اهم ترينه مسئله د توحيد ده (لومړی برخه)
څانګه: | چاڼ شوي مضامين |
رالېږونکی: خالد منصور هډوال
لومړی برخه
زما محترمو وروڼو په دنيا كې اهم
ترينه مسئله د توحيد ده ، چې هغه د يو الله سبحانه وتعالى عبادت ده ، تاسو
وګورئ صرف د توحيد لپاره څومره انبياء عليهم السلام راغلي دي .
يو نه ــ ده
لس نه ــ دي
سل نه ــ دي
زر نه ــ دي
لس زره نه ــ دي
پنځوس زره نه ــ دي
يو لك نه ــ دي
يولك څليريشت زره كم او زيات
انبياء راغلي دي ، نو معلومه ده چې دا يوه اهمه او ضروري مسئله ده ، دا
توحيد چې زما او ستا پورې رارسېدلى ده ، دا څه په آسانتيا نه ده رارسېدلى
.
په دې مسئله باندې انبياء په كاڼو ويشتل شوي .
انبياء د كورونه ويستل شوي .
د علاقې نه ويستل شوي .
بدي خبرې او كنځل ورته شوي .
په چهرو او په مخ باندې په كاڼو ويشتل شوي .
په لارو كې اغزي ورته اچولي دي .
په توحيد باندې حضرت نوح عليه السلام څومره په كاڼو ويشتلى ده .
په توحيد باندې حضرت ابراهيم عليه السلام اور ته اچولى ده .
په توحيد باندې د حضرت موسى عليه السلام او فرعون مقابله راغلى وه
په توحيد باندې حضرت ذكريا د آري لاندې تكړي ــ تكړي كړي ده .
په توحيد باندې حضرت ابراهيم د نمرود مقابلې ته راوتلى ده .
سره د دومره مشقتونو او تكليفونو بيا هم دا دعوت نه پريدي .
معلومه ده چي د خدايى په خدايى كې
دېنه غټه ، او مهمه مسئله نشته ، صرف د توحيد مسئله ده ، لږ بحث پر كوم ،
نور علماء به هم بحثونه پرې كوي .
تاسو وګورئ د انبياء په بدلېدو سره
د زكوة مسائل بدلېږي .
د لمونځ مسائل بدلېږي .
د روژې مسائل بدلېږي .
او د توحيد مسئله نه بدليږى. نو معلومه ده چې دا اهم ترېنه مسئله ده .
د توحيد مسئلى لپاره شاهدان
د الله سبحانه وتعالى د توحيد مسئلى لپاره څومره شاهدان پيدا كړي؟
اول : الله سبحانه وتعالى د خپل وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .
دويم : ملايكې د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .
دريم : انبياء عليهم السلام د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .
څلورم : علماء د الله سبحانه وتعالى د وحدانيت لپاره شاهدي وركوي .
عزتمندو!
ښه به دا وي چې قرآن راواخلو ،
قرآن وګورو ، د قرآن نه تپوس وكوو ، چې قران كې الله سبحانه وتعالى د توحيد
لپاره څه ويلى دي ، او د شرك لپاره څه ويلى دي ، ستاسو خوښه ده چې قران نه
تپوس وكوو ؟
هو ! قران وګورئ ! د قران درېمه پاره نهمه ركوع كې الله سبحانه وتعالى خپله شاهدي وركوي : شَهِدَ
اللّهُ أَنَّهُ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ وَالْمَلاَئِكَةُ وَأُوْلُواْ
الْعِلْمِ قَآئِمَاً بِالْقِسْطِ لاَ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزِيزُ
الْحَكِيمُ .
الله رب العزت خپله شاهدي وركوي چې د الله رب العزت نه سوا بل اله نشته .
ملايكې او د علم صاحبان هم پدې
شاهدي وركوي ، او هم پدې باندې قايم دي چې د الله رب العزت نه سوا بل اله
نشته ، او هغه زبردست غالب حكمت والا ده .
معلومه شوه چې توحيد ډېره اهمه
مسئله ده چې په خپله خدايى ګواهي وركوي ، اوس تاسو ووايئ د خدايى د شاهدی
نه بله لويه شاهدي شته ؟ نه .
او بيا پدې باندې ملايكې شاهدان كړي دي .
او بيا پدې باندې خبره بس كړى نده ، بيا انبياء علیهم السلام هم پدې شاهدان كړي دي .
ان شاءالله نور بيا...
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.