Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Tuesday, December 20, 2011

د ” قرآني رياضي“ په نامه کتاب هـرو مرو مطالـعه کړئ


د ” قرآني رياضي“ په نامه کتاب هـرو مرو مطالـعه کړئ


دعبدالمالک ” همت“ لیکنه

قال الله تعالى:
} قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَن يَأْتُواْ بِمِثْلِ هَـذَا الْقُرْآنِ لاَ يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيراً {[الإسراء ١٧ : 88]
ژباړه: اې پيغمبره! دوى ته ووايه که انسانان او پېرانان ټول د دغه قرآن غوندي کتاب د راوړلو لپاره سره را غونډ سي، نو رابه يې نه وړلاى سي. که څه هم ټول يو د بل مرستندويان سي. ( صدق الله العظيم).
په دې وروستيو کي د کندهار د پياوړي او وتلي ليکوال ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد يو بل ډېر په زړه پوري او پر قرآن کريم په غوڅه توګه يقين راوړونکى اثر ” قراني رياضي“ له چاپه راووت.
دغه کتاب چي (٤٠٨) مخونه لري په زر ټوکه کي په ١٣٨٨لمريزکال د کاناډا له ټورنټو څخه د افغان رسالې د مسؤولينو لخوا خپور سوى دى.
زه تر هر څه دمخه د دې ګټور اثر د خپرېدو له امله ګران ډاکټر صاحب نثار احمد صمد ته د زړه له کومي مبارکۍ وړاندي کوم، د افغان رسالې له مسؤولينوڅخه هم مننه کوم چي د دغسي پياوړو ليکوالو د آثارو خپرولو ته يې له هيواده ليري د پردېسۍ په نړۍ کي د همت ملاتړلې ده. لوى څښتن دي د دې کتاب ليکوال او خپروونکو ته په دواړو جهانو کي اجر ورکړي. دا په پښتو ژبه کي په دې موضوع کي لومړنى اثر دى چي زه باور لرم د هيوادوالو لوستې طبقه به زياته ګټه ځني واخلي او بالاخره به دبې دینۍ په دې توردورکي د قرآن کريم پر حقانيت د ډېرو د غوڅ او کلک يقين لامل سي.
د کتاب موضوع چي د قرآن کريم د عددي او رياضي اعجازونو، عجايباتو او اريانوونکو اړيکو، نظم او ځانګړنو او د قرآن د متضادو، متناسبو او متناظروکلمواو تورو د تکرار د تناسب او داسي نور مسايلوپه هکله ده واقعاً په زړه پوري ده او لوستونکى قانع کوي او اړباسي يې چي په غوڅه توګه ومني چي د دغسي اريانوونکو او مثبتو ځانګړنو درلودونکى کتاب قرآن کريم هرو مرو او بېله شکه د لوى څښتن لخوا وحي سوى کلام دى او په دې سپېڅلي کلام کي د بشر هيڅ دخل نسته او نه کوم تحريف پکښي راغلى او نه پکښي کېداى سي. پر دې سر بېره په دې کتاب کي څه نوراريانوونکي رموز هم ځاى سوي دي چي د کتاب ارزښت يې نور هم زيات کړى دى. ما په دې موضوع کي په عربي، فارسي او اردو ژبو کي څه مقالې او کتابونه لوستي دي، خو له څو په ګوتو شمېر پرته مي د ” قراني رياضي“ په پرتله صحيح او په تول درانه نه دي موندلي. ماچي په دې کتاب کي هر څه وکتل کوم ناسم مورد مي پکښي تر سترګو نه سو. خداى تعالى دي د ډاکټر صاحب پر پوهه او قلم برکت کښېږدي څو نور دغسي ګټور آثار هم وليکي او زموږ د مطالعې تنده نوره هم په ماته سي.
دلته لازمه ګڼم چي تر هر څه لومړى د قرآن کريم د دغو اريانوونکو خبروڅو بېلګي وړاندي کړم او ورپسې به د دې موضوع پر څرنګوالي او سوابقو هم څه رڼا واچوم. لومړى د دې اريانوونکو رموزو څو بېلګې:
تاسي قرآن مجيد راواخلئ او د بقره سورې په سرلوحه، يعني په پيل کي وګورئ تاسي ته به معلومه سي چي دغه سوره (٢٨٦) آيته ده. په دې توګه د دې سورې منځ يا ” وسط “ (١٤٣) آيت کيږي. خو دا يوه طبيعي خبره ده. اما کله چي تاسي د دې سورې منځنى آيت ، يعني ١٤٣ آيت تلاوت کړئ تاسي ته به معلومه سي چي په دغه آيت کي د ( وسطا ) لفظ راغلى دى. نو اوس پوښتنه کيږي چي آيا د دې سورې په وسط کي د ” وسط “ د لفظ راتلل يوه پېښکي او تصادفي خبره ده؟ جواب به هرو مرو داوي چي نه !
بل دا چي د قرآن کريم د پيل او لومړى آيت (بسم الله الرحمن الرحيم) دى او د قرآن کريم د عددي اسرارو ستره برخه د همدې بسم الله سره تړاو لري. دغه (بسم الله الرحمن الرحيم) نولس توري ده او د قرآن کريم ډېر څه د همدغه (١٩) عدد سره اريانوونکى عددي تړاو لري يعني په قرآني رياضي کي چي د جمعي، تفريق او ضرب له کومي عمليې څخه څه عدد په لاس راځي هغه به هرومرو پر همدغه (١٩) د وېشني وړتيا لري. چي دا څه عادي خبره نه ده. په دې لړ کي تاسي وګورئ چي د قرآن د « ق» سوره د ” ق“ په توري پيل سوې ده. او دغه د” ق“ تورى په دغه سوره کي (٥٧) واره راغلى دى. چي دغه عدد د (بسم الله الرحمن الرحيم) پرتوروباندي چي ١٩ دي په بشپړه توګه وېشل کيږي. يعني ( ١٩×٣=٥٧).
عجبه لا داده چي په قرآن کريم کي د لوط (ع) د قوم په هکله (١٢) واره د (قوم لوط) الفاظ راغلي دي. خو په همدغه سورت ق کي د لوط د قوم په هکله د ( اخوان لوط ) الفاظ ذکر سوي دي، نه د ( قوم لوط ) الفاظ. دا ځکه چي که په دغه سوره کي بل ق هم راغلى واى نو د ټولو قافونو شمېره به (٥٨) ته رسېدلې واى او بيا به (٥٨) پر ١٩ نه وېشل کېدلاى. نو پاکي دي وي دغه لوى څښتن لره چي خپل کلام يې په دغسي نظم او ترتيب اوډلى دى او موږ يې په دې د کفارو او د هغو د ګوډاګيانو د فتنو په دور کي په هغه وپوهولو او پرقرآن کریم یې زموږ باور او يقين لاټينګ کړ.
درنو لوستونکو ! دا خو ما په دې هکله دوې کوچنۍ بېلګې راوړلې. تاسي ته به په قرآن مجيد کي د اريانوونکي عددي نظم او تناسب د شتون او د دغه سپېڅلي کتاب د سورتونو، آيتونو، کلمو او تورو په شمېر کي د رياضي رابطې او داسي نورو خبروپه هکله ښه او بشپړ معلومات هله وسي چي د ” قراني رياضي“ کتاب مطالعه کړئ.
ښه، اوس به د دې موضوع پر سوابقو څه رڼا واچوو. هر څونه که دا موضوع، نوې بلل کيږي او په اوسمهال کي يې تقريباً بشپړسپړل رامنځ ته سوي دي، خو څرک يې په ډېر پخوا کي او کرښپل يې په اسلامي لرغونو امهات الکتب کي موندل کيږي، چي کېداى سي د دې موضوع بنسټ وبلل سي.
په اسلامي ماخذونو کي دې خبرو ته ورته بحث او د ابجد د تورو د هندسي قيمتونو يا عددونو په هکله خبري د حى بن اخطب يهودي له کيسې څخه را پيليږي. د ابن هشام د السيرة النبوية په ٢/ ١٩٦ مخ کي او د ابن جرير طبري په تفسير، د سيوطي په الاتقان او په بيضاوي او نورو تفاسيرو کي له عبدالله بن عباس او جابر بن عبدالله بن رئاب(رض) څخه د دغي روايت سوي کيسې لنډيز په دې توګه دى: يو مهال رسول (ص) د مدينې يهودو ته د البقره د سورې لومړي آيتونه، يعني: }الم ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ {تلاوت کړل. د يهودو په ډله کي حى بن اخطب د ”الم“ توري د ابجد په حساب وسنجول او ويې ويل: څنګه چي د الف لمبر يو، د لام دا دېرش او د ميم دا څلوېښت دى او د دې ټولو جمله (٧١) کيږي نو له دې څخه معلوميږي چي ستا د حکومت او امت موده (٧١) کاله ده. نو آيا موږ د داسي پيغمبر په دين سو چي د حکومت د پاى ته رسېدو موده يې (٧١) کاله وي؟ بيا هغه له رسول (ص) څخه د نورو دغسي تورو په هکله پوښتنه وکړه. رسول(ص) د ” المص“ توري ورته وويل، ابن اخطب هغه د جمل په حساب حساب کړل او بيا يې ورته ويل چي نور هم سته؟ رسول (ص) د ” الر“ توري ورته وويل. هغه دغه توري هم د ابجد په حساب وسنجول او بيا يې ورته وويل آيا نورهم سته؟ رسول(ص) د ” المر“ حروف ورته وړاندي کړل، خو هغه تر سنجولو وروسته وويل چي ستا معامله موږ ته په سمه توګه نه معلوميږي او بيا ټول ځني ولاړ سول. ( د دغه روايت اسناد ښايي ضعيف وي، خو موږ دلته د استناد لپاره نه، بلکي د دې لپاره ذکر کړ چي جوته کړو چي دغسي خبري په سيرت ابن هشام او طبري او نورو لرغونو کتابونو کي ډېر پخوا يادي سوي دي).
دغه راز د احاديثو په ځينو کتابونو کي هم داسي آثار راغلي دي چي د دې موضوع ځينو خبرو ته ورته خبري پکښي ښکاري. د مثال په توګه د ابن خزيمة په صحيح (2172) د بيهقي په سنن الكبرى (4/213) او د حاكم په مستدرك (1639) کي له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چي هغه ويلي دي چي حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه ور وبللم او راته ويې ويل چي زه ځيني صحابه راغواړم او څه پوښتني ځني کوم، خو ته به تر هغو چي دوى جواب نه وي راکړى څه نه وايې. نو هغه وو چي هغوى يې راوغوښتل او ځني ويې پوښتل چي تاسي پوهېږئ چي رسول(ص) فرمايلي دي چي د قدر شپه د روژې د مياشتي په وروستۍ لسيزه کي ولټوئ. نو دغه شپه د روژې د وروستۍ لسيزي په کومه شپه ده؟ له هغو څخه ځينو وويل: د دغي لسيزي په لومړۍ شپه ده. ځينو وويل: په دريمه شپه. او نورو وويل: په پنځمه شپه ده، او زه پټه خوله ناست وم. نو حضرت عمر رضي الله عنه راته وويل چي ته ولي خبري نه کوې؟ ما ورته وويل: که ستا اجازه وي زه به هم خبري وکړم، خو زه له خپلي رايي څخه خبري کوم. هغه وويل: زه هم ستا د رايي پوښتنه کوم. نو ماورته وويل چي د قدر شپه د روژې د لسيزي په اوومه شپه ده. ځکه لوى څښتن د اوو آسمانونو او اوو مځکو يادونه کړې ده، انسان يې هم له اوو پيدا کړى دى او د مځکي نباتات يې هم له اوو را شنه کړي دي. هغه راته وويل: ستا په نورو خبرو پوه سوم ، خو په دې پوه نه سوم چي د مځکي نباتات يې هم له اوو را شنه کړي دي. ما ورته وويل: لوى څښتن فرمايي:
} ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا (26) فَأَنْبَتْنَا فِيهَا حَبًّا (27) وَعِنَبًا وَقَضْبًا (28) وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا (29) وَحَدَائِقَ غُلْبًا (30) وَفَاكِهَةً وَأَبًّا (31) مَتَاعًا لَكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ (32) [عبس:٢٦ـ31]
ژباړه: بيا مو مځکه په عجبه توګه څيرلې ده. بيا مو په هغې کي د غلو دانې را شنې کړي دي او انګور او مڼې او زيتون( ښوون) او خرماوي او ګڼ باغونه او ډول ډول مېوې او واښه مو ستاسي او ستاسي د څارويو لپاره پکښي کرلي دي.
چي له دغو اتو شيانو څخه اووه د انسانانو لپاره دي او اتم يې چي واښه دي د څارويو لپاره دي. بيا حضرت عمر رضي الله عنه وفرمايل: تاسي د دې کوچني هلک غوندي جواب رانه کړاى سو او خبره هم همدغسي ده.
له دې څخه معلومه سوه چي د ابن عباس(رض) د قرآن کريم په ځينو آيتونو کي د اوو د شمېرې تکرار ته پام وو چي پر ځانګړې معنا يې دلالت درلود، ځکه يې نو له هغو څخه په استنباط سره وويل چي د قدر شپه د روژې د وروستۍ لسيزي په اوومه شپه ده. له دې څخه کېداى سي چي وويل سي چي د حضرت ابن عباس پام په دغسي نورو قراينو هم رسېدى.
بيا په را وروستو وختونو کي ځينو مفسرينو د قرآن کريم د مقطعه تورو تاويل د جمل يا ابجد د حساب ( ابجد، هوز، حطى، کلمن...) له مخي هم وکړ. خو حضرت ابن عباس (رض) او نورو اسلامي عالمانو چي حافظ ابن حجر، ابن کثير او له اوسمهالو عالمانو څخه شيخ محمد عبده هم پکښي راځي ويلي دي چي د قرآن د مقطعه تورو له مخي د مودو ټاکل او د هغو په ذريعه د پېښواو فتنو وختونه معلومول بې بنسټه او باطل کار دى.
پر دې سر بېره ځينو اولنيو اسلامي عالمانو، لکه ابن ابي الاصبع په خپل ” الخواطر السوانح في اسرار الفواتح“ کي، علامه زرکشي په خپل کتاب ” البرهان في علوم القرآن “ کي، امام سيوطي په خپل نامتو کتاب ” الاتقان في علوم القرآن“ کي اوعلامه باقلاني او زمخشري او له اوسنيو مفسرينو څخه علامه الوسي او ابن عاشور او ځينو نورو په خپلو تفسيرونو کي صرف د قرآن کريم د ځينوسورتونو د فواتحو يا حروف مقطعه وو د معجزانه اسرارو په هکله څه داسي يادوني هم کړي دي چي دغو تورو ته يې د ابجد د تورو د حساب سره تړاو ورکړى دى. په دوى کي ځينو دا يادوني هم کړي دي چي د سورتونو په لومړيو کي چي کوم حروف راغلي دي، هغه په هغه سورت کي د دغو کلمو ډېر راتلو ته اشاره کوي. مثلاً علامه زرکشي په البرهان في علوم القرآن١/ ١٧٠ مخ کي ليکي:” د هري سورې په پيل کي چي هر تورى راغلى دى د هغې سورې زياتره کلمات او حروف د دغه لومړني توري مماثل دي... د سورت ق په پيل کي” ق“ له دې امله راغلى دى چي د دې سورې په ډېرو کلمو کي
” ق“راغلى دى“.
شيخ اکبر محي الدين ابن عربي هم چي يو ستر او نامتو متصوف تېر سوى دى د فتوحات مکيه په دوهم باب کي د قرآن کريم مقطعه حروف د ايمان څانګو ته اشاره بللې ده. هغه وايي له ټولو مقطعه حروفو څخه ( ٧٨ ) توري جوړيږي چي (٨) يې دلته د ”بضع“ (څو عددو؛ له درو او نهو ترمنځ عددو) حقيقت څرګندوي. او نبي (ص) فرمايلي دي چي « الْإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ شُعْبَةً » (ايمان څه له پاسه اويا څانګي دى). نو دا حروف د ايمان څانګي باله سي.
له اوسمهالو پوهانو څخه استاد علي نصوخ الطاهر په دې فکر کي سو چي د قرآن کريم د فواتحود عددي حساب پر بنسټ د هغو سورتونو توري وشمېري چي په پيل کي يې دغه مقطعات راغلي دي. هغه خپله دغه څېړنه د يوې رسالې په بڼه له بيت المقدس څخه په ١٩٦٠م.کال خپره کړه، خو د ډېر زيار سره سره په خپل کوښښ کي بريالى نه سو.
له پورته څرګندونو څخه ښکاري چي دا موضوع ګردسره نادره هم نه ده. خو دا يو واقعيت دى چي دې موضوع ته په اويايمه ميلادي لسيزه کي جدي پام د يوه مصري الاصله خو امريکا مېشتي کيميا پوه په ادعاوو سره واوښت. دغه عالم ادعا وکړه چي تر درو کالو پر له پسې کار او له کمپيوټر څخه په ګټه اخيستنه بريالى سوى دى چي په قرآن کي يو ډول عددي او رياضي اريانوونکى نظم کشف کړي. هغه څرګنده کړه چي په قرآن کي د تورو او کلمو د تکرار تعداد په بشپړه سنجول سوي او حسابي توګه راغلى دى. څنګه چي هيڅ ليکوال نه سي کولاى د کتاب د ليکلو په ترځ کي د کتاب د تورو او کلمو تکرار مراعات کړي او د متناظرو يا متضادو کلمو په منځ کي ځانګړى اواريانوونکى نظم او تناسب راونغاړي، نو دا ښکارنده شاهدي ورکوي چي قرآن کريم د لوى څښتن لخوا وحي سوى کتاب دى او هيڅ تحريف نه پکښي راغلى دى او نه پکښي کېدلاى سي.
په دې هکله د (آخر الساعه) په نامه د مصر نامتو مجلې يو رپوټ خپور کړ چي د نړۍ په بېلو بېلو برخو کي د ټولود اريانتيا وړ وګرځېد او په ډېرو رسنيو کي يې انعکاس وموند. په دې توګه د نړۍ د مسلمانانو د خوشاليو او شور او زوږ د ولولوڅپې په باډاسکو سوې.
بيا رشاد خليفه په ١٩٧٢م.کال د ”١٩، په قرآن کي عددي شمېره“ تر سرليک لاندي يوه مقاله خپره کړه او ورپسې يې خپل کتاب QURAN: VISUAL PRESENTATION OF THE MIRACLE په امريکا کي چاپ کړ. ( دغه کتاب يې په ١٩٨٣م.کال د ”معجزة القرآن الكريم“ په نامه په بيروت کي د دار العلم للملايين لخوا خپور سو). د دې خبر خپرېدو نه داچي مسلمانان خوشاله کړل، بلکي ډېر پوهان يې وهڅول چي په دې هکله نوري پراخي څېړني وکړي او د قرآن د دې اعجاز، اسرارو او رموزو په باب مقالې او کتابونه خپاره کړي.
خو له بده مرغه څنګه چي د اسلام دښمنان او د هغو ګوډاګيان وبېرېدل چي په دې سره د اسلام او قرآن حقانيت نور هم په قطعي توګه څرګنديږي او د دوى ګټو، دريځونواو موخو ته ستر خطر متوجه کيږي نو يې له ډول ډول لارو پر رشاد خليفه باندي سياسي کار وکړ، هغه يې د ډېرو پيسو او د اريزونا د ايالت په توسان ښار کي د جايداد او ودانيو او مسجد په ورکولو سره وغولاوه او داسي خبرو کولو ته يې وهڅاوه چي د مسلمانانو په سترګو کي بې اعتباره سي او د قرآن د عددي اعجاز په اړه يې خبري باطلي او ناسمي وبرېښي. نو هغه وو چي ادعا يې وکړه چي په قرآن کريم کي تحريف سوى دى او د التوبه د سورې دوه وروستي ( ١٢٧ او ١٢٨ ) آيتونه له قرآن څخه ندي. دغه راز هغه ادعا وکړه چي د لوى څښتن له کتاب پرته نور( د رسول الله [ص] احاديث، سنت او قدسي حديثونه ) نعوذ بالله افتراآت دي او د لوى څښتن دښمنانو په دين پوري تړلي دي. بيا يې په خپله سليقه قرآن کريم په انګرېزي ژبه وژباړى او بالاخره يې د پيغمبرۍ ادعا وکړه او څرګنده يې کړه چي په ١٧١٠هجري قمري(٢٢٨٠م) کال قيامت کيږي. چي له دې امله په ټولو مسلمانانو کي د کرکي او شديد نفرت وړ وګرځېد او پاى د ١٩٩٠م.کال د نومبر پر ٣١مه سهار وختي په هغه مرکز کي چي ده د خپل انحرافي دعوت لپاره جوړ کړى وو، د نامعلومو کسانو لخوا په چاړه ووژل سو. خداى خوار کړي په دې بې عقليو سره خپل ګټلى نوم او د خپل دغه سترکشف اجر بايلود او د کفارو د خطاايستو او شيطنت له امله يې دواړي خطا سوې.
له بله پلوه په ١٨٤٤م.کال په ايران کي د انګرېزي او روسي ښکېلاکګرانو او د صهيونيزم د نړيوال غورځنګ په هڅه، ټونګ او لګښت، له تشيع مذهب څخه يو نوى راوتلى منحرف او باطل دين د يوه سړي لخوا چي مرزا محمد علي رضاى شيرازى ( ١٨١٩ ـ ١٨٤٩) نومېدى تاسيس سو چي بيا دغه سړي پر ځان باندي د ”باب“ نوم کښېښود او دغه نوى دين يې د مسلمانانو د عقايدو د فاسدولو او د هغو د يووالي د له منځه وړلو او د اسلام د دښمنانو د خدمت او د هغو د ګټو د ساتلو لپاره په کار واچاوه. د ده تر مرګ وروسته د ده زوى مرزا حسين علي بها د هغه ځاى ناستى سو. د دغه دين پيروانو د بسم الله الرحمن الرحيم (١٩) تورو ته په پاملرنه دغه عدد مقدس وباله. يو کال يې (١٩) مياشتي او هره مياشت يې (١٩) ورځي وټاکلې. دغه راز دوى تر دې کچي انحراف وکړ چي ويې ويل پر دوږخ باندي نولس ملايکي نه دي موکلي، بلکي د بسم الله الرحمن الرحيم همدغه (١٩) توري پر راګرځېدلي دي. چي په دې سبب دوږخ څوک نه سوځي. په دې توګه دغه مذهب له اسلام څخه خپله لار بېله کړه او اوس دغه دين د اسلام پر ضد د امريکا، لوېديځ او يهودو لخوا ملاتړ کيږي.
څنګه چي له يوې خوا له دغه (١٩) عدد څخه د بابيانو يا د بهايي مذهب د پيروانو د بدي استفادې خبري مشهوري سوې او له بلي خوا د دې خبري لومړني کاشف منحرف سو او له بله پلوه نن مهال په دغسي مسايلو کي بې باوري زښته زياته سوې ده او پر دې سربېره څه نور لاملونه هم سته، نو په اسلامي نړۍ کي ځينو عالمانو د دې مسايلو په اړه د شک او ترديد دريځ خپل کړ، ان د دې خبروپر ضد را پاڅېدل، هغه يې سرترپايه، سمي او ناسمي ټولي غلطي او ګمراه کوونکي وبللې او د هغو په نقد او رد کي يې کتابونه او بېلي بېلي مقالې وکښلې.
د رشاد خليفه پېژندګلوي:
رشاد خليفه د ١٩٣٥م.کال د نومبر پر ١٩مه د مصر په کفر الزيات ښار کي وزېږېدى. د قاهرې د عين الشمس پوهنتون د کرني له پوهنځي څخه يې په ١٩٥٧م.کال ليسانس ترلاسه کړ. په ١٩٥٩م.کال د ماسټرۍ او دکتورا د سندونو د ترلاسه کولو لپاره امريکا ته ولېږل سو. په ١٩٦١م.کال يې د اريزونا له پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړه. په ١٩٦٤کال يې د حياتي کيميا په څانګه کي د دکتورا سند ترلاسه کړ او وروسته د امريکايي استوګن په توګه ومنل سو. بيا د ملګروملتونو د يونسکوپه څانګه کي د کارپوه په توګه په کار وګومارل سو. دغه دنده يې تر ١٩٧١م.کال پوري پر مخ بوتله. خو وروسته يې د امريکې د اريزونا د ايالت د توسان په ښار کي د مسجد د امام په توګه تبارز وکړ. کله چي د هغه په فکر او کړو وړو کي د ښويېدني او انحراف نخښي وليدل سوې، نو د دغه جومات د لمونځ کوونکو سره په شخړو او لانجو اخته سو او پاى يې د خپلو انحرافي ادعاوو د تبليغ لپاره بېل او ځانګړى مرکز تاسيس کړ. څنګه چي هغه د ميلونونو ډالرو خاوند سو، نو شخصيت يې نور لا هم تر پوښتني لاندي راغى او د اسلام د دښمنانو سره د ناروا اړيکو د ټينګولو ګومانونه پر زيات سول. رشتيا هم داده چي له بده مرغه زياتره دغسي کسان د اسلام د دښمنانو، دغو دوه پښو انسان مخو شيطانانو د توطئو اوغولونو په دې توپاني هوا او فضا کي خپل اسلام، نېک چاري او ښه نوم نه سي ساتلاى او د مادياتو او پيسو ټولولو او په کوټيو کي د اوسېدو او کش او پش او عيش او نوش تر اغېزي لاندي راځي. په رشاد بدمرغه هم دغه شوډنګ وسو او په «ثمن بخس دراهم معدوده» يې خپل خوږ اسلام او ګټلى نېک نوم خرڅ کړ. لويه خدايه ! په خپل فضل او مرحمت مو له دغسي ابتلا څخه وساتې.
د دکتور خالد نعيم په نامه يو ليکوال د مصر د المختار الاسلامي مجلې د ١٩٩٠کال د جولاى د مياشتي په ګڼه کي وايي چي د رشاد پلار عبدالحکيم خليفه د صوفيه وو له سترو شيوخو څخه وو او د شاذليه طريقي پيرو وو. کله چي په ١٩٨٧م.کال رشاد مصر ته ولاړ، يو مهال يې پلار د قرآن د تحريف او د پيغمبرۍ له ادعا څخه د راګرځېدو په موخه نصيحت ورته وکړ، خو هغه په قهرسو او داسي يې وواهه چي را څملېد او له ټپ څخه يې ويني په بهېدو سوې. رشاد امريکې ته په تېښته بريالى سو او پلار يې څو اوونۍ وروسته وفات سو.
په هر ترتيب رشاد خليفه خو مرتد سو او بهايان (١٩) عدد ته په تقدس قايل دي. د حق او باطل جګړه ده له ډېر پخوا څخه را روانه ده، څوک د کفر خوا نيسي څوک د اسلام. داچي ځينو اسلامي عالمانو هم د قرآن د عددي اسرارو خبري ناسمي بللي دي، خداى دي وکړي چي د دوى دغه دريځ هم د کوم مطلب له مخي نه وي.
د قرآن کريم د عددي اريانوونکواسرارو او رموزو په اړه په رياضي ثابت واقعيتونه نه د کفارو په توطئو اړه لري، نه د رشاد په ارتداد او نه د بهايانو په عقايدواو نه هم د ځينو نورو په ناسمو خبرو او ترديد. څه چي حق او د اسلام په ګټه دي هغه به منو او څه چي باطل او ناسم دي ردوو به يې. لوى څښتن فرمايي:
{ فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً وَأَمَّا مَا يَنْفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الْأَرْضِ} (سورة الرعد ١٣: 17 ).
ژباړه: کوم چي ځګ دى هغه بې ګټي له منځه ځي او کوم شى چي د انسانانو لپاره ګټور دى هغه په مځکه کي پاته کيږي.
موږ ته لوى څښتن عقل او شعور راکړى دى. موږ کولاى سو چي حق او باطل د عقل، پوهي، اسلامي احکامو او مثبته علومواو تجربو او د پوهانو په مرسته سره بېل او معلوم کړو. موږ نه بايد له رڼوحقايقو او بيا د قرآن کريم له اسرارو او ثابتو اواريانوونکو رموزو څخه د منحرفو کسانو د ښويېدني او کفارو د توطئو يا د ځينو د مخالفت له امله سترګي پټي کړو. او که داسي وکړو بېره ده چي د ترټني او عذاب مستحق سو. ځکه د قرآن کريم له راته څرګندو سوو نوو حقايقو څخه به مو په شعوري توګه ډډه کړې وي، چي دا ښه نه ده. نوغوره او سمه خبره داده چي د قرآن کريم عددي اعجاز اواسرارو ته په سړه سينه د عقل په سترګو کاته وکړو. په دې هکله ډېرو اسلامي جيدو او تقوا لرونکوعالمانو او متدينو پوهانواو څېړونکو د زياتو ستړياوو په ګاللو او کلونوکلونو څېړنو په تر سره کولو سره موږ ته دغسي ډېر اسرار په خپلو کتابونو او مقالو کي راسپړلي او په ګوته کړي دي. په تېره په دې هکله د ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد نسبتاً جامع او په ښه او آسانه اسلوب ليکل سوى کتاب په څرګنده په ډاګه کوي او په رياضي حسابونو جوتوي چي په قرآن کريم کي عجيب او اريانوونکي رموز سته. صرف په مطالعه اړه لري.
دا خبر منلې ده چي له دې پلوه چي قرآن د لوى څښتن کلام دى، د هغه په معجزه بللو کي هيڅ ترديد نسته. خو د مومنانو د باور د لاپياوړتيا، غافلانو ته د يادوني، پر منکرانو باندي د اتمام حجت او د حقيقت پلټونکو ته د لارښووني لپاره د قرآن کريم د عددي اسرارو را سپړل د لوى څښتن د دغه کلام د اعجازد بې پايه سمندر څخه يو څاڅکى هرومرو باله سي. زه باور لرم چي که څوک د اسلام په دين نه وي مشرف او قرآن د لوى څښتن د رشتيني کلام په توګه نه مني که د ( قرآني رياضي) کتاب په غور مطالعه کړي حتما به قرآن کريم د لوى څښتن د برحق کتاب په توګه ومني. که څوک د اسلام او قرآن د حقانيت په هکله څه شک لري او يا يې په سترتوب نه وي خبرحتما يې شک په بشپړ يقين بدليږي او د لوى څښتن د کلام په ستر توب به خبر سي. او يقين لرونکى مسلمان به پر خپل يقين او ايمان نور هم خوښ او خوشاله سي. درسته ده چي قرآن د لارښووني اوهدايت کتاب دى، خو هدايت ته رسېده هم په اسبابو کيږي او دا داسي يو بحث باله سي چي په اوسني عصر کي د هدايت او قناعت ورکولو له اسبابو څخه يو سبب دى.
دا هم منلې ده چي په دې باره کي به له ځينو څخه له ښه نيته د بشريت په تقاضا سهو، غلو، مبالغه يا افراط سوى وي، خو دا د دې معنا نه لري چي موږ د دغو کسانو او نورومحققينو سمي او درستي خبري هم د رشاد د باطلو خبرو په ليکه کي ودروو، په درواغو يې لېکه کړو او بد رد ورته ووايو او حق کتمان کړو. د باطل پالو باطلي خبري، بېلي دي، د مسلمان عالم سهو او خطا بېله او حق او حقيقت( په قرآن کي د ١٩ هندسې او داسي نورو ارقامو حقيقت) بيل دى. که موږ دغسي ونه کړو او حق او باطل او درست او نادرست ټول سره ومروړو او ګډوډ يې کړو او په يوه پله کي يې کښېږدو او ټولو ته په ناوړتيا وګورو نو د لوى څښتن د دې حکم څخه به مو ډاګيز مخالفت کړى وي:
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآَنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ} [المائدة ٥ :8]
ژباړه: اى مومنانو! د الله لپاره پر حق ټينګ ولاړ او په عدل شاهدان اوسئ. داسي نه چي د کومي ډلي دښمني مو دونه را وپاروي چي له عدالت څخه واوړئ. عدالت وکړئ، همدا عدالت پرهېزګارۍ ته ډېر نژدې دى. او له خدايه وبېرېږئ، په يقين سره خداى په هر هغه څه چي تاسي يې کوئ خبر دى.
بله د يادوني وړ خبره داده چي د قرآن مجيد، دغه د لوى څښتن د سپېڅلي کلام همدا اوسني څرګند سوي اسرار زياتو علمي څېړنو او پاملرنو ته اړتيا لري، که څه هم ګران ډاکټر صاحب نثار احمد صمد په دې هکله ډېر او د قدر وړ زيار ګاللى دى. خو د قرآن عجايب پاى نه لري او اعجاز يې د قيامت تر ورځي باقي دى. مهال په مهال د دې سپېڅلي کتاب له اعجازونو او اسرارو څخه يو يو ځان را څرګندوي. چي هوښيار وګړي په تحير کي اچوي او يقين يې ورزياتوي. په دې لړ کي دغه اوسنى اعجاز، لوى څښتن د همدې اوسني کمپيوټري محاسبو او علم او ټکنالوژۍ د پرمختګ په عصر کي راڅرګند کړ، څو د دې مهال انسانانو ته بيا هم دغه کتاب يو لارښوونکى او معجز الهي کتاب جوت سي. او مسلمانان د هغه احکام په کامل يقين، ډاډ او پاملرنه پر ځانونو لکه څنګه چي ښايي هغسي پلي کړي.
{ سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ } [حم السجدة ٤١ :٥٣]
ژباړه: ډېر ژر به موږ دوى ته خپلي نښانې د عالم په ګوښه ګوښه کي هم وښيو او د دوى په خپلو نفسونو کي هم. تر څو دوى ته څرګنده سي چي دغه قرآن حق دى. آيا دا خبره کافي نه ده چي ستا رب پر هر څه شاهد دى؟
کاشکي داسي وسي چي د امريکا او لوېديځ د اغېز او سياست له ولکې او حلقې څخه د باندي پاته سوي د کوم اسلامي هيواد دولت يوه څانګه پرانيزي او د جيدو اسلامي عالمانو اود ښاغلي صمد غوندي پوهانو يوه ډله پکښي و ګوماري څو په دې هکله پرله پسې جمعي او ډله ييزي څېړني وکړي او دې پوهي ته ځانګړي ميتودونه او اساسات وټاکي، څو هر چا، په تېره د کم علم خاوندانو ته په دې اورشوکي د نيلي ځغلولو موکه په لاس ورنه سي.
خبري خو ډېري دي، خو پر همدغونو به بسنه وکړو او په پاى کي به خپلي خبري پر دې را لنډي کړم چي هيله ده د قرآن کريم د دې انکار نه منونکو اعجازونو او حقانيت په درکولو سره موږ ټول د قرآن په احکامو او لارښوونو باندي په عمل کولو او تمسک، د هغه په تلاوت، د هغه د معناوپه پوهېدو اوغورکولو، د قرآني علومو، قرآني عربي ژبي او قرآني اسلامي فنونو اوادبياتو په تعليم او تعلم، ترويج او غوړېدو بوخت سو. نه داچي د ځينو غونډو او مراسمو په پرانيستوکي د قرآن د څو آيتونو په تلاوت بسنه وکړو يا په هديرو او فاتحو کي قرآن په کوچنيو هلکانو صحت او غلط ووايو او د خلکو د حقوقو په هکله او په معاملو او کسب او کار او د ژوند په نورو فردي او اجتماعي برخو کي مو قرآن او د قرآن احکام لږ په ياد وي او يامو هيڅ نه وي په ياد.
دغه راز لازمه ده د قرآن کريم د قرائت او تجويد د سياليو تر څنګ د هغه د تفسير او ترجمو خپرولو، د ديني کتابونو چاپولو او د اسلامي علومو درس او تدريس ته هم پام واړوو، هسي نه چي د علم او پرمختګ په دې مهال کي ان په انټرنيټ کي لا په پښتو ژبه د قرآن د تفسيراو ترجمې په هکله دونه لږ مواد ولرو چي پر هيڅ حساب وي.
نو راځئ چي قرآن په بشپړه توګه پر ځان ومنو، د هغه له دښمنانو څخه خپله لار بېله کړو اوکوښښ وکړو چي د قيامت په ورځ له هغو کسانو څخه نه سو چي رسول(ص) شکايت ځني لري او وفرمايي:
{ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا } [الفرقان ٢٥ :٣٠]
ژباړه: اى زما ربه ! زما قوم دغه قرآن پرې ايښى وو.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User