د عرفات د ورځې روژه


د عرفات د ورځې روژه نيول د هغه چا د پاره چې د عرفات په ميدان کې حاضر نه وي مستحب دی او دا روژه زيات فضليت لري جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي 

(صِيامُ يُومِ عَرَفة، أحْتَسِبُ على اللهِ أنْ يُكَفِّر السنَة التِي قَبْلَه، والسّـنَة التِي بَعْده) مسلم. ژباړه : د عرفات د ورځي د روژې نيولو په ثواب کې مې په الله دا اميد دي چې د راتلونکي کال ، او تير سوي کال ګناهونه پري معاف کړي.
د عرفې د ورځې د دعا په اړه  رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : خير الدعاء دعاء يوم عرفة، وخير ما قلت أنا والنبيون من قبلي: (لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير). [الترمذي، وحسنه الألباني في صحيح الترمذي 3/184].
يعنې : غوره  دعا د عرفې د ورځې دعا ده او غوره شی چې ما او زما نه مخکې  پيغمبرانو ويلي ((لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير) .
نو مستحب ده د عرفات په ورځ دا دعا وويل شي .
آن لاين اسلامې لارښود