په قرآن کې یادشوی یو اخلاقی صفت عفواوبخښنه ده.
عفو ونیسه(وکړه)(الاعراف ۱۹۹).
اودبدی جزا دهغه په
مثل بدی ده خو که چا عفو وکړه هغه اصلاح وکړه. اجریی الله(ج) ورکوی (الشورى ۴۰).
څوک چې دغه اللهی امر ونه منی عفو به ورته ستونزمنه وی
ځکه چې ډیر ژر به عصبی شی اوپه خطا به اخته شی. په داسې حال کې چې قرآن وایی: چې
عفوه له انتقام یا کساد نه بهتره ده. ځکه باایمانه کسان بخښونکی اوصبرناکه وی.
خپله غوصه کراروی
اوخلک بخښی (آل عمران ۱۳۴).
په ایمان لرونکو کې دبخښنې خصلت له بې ایمانو څخه ډیر
توپیر لری . ځکه که یو څوک ادعا وکړی چې یو څوک یی بخښلی خو بیاهم تریو خته پوری
غصه ناک اوخپه وی اوزیار باسی چې خپل قار کېنوی. په داسې حال کې چې د باایمانه
اومسلمان بخښنه مخلصانه وی، ځکه هغوی پوهېږی چې انسانان په دې نړۍ کې تل زیار باسی
اوله خپلو تېروتنو څخه زده کړه کوی ځکه هغوی بخښونکی او صبرناکه وی. اوایمان
لرونکی کله چې عفو کوی نو مقابل لوری یی خطا کاروی اودی په حقه وی اوکیدای شی چې
ستر زیان هم دمقابل لور له ګناه نه ورته رسیدلی وی خو دی دخدای لپاره بخښنه کوی
اووایی چې هرڅه دالله له لوری وی.
دنویو څېړنو پربنسټ چې امریکاییانو تره سره کړی، هغه
کسان چې دبخښنې قدرت لری له روحی اوجسمی اړخه له روغتیا څخه برخمن وی.
داکتر فريدريک لوسکين چې خپله دوکتورایی
دارواپوهنې په څانګه کې داستانفورد له پوهنتون څخه ترلاسه کړې په سانفرانسېسکو کې
یی په دووسوو دری پنځوسو تنو باندې څېړنه کړې. ده دغه خلک شپږومجلسونو ته چې هریو
یی یونیم ساعت وخت درلود وغوښتل اوعفو اوبخښنه یی ورته توصیه کړه. دغوکسانو وروسته
له بخښنې ډیر لږزیان ولید اوهم له جسمی اړخه ښه ول. دبېلګې په ډول پردوی باندې روحی فشار
دملادردونه ، بې خوبی، دسردرد، دګېډې درد ترپخوا لږ وو.
د فریدریک لوسکن د ((ښه توب لپاره عفو)) کتاب کې بخښنه
دخوښۍ اوروغتیا لپاره ډېره ښه نخسه ګڼل شوې. دی په دې کتاب کې لیکی چې عفو پر
هیله، صبر اوپرځان باورباندې ډېره مثبته اغېزه کوی ، هغه زیاتوی چې غصه پرجسم
باندې ښکاره اغېزه لری، پرله پسې غصه دوجود دتودوخې پرناظم یا Thermostat باندې ناوړه اغېزه کوی. کله چې یو څوک په لږخپګان یا غصې سره هم
چې دوامداره وی عادت وکړی دنارمل اوغیرنارمل سم توپیر نه شی کولای. په دې حالت کې
دادرنالین کچه تل لوړه وی اوله هغه سره دی عادت کوی . دوجود اضافه ادرنالین سوزوی
اومنطقی فکر کول ستونزوسره مخ کوی، چې داپه خپله دوضعې دخرابېدو لامل ګرځی.
برسېره پردې داکتر
لوسکن وایی چې دقار اوغصې په وخت کې دځېنو
انزایمونو لوړیدل دونې فشار لوړوی.
په یوه بله څېړنه کې چې په یوزرو پنځه سوو کسانو کې
معلومه شوې په دینداره اوباایمانه کسانو کې روانې ستونزې اواروایی ناروغی لږې دی. داکتر هربرت هنسن چې دغه څېړنې ېې سرته
رسولی وایی: عفو دفیزیولوژی یوه برخه ده ... که عفوه ونه کړې هغه مسأله به تا
وخوری. دهاروارد په مجله کې یوه خپره شوې مقاله کې لیکل شوی چې قار اوغصه دزړه
لپاره ډېره زیان رسوونکې ده . ایچر کواچې دغه موضوع علماً جوته کړې. دده څېړنو
ښوولې چې دډېرعمر بدخویه اوقارجن سړی له خپلو معادل عمر لرونکو سړو څخه ډېر ژر
زړیږې اودزړه په ناروغی درې برابره له هغوی څخه ډېر اخته کېږی. کواچی وایی چې دغه
درې برابره دزړه دناروغۍ خطر نېغ په نېغه اړیکه لری له ډېر قار،کسات غوښتنې، دجګړې
غوښتنې اوسزاورکولو له حس سره.
څېړونکې پردې باور دی چې دروحی فشارونو له کبله داکسیجن
مصرف دزړه عضلې غټوی ، دوینې دټینګیدواوپه پای کې دزړه دحملې لامل ګرځی.
دغه راز قار اوغصه بېرحمی رامېنځته کوی اوپه وینه کې
دپروتینونو دپړسوب سبب ګرځی. دغه پروتینونه درګونو دیوالونه کلکوی دزړه دناروغیو
امکان ډیروی.
ټولې څېړنې ښېی چې قار اوغصه دانسان روغتیا ته زیان
رسوی. په داسې حال کې چې عفو اوبخښنه خوندوره اودروغتیا لپاره ګټوره ده. دعفوې اساسی موخه باید دالله (ج) رضا وی. دغه
علمی حقیقت په قرآن کې له زرګونو بېلګو څخه یوه بېلګه ده چې په قران کې نغښتې حکمت
راسپړی.
عبادت شفا موندنه چټکوی
الله (ج) وویل ما وغواړی څو ستاسو دعا قبوله کړم (غافر ۶۰).
دقرآن له نظره صلوة يعنى غږ کول ، غوښتل ښکارول اومرسته غوښتل دی.
نو دعا اوعبادت عبارت دی له الله (ج) ته رجوع کول ګرځېدنه ،
دعا اوله هغه نه مرسته غوښتنه ده . ناروغی یوه هغه بېلګه ده چې څوک ځان اړ وبولی
اوهغه د الله (ج) لورته راکاږی. له بل لوری ناروغی د الله (ج)
له لوری یوه آزمېښت دی چې انسان خپلو تېروتنوته متوجه کوی اوداچې نړۍ کې
ژوند فانی بڼه لری. چې دابیا داجراوثواب لپاره یوه لاره اودګناه لپاره دبخښنې یوه
وسیله کیدای شی.
هغوی چې سم ایمان نه لری داسې فکر کوی چې شفا دطبیب
اومعاصرې طبی ټکنالوژی په لاس کې ده .
هغوی فکر نه کوی چې الله (ج) ددوی دجسم سیستمونه
روغ پیداکړی اوهغه دی چې درمل اوطبیب یی پیداکړی دی. ډیر کسان هغه وخت الله (ج ته راګرځی چې له طبیب
اودرملو ځنې ناهیلی شی. په دې وخت کې یواځې له الله نه مرسته غواړی. څه ډول چې په
لاندې مبارک آیت کې بیان شوې:
کله چې انسان په زیان کې شی په هرحالت کې چې وی ، ناست ، ولاړ، یا غزېدلی موږ ته دعا کوی اوهغه وخت چې رنځ یی لرې شی داسې دغفلت په لور ځی چې ګواکې موږ یی هیڅ دخپل زیان ددفعې لپاره نه ووغوښتی. (يونس ۱۲).
يعنى په هرحال
کې حتی دروغتیا اود ستونزو د نه لرولو په حالت کې هم باید انسان لمونځ وکړی اوله الله (ج) نه دهغې هوساینې لپاره چې ورکړې یی ده مننه
وکړی.
ددعا اولمانځه ډیر مهم اړخ عبارت له دې نه دی چې شخص
باید زیار وباسې چې دده دعا له عمله سره یوځای وی. دعا اولمونځ له عمل سره یعنی
دهرڅه سرته رسول چې دسرته رسېدو امکان یی وی. لکه ناروغ چې دعا کوی برسېره پردې چې
دعا کوی باید طبیب ته هم ورشی اودرمل هم باید واخلی. ځکه الله (ج) هرڅه په
دنیا کې یوله بل سره تړلی اودهرڅه لپاره یی سببونه پیداکړی اوهرڅه دټاکلو اسبابو له
لاری واقع کېږی. نو هرڅوک له الله نه باید
په داسې حال کې چې صبر اومتانت به لری دښوپایلو انتظاردې ولری.
ډاکتران ددعا اولمانځه
په مثبتو اغېزو اوله دې لارې چټکې روغتیا موندنې ته موجه شوی دی اوهغه ټولو
ته توصیه کوی.
د نيوزويک Newsweek مجلې د "الله (ج) اوروغتیا
ترسرلیک لاندې ، چې په کې لیکل شوی آيا دين سمه درملنه ده اوولې
ساینس ایمان راوړی؟ د۲۰۰۳ کال دنومبر په لسمه ګڼه کې یو شمېر مقالې خپرې کړی.په
هغو کې ویل شوی چې عقیده دناروغ مورال اوچتوی اودروغتیاموندنې دګړندیتوب لامل یی
ګرځی.سانيس منلې چې ایمان دچټکې اوآسانه شفا موندنې لامل کېږی.
د مچيگن پوهنتون څېړنو هم ښودلې چې روانی فشارونه اوروحی انحطاط
په ایمانداره خلکو کې لږ دی . دشیکاګو پوهنتون په څېړنو کې ښوول شوی چې بې وخته
مړینه په هغو خلکو کې چې لمونځ کوی ترنورو
۲۵په سلوکې لږه ده په هغو نورو اوه سوه پنځوسو تنوکې چې دزړه رګونه یی معاینه شوی
وو دلمانځه اودعا اغېزه کې علماً ثابته شوې.اوڅرګنده شوه دهغو کسانو مړینه چې
لمونځ یی کاوه په کال کې دیرش په سلوکې لږه وه.لمونځ نباید یواځې ددې لپاره وی چې
ناروغۍ اوستونزې له چا لری شی. یوباایمانه اومخلص مسلمان باید تل لمونځ وکړی اویواځی
د
الله (ج) درضا غوښتونکی دی وی.
اوکله چې بنده ګان له مانه وپوښتی، ووایه چې زه هغوی ته نږدې یم اودهردعاکوونکی دعاقبلوم. نو باید زما دعوت ومنی اوایمان راوړی څوچې نېکمرغۍ ته ورسېږی (البقره ۱۸۶).
د دين دنه مراعات له کبله روانی فشار اوخپګان
هرڅوک چې زما له یاده غافله شی معیشت به یی تنګ شی اوهر چاته چې وغواړی لارورکی یی کړی دهغه زړه
تنګ اوکلکوی(طه ۱۲۴).
فَمَن
يُرِدِ اللّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلإِسْلاَمِ وَمَن يُرِدْ أَن
يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي
السَّمَاء كَذَلِكَ يَجْعَلُ اللّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ
اوهرڅوک
که وغواړی چې لارورکی یی کړی دهغه زړه به تنګ اوکلک وګرځوی(الانعام ۱۲۵).
هغه څوک چې په الله (ج) ايمان نه راوړی
تل به داندېښنې، ډار اواروایی ناروغیو لپاره زمینه مساعدوی چې په پای کې جسمی
ناروغی هم رامېنځته کوی اوژر زړېږی .
ایمان لرونکی خلک داچې له اروایی پلوه ځواکمن دی نو له
همدې کبله لږ په اروایی ستونزو اخته کېږی . د الله (ج) رضا ، ايمان
اودخوشبینی مثبتی اغېزی اوددې قبلول چې هرڅه پېښېږی هغه د الله (ج) له لوری دی ددوی په روحی اوجسمی روغتیا کې څرګند
وی. البته دغه یواځې دهغو کسانو په هکله صدق کوی چې له قرآنی احکامو پیروی کوی
اوپه ریښتیا هم په خپل دین باندی کلک دی نه داچې یواځې دمسلمانی ادعا ولری . پرته
له شک څخه ایمان لرونکی هم ناروغه کېږی اوزړېږی خو زړښت یی هېڅکله هم ددوی داروایی
ځپلتیا اومړاویتوب لامل نه ګرځی .
اروایی ستونزی یا مړاویتوب زموږ دزمانې له ډیرو خپروشوو
ناروغیو څخه ګڼل کېږی چې جسمی اواروایی ضررونه لر ی اوجسمی ناروغی هم رامېنځته کوی
. دمړاویتوب عامې ستونزی عبارت دی له عقلی
ناروغۍ ، اعتیاد، بی خوبی ، دپوستکی ناروغی ، دګېډې ناروغۍ،دوینی لوړفشار، حساسیت
یا الرژی ،نیم سری ، دهډوکو ناروغۍ ، دپښتورګو ناروغۍ ، دزړه حملې اوتنفسی ستونزې.
داثابته شوې چې دټولو دغوناروغیو عامل روانی ستونزې دی.
روانى فشار Stress دعقل یو اضطرابی حالت دی چې احساسات لکه ډار،
ناامنی، ګبڼۍ ، اندېښنه اونور چې دعضویت دتوازن دګډوډیدو لامل ګرځی مېنځته راوړی. دادرنالين کچه
لوړېږی ، دانرژۍ مصرف اوغبرګونونه لوړې کچې ته رسېږی ، شکر کلسټرول اودوینې غوړ
ډېیږی اودوینی فشار هم اوچتېږی اونبض چټکېږی. دکورتېزول زیاتېدل دشکر ، دزړه،
لوړفشار، سرطان ، ټپونو، تنفسی، اودپوستکو دناروغیو لامل ګرځی اوان چې ددماغ دحجرو
دله مېنځه تلو زمینه براوبری.
ددرد اواروایی فشار ترمېنځ یوه نېغ په نېغه اړيکه شته ،
چې دغه فشار درګونو دتنګیدو او ددماغ ځېنو برخو ته دنه رسیدولامل ګرځی. دجسم یوې برخې ته دوینې نه رسیدل په هغه ځای کې
ددرد لامل ګرځی ، په عین وخت کې دادرنالین کچه لوړېږی چې خپله درګونو دانقباض اودعضلو
دتقلص لامل ګرځی. نو دغه درد مېنځته راځی داضطراب سبب ګرځی اودغه اضطراب درد لاپسې
زیاتوی.
څېړنو ښوولی چې مضطرب،نارآمه ، عصبی ، بې صبره اوبې رحمه
کسان زیات دزړه دحملولاندې راځی . ځکه چې سمپاتیک اعصاب تحریکېږی اوپه زیاته کچه
انسولین تولیدوی چې دانسولینو زیاتېدل دزړه لپاره ډیر زیان بښونکی وی.
.
هرڅومره چې دناروغ اروایی حالت بد وی دوینو دسروکرویاتو
فعالیت لږوی. دغه راز لېندانایلر داکسفورد پوهنتون دټکنالوژی دلېږدولو دکمپنۍ رییس
دمعافیت په سیستم باندې هم دهغه بده اغېزه ثابته کړی ده. دمړاوېتوب ( افسرده ګې
یادېپریشن) په وخت کې دماغ زیات کورتېزول آزادوی چې دا په خپله دوجود دمعافیت
سیستم له کمزوری سره مخامخ کوی. ثابته شوې چې دډېرو ناروغیواړیکه لکه سرطان له آروایی فشارونو سره شته . لنډه داچې مړاوېتوب
، زړه تنګی اواروایی فشارونه دعضویت نورمال توازن له مېنځه وړی روغتیا خرابوی
اوبېلابېلې ستونزی مېنځته راوستلای شی.
پاک رب په یوه بل آیت
کې داسې فرمایی:
ترهغو چې ځمکه پرهغو تنګه شوه او ان چې
له ځانه زړه تنګی شول اوپوه شول چې پرته له الله (ج) نه هېڅ
پناه ځای ددوی لپاره نشته .(التوبه ۱۱۸).
دزړه تنګوالی اوداروایی فشارونو دغه حالت دبې عقیدې
اوضعیف الایمانه خلکو په برخه وی . اوبله هیڅ چاره پرته له دې چې الله (ج)
ته پناه یووسی نه لری . نن ډاکتران عقیده لری
چې ددغو حالاتو یواځینۍ درملنه دزړه کرار والی اوآرام چاپېریال دی .اودغه حالت
یواځې دقرآنی ارشاداتو څخه په پیروی کې لاسته راوړلای شو.
هرچا چې دهدایتونو
پیروی وکړه دده لپاره ډارنشته اوخپګان به پرې رانه شی(البقره ۳۸).
No comments:
Post a Comment
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې
لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ
خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ
طریقه د کمنټ
Name
URL
لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL
اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.