Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 9, 2012

داچې باران څه ډول جوړیږی یوه ستره پوښتنه وه


د باران جوړښت

داچې باران څه ډول جوړیږی یوه ستره پوښتنه وه چې پیړۍ  پیړۍ بی ځوابه پاتې وه . کله چې دهواپېژندنې رادار جوړشو انسانان دباران دجوړیدو په پړاوونو پوه شول.
دباران جوړښت درې پړاووکې صورت نیسی : لومړی اومه ماده (اوبه) تبخیرېږی اوهواته پورته کیږی بیا وریځې جوړیږی اودریم دباران څاڅکی جوړیږی. په قرآن کې دغه موضوع په دقیقه توګه روښانه شوی:



  الله (ج) هغه ‌‌ذات دی چې بادونه رالېږی څو چې وریځې پورته کړی اوهرډول چې وغواړی په آسمانونو کې یی منبسطوی اوتړی یی اوبیایی سره بیلوی اوباران به ووینی چې څاڅکی څاڅکی له هغه تویږی.   (الروم ۴۸).

راځی چې وګورو دغه درې پړاوونه څه ډول له پورتنی آیت سره اړیکې مومی:

لومړی پړاو: الله (ج) هغه څوک دی چې بادونه رالېږی:

ډیر شمېر حبابونه دسمندرونو دمخې له ځګ نه جوړیږی چاودی اودهغه ذرې پورته هواته ځی . دغه زرې چې دمالګې درلودونکی وی دباد په واسطه پورته کیږی اووریځې جوړوی ، ورېځې داوبو دوړوڅاڅکواودسمندر دمخ داوبودتبخیر څخه جوړیږی.

 دوهم پړاو: څوچې ورېځې راپورته کړی :

وریځې داوبو دبخارنه چې دمالګې دټوټو شاوخوا راغونډیږی ( یو پرسلو ملی مترو قطر لری) وریځې په آسمان کې معلقې پاتې کیږی اوبیا خوریږی. اوپه دې توګه آسمان له وریځو پوښل کیږی.

دریم پړاو: اوباران وینی

داوبو هغه ذرې چې دمالګې دوړو ټوټو په شاوخوا کې په هو اکې ځای نیسی یوبل سره یو ځای کیږی ، پنډیږی اودباران څاڅکی جوړوی . اوهغه څاڅکی چې نظر وهواته درنېږی ورېځې پرېږدی اولاندې راتوېږی.
څه ډول مو چې ولیدل دباران دجوړیدو هرپړاو په دې مبارک آیت کې یادشوی. په یوه بل آیت کې دباران دجوړیدو په هلکه داسې معلومات ورکړشوی:



آيا
 ودی نه لیدل چې الله ورېځې له هرلوری نه وشړی څو چې یوبل سره یی وتړی ، راټولې اومتراکمې یی کړی ، هغه وخت به ووینی چې دباران څاڅکی دوریځو له مینځ نه لاندې توی شی اودآسمان له غرونو نه ږلۍ راتوی کړی څوچې هرچاته خدای  وغواړی ولږیږی اوپر هرچا  یی چې وغواړی  ونه لږیږی اودبرېښنا روښنایی داسې ولږیږی چې سترګې یوسی  (النور ۴۳).

دپوهانو څېړنې دورېځو دډولونو په برخه کې حیرانوونکی پایلې درلودې ، بارانې ورېځې دټاکلی سیستم اوپړاوونو  پربنسټ جوړیږی چې عبارت دی له :
 ۱ـ دیو بل په لور دراټولیدو پړاو: کوچنۍ ورېځې یوځای کیږی یوه ستره ورېځ جوړوی.
۲ـ  دتوییدوپړاوکله چې کوچنۍ ورېځې سرپه سرشی اوسترې ورېځې جوړې کړی ، دهغه تراکم په منځنی برخه کې له څلورخواووڅخه ډیر وی ، چې دغه سرپه سرکیدل په عمودی ډول دورېځو دکتلې دلویدو لامل ګرځی لکه ( غر) . دغه عمودی لویدل دورځې له خوا دکتلې دستریدو  لامل دځمکې سړې برخی ته کېږی . سړه سیمه کې داوبو څاڅکی جوړیږی اوکرارکرارلاندې توېږی. کله چې دغه څاڅکی دومره لوی اودرانه شول چې دورېځو کتله هغه معلقه ونه شی ساتلی دځمکې لورته دباران اوږلۍ په څیر راکوزیږی.
باید په یاد ولرو چې هواپېژندونکی په دې وروستیو کې دټکنالوژی  لکه کمپیوټر، الوتکې، مصنوعی سپوږمکی اونورو له لارې ددې خبرې په پوهیدوبریالی شوی دی په داسې حال کې چې دغه موضوع څوارلس پېړۍ مخکې په قرآن کې روښانه شوې. 




Text Box: (C)

باران مړه ځمکه راژوندی کوی



اوله آسمانه مو پاکې اوبه راولېږلې څو په هغه باندې مړه ځمکه راژوندی کړو اوهغه څه چې له څارویو اوانسانانو مو پیداکړی ، هغوی پرې اوبه کړو (الفرقان ۴۸-۴۹).

باران نه یواځی داچې دژوو بنسټیزه اړتیا ده دسرې په څیر دشنه کیدو اوتقویه کیدو ځانګړتیا هم لری. باران چې دسمندر له سطحې نه تبخیریریږی اوورېځو ته رسېږی دداسې موادو درولودونکی دی چې ځمکه پری ددوهم ځل لپاره ژوندی کیږی. دغه څاڅکی دداسې یوډول سرې له ځانګړنې نه برخمن دی چې دسطحی راکښل کیدونکو وړوڅاڅکو په نامه یادیږی . دغه څاڅکی دسمندر دپورتنۍ سطحې څخه جوړیږی چې بیولوجیستان ورته میکروسکوپی پوړ وایی . دغه پوړ دملی متر له لسمې برخی نه هم کوچنی پریړوالی لری ، دډیرو عضوی موادو چې دالجی اونورو ژوندیو میکروسکوپی موجودواتو څخه په لاس راتلای شی  جوړیږیدغه مواد سره یوځای کیږی اوفاسفورس ، مګنیزیم اوپوتاشیم چې دسمندرپه اوبو کې ډیر لږوی اودغه راز داسی فلزونه لکه مس، جست ، کوبالت اوسرب هم ځان ته جذبوی. په دې توګه دځمکی نباتات ډیرهغه مواد چې دخپلې ودی لپاره ورته اړتیا لری دباران له څاڅکو څخه په لاس راوړی.
هغه مالګې چې دباران له څاڅکو سره راځی  دسرې دجوړیدو لپاره  یی یوه بیلګه ګڼلی شو چې حاصل پرې زیاتېږی. په  Aerosol ایرسول کې شته درانه فلزات دنبات وده زیاتوی. لنډه داچې باران یوډول سره هم ده .  یوه پېړۍ دباران په  اوریدوسره یوه شاړه ځمکه کیدای شی دکښت وړوګرځی . ځنګلونه هم په همدې توګه خپل داړتیا وړتوکی له سمندرونو څخه په لاس راوړی.
په دې توګه هرکال یوسلو پنځوس میلیونه ټنه دسرې  ‌‌ذرې پرځمکه اوریږی. که دباران دغه ځانګړنه نه وای دځمکې پر سر دنباتاتو کچه به ډیره لږ ه وای، اودځمکې پرسربه دژوند امکان  له مینځه تللی وای. په قرآن کریم کې دباران ددغې ځانګړتیا په اړه معلوما ت ددې  کتاب له بی شمېره معجزو څخه یوه معجزه ده.




د ږلۍ ، تالندې اوبرېښنا جوړیدل 


آيا  ودی نه لیدل چې الله ورېځې له هرلوری نه وشړی څو چې یوبل سره یی وتړی ، راټولې اومتراکمې یی کړی ، هغه وخت به ووینی چې دباران څاڅکی دوریځو له مینځ نه لاندې توی شی اودآسمان له غرونو نه ږلۍ راتوی کړی څوچې هرچاته خدای  وغواړی ولږیږی اوپر هرچا  یی چې وغواړی  ونه لږیږی اودبرېښنا روښنایی داسې ولږیږی چې سترګې   یووسی ( ویی برېښوی) (النور ۴۳).
په دغه آیت کې ږلۍ اوبرېښنا ته اشاره شوې. او دهواپېژندنې له اړخه هم موضوع په همدې توګه روښانه شوې ده. کله چې ږلۍ دیوې ډیرې سړې اوکنګل شوی برخې نه تویږی ، ورېځې برېښنایی کیږی . اوبلن څاڅکی په دغه برخه کې کنګل کیږی اوکله چې  دږلۍ دانه یا کنډرکی جوړیږی ، پټه تودوخه ترې آزادیږی . دغه تودوخه دږلۍ سطح له دهغو کنګلونو نه چې دږلۍ په شاوخواکې شته توده ساتی . کله چې دږلۍ دانه دکنګلونو سره تماس مومی یوه مهمه پېښه مینځته راځی . الکترونونه دیوه ساړه شی نه دتاوده شی په لوری ځی . په دې توګه دږلې دانه منفی چارج نیسی . دغه اغېزه دسړو څاڅکو اوږلۍ ددانو له تماس څخه  پېښېږی او دکنګل ټوټې چې مثبت چارج لری پرې ماتېږی. دغه مثبتې ټوټې چې سپکې دی دهوا دبهیر له لارې هوا ته پورته کیږی. اوس چې ږلۍ منفی چارج لری دورېځی لاندینی برخې ته لویږی  نو له همدې امله دوریځو لاندینی برخه منفی چارج اخلی اودغه بهیر دبرېښنا دجوړید لامل ګرځی  نو له دې څخه څرګندیږی چې ږلۍ دبرېښنا دجوړیدو لامل دی.
    لاندینی آیت دبارانی وریځیو اوبرېښنا په مینځ کې داړیکو،اود برېښنا دجوړیدو څرنګوالی  روښانوی .

لکه دتوپان په څیر ورېځې په آسمان کې چې په هغو کې تیاره اوتالنده اوبرېښنا وی. (البقره ۱۹).

بارانی ورېځې دډیر حجم اووزن درلودونکی وی چې پراخوالی یی ترددوسوو شپېتو کیلومترو پورې اوجګوالی یی تر دولسو کیلومترو پوری رسېږی. له دې کبله یی لاندینی برخه تیاره وی او  داوبو اوکنګل دزیاتوالی  له کبله دلمر وړانګې نه شی کولای له هغو تېرې شی . نو له همدی کبله دلمر لږه انرژی ځمکې ته رسېږی.
په دغه آیت کې دتالندې اوبرېښنا دجوړیدو پړاوونه دورېځې دتیارې نه وروسته  یاد شوی. په وريځو کې یو بریښنایی چارج جوړیږی ، کله چې هوا ونه شی کولای دعایق په څیر عمل وکړی ددغو چارجونو ټولیدل دیوی شارتی اولمبې لامل ګرځی چې دمثبتو اومنفی چارجونو دیوځای کیدلو له کبله مینځته راځی او دبريښنا ولتاژ ان تر یو میلیاردو ولټو ته رسیږی . دغه لمبه یا چې موږ ورته برېښنا وایو ددوو وریځو دکتلی یاهم دوریځو دمثبتو چارجونو اودځمکې دمنفی چارجونو  دټکر له امله مینځ ته راځی. ( کله چې دوریځو مثبت چارجونه دځمکې له منفی چارج سره یوځای شی نو په ځمکه کې دتندر دلویدولامل همداوی) " ژباړن.
ددغو چارجونو ناببره زیاتیدل دبرېښنا دخط په تګلوری کې تر لسوزرو سانتی ګریدو پورې د تودوخې لامل ګرځی چې په پایله کې یی هوا په چټکۍ سره پړسیږی چې دتالندې دغږ لامل ګرځی.



  
                           اوتالنده دده تسبیح وایی (الرعد ۱۳).


 بار(حمل) ورکوونکی بادونه

 دقرآن کریم په یوه آیت کې دبارورکوونکو بادونو اودباران جوړیدل یادشوی :


 موږ بار(حمل) ورکوونکی بادونه راولېږل اودهغو په اثر مو باران له آسمانه واوراوه څوچې ټولوته اوبه ورکړی (الحجر۲۲).

دغه آیت څرګندوی چې دباران دجوړیدو لومړی پړاو باد دی . له شلمې زیږدیزې پېړۍ څخه مخکې داسې انګیرل کیده چې دباد یواځینې دنده دورېځو راوړل دی. په داسې حال کې چې دهوا پېژندنې موندنو دباد ونډه دبارانونو په بارورکونه کې روښانه کړه.
څه ډول چې مو مخکې وویل دسمندر په سطح کې بې شمېره حبابونه جوړیږی کله چې دغه حبابونه وچوی بېشمېره دملی متر په سلمه برخه  کوچنۍ ذرې هواته پورته کیږی. دغه  ایرسولونهAerosol  چې له ځمکې نه پورته شویودوړو اولړو سره له باد سره  یوځای راځی اوسره ګډېږی دځمکې پورتنۍ برخې ته اوچتېږی اوخوځښت کوی ، په پای کې دبادونو له لارې پورته اوپورته وړل کېږی څوچې دابودبخارونو سره تماس مومی . داوبو بخار ددغو ذروپه شاوخوا تراکم کوی اوداوبو څاڅکی جوړوی چې ټول یوځای ورېځې جوړوی اوپرځمکه دباران په څېر اورېږی. نو وینو چې څه ډول باد تبخیر شوې اوبه دهغو ذروله لارې چې دسمندر له مخې څخه یی اخلی بارورکوی اودورېځو اوباران په جوړیدو کې مرسته کوی.
دباد له لاری دباران اووریځو په جوړیدو کې دغه ارزښتنا ک ټکی سلګونه کاله مخکې کله چې دطبیعی پدیدو په هکله پوهې ډیر لږ پرمختګ کړی و په قرآن کې بیان شوی.
بله مهمه مسأله په دې آیت کې دګلانو په تلقیح اوبارورکونه کې دباد ونډه ده.  
 ډیر ګلان خپل ګردونه یا Pollen دباد له لارې شېندې اودخپل ډول بقا ته ادامه ورکوی. ډیر نباتات له پرانستو( دخپریدووړ)  تخمونو سره لکه دصبردونو، دکجورو دونو، هغه هګې لرونکی نباتات چې ګل کوی اودشنې ګیاه په څیرنباتات ټول دباد له لارې القاح کېږی. باد د نبات له یوه بوټی نه بل همغه ډول بوټی ته ګرد لېږدوی اودالقاح عملیه ترسه کېږی. 
تردې وروستیو پوری  دغه حمل ورکونکی میکانیزم څرګند نه وو، کله چې څرګند شوچې نباتات هم دنارینه اوښځینه جنس درلودونکی دی دباد دغه عمل هم وموندل شو . په داسې حال کې چې قرآن له مخکې دا مسأله څرګنده کړې وه.







دباد دجوړېدو پړاوونه




 اوباد ته په لوری ورکولو کې دعقل دخاوندانو لپاره نښانې دی (الجاثيه ۵).

باد ددوو مرکزونو په مینځ کې دبېلابېلې تودوخې دخوځښت څخه عبارت دی. توپیر لرونکې دتودوخې درجې ، دهوا توپیر لرونکی فشارونه جوړوی اوتل له پورته نه  له لوړفشار څخه ښکته ټیټ فشار خواته جاری وی. هرڅومره چې دتودوخې ددرجې توپیر اوپه پایله کې یی دفشار توپیر زیات وی ځواکمن بادونه جوړوی. حیرانوونکی مسأله داده چې دځمکې ګردچاپېره دتودوخې ددرجې اوفشار دډیر توپیر سره سره لکه داستوا دکرښې تودوخه  او دقطبونو سړه هوا بیا دخدای په فضل ډیر وژونکی اوورانوونکی بادونه نه جوړیږی. اوکه چېرې داستوا او قطبونو په مینځ کې بادونه کرار نه وای  دځمکې پر سربه دژوند امکان موجود نه وای. اوتل به ځواکمنو  بړبوکېو اوتوپانونو دوام درلود.  
دتصريف لغت  يعنى څوواره راتاوول ، لوری ورکول ، بڼه ورکول تنظیمول او اوخپرول دی . ددغه لغت انتخاب دباد لپاره په خپله دهغه دبهیر ډول څرګندوی.اوهمدا رنګه دا رسوی چې بادونه تصادفی نه دی بلکې تل داسې دالله (ج) له خوا تنظیمېږی  چې دژوند بقا په ځمکه کې تأمینېږی.







فوتو سنتيزڅه ډول سهار مهال پیلېږی



قسم په شپه چې تیاره کېږی اوپه سهار چې سا اخلی. (التکوير ۱۷-۱۸).

د نباتاتو فوتو ستنېز Photosynthesis هغه کاربن داى اکسايد چې دانسانانو لپاره زیان لری جذبوی اوپرځای یی اکسیجن آزادوی. دیرش په سلوکې دځمکې دسر اکسیجن دځمکې دوچې دنباتاتو او اویا په سلوکې دسمندرونو لاندې نباتاتو له لاری جوړیږی .  فوتو سنتيز یوه مغلقه عملیه ده چې تراوسه په سمه توګه څوک پرې نه دی پوهیدلی . ځکه چې تعاملونه دمالیکولونو ، اتومونو اوالکترونونو په سطح صورت نیسی . نو دغه عملیه په سترګو نه شو لیدلای . خواغېزه او پایلې یی  داکسیجن اوهغو خوراکی توکو کې چې موږ ترې ګټه اخلو وینو.
د فوتو سنتيز ګټه دهغه اکسېجن له مخې چې جوړوی یی اندازه کېږی. سهارمهال کله چې دلمر وړانګې ډیرې متراکمې وی ډیرې تولیدېږی . دلمرختو په وخت پاڼې په خوله کولو پيل کوی اوپه همغه انډول دفوټو ستنتېز عملیه ګړندی کېږی. ماسپښین مهال فوتو سنتېز ورو کېږی اوسااخستنه زیاتېږی ځکه تودوخه ډېرېږی اوخوله هم زیاتېږی . دشپې مهال کله چې تودوخه کمېږی نو خوله هم کمېږی اونبات ارام کوی.
د  اذاتنفس کلمه په سهار کې اوږدې سا اخستلو ته اشاره ده . ځکه چې داکسیجن تولید چې دسااخستنې اساسی توکی دی پیلېږی اوډیره کچه یی په همدې وخت کې وی . کله چې  الله (ج)  په هغه سوګند یادوی ، دموضوع پر اهمیت ټینګار کوی. دغه مسأله چې په قرآن کې یاده شوی دشلمې پېړۍ مهمه موندنه بلل کېږی.
شپږ مالیکوله اکسیجن + شپږ ماليکوله قند à فوتو سنتيز à شپږ ماليکوله کاربن داي اکسايد + شپږ ماليکوله اوبه
6H2O + 6CO2 – Photosynthesis à C6H12O6 + 6O2

سمندرونه یو له بله سره نه  ګډېږی

دسمندرونو یوه ځانګړنه چې اوس اوس خلک پرې پوه شوی دې آیت پوری تړاولری:


دوه سمندرونه یی یوبل ته نږدې اومخامخ کړی خو ددوی په مینځ کې یو حد شته چې یو پر بل تیری نه کوی (الرحمن ۱۹-۲۰).

سمندرپېژندونکی په نږدې وختو کې پوه شوی چې دسمندرونو اوبه سره له دې چې یو بل ته ډېرې نږدی دی اویو له بله سره تماس لری خو سره نه مخلوطېږی . ددغو اوبو دکثافت توپیر اودسطحې راکښنې توپیر یی داسې عمل کوی چې کواګې ددوې په مینځ کې یو نری دیوال شته دی.
دبېلګې په ډول دمدیترانې سمندرګې اوداطلس سمندرکې تل جذر اومدونه پېښېږی اوځواکمنې څپې لری او اوبه یی یو په بل کې ننوځی خو هېڅکله هم دهریوه دتودوخې درجه ، کثافت او دمالګې اندازه بدلون نه مومی. ځکه چې  داسې یوه مانع شته چې دوی یوله بله بېل ساتی.

اوهغه دی چې دوه سیندونه یی یوپه بل کې ننویستل یو یی خوندور اوخوږ کړ اوبل یی تریو اوتریخ اوددوی په مینځ کې یی داسې یوه پرده ونیوه چې یوله بله بېل واوسی(الفرقان 53).

ددغې موضوع شرح په قرآن کې خپله یوه ستره معجزه دی اوهغه وخت بیان شوې چې دفزیک علم دسطحې راکښنې په هکله په څه نه ؤ خبر.



په سمندرونه کې تیاره اوکورنۍ څپې


یا لکه د ژورسمندر تیارې چې دڅپو له لارې پوښل شوی چې برسېره یی بله څپه وی اوپرسریې ورېځې دی   (النور 40).

په ژوروسمندرونو کې ددوسومترو په ژورتیا تیاره وی . اودزرومترو په ژورتیا کې هېڅ رڼا نشته.
نن موږ دسمندرونو دڅېرې ، په هغو کې دژوو، دمالګې دکچې دلوړې اوژورې په هلکه یی معلومات لرو، داوبتلونو اونورو وسیلوله لارې پوهانو زیات معلومات لاسته راوړی . په داسې حال کې چې انسان دځانګړو وسایلو نه پرته نه شی کولای تر اویا مترو ژورو اوبو کې ولامبی  اوددوسوومترونه ژور ځای کې خو ژوندی نه پاتې کېدو له دې کبله دا قرآنی معجزه ده چې څوارلس سوه کاله مخکې دسمندرونو په ژورتیا کې یی تیاره بیان کړې وه چې پوهان ایله اوس پرې پوه شوی.
برسېره پرتیارې یوه بله موضوع هم په دې آیت کې یاده شوی: اوس پوهانو موندلې چې ترسطحې لاندې څپې (sub-surface waves)  هم په سمندرونو کې شته چې دسمندر دژورو پوړونو اوبه چې لوړ کثافت لری په ځان کې رانغاړی.  دغه څپې کټ مټ دسطحی څپو په څېر وی اوپه همغه توګه له مېنځه ځی . دغه کورنی څپې په هېڅ توګه نه لیدل کېږی بلکې دډېرې مطالعې اوڅېړنې نه وروسته پر هغه پوهیدلای شو چې دادقرآن عظیم الشأن بله معجزه ګڼل کیدای شی.

هغه ځای چې زموږ خوځښت کنټرولوی


نه، که هغه ونه درید، موږ به یی دټنډې له وېښتو ونیسو، یوه دروغجنه خطاکاره وچولی.  (العلق ۱۴-۱۵)

د"ناصية کاذبة خاطئة" کلمه په دې آیت کې ډیر عجیب دی . ننیوڅېړنو ښوولی چې دماغ دوچولی په برخه کې دځانګړو دندو دتنظیم مسؤلیت لری . دغه دندې چې څوارلس سوه کاله مخکې په قرآن کې ورته اشاره شوې یواځې شپېته کاله مخکې پوهان پرې پوه شوی. یو کتاب چې داناتومی اوفیزیولوژی بنسټونه نوم لری داسې لیکی:
 "دیوه هوډ لپاره وړاندوینه اوهڅونه ددماغ په مخکینی برخه کې چې په انګرېزی کې ورته  (Prefrontal area, frontal lobe) وایی صورت نیسی اوددماغ په همدغه ځای کې دیرغل کوونکو کړونو مرکز هم قرار لری. نو همدا وچولی دی چې  دښې یا بدې کړنې یا دریښتیا اودروغو ویلو دپلان جوړونې ځای دی.
 په ډاډ سره ویلو شو چې پورتنی آیت ددماغ همدغې برخی ته اشاره کوی چې په دې وروستیو شپېتو کلونو کې موندل شوی دی.

 دالله (ج) په یاد سره زړونه آرام مومی

د امریکې د څېړونو په ملی مرکز کې د داويد لارسن څېړنې دملحدو اومؤمنو خلکوترمېنځ په  پرتله کولوکې حیرانوونکی پایلې ترلاسه کړی: دبېلګې په توګه باایمانه اودینداره خلک شپېته په سلو کې  تر بی دینه خلکو لږ دزړه په ناروغی اخته شوی وو، دوینې لوړفشار اودځان وژنی پېښې هم په مؤمنو کسانو کې ترملحدیینو اوبی دینو خلکو ډېرې لږې وی .
دعقلی طب یوه نړیواله مجله رپوټ ورکوی چې بې عقیدې خلک زیات ناروغه کېږی اودژوند اوږدوالی یی کم دی. دمعدې اوتنفسی سیستم ناروغی شپیته په سلو کې ترپرخدای باورلرونکو خلکو نه په هغوی کې ډېره ده.
ارواپېژندونکې هم ورته پایلو ته رسېدلی، یعنې چې عقیده دانسان اروا ځواکمنوی اوروغتیا ښه کوی. دغه توضیح به کفایت وکړی خو مسأله هغه وخت لا روښانه کېږی چې عملی تجربه سرته ورسېږی .
ايمان په الله (ج) له هرې بلې روانې انګېزې نه ځواکمن وی. دهربرت هنس دڅېړنو مرکز چې دامرېکې دهارواد پوهنتون کې دی په دې هکله په زړه پورې اوحیرانوونکی څېړنې اوپایلې لری. سره له دې چې ډاکتر هربرت خپله عقیده نه لری اویو ملحد دی ،خو دې پایلې ته رسېدلی چې دالله (ج) عبادت دانسان په روغیتا کې له هربل څه نه ډیره اغېزه لری. ده ثابته کړه چې هېڅ عقیده دومره اروایی آرامښت انسان ته نه ورپه برخه کوی لکه پر الله (ج)  ایمان یی چې ورپه برخه کوی.  
دانسان دجسم اوروح اوایمان په مېنځ کې داړیکوپه هکله څه دلیل موجود دې؟ دی  وایی: چې جسم اوروح داسې تنظیم شوی چې باید پرالله (ج) عقیده ولری
 اودغه حقیقت چې دطب ننی پوهه پرهغه اعتراف کوی په قرآن کې یاد شوی :

پوه شی چې یواځې دالله (ج) یاد زړونو ته ډاډ وربښی
(الرعد ۲۸).

ولې هغه کسان چې پرالله ایمان لری اودهغه عبادت کوی جسماً اوروحاً روغ دی. ځکه چې هغوی دخلقت دموخې مطابق عمل کوی. هغه فلسفې اوسیستمونه چې دخلقت دحقیقت خلاف وی تل درد لرونکی اوغم راوړونکی وی.
معاصر طب نوی پرمختګونه په دې هکله لری . څه ډول چې پاتريک گلاين وایی"په وروستیو پنځه ویشتو کلونو کې علمی څېړنې اوارواپوهنه څرګندوی چې دینی اعتقاد ددماغی روغتیا لپاره منطقی اوجوړونکې عامله اړتیا ده.





                 
  


ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  

 

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User