Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, December 23, 2011

نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيان



ځما خوږه وروه،
ستاسو له نیکو لیکنو یوه نړی مننه،
تاسو دالبانی له ادرس نه بعضی شیان لیکلی هغه خو یو متنازع شخص ده او اوس اوس کی د دیوبند علماوو دهغه بعضی خبری را اخیستی چه له قرآن او سنت سره هیڅ سر نه لګوی او حتی اهل حدیث ورته خپل امام او شیخ اعظم وایی نو مهربانی وکړی دهغه نقل قول مه وړاندی کوی تاسو کولی شی چه د ډیرو سترو سترو علماوو لکه علامه انورشاه کشمیری، شیخ الهند وغیره اقوال راواخلی او ترینه ګټه پورته کړی.
والسلام.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعـد
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
ګرانه وروره! ستاسو له نېوکې او وړانديز مننه کوو .
شيخ الألباني د احاديثو د اسنادو په څيړنه کې زياتې هلی ځلی کړی دي د سنتو هغه کتابونه لکه الترمذي ، ابن ماجه ، دارمي ، ابوداود او نورو کې چې صحيح ، حسن او ضعيف روايات جمع شوی دي د هغه څخه صحيح روايات جلا او ضعيف جلا ترتيب کړی دي همدارنګه د ضعيفو او موضوع احاديثو څخه يي يو مجموعه ترتيب کړی ده .
مونږ د هغې د اقوالو څخه د احاديثو د اسنادو په څيړنه کار اخلو او بس .

نه تعصوبي وهابيان منو او نه تعصبي مذهبيان

بلکي د قرآن او سنتو اتباع او د اسلامې امت د وحدت غوښتونکي يو ځکه :

د وهابيانو ددې رايي سره سخت مخالف يو چې د څلورو اسلامي فقهو او څلورو مذاهبو د امامانو د هلو ځلو څخه انکار کوي کوم چې د احاديثو اسناد يي څيړلي دي او د قرآن او حديث څخه يي د احاديثو د اسنادو په نظر کې نيولو سره مسائل را ايستلي دي هغوی خيرالقرون ته ډير نږدي او د لوړې تقوی خاوندان وو ، هيڅ امام له خپلي رايي څخه څه نه دي ويلي بلکي ټولو د قرآن او سنتو څخه مسائل را ايستلي دي ، جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د دين ځنې امور د امت د آسانی د پاره په بيلابېلو طريقو تر سره کړی دي چې د امامانو له جملي څخه يو يي يو قول را خيستی او بل يي بل قول ته ترجيح ورکړی ده .
امام مالک رحمه الله په احاديثو کې لوی کتاب موطا مالک ليکلی دی ، امام احمد د مسند احمد په نوم د احاديثو لوی کتاب ليکلی دی او امام شافعي د علم حديث په ناسخ او منسوخ کې وتلی عالم تير شوی دی او امام ابوحنيفه د دريو واړو مشر او استاذ بلل کيږي .
نو ای اهل حديثو ! تاسې ته چې هر څه تيار په لاس درغلل اهل حديث شوئ او هغوی د دومره خدمت او هلو ځلو سره سره د احاديثو خلاف شول .
ای افسوس !!! په دې انصاف آيا دا قضاوت د يوه مسلمان د پاره مناسب دی آيا په اسلامي امت کې دا ډول اختلاف جوړول د اسلامي امت د ټوټې کيدو او کفر د نفوذ د پاره لاره جوړول نه دي ؟
امام ابوحنيفه رحمه الله په ۸۰ هجري کې پيدا شوی دی د هغه په علم او تقوی د امت اتفاق دی هغه خپل مسلک په دوو خبرو کې خلاصه کړی دی :
اذا صح الحديث فهو مذهبي ( په صحيح حديث باندې عمل کول زما مسلک دی )
په دې اړه الشيخ محمد سعيد بن محمد أمين صفرالمدني الحنفي رحمه الله يو مکمله رساله په نوم د رسالة الهدى في اتباع النبي المقتدى ليکلې ده .
او بل امام ابوحنيفه رحمه الله وايي : کله مو چې زما کوم قول د قرآن او سنتو خلاف و ليد هغه پريږدئ په قرآن او سنتو عمل وکړئ
نو د قرآن او سنتو د اتباع او د هغه د موافقت د پاره همدا خبرې کفايت کوي او په همدې باندې اکتفا کوو .
يعنې وهابيان د اسلامې امت د رښتنيو علماؤ په شان کې ګوستاخي کوي چې دا د يوه مسلمان د پاره مناسب کار نه دی .
که تاسې فکر کړی وي اسلامې لارښود حنفي فقه اقوالو په احاديثو ثابتوي او يوازي د فقهې په اقوالو اکتفا نه کوي ددې څخه مقصد همدا دی چې خلکو واروئ زمونږ مذهب د قرآن او سنتو اتباع ده او بس .
ځنې کسان چې د حنفي فقه په قول نيوکه لري د هغه په اړه يې پوره تحقيق نه وي کړی که نه زه پخپل ناقص علم او پوهي ټولو ته دا و ړانديز کوم چې تاسې ما ته داسې کوم قول را وښيی چې هغه خدای مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي خو دې ته مو پام وي چې د هر مصنف ليکل شوی کتاب او په هغه کې څه غلطۍ د مذهب نمايندګي نه شي کولای بلکي هغه خپله د مصنف مسولئت دی .
بل دا چې د مذهب ردول په ټولنه کې د اختلاف را مينځته کول دي
ځکه عام خلک په دې ډول فروعي اختلافاتو کې پوهه نه لري هغوی ته شک پيدا کيږي چې زمونږ په مذهب ولي داسې نه دي .
مثلاً د کابل په کمپنۍ کې د اهل حديثو (وهابيانو ) يو ځانګړی جومات دی هغوی په زوره آمين وايي ، د پښو تر مينځ يي زياته فاصله وي په تشهد کې کوتې ته حرکت ورکوي .
په زوره آمين او خفيه سره آمين ويل ، د شهادت په وخت کې د کوتې ښورول او نه ښورول ، د پښو په منځ لږ فاصله او ډير فاصله هر يو د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی دي .
خو نا پوهه وهابيان بيا په دې فکر کې وي چې خفيه آمين ويل يا د پښو تر مينځ د څلورو کوتو په اندازه فاصله د احاديثو خلاف ده (العياذ با الله ) .
او يا نا پوهه مذهبيان بيا په دې فکر کې وي چې د وهابيانو دا اعمال د احاديثو خلاف دي (العياذ با الله ) .
نو دا ځان ځاني به بيا په يوه داسې اکثريت نا لوستي او د ديني احکامو څخه نا خبره ټولنه کې پخپل عبادت کې د شک او ترديد سبب نه شي ؟
ښاغلی وهابي صاحب ! که د بدعت ، شرک او خلافاتو پر وړاندې مبارزه کول غواړې مونږ ستا ملګري یو او که د بدعت او شرک د مقابلي تر عنوان لاندې دې مطلب د مذهب پر وړاندي دريدل وي او کوم بدعتي پير ، بدعتي عالم او بدعتي کس اعمال پر مذهب ور تپې او د څلورو مذاهبو مسلک د سنتو خلاف بولې نو دا بيا په اسلامې امت کې د مسلمانانو تر مينځ اختلافاتو ته لمن وهل دي په دې هدف کې بيا اتباع سنت نشته بلکي د مسلمانانو اتحاد او واحد محراب ته سدمه رسول دي .
همدارنګه هغه تعصوبي مذهبيان چې اهل حديثو ته ګمراهان وايي (العياذ بالله ) حال دا چې دوی د دين مسائل مستقيماً له قرآن او حديث څخه را و باسي ډير د انصاف څخه لرې خبره ده او د مسلمان د شان سره داسې فکر لرل بالکل غلط دي .
حکيم امت اشرف علي تهانوي رحمه الله ليکي : حقيقت ته د رسيدلو دوې لارې دي تحقيق او تقليد يعنې که څوک دا استعداد ولري چې مستقيماً له قرآن او حديث څخه مسائل را وباسي صحي ده او که دا استعداد و نه لري د بل د تقليد له لارې چې د هغه په علم او تقوی د امت اتفاق وي تقليد کول هم صحي دي ( تحفة العلماء ج ۲ ص ۲۸۴ ) .
همدارنګه ځنې تعصوبي کسانو ته چې د قرآن او حديث دليل وړاندې شي نو دوی تر هغه پورې ور باندې باور نه کوي څو د کوم امام يا مذهبي په قول باندې ټاپه شوی نه وي چې دا هم د ګمراهۍ فکر دی ځکه مذهب د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده د قرآن او سنتو په رڼا کې په مسائلو باندې بحث شوی وي مذهب العياذ بالله د قرآن او سنتو نه ځانته بل څه نه دي .
فقه حنفي ابوالمختار ليکي : د تقليد حقيقت بالکل دا نه دی چې د امام قول تر قرآن او سنتو زيات و ګڼي ، د ا ډول عقيده در لودل کفر دی ، بلکي حقيقت دا دی چې مونږ ته دومره علم نشته څومره چې فقهاؤ رحمهم الله درلودی ، هغو حضراتو په ډير ښه ترتيب سره په ښه فهم ، فکر او احتياط سره د مسائلو استخراج کولای شوای . (فقه حنفي ج ۱ ص ۴۲۱ ).
په مذهب باندې داسې عقيده لرل پکار دي چې دا د قرآن او سنتو تحقيق او پوره پوره د هغه اتباع ده که څوک داسې عقيده ولري چې مذهب د قرآن او سنتو په مقابل کې يو دريم قول او دليل دی نو دا بيا بدعت دی مذهب نه دی .
لکه فقه حنفي ابوالمختار چې ليکي : دا ډول فکر کول صحيح نه دی چې ګنې خلک دې  د الله او دهغه درسول  د اطاعت پر ځای ددغه بزرګانو اطاعت کوي ، بلکې صحيح تعبېر دادی  چې دالله (ج) او رسول الله (ص) د حکمونو کومه  تشريح  چې دغو بزرګانو يعني حضرت امام ابو حنيفه (رح)  حضرت امام  شافعي (رح) ، حضرت امام مالک (رح) او حضرت امام احمد بن حنبل (رح) کړې ده ، دا تشريح مستند ګڼل کېږی (فقه حنفي ابوالمختار)
او ددې کسانو دا ډول مفکوره لرل هم د بې علمۍ دليل دی هغوی دی علمي تحيقات وکړي خپل اشتباهات دې رفع کړي او د اسلامې امت له ټوټې کولو دې لاس واخلي .

آخري خبره :

د لوستونکو څخه دا هليه کوو چې د امت د ډلو په منيځ کې چې کوم فروعي اختلافي مسائل دی هغه نه دي ډډه وکړي خو که د ده د عقيدې او عمل د شک او ترديد سبب شي بيا د هغه څيړل او په هغه باندې ځان پوه کول ضروري دي .
ځکه ډير مهم مسائل مو مخې ته پراته دي ددې ډول بحثونو او ناندريو د پاره به وخت له کومه کړو ځکه په داسې اساسو او سختو شرايطو کې قرار لرو چې په دين ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبي ترې پورته کيږي .
په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي
په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي
په دين ، خاوره ، عزت او عفت مو اور بل دی او هره ورځ لمبې ترې پورته کيږي

د اسلامې لارښود خبره :

دغه وړه هڅه مو چې پيل کړی ده هدف مو د امکان تر حده پورې د اسلام قيام او نصرت دی څو پورې مې چې ذهن او ګوتې کار کولای شي تر هغه پورې به د اسلام د يو کلک دفاعي سنګر په توګه د ټولو کفرياتو ، شرکياتو ، بدعاتو او منکراتو پر وړاندې مبارزه کوم او خلک ته به الهي احکام رسوم ، په حق ويلو کې له چا نه نه ويريږم او نه شرميږم ، هدف مې د الله جل جلا له  رضا ده پر الله تعالی مې توکل کړی دی او زه په خپلو وښکو لړلې ليکنې د ده ستر ذات ته پښ کوم ، د حق او حقيقت په بيانولو کې د خلکو خوښۍ او نا خوښۍ ، آفرين او رد هيڅ پروا نه لرم .
که په ما کې څه داسې غلطي وينئ چې کومه کلمه مو خدای مه کړه د قرآن او سنتو خلاف وي ما ور باندې خبر کړئ زه به يي فوراً اصلاح کړم او که د اصلاح کولو صلاحيت مو په ځان کې و نه ليد او يا د دين د نصرت پر ځای مو مسلمانانو او دين ته خدای مه کړه څه ضرر رسولی وي نو زه به ډير ژر د هوا د څپو څخه ووځم او دا ځای به بل چاته پريږدم ځکه زما هدف خو د دين قيام دی .

منبع  آن لاين اسلامې لارښود




ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User