Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 9, 2012

د تل تازه خوړو په هکله حقیقتونه:


یوشمېر نورې ګټې هم د مور په شېدو کې شته . ماشوم دخپلې ودې په بېلابېلوپړاوونو کې بېلابېلو موادو ته اړتیا لری ، اود مورشېدې تل د دغو اړتیاوو پربنسټ خپل مواد بدلوی. د مور شېدی تل د خوړلو لپاره چمتووی اود تودوخې مناسبه  درجه لری. په دغو شیدو کې شته غوړ اوشکر د دماغ دپراخیتا لپاره ښه زمینه برابروی اوکلسیم یی دماشوم دودې لپاره بنسټیز رول لری.
سره له دې چې دشېدو په نامه یادېږی خو ددغو بې ساری خوړو په جوړښت کې تر ډېره بریده اوبه ونډه لری ، اودغه ټکی ډیر مهم دی ځکه چې شېدې خوړونکی هم له شېدو پرته اوبو ته اړتیا لری. هغه روغتیاساتنه چې دمور په شېدو کې شته په اوبو اونورو خوړوکې نه شی مراعاتیدلی.

د مور شېدې او ذکاوت:

څېړنو ښوولې چې د ذکاوت پراختیا په هغو ماشومانو کې چې دمور له شېدونه ګټه اخلی له نوروماشومانو نه ډیره وی . جيمز اندرسن دکنتوکی له  پوهنتون څخه دا تجربه وکړه چې دمور دشېدو خوړونکو د ذکاوت ضریب  IQ دهغو ماشومانو څخه چې پوډری شېدې خوری ۵ نمرې زیات دی .تجربې ښوولې چه دغه اغېزی په هغو ماشومانو کې شته چې لږترلږه شپږ میاشتې یی دمور شېدې رودلې وی. اوهغو کسانو چې له اتو اونیو لږ دمور شېدې رودلې دهغوی په ذکاوت کې کوم ځانګری بدلون نه لیدل کېږی. 

آيا د مور شېدې له سرطان سره مقابله کولای شی؟

د هغو څېړنو په پایله کې چې ترسره شوی دا ثابته شوې چې د مور شېدې ماشوم له سرطان څخه ژغوری. پروفيسر لوند کاترينا سونبورگ دسويدن له  پوهنتون نه دمور په شېدوکې یوه معجزه لرونکې اغېزه ومونده . دمور په شېدو کې یو پروتین شته چې سرطانی حجرې وژنی ، په داسې حال کې چې نارملو حجروته کوم ضرر نه رسوی . ددې پروتین داغېزې په  میکانیزم تراوسه څوک نه دی پوه شوی.  
پوهانود نوې زېږېدلی ماشوم کولمې چې دمور شودې یی رودلې ترمطالعې لاندې ونیولې . په دې پوه شول چې دمورشېدې دپنوموکوک میکروب چې په ماشوم کې دسېنې دناروغۍ لامل ګرځې له مېنځه وړی . برسېره پردې هغه ماشومان چې دمور له شېدو نه ګټه اخلی ډیر لږ داورېدوپه ستونزو اوسېنې په انتاناتو اخته کېږی. دمورشېدی ماشوم دسرطان په وړاندې حمایه کوی اوپوهان دی ته هم متوجه شول هغه ماشومان چې له پوډری شېدونه ګټه پورته کوی نهه ځلې ډېر له نورونه دسرطان په ناروغی اخته کېږی. دمور په شېدو کې پروتین په دقیقه توګه سرطانی حجره مومی اوهغه له مېنځه وړی. دغه پروتین د  Alphalactalbumin يا Alpha- Lac په نامه یادېږی.  الفالک دداسې پروتینو له لارې تولیدېږی چی په شیدو کې د قند لکتوز په جوړیدوکې مرسته کوی.

 دا د الله (ج) یوه لورېنه ده :

دمورد شېدو دګټو یوه بل اړخ دادی چې ماشوم باید له هغه نه دوه کاله ګټه واخلی . دغه معلومات چې په دا وروستیو وختو کې پوهان پرې پوه شوی څوارلس پېړۍ مخکې قرآن تبلیغ کړی.

مېندې باید ماشومانوته پوره دوه کاله   شېدې ورکړی که غواړی چې د شېدې ورکولو وخت بشپړکړی(البقره ۲۳۳).

مورکله هم دشېدوجوړولو لپاره هوډ نه کوی اونه هم په شېدو کې دموجودومغذی موادو دجوړیدو لپاره هوډ کولای شی چې ماشوم ته ډېراړین دی..  الله (ج) دهرچا په اړتیا پوهېږی اوله خپل رحمت نه یی برخمن کوی اود مورشېدې هم دماشوم داړتیا مطابق په مور کې پیداکوی.


دګوتې د نښې له مخې پېژندنه

په قرآن کې راغلی چې  الله (ج)  انسانان له مړېنې وروسته بیا ژوندی کوی اوټینګار شوی چې ګوتې به یی بیا تنظیم کړی.
 

هوکې موږ کولای شو چې دګوتو سرونه په منظم ډول جوړکړو (القيامه ۴).

دګوتو پرسرونو دغه  ټینګارډیر مهم دی ځکه چې دهرشخص دګوتی دسر نښې اوتفصیلات ځانګړی وی . ان دوه ګونی چې  DNA یی یوله بل سره مشابه وی خو دګوتې نښې یی یوله بله سره توپیر لری.
دګوتې نښه چې مخکې له زېږېدلو بشپړېږی اوپه ټول ژوند کې له بدلون پرته پاتې کېږی له همدې کبله دکسانو دهویت پېژندنې مهم مدرک ګڼل کېږی. اوپه هغه کې هېڅ ډول تېروتنه نه کېږی.
دګوتې دنښې اهمیت دنولسمې پېړی په پای کې وموندل شو په داسې حال کې چې قرآن ډیر مخکې زموږ پام هغه ته راګرځولی ؤ.
.

 کله چې داسې وخت راشی چې غوږونه ، سترګې اوپوستکی یی پرهغه څه چې کړی یی دی شهادت ورکړی(فصلت ۲۰).


د انګبېنو موچۍ




اوستا رب دشاتو ښځېنه موچۍ ته  وحی وکړه چې په لوړو  غرونوونو کې کورونه جوړکړی له ټولو میوونه وخوری اودالله (ج) پرلار روان شی . دهغوی له مېنځه به دڅښولو دبېلابېلو رنګو درلودونکی توکی راووځی چې په هغو کې به د انسانانو لپاره شفأ وی اوپه هغو کې د هغو لپاره هم نښې شته چی فکرکوی.  (النحل ۶۸-۶۹).

دشاتو دموچیو په ټولنه کې دهریوه دنده ځانګړې ده . نارینه موچۍ دملکې دالقاح پرته بل کارنه کوی . اوښځېنه موچۍ ټول کارونه لکه دکوراود انګبینو دکندوجوړول پاکونه ، دخوړو دتوکو راټولول ،دانګبینو جوړول اونورې چارې په غاړه لری . دغه موچۍ سره له دې چې ښځې دی خو زېږول نه کوی یعنې دتخمې دپخېدو ضرفیت نه لری اویواځی یوه یی داتوان لری چې هغه ملکه ده.
د "نحل" کلمه یا دشاتو موچۍ په دې آیت کې ورته دښځینه موچۍ خطاب شوی ځکه د"ان تخذي" فعل مؤنثې صیغې لپاره کارول شوی بیا نو قرآن داروښانه کوی چې دشاتو جوړونکې ښځېنه موچۍ دی.
ددغې موضوع وضاحت په داسې حال کې چې دپوهې کچه ډېره ټیټه په خپله دقرآن یوه معجزه ده.

د انګبینو معجزه

بیاهم پورته یادوشویو آیتونو ته پام اړوو ( شات دانسانانو لپاره شفأ ده) په ننۍ ساینس کې دانګبینو دخواصو مطالعې یوه نوې علمی شعبه پرانستی ده.
دشاتو یو شمېرځانګړنې یاددو:
داچې  کاربوهايدرونه یا  په شاتو کې موجود قند سره له دې چې دتېزابو ډېره کچه لری په آسانی سره ګلوکوز ته اوړیدلای شی، خو په ډیرو حساسو معدو کې هم په آسانۍ سره هضمېدلای شی . شات دپښتورګو او کولمو دندې ښې کولای شی.
کله چې شات له شېدو اواوبو سره وخوړل شی د دوو دقیقو په ترڅ کې یعنی په ډېرې چټکۍ سره دوینې بهیر ته ننوځی. دشاتو قند ددماغ دندې ښې کوی ، اوشات دګلوکوز اوقندونو ښه طبیعی  فرکتوزشمېرل کېږی. نوې څېړنې جوتوی چې دغه ماده دستړیا دله مېنځه وړلو اودسپورتی ځواکمنۍ لپاره ښه مخلوط دی.
شات دوینې دجوړیدولپاره ښه غذایی مواد برابروی ، برسېره پردې دوینې په تصفیه کې هم مرسته کوی . اودوېنی پردوران یی مثبتې اغېزی جوتې شوی . درګونو دکلکوالی مخنیوی کوی. شات دمکروبونو دوژلو ځانګړتیا لری اودلیل یی هم دادی چې شات ډیر قند لری اودغه قند دهغو اوبو دله مېنځه تلو لامل دی چې دمکروبونو وده مساعدوی ، دشاتو تیزابیت اودنایتروجنو نه درلودل چې دمکروبونو دتکثر لپاره مهم عنصر دی دهغو بله ځانګړنه ده . په شاتو کې دهایدروجن پراکساید شتون هم دمکروبونو له تکثر نه مخنیوی کوی.
.
 انتى اوکسيدانت Antioxidan  مواد دروغ ژوندانه لپاره ډیر اړین دی . هغه زیان لرونکی مواد چې دحجرو په میتابولیزم که شته له مېنځه وړی . انتی اکسیدانتونه دخوسا خوړو له تخریبی اغېزی نه مخنیوی کوی اوله مزمنوناروغیونه هم مخنیوی کوی .
شات د بی او سی له ویټامینونو برسېره مگنيزيم , کلسيم , سوډيم , کلورين , سلفر , اوسپنه , فاسفورس, آيودين او جست هم په ډیره کچه لری.

په شاتو کې د ټپونو شفا بخښونکې اغېزې:

کله چې په ټپونو باندې شات کېښودل شی ،  د هوا لمبدبل ځان ته راکاږی دجوړیدو بهیر چټکوی ، ځکه چې شات دپوستکی دمخ دحجروتکثر تحریکوی چې دټپ دپوښ لامل ګرځی اوان چې په سترو ټپونو کې هم ګټور ثابت شوی .
-          شات دانساجو بیا وده چې دروغتیا لپاره اړینه ده خوځوی
-         شات د التهاب ضد ځانګرتیا لری یعنی چې د ټپ دشاوخوا پړسوب کموی ، د وینی بهیر یی سموی او رغونه چټکوی.
-         شات دټپ په ځای کې پرانساجو نه نښلی ، له همدې کبله دپانسمان دبدلېدوپه وخت کې ناروغ درد نه احساسوی اونوی انساج جوړېږی اوبیا نه تخریبېږی.
-         شات دټپ له منتن یا میکروبی کیدونه نه مخنیوی کوی . اوټپ په ریم کی له شته مکروبونو نه ژر پاکوی . ان پر هغو مکروبونو چې دانتی بیوتیک په وړاندې یی مقاومت موندلی وی هم اغېزه کوی.
-         داکتر پيتر مولن دنیوزیلاند دپوهنتون دبیوشیمی پوهاند وایی: تجربو ښودلې چې شات دسپینوزرو دمرکباتو نه چې  دسوزیدو په درملنه کې ګټور وی هم اغیزمن وی .
نووینو چې شات داسې ګتورې ځانګړنې لری چې له شک پرته ویلای شو ډېرې عجیبې دی اودادالله دصنعت داعجاز یوه بېلګه ده.





                
  


ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه


  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  



No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User