سلامونه او نیکی هیلی می ومنی:
زما پوښتنه د واده د لومړی شپی په هکله ده.


زمونږ په افغانی ټولنه کی ډیر داسی کسان شته چی د شرم او حیا له وجهی د شریعت له احکامو بی خبره پاته وی،دوی نشی کولای چی د اسلام په چوکاټ کی هر ډول خبری مطرح کړی په داسی حال کی د یوه مسلمان په حیث باید د ژوند په ټولو چارو کی د اسلامی احکامو څخه خبر وی……
دا دی زه اوس داسی پوښتنه کوم چی ممکن د ډیرو کسانو په زړه کی وی خو د شرم له مخی یی نشی کولای.هیله ده ما د داسی الفاظو په کارولو وبښی او راته مشرح ځواب راکړی.
دری میاشتی کیږی چی کوژده می کړی او له اختره ورسته می انشاالله واده ده،خو تراوسه له خپلی میرمنی سره می نه ملاقات شوی،نه غږیدلای یم او نه موهم سره لیدلی.
زه ډیر حیران او ورخطا یم چی په لومړی شپه څنګه یوی داسی میرمنی سره چی په ټول ژوند کی مو سره لیدلی هم نه دی(خو اوس په شرعی نکاح زما میرمن ده)په یوه کوټه کی دوه په دوه سره ملاقات وکړو او یا هم په یوه بستر کی سره یو ځای شو .
۱- له څه نه پیل وکړم…..؟
۲- کوم کارونه سرته ورسوو….؟
۳- آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
په مجموع کی د محمدی شریعت سره سم مونږ باید کومی کړنی سرته ورسوو؟
هیله ده زما په پوښتنه پوره پوه شوی یاست.
د تاسو د واضح او پراخ ځواب په هیله.
له تاسو نړی مننه.    نجیب الله له کابله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
1- مستحب ده خاوند خپلې ناوکۍ بی بی ته د لطف او مهربانۍ اظهار وکړي او هغې ته څه شربت او شريني ورکړي په ليل د دې حديث شريف چې بي بي اسماء روايت کړی دی : (إني قينت عائشة لرسول الله صلي الله عليه وسلم ، ثم جئته فدعوته لجلوتها، فجاء فجلس إلي جنبها، فأتي بعس لبن، فشرب ثم ناولها النبي صلي الله عليه وسلم  فخفضت رأسها و استحيت، قالت أسماء : فانتهرتها و قلت لها، خذي من يد النبي صلي الله عليه وسلم  قالت : فأخذت فشربت شيئا)( 13380 – مجمع الزوائد ومنبع الفوائد- 8312 – آداب الزفاف في السنة المطهرة  شيخ الباني ) .
بی بی اسماء رضی الله عنها وايي : بی بی عائشه رضی الله عنها مې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د پاره ښايسته او مزينه کړه بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلو ، وروسته د شيدو يو لوی لوښی راوړل شو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  له هغه نه څه خوراک وکړ او بي بي عائشې ته يې ورکړ عائشې بې بې د حيا له وجې سر کښته کړ ، اسماء بی بی وايي : هغې په سر داد وهلو او ور ته ومې ويل لوښی له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه واخله . اسماء وايي : عائشی بی بی لوښی واخيست او له هغه څخه يې يو اندازه و څښلې .
2- د واده د اولې شپې بل سنت دا دی چې خاوند به د خپلې بی بی په تندې لاس ونيسي بسم الله  به ووايي د برکت دعا به وکړي  لکه په لاندې حديث شريف کې :
اللهم إني أسألک من خيرها وخير ما جبلتها عليه، و أعوذ بک من شرها و شر ما جبلتها عليه) ابن ماجه (1918/617/1). يعنې : ای الله جل جلا له  ! زه له تا څخه د هغې خير او هغه څه چې په هغې کې دې پيدا کړي خير غواړم ، او پر تا باندې پنا غواړم له شره د هغې او شر د هغه څه چې په هغې کې پيدا کړی دي پنا غواړم .
3- سنت دی چې د جماع يا کورواله په وخت کې ووايي : ‏«بِسْمِ اللهِ، اللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ، وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا» بسم الله . ای الله ! ما د شيطان له شر څخه وساتې ، او هغه اولاد چې ما ته يې راکوې د شيطان له شره وساتې ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي (فإن قضي بينهما ولد لن يضره الشيطان أبدا)  که له هغوی دواړو څخه بچی پيدا شي شيطان به هيڅکله هم هغوی ته ضرر ونه رسوي ، متفق عليه .
د واده يا نکاح کولو يو هدف دا دی چې دواړه خاوند او ښځه پاکدامه پاتې شي او هيڅکله هم د حرامو طرف ته متوجه نشي چې په دې صورت کې جماع يا له خپلې بی بی سره کورواله کول يو صدقه ده په دليل د لاندې حديث شريف :
(أن ناسا من أصحاب النبي صلي الله عليه وسلم  قالوا للنبي صلي الله عليه وسلم  : يا رسول الله، ذهب أهل الدثوربالأجور، يصلون کما نصلي، و يصومون کما نصوم، و يتصدقون بفضول أموالهم، قال : أوليس قد جعل الله لکم ما تصدقون؟ إن بکل تسبيحة صدقة، و بکل تکبيرة صدقة، و بکل تهليلة صدقة، و بکل تحميدة صدقة، و أمر بالمعروف صدقة، ونهي عن منکر صدقة، و في بضع أحدکم صدقة، قالوا يا رسول الله أياتي أحدنا شهوته و يکون له فيها أجر؟! قال : أرأيتم لووضعها في حرام أکان عليها وزر؟ فکذلک إذا وضعها في الحلا کان له أجر) رواه مسلم
ژباړه : صحابه کرامو جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم  ! مالداره خلک ډير اجر او ثواب تر لاسه کوي ، ځکه چې هغوی زمونږ په شان لمونځ کوي ، روژه نيسي ، او علاوه له هغه څخه د خلپو مالونو صدقه ورکوي . رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : ايا الله جل جلا له  تاسې ته داسې شي نه دي در کړي چې په هغه سره صدقه ورکړئ ؟ هر سبحان الله ، الله اکبر ، لااله الا الله  او الحمدلله چې وايئ د تاسې د پاره صدقه حسابيږي ، په ښو کارونو امر او له بدو کارونو منع کول صدقه ده ، او خپلو ښځو سره يو ځای کيدل صدقه ده . ويي ويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ايا د مونږ نه چې څوک شهوت پوره کوي د هغه  د پاره هم اجر او ثواب دی ؟ ويي وفرمايل : مګر کله چې څوک خپل شهوت د حرامې لارې پوره کوي ګناهکاريږي ؟ پس په همدې ترتيب که هغه له حلالې لارې پوره کړي د اجر او ثواب مستحق ګرځي . کتاب اداب الزفاف علامه الباني .

……………………………………………………………………
د آخرني سوال په ارتباط چې آیا په شریعت کی د همبستر کیدا لپاره کوم ځانګړی وخت،اندازه،حد،…. ټاکل شوی او که څنګه…….؟
دا چې په اول شپه جماع و شي او که نه يا جماع څه وخت وشي څو ځله وشي په دې اړه د شريعت څه نص او دليل نشته ځکه چې دا د خلکو په عاداتو ، احوالو پورې اړه لري چې د خلکو عادات او خواص مختلف دي .
يعنې په اسلامې شريعت کې د جماع وخت او شميره نه ده تعين شوی . فتح الباري ،موقع الاسلام السوال جواب .
ښځه سره جماع کول د ښځې حق دی : وقد أخرج الإمام البخاري عن عبد الله بن عمرو بن العاص قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( يا عبد الله ألم أُخبر أنك تصوم النهار وتقوم الليل ؟ قلت : بلى يا رسول الله . قال : فلا تفعل . صم وأفطر ، قم ونم ، فإن لجسدك عليك حقاً ، وإن لعينك عليك حقاً وإن لزوجتك عليك حقاً ) . جاء في شرح الحديث : ” لا ينبغي للزوج أن يجهد نفسه في العبادة حتى يضعف عن القيام بحقها من جماع واكتساب .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ای عبدالله ! ما ته خبر راکړه چې ايا ته د شپې نفلي لمونځونه کوي او د ورځې روژه نيسي ؟ ويي ويل هو يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  . ويي فرمايل : نو ته داسې کوې . روژه او د هغې افطار کول ، ولاړه او خوب ، پس ستا بدن پر تا باندې حق لري ستا سترګې په تا باندې حق لري او ستا ښځه په تا باندې حق لري . په شرح ددې حديث کې راغلی دي : چې خاوند د پاره دا نه ښايي چې په عبادت کې دومره ځان ستړی کړي چې د جماع توان له لاسه ورکړي ځکه چې دا د ښځي حق دی .
و الله اعلم
آن لاين اسلامې لارښود



 
ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.