Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Monday, April 9, 2012

کجوره(خرما) اوګټې ېې






دقران آیتونو کجوره دجنت له بڼونونه یوه ډالۍ ګڼلې. کله چې دغه میوه مطالعه شوه په هغه کې ډیرې مهمی ځانګړنې وموندل شوی اوهره ورځ یی نوې ځانګړنې موندل کېږی. له کجورو نه هم دخوړو اوهم ددرملو په ځای ګټه اخستل کېږی.

(مریمه) دماشوم راوړلو د درد له زوره دکجورې دونې لاندې ولاړه وه اوویی ویل کشکې مخکې له دې نه مړه شوې وای اوپوره هېره شوې وای . دهغې دپښو  لاندې غږ وشو چې مه غمجنه کېږه چې الله ستا له پښو لاندې داوبو یوه چېنه روانه کړې. اود ونې ښاخ دځان لورته وڅنډه چې تاته تازه کجورې راتوې شی. (مريم 23 25).
په دې توګه  الله مريمې ته توصیه وکړه څوچې کجورې وخوری ، ننۍ پوهې داثابته کړې چې کجوره د امیندوارو میندو لپاره ښه خواړه دی دغه راز دمېندو لپاره وروسته له ماشوم راوړلو هم ښه خواړه ګڼل کېږی . مریمې ته دا هدایت وشو څوچې ماشوم راوړنه ورته آسانه شی. کجوره دشکر ډیره کچه لری ( له شپېتو تر پنځه شپېتو په سلوکې) د امېندوار ښځو لپاره ددې خوړوتوصیه ددوی به وجود کې دډېری انرژی دجوړیدو اودمور دشېدو دهورمونونو دتحریک لپاره شوې.
کجورې دهغو مېندولپاره چې  دناروغې اووینې بهیدو له کبله کمزورې شوی وی ډیره انرژی جوړوی.
په کجوره کې دډېرو ډولونو  بنسټیز دخوړو توکی شته ، پوهان په دې باوردی چې یو انسان کولای شی یواځې داوبو اوکجورو په خوړلو سره کلونه ژوند وکړی. داوسنۍ دخوړو یو پوه وایی چی دروځی دیوې کجورې خوړل اودیوې پیالې اوبوڅښل دشخص ټوله غذای اړتیاه پوره کوی.
 Oxytocin ماده چې په کجورو کې شته په طبابت کې ددرملوپه توګه دماشوم راوړلو دبهیر دچټکتیا لپاره کارول کېږی . برسېره پردې دغه ماده دمورشېدې هم ډیروی. اوکسی توسين داسې یو هورمون دی چې دنخامیه په نامه ددماغ له منځنۍ برخې څخه افرازېږی. دغه ماده دمور په رحم کې دتقلصونو دجوړیدو لامل ګرځی چې ماشوم دزېږېدو په وخت کې دباندې لورته خوځوی. په کجورو کې ددغې مادې شتون په یواځی توګه دقرآن اعجاز اوددغې مادې ارزښت څرګندوی. برسېره پردې په کجورو کې دشکر شته والی ګلوکوز نه دی بلکې فرکتوز دی ، له همدې کبله دهغو ناروغانو په وینه کې چې شکر شته په چټکۍ سره هغه  نه اوچتوی.          
            کجوره د ډیرو ویتامینونو، منرالونو،غوړو، پروتینو، دنه جذبېدونکو قندو اوفایبرودرلودونکې ده  . سوډيم , پتاشيم , کلسيم , مگنيزم, اوسپنه , سلفر , فاسفورس, کلورين, د A او B ویټامینونه په  کجوروکې شته.
کجوره دوینې جوړیدل په عضویت کې زیاتوی دحمل په دوران کې له زړه بدوالی مخنیوی کوی. دوجود له ودې سره مرسته کوی ، دسترګود لیدلوځواک اواعصاب ځواکمنه کوی .
            کجوره یواځېنی میوه ده چې پروتین لری، غوښه هم یوه بشپړه غذاده خو دغوښې زیات خوړل دحمل په بهیر کې دمسمومیدو اویا زهرجنېدو لامل ګرځی .
دکجورپه اړوند دا ټولې خبرې چې په دې وروستیو کې موندل شوی دانسان په وړاندې دالله(ج) حکمت اومهربانی څرګندوی.

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User