Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, March 20, 2012

که په هر دین یاست یو ځل یی ولولئ



غواړم چې په لاندې ټکو کې هغه انسانانو ته یو څه لنډ معلومات ورکړم  چی اوس له خپل دین یعنی اسلام  څخه  خپلې پښې سپکوی ، . زه غواړم چې دغه معلومات  په لاندې  توګه د اسلام په پنځو بناوو کې د اسلام ګټې  په دنیوی ژوند کې په پرتلیزه توګه روښانه کړم،چې د اسلام دین نه یواځې چی زموږ د اخروی ژوند د بریالیتوب زیرې راکوی بلکې په ننی ژوند کې یی هم انسانانو او موجوداتو ته له حد او برید نه زیا تې ګټې شته دي یو څوک چې یو تعمیر جوړوي بیا هغه ته یو ځانته مدیریت جوړوي چې هغه ته په دری او عربی ژبه کی حفظ او مراقبت وایي د هغه دنده دا وي چی د دغه ودانۍ هر ډول خرابۍ ته متوجې وي او پخپل وخت سره د هغې د خرابۍ له ژرغورلو هڅه کوي الله تعالی چی انسان جوړ کړلو او دې دنیا ته یې را ولیږلو  د هغه  د حفظ او مراقبت لپاره  الله تعالی انبیاء، کتابونه او داسې څه را ولیږل چی واقعا د انسان د ژوند په هر اړخ کې هغه پوره د انسان دژوند د ساتنې وعده ورکوي

1)     اوله کلمه طیبه ده : دغه هغه عقد او قرار داد دی چی د انسان  او دهغه د معبود تر منځ  تړل کیږي چی په هغه کې د اسلام د دین ټولو احکامو ته پوره غاړه ایښودل کیږی او بیا دغه ډول انسان  ته پوره سکون ور په برخه کیږي او هغه ته له دغه ژوند وروسته هم د ښه امید زیری ورکوي چی  هغه د اخروی ژوند د جنت امیتاز دی .  هرڅو ک چی دغه ډول قرار داد یې نه وي لاسلیک کړی هغه په ډول ډول رواني او عصبي ناروغیو اخته وي هغه د ژوند منظمه تګلاره نه لري او کله په یو او کله په بل باور کوي کله یې خپل دین ورته باطل ښکاري خو د اسلام دین  چی  ۱۴۰۰ کاله مخکې را نازل شوی دی بیا ترننه هیچا هم په دغه  دین کې یوه وړوکې خالیګا او منفی اړخ ندی موندلی، او که لږ غوندې تېروتنه يې هم پکې موندلی وای یا ومومی نو بیا د نن ورځې د ابوجهل زامنو او فرعونیانو به له هغه نه لویه ګنګوسه جوړه کړی وای .  خو داسی دینونه هم شته چی هغه خپل دین ته په تشویش کې دي د هغو خدای کله یو حیوان وي یا جامدڅیز وی (بت)،  هندوان  چی ددوی په اصطلاح غواګانی یا بوتان د دوی خدایان دي او یا هم عیسویت د دین پلویان چی کله له خپل پیغمر نه  د خدای زوی جوړي او کله یی د خدایی مرتبی ته خیژوی دوی  د همدغې بې نظمۍ له امله د زړه سکون نه لري او نه د خپل دین په وړاندی تراوسه له خپل ځان نه تیر شویدی یعنی دا معنی چی  د هغوی دین د دوی په وړاندی بی معنی څیز دی .

2)     د اسلام له بناوو څخه دویمه بناء لمونځ دی : چې الله تعالی په ټولو مسلمانانو باندې په ورځ کې پنځه وخته  فرض کړیدی، د لمانځه طبی ګټې:  د روغتیا له پلوه  اودس کول د لمانځه شرط دی چی پنځه وخته انسان د هر ډول چټلۍ او میکروبو څخه ساتي  انسان ته په ژوند کې مهال ویش ورته ښیی د روغتیا  له پلوه انسان د ښه بدنې روزني پر مخ بیایی او په لمانځه کې هغه  حرکات لکه سجده چی د انسان د سر ټول هغه  مثبت  چارجونه د مځکی له منفی چارج سره خنثی او د انسان لپاره د راحت سبب ګرځي او په هغه وخت کی د دماغ نسج د وینی په جریان ښه خړوبه کیږی،  چی دا هم د طب له نظره د انسان لپاره پوره  آرامي وربښي او د رکوع حرکات د ملا د مهرو ښه پاملرنه کوي لنډه داچی که ښه ترسره شي له حد  او بريد نه زیاتې ګټې لری چی اوس هغه خلک چی اسلام نه مني خو دغه لمونځ یی د خپل بدن د ښې روزنې په موخه ترسره کوي .

3)  دریمه  بناء  روژه ده : روژه الله تعالی په ټولو عاقلو بالغو  مسلمانانو باندې په یو کال  کې پوره یوه میاشت  فرض ګرځولې ده ددې ګټې زیاتې دی خو زه به یې د یو څو یادونه وکړم ، د معدې  دندې ته پوره توجه او پاملرنه د معدې لپاره  د استراحت یوه کلنۍ دوره ده  چی  په دغه دوره کې  د معدې ټپونه ښه رغیږی او د بدن هغه اضافی شحم چی  په رګونو او د بدن په نورو برخو کې اضافه  بار  زخیره شوی دي  له منځه ځی  چی د وینی فشار او د شکرې ناروغی په وقایه او درملنه دواړو کې ډېر رول لري  په حدیث شریف کې راځی  رسول الله  فرمایی (قال رسول الله (ص) نحن قوم لا ناکل حتی نجوع و اذا اکلنا لانشبع  الحدیث) یعنی رسول الله  ص  فرمایی: چې موږ یو قوم یو ترهغه پورې نه خورو تر څو وږی نشو او چی کله  طعام غذا خورو نو بیا ځان نه مړوو ) انسان ته د لوږې ،تندې او استقامت درس ورکوي او د وږيو انسانانو د ژوند له حاله یی خبروي. د شپی تهجد یی د زړه د نارغیو مخنیوی کوي  لکه چی اوسنی ساینس ثابته کړی ده  چی اکثرا د زړه حملې د شپې له  څلورو بجو تر سهاره  ۱۰ بجو پورې راځي(۱ماخذ) او دلیل يې دا ښودلی چی څومره انسان په دغه وخت کې د استراحت په حالت کې وي نو د انسان په بدن کې د الدسترون په نامه هورمون افرازیږی چی هغه د رګونو په کولسترولو باندې تاثیر کوي  او د کولسترول ټوټې بی ځایه کوي اوهغه بیا د رګونو د بندښت سبب ګرځي نو الله تعالی ټولو انسانانوته نه یواځې، چې د اخرت  اجر او بدلی وعده ورکوي له دغه ډول استراحت مخه هم نیسی چې د بدن د ځنډنی استراحت سبب ګرځي او په هغه معین وخت، چې د سهار وختی وخت  دی یا دریمه برخه د شپې  هغه یی د بدن په خوځښت  د عبادت په  ترسرکولو زیات کړیدی تر څو  د الدسترون د بی نظمه افراز مخه ونیسی .او دغه حالت ما خپله تجربه کړی دی د کابل ابن سینا په روغتون کی می درې کاله د تخصص دوره وه کله به چی نوکری وم نو اکثرا  د زړه  د ناروغی ناروغان به  د سهارله لمانځه نه بیا تر اتو بجو پورې روغتون ته راتلل  او ویل به یی چی دومره شدید درد را ته پیدا شوبیا می ژامې او لاس ته سرایت وکړ چی له خوبه یی پاڅولوم او خولې می ورسره وکړلې او نفس می ورسره قید شو .. موږ په طبی اصطلاح ورتهChest Pain   وایو چی بیا IHD ( ischemic heart disease ). تر اخره تاریخچه .

4) څلورمه بناء د اسلام  زکات دی : الله تعالی زکات ورکول په مسلمانانو چې د زکات نصاب ولري  فرض کړی دی لکه لمونځ کول حضرت ابوبکر صدیق رض به ویل چی که څوک د لمانځه او زکات ترمنځ په امر کی لږ هم شک وکړي نو زه به  ترینه سر پریکړم  د نن ورځی که هر ډول د بیمیی پروګرامونه دی هغه ټول له همدغه زکاته کاپی شوی دی  خو اصل یی له موږ سره  په اسلام کې  دی  متاء سفانه چی موږ یې په کاپی پسی روان یو که دغه حکم په ښه توګه مسلمانان په ځان تطیبق کړی یو مسکین او غریب به هم په ټولنه کي پیدا نکړی او دغه زکات انسان ته د ورکړی او د خپل مال د ګټې تاوان او د هغه د بیلانس او معلومولو ښه درس ورکوی .

5)  پنځمه بنا ء حج ده : الله تعالی حج په ټولو مسلمانانو فرض کړی دی حج مسلمانانو ته  د اجتماعی ژوند درس ورکوی د یو اوبل له حاله یی خبروی د نړی ټول وګړی یومکان ته را غونډوی چی په کال کی هر مسلمان وکولای شی د دغې فریضې د کولو پر مهال خبر کړي او د ښه سفر او مقاومت زغم صبر او نورو ملګرو سره د وخت تیرولو ښه درس ورکوي په نړی کې یو  دین هم داسې لوی سمینار نلري چی ټول ادیان یې په یو ټاکلی وخت کې راغونډ شي او یو له بل سره اشناء شي . یعنی د اسلام دین تر بل هر دین د نظم او انسجام ښه دین دی . او له حج نه وروسته انسان ته یو خاص سکون پید اکیږي چی د هر ډول روانی ناروغیو په وړاند ي ډیر لوی مقاومت ښیی .

هیله ده  چی زما د دغو کمو  معلوماتو  په سبب تاسې دې اړشی چې د الله تعالی  په اوامرو کی د الله تعالی د هغه حکمتونو پلټنه وکړئ چی موږ یې هیڅ کله هم شکرنه دی اداء کړی .

له بده مرغه چې د نن عصر او زمان اهل د دغه ستر الهي دين پر ضد لويي هڅې رواني دي تر څو خلک د برحق الهي دين څخه د خپلو شومو اهدافو په خاطر شيطاني باطلو اديان ته دعوت کړي او خصوصا د عیسویت دین چی په افغانستان کی د انټرنټ په مټ ، د خلکو سره په مالي مرستو او د خارج په سفرونو او نورو هر ډول تبلیغاتو بازار ګرم کړی دی او زموږ د هيواد ځنې بزدله هیوادوال د هغوی دین ته ورځی او د اسلام سپڅیلی دین په پټه توګه پریږدي او له شرمه بیا اقرار هم نه کوي چی زه اوس عیسوی یم  خو د خپل دنیوي کموګټو په مقابل کې د اخرت هغه لوی جهنم ځآنته په لوی قیمت اخلی نن ورځ جنت په کم لګښت اخیستل کیږی خو دوزخ  او جهنم  په لوړ قیمت ، هغه دا چې عبادت ارزانه کار دی خو هغه څوک نه کوي او ګناوې چی د ډېرو پیسو لګولو ته پکې اړتیاشته ده هغه بیا زیات کسان ترسره کوي .

په درنښت

ډاکټر عبد الرحمن  رحیمی






ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66. څوك خپه كېږي او ولې؟
  67. څومره وزن لرونکی فایل چې دخوښ وی ملګری ته یی ولیږه
  68. څوک چې ديوال لاندې ګيريدلو سره مړشې هغه له به غسل ورکولې شې
  69. چا ته د مينې ،عقيدې او اخلاص له مخې د هغه عزت او اکرام لپاره قيام پاڅېدل او درېدل څه حکم دې تفصیلی وضاحت واکړې
  70. چه اميان راټول شي اوځانته ځانته مونځونه كوي نو آيا اذان ورباندې شته اوكه نه ؟
  71. چه پيزاريې په پښووي نواذان كول څنګه دي؟
  72. چه اذان ياتكبيرغلط وويل شي نوراګرځول يې لازم دي اوكه نه؟
  73. چک چکې وهل او د معلم د استقبال د پاره د زده کونکو پورته کيدل
  74. چکک او تیلو اچول روژی ته تاوان رسوی او که نه؟
  75. چې يوه نيكې كمه شي
  76. ډاكټران د روژې د ګټو په اړه څه وايي؟
  77. ډیر ذهني دباو حافظه خرابوي
  78. ژوندي دي چي یادیږي (افغانانو وياړلي څهرې )
  79. ښاروال: د لندن ټول اوسيدونكي دې يوه ورځ روژه ونيسي
  80. ښځه بيلتون غواړي نوڅه حکم وکول شي ؟
  81. ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟
  82. ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟
  83. ښځينه ناروغي په روژه كې (فتوى)
  84. ښځی او میړه ښه ډبول وخوړل:ېوا عجیبه قصه
  85. ښځې ته يي وويل که مې ستا په ژوند کې واده وکړ نوداسې که خاوند دې طلا ق ورکړي او واده يي وکړ ؤ نو څه حکم به وي ؟
  86. ښځې د پاره اوږد نوکونه پريښودل روا دي او که نه ؟
  87. کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
  88. کاهن ، نجومی
  89. کبیره ګناهونه
  90. کثرت جماع سے پیدا ہونے والے امراض
  91. کفاره هله وجبیږی چه انسان بلکل معذوره وې
  92. کلمات القرآن : د مبائل لپاره ېواسلامی سافټ وېر دقران دمشکل الفاظو ترجمه عربک ټو عربک
  93. کن حالات میں مباشرت سے پرہیز کرنا چاہیئے
  94. که د دين د پاره خطر وي په غير مسلم هيواد کې استوګنه کول ښه نه دي
  95. که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟
  96. که موټرچپه شې نوپه موټر وان یاپه موټرکې سواره خلګوباندي دمړوشوو خلګو کفاره یادیة شته اوکنه ؟
  97. که يي وويل که مي فلانى کار ونه شو نوزما ښځه دې طلاقه وي نوشرط چې کله موجود شي طلاق واقع کيږي ؟
  98. که په کمپيوټر کې پښتو نه لرﺉ پښتو خپل کمپوټر ته له دې ځای څخه ښکته کړﺉ
  99. که پټه خوله نه شوې نوطلاق ويلوسره کوم ډول طلاق واقع کيږي ؟
  100. که څوک د نوکرۍ په حالت چې حج ورباندې فرض نه وي حج وکړي ايا د اسطاعت نه پس په هغه دوباره حج فرض دی ؟
  101. که ډوډۍ مو ونښلي څه به کوئ؟
  102. که یوتن په لمانځه کې دوه دري ځلي ساعت ته وګوري ؟
  103. کورنۍ، جومات او روژه
  104. کږې سترګې (سترابیزم )
  105. کیفیت مراسم حج دانلود ویدیو فارسی
  106. ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۲)
  107. ګرانې خورې دغه درد مې واوره (۳)
  108. ګرانې خورې{}دغه درد مې واوره
  109. ګناه وكړه، خو په پنځو شرطونو
  110.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User