ښځينه ناروغي په روژه كې
(فتوى)
مفتي: مولوي مجيب الرحمن منصور
پوښتنه:
محترم مولوی صاحب!
السلام علیکم و رحمته الله و برکاته
محترم مولوي صاحب که چیرې یوه ښځه د یوې ورځې
له پاره په میاشتینۍ ناروغۍ اخته شي او ناروغي یې له ۱۰ بجو شروع او په ۲
بجو ختمه شي، د دې حکم څه شی ده او لمونځ او روزه يې څه حکم لرې؟
والسلام
محترم مولوی صاحب!
السلام علیکم و رحمته الله و برکاته
محترم مولوي صاحب که چیرې یوه ښځه د یوې ورځې
له پاره په میاشتینۍ ناروغۍ اخته شي او ناروغي یې له ۱۰ بجو شروع او په ۲
بجو ختمه شي، د دې حکم څه شی ده او لمونځ او روزه يې څه حکم لرې؟والسلام
ځواب:
محترمه وروره
عليكم السلام و رحمة الله و بركاته
روغ او جوړ اوسې.
د ښځينه مياشتنۍ ناروغۍ کمه موده درې ورځې ده او زياته موده يې لس ورځې ده، کله چې دغه ناروغي له دريو ورځو څخه کمه وي حيض نه بلل کېږي بلکه دا يو عادي مرض دى او په دې کې به روژه هم نيسي لمونځ به هم کوي او د هر لمانځه لپاره به اودس کوي او خاوند يې هم ورسره يو ځاى کېداى شي او کله چې له لسو ورځو څخه هم ناروغي زياته شي نو بيا دا حيض نه بلل کېږي دا يو عادى مرض دى چې هماغه مخکينى حکم لري.
نو ستاسې په مسئله کې هم دا ناروغي دريو ورځو ته نه ده رسېدلې نو دا حيض نه بلل کېږي بلکه دا کوم بل مرض دى له دې سره به روژه هم نيسي او لمونځ به هم کوي او د هر لمانځه لپاره به اودس کوي.