو پسې مه خفه کيږی.

*    غبي مصنف هغه دی، کوم چې د روپيو لپاره ليکل کوي.

* څوک چې خپل راز پټ وساتي، هغه خپل ټول دولت په خپله قبضه کې وساته.

* اوښيار هغه څوک دی، کوم چې خپل ژوند په ضروري او مقصودي کارونو کې صرف کړي.
*    چا چې کوشش وکړ هغه كټه وکړه.

*    لوی کار د لوی سوچ نتيجه وي.

* يو زوړ متل دی ! جال که هر څومره لوی وي، مكر مرغۍ په يوه سوري کې نښلي.

* له دښمن څخه ډير خطرناک هغه څوک دی، کوم چې له دوستانو سره دوکه کوي.

*    د معشوقې زلفې د عاشق عقل او پښو ته ځنځيرونه دي.

* جهنميان هغه څوک دي، کوم چې عود غرضه، کبرجن، حريص او بخيل وي.

* که يو څوک له تاسو څخه جدا کيدل غواړی، تاسو له هغوی سره د صلح کولو کوشش وکړی.

* تر څو چې خپل زړه پريشان نه کړی تر هغه د نورو پريشانۍ نشی ليری کولی.

*    د ستركو خاوند هغه څوک دی، کوم چې خپل ځان ويني.

*    ويره د انسان اعصاب او اعضاء کمزوري کوي.

* په حقيقي معنی کې ښکلی هغه څوک دی، چې کوم کار ورته وسپارل شي په ښه طريقه يې تر سره کړي.

* قدرتي قانون دی ! کله چې د اوبو لار بنده کړل شي نو هغه نورې نوې ليارې جوړوي.

* پام کوی ! چې دولت مو سست او عياش نه کړي او مفلسي مو حوصله ماتونکي.

* ازادي، خوشحالي او خود اعتمادي له مثبت سوچ څخه ترلاسه کيږي.

*    غلط سوچ انسان له خپلې ليارې څخه ډير ليری کوي.

*    ډير اميران خلك هم په ذهني لحاط غريبان وي.

*    ډير کم خلك د غريب ورور عزت کوي.

*    کوم سړی چې څومره ډيرې خبرې کوي، هومره کم عقل دی.

*    د شاتو په يوه څاڅکي سره تاسو ډير مچان نيولی شی.

* هوښيار هغه دی، کوم چې خپله ژبه د نورو له غيبت څخه وساتي.

* غيبت ديته ويل کيږي چې تاسو د يو چا په حق کې داسې خبره وکړی، که هغه يې واوري نو خفه کيږي.

*    وخت بې رحمه او حقائق ترخه دي.

* شيدی چې کله توی شي په هغوی د افسوس کولو پر ځای د نورو تازه شيدو لپاره کوشش وکړی.

* د نيکي اغاز مشکل، مكر انجام يې نيک دی، د بدي ابتداء آسانه، مكر انجام يې ډير بد دی.

* په اصل کې انسان چې کومې خبرې بوډا کوي، هغه تنهائي، مايوسي او غم دی.

*    څوک وايي چې پر ما د خدای تعالی رحمت نه دی؟

* هيڅ يو ملک تر هغه غلام نشي جوړيدلی تر څو چې د دغه ملک اوسيدونکي له يرغلكرو سره مرسته ونکړي.

* په کوم قوم کې چې غدار پيدا شي نو د دغه قوم مضبوطې قلعه كانې هم د خټو کورونه شي.
* کوم انسان چې له خپل محسن سره وفا ونکړي، هغه له هيچا سره وفا نشي کولی.

* د هر انسان دا خواهش دی، چې د ده نوم دې ديرو خلكو ته معلوم وي.

* ښه کار وباري هغه څوک دی، کوم چې د كاهک په ځای دوستان پيدا کړي.

* د دنيا او د خلكو بدلول مشکل دي، مكر تاسې خپل ځان په آسانۍ سره بدلولی شی.

* که چيرته تندرستي غواړی نو نيک خويه جوړ شی، که دانا جوړيدل غواړی

 نو د اخلاقياتو مطالعه وکړی او له خدای Y څخه ويره وکړی.

* بزدلي په اصل کې دا دی چې تاسو د حق لپاره آواز نشی پورته کولی.

* څوک چې په جهالت کې د خدای تعالی عبادت کوي، د هغه فساد له اصلاح څخه ډير وي.
* پياده تك د هغه آس له سورلۍ څخه ښه دی کوم چې انسان غورځوي.
* په زړونو کې يو قبرستان جوړ کړی، تر څو د خپلو دوستانو بيکاره خبرې هلته دفن کړی.
*    چيرته چې غيبت وي، هلته رحمت نه وي.

* تر څو چې په کشتۍ کې سوری نه وي تر هغه يې سمندر نه ډوبوي،

 همدا شان مونږ هم بايد د خپل زړه او دماغ دروازه د بيکاره سوچونو

 او خيالاتو پر مخ وتړو، که مو دا کار وکړ هيحکله به هم د غمونو 

په درياب کې ډوب نشو.
*    د غلامانو په ملک کې د غلام حکومت وي.

*    هغه کس غلام دی، کوم چې د رايه له آزادي څخه محروم وي.

* په هفته کم از کم يو ځل د ښو اشعارو مطالعه کول ضروري دي، ځکه 

چې په دې سره زړه ته سکون، دماغ ته تازكي او روح ته خوشحالي ور بښل کيږي.

*    دتعليم او ترقي هيڅوک ټيکه داران نه دي.

*    کوم خلك چې هيڅ کار نه کوي، هغه تر ټولو ډير مصروف وي.

* د يو چا د ښو خويونو په بيانولو کې وخت مه ضايع کوی، بلکه د هغه خويونه خپل کړی.

* له داسې خوشحالۍ څخه ليری اوسی، کومه چې صبا ورځ درته غم کيږي.

*    هر اوښيار او ښه انسان مخلص وي.

* حکومت او اقتدار تلونکی او راتلونکی شی دی، کوم شی چې تل باقي دی

 هغه ښه شهرت يا بدنامي ده.

*    هيڅوک په هر شي علم نه لري.

* کوم شی چې په څومره زور سره ولويږي، په همغومره زور سره پورته کيږي.

*    د انسان تر ټولو لوی دښمن هغه يې خپل جهالت دی.

* کوم انسان چې د خپلې زندكي جائزه نه اخلي او نه له خپل نفس سره محاسبه کوي، 

هغه د ژوندي اوسيدلو لايق نه دی.

* د عزم او همت اندازه هغه وخت کيدلی شي کله چې مونږ کمزروي او په اقليت يو 

او د تحمل اندازه په هغه وخت کې کله چې مونږ زورور او په اکثريت کې يو.

* چيرته چې مالكې ته ضرورت وي، هلته له بورې څخه کار اخيستل ندي پکار.

*    هر انسان دا سوچ کوي چې دوزخ د نورو لپاره دی.


ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه

  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User