اسلام علیکم ورحمت اللہ وبراکاتہ !
زما سرہ داپوشتنہ ده چی ایآ پہ یو وحت کی پہ جومات کی څو جمعی المونجونہ کیژی ؟
اوبلہ پوشتنہ :زما دوہ کالہ کیژی چی عربی اماراتو تہ رعلی یم گورم چی ھرشحص
د جمع المونجہ لپارہ مختہ کیژی ایا صحیح دی ایاالموج پسی کیژی۔ حوا کہ
صحیح وی نوزما تراوسہ ونہ لیدل تردی وحتہ پوری چی محتہ شوی امام سجدہ سھوہ
گرجولی وی زہ مطلب دادی پدی کی چہ دوی علطی نہ لری ایاکہ دوی تہ المونجہ
ارکان معلوم ندی۔وسلام مننہ لہ ستاسی زحمتہ۔
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
۱- په جومات کې په يو وخت څو ځله جماعت کول :
د محلې په هغه جومات کې چې پنځه وخته جمعه په پابندی سره کيږي د دوهمې جمعې کول مکروه دي
ويکره تکرار الجماعة بأذان
واقامة فی المسجد محلة (درمحتار ) وفی الشاملة : وقد منافی باب الأذان أن
عند أبی یوسف أنه اذا لم تکن الجماعت علی هيئة الأولی والاتکره وهو صحيح
(باب الامامة ۱ / ۵۵۳ سعيد ) .
کفايت المفتي ج ۳ باب الجماعت .
مګر په لاندې صورتونو کې جايز دي :
۱- که په کوم جومات کې آذان او جمع په
پابندی سره نه ادا کيږي يا د لارې پر سر وي چه هر وخت خلک ځي راځي نو په
داسې جومات کې دوهمه او دريمه جمع کيدای شي په داسې جومات کې به د هرې جمع
ثواب د جماعت وي .
۲- په کوم جومات کې چه آذان او جمع کيږي او امام هم مقرر وي
که دغه جومات ته د بهر نه خلک راشي نو دوهمه جمعه کولای شي د دوهمې جمعې
قيد د محلي د خلکو د پاره دی ( اسلامی فقه ص ۸۹ ) .
و فی الرد:
«ولنا «أَنَّه عَلَيهِ
الصَّلاَةُ وَالسَّلاَمُ كَانَ خَرَجَ لِيُصْلِحَ بَينَ قَوْمٍ فَعَادَ
إِلَى الْمَسْجِدِ وَقَدْ صَلَّى أَهْلُ الْمَسْجِدِ فَرَجَعَ إِلَى
مَنْزِلِهِ فَجَمَعَ أَهْلَهُ وَصَلَّى» ولو جاز ذلك لمَّا اخْتار الصَّلاة
في بيته على الجماعة في المَسْجد، ولأن في الإطلاق هكذا تقليل الجماعة
معنى، فإنهم لا يجتمعون إذا علموا أنها لا تفوتهم وأمَّا مَسْجد الشَّارع
فالنَّاس فيه سواء لا اختصاص له بفريق دون فريق ا هـ. ومثله في «البدائع»
وغيرها، ومقتضى هذا الاستدلال كراهة التكرار في مسجد المحلة ولو بدون أذان؛
ويؤيده ما في «الظَّهيرية»: لو دخل جماعة المسجد بعدما صلى فيه أهله يصلون
وحداناً وهو ظاهر الرواية ».(رد المحتار:1/409)
و فیها ایضاً:
«و روی عن انـس رضي الله
عنه ان اصحاب رسول الله صلي الله عليه و سلم کانوا اذا فاتتهم
الجماعة فی المسجد صلوا فی المسجد فرادی».(رد المحتار:1/265.فتاوي
رشيديه:ص 297. عزيز الفتاوي:ص 190، 191) .
د مطلب خلاصه : کوم
جومات چې په بازار يا لاره کې موقيعت ولري په هغه کې د مسافرو يا لارويانو د
پاره څو جمعې کول جايز دي ، د دوهمې جمعې کراهيت د هغه خلکو د پاره دی چې د
همدې جومات له محلې څخه وي.
۲- د محل خلک يا د جومات ځايي اوسيدونکي يا د مسافرو ډله په به کومو شراېطو امام ټاکي ؟
دا چې د دوهمې جمعې د پاره څوک پخپله خوښه د امامت د پاره
مخکې کيږي او دا مسئوليت قبلوي ، ضرور به د لمانځه په احکام پوه وي ، په دې
صورت کې مسئوليت هغه ته متوجه دی نه مقتديانو ته ځکه چې د هغه په باره کې
مقتديانو ته څه علم نشته چې څنګه سړی به وي ؟
------------------------------------------
دجَمعی د لمانځه فضيلت
رسول الله (ص) فرمايلي: ((بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة)) (ابؤداود ، ابن ماجه ).
هغو
کسانو ته چه په تياره کې جوماتونو ته ځي زيری ورکړي په کامل نور سره په
ورځ د قيامت (دغه جومات ته ټګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).
له عثمان بن عفان (رض) نه روايت دی چې رسول الله (ص) فرمايل: ((من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه))
(مسلم 656 )
څوک
چه د نماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه
لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله
شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو
ثواب د ټولې شپي له عبادت سره مساوي دی ) .
او أبوهريـره (رض) روايت کوي چه رسول الله (ص) فرمايلي: ((لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً))(متفق علِيه ) .
که خلک پوهيدلی چې د بيګا او سبا په لمونځ کولو کې څومره ثواب دی دوی به جومات تللی اګر که په خاپوړو هم وای .
عن أَنَسِ بنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
-
"مَنْ صَلَّى للهِ أَربَعينَ يَومَاً في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبيرَةَ
الأُوَّلى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ،
وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ". الترمذي
چا
چې څلويښت ورځې په اخلاص داسې لمونځ وکړ چې تکبير اُولی ترې فوت نه شي هغه
ته به دوه برائت (خلاصون يا نجات ) ورکړشي يو د دوزخ څخه او له نفاق څخه
.
صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً
(بخاری ۲۹۵ ) .
دجَمعی لمونځ د کور او بازار په لمانځه ۲۵ درجې غوره دی
دجماعت لمونځ واحب دی
دجَمعی لمونځ واجب دی دليل لاندې قرآني آيتونه دي .
متعال خدای ج فرمايي )وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة واركعوا مع الراكعين( (سوره البقره آيه 43 )
ژباړه : لمونځ قايموئ او زکات ورکوئ او رکوع کوی سره له رکوع کونکو (سره له لمونځ کو نکو )
تشريح : دغه آيت د جَمعې په وجوب دلالت کوي ځکه (واركعوا مع الراكعين ) نه که مطلب د لمونځ کول وي نو هغه په (وأقيموا الصلاة) کې ذکر شو نو په آخر د آيت کې(واركعوا مع الراكعين ) نه راتلو ځکه چې اقامت په اول کې راغلی دی .
متعال خدای ج فرمايي: )وإذا
كنت فيهم فأقمت لهم الصلاة فلتقم طائفة منهم معك وليأخذوا حذرهم وأسلحتهم
فإذا سجدوا فليكونوا من ورائكم ولتأت طائفة أخرى لم يصلوا فليصلوا معك
وليأخذوا حذرهم وأسلحتهم(( سوره النساء آيه 102) .
ژباړه
: (ای پيغمبره ! ) کله چې د مسلمانانو په منځ کې او دجنګ په حالت کې په
لمانځه ولاړ وی نو پکار ده چه له هغوی څخه يوه ډله له تا سره ودريږي او
وادې خلي (دا لمونځ کونکي ) وسلې خپلې نو کله چې هغوی سجده وکړي نو شي دوی
له وروسته ستاسې او رادې شي بله ډله چې لمونځ يې نه وي کړی تا سره دې لمونځ
وکړي او وادې خلي وسلې خپلې ( تيارسئ دې اوسي ) .
په دې آيت شريف کې الله ج رسول الله ص ته امر کوي چې رسول الله ته امر کول دلالت کوي په امر ده ته او دده امت ته .
له أبى هريره (رض) نه روايت دی : ((عن
أبي هريرة؛ قال: أتى النبي صلى الله عليه وسلم رجل أعمى. فقال: يا رسول
الله! إنه ليس لي قائد يقودني إلى المسجد. فسأل رسول الله صلى الله عليه
وسلم أن يرخص له فيصلي في بيته. فرخص له. فلما ولي دعاه فقال "هل تسمع
النداء بالصلاة؟" فقال: نعم. قال "فأجب".))( المسلم باب يجب إتيان المسجد على من سمع النداء) .
يو
ړوند سړی رسول (ص) ته راغلی ويې ويل : څوک نه لرم چې جومات ته مې ورسوي او
له آنحضرت ص نه اجازه وغوښتله تر څو په کور کې لمونځ وکړي ، آنحضرت ص هغه
ته اجازه ورکړه کله چې هغه سړی څه لاړو هغه ته يې غږ وکړ او ويې فرمايل :
آيا آذان اورې ؟ ځواب يې ورکړ هو ، ويې فرمايل نو آذان ته به ځواب ورکوئ (
لمونځ په جَمع ادا کړه ) .
لقد هممت أن آمر فتيتي فيجمعوا حزماً من حطب، ثم آتى قوماً يصلون في بيوتهم ليست بهم علَّة فأحرِّقها عليهم (549 ابؤداود )
ځما
زړه غواړی چه یو څو ځوانانو ته ووایم چه ډير بوټی راجمع کړی رایی وړی بيا
زه هغی خلکو ته ورشم چه بی غذره په کورونو کی لمونځ کوی دهغوی کورونه
وسوزوم.
د جماعت د لمانځه په تأقيد کې ډير احاديث راغلی دی خو دلته په همدې احاديثو اکتفا کوو.
حضرت عمر فاروق خپلو امراء او واليانو ته وليکل : (إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد،
وفي)( ابن القيم الجوزية ص 403 ـ 404) .
ترټولو
مهم د تاسې له أمور څخه ماته لمونځ دی ،پس هرچا چې د هغه حفاظت وکړ هغې
خپل دين وساتلو او څوک چې هغه ضايع کړي هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان
دي او د هغه محافظت دادی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي .
پدې باره کې د احنافو نظر :
دجَمعې لمونځ واجب دی او تارک يې بغير له عذر څخه فاسق او ګناه کار دی (فتاوی المحمودي حنفي ) .
د مذهب حنفي دؤ سترو کتابونو نظر :
ان
صلوة الجماعة واجبة على الراجح فى المذهب أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما
فى البحر و صرحوا بفسق تاركها و تعزيره و أنه يأثم". (رد المحتار: 1/337،
البحر الرائق: 1/341)
هغه عذرونه چې سړی کولای شي د جماعت لمونځ ترک کړي
۱- چې کله سخت باران وريږي چټرۍ او نورڅه هم نه وي ددی ويره وي چې که جومات ته لاړ شم جامې به مې ټولې لمدې شي .
۲- کوم ځای چه سخته يخني وي دا حکم د هغه ځايونو دی چيرې چي زياتې واورې اوريږي او تګ راتګ سخت وي
۳- دلمانځه په وخت کې سخته سيلۍ راشي .
۴- په سفر روانيدل وي د سورلۍ د تلو ويره وي .
۵- د دوښمن ويره وي د ځان ،مال اوکور.
۶- معذور وي که په آسانۍ سره جومات تلی شي نو جومات ته تلل پکار دي .
۷- دتشواوډکومتيازو سخت نيولی وي او دجماعت وخت وي .
۸- ډوډی پوره تياره وي وږی وي دا خيال يې وي که لمونځ ته لاړ شم فکربه مې په ډوډی کې شي .
۹- مريضی : چې جومات نشي تلای يا يې په تګ سره د مرض د سختيدو ويره وي .
دامام انتخاب
۱- اول هغه کس د امامت وړ دی چې علم دين ولري او عمل پرې کوي .
۲- که عالم نه وي بيا هغه کس چې قرآن صحي لوستلای شي .
۳- بيا پرهيزګاره سړی .
۴- بيا هغه کس چې عمر يې زيات وي .
فقه اسلامې زياتوي :
۵- بيا هغه کس چې تر ټولو نه يې اخلاق ښه وي .
۶- بيا هغه کس چې د وقار واله او معزز معلوميږي .
فقه مُيسر :
زياتوي
ورسته له سن هغه څوک د امامت وړ دی چې مقتديان يا اهل محل انتخاب کړی وي
بيا که خلکو په منځ کې اختلاف پيدا شو بيا اکثريتو انخاب کړی وي .
د لاندې خلکو امامت مکروه دی يا په لاندی صورتونو کې جماعت مکروه دی .
۱-
بدعتي ۲- فاسق چه ګناوي کوي او قرآن او حديث سم عمل نه کوي ۳- جاهل ۴-
ړوند که داسې ړوند وي چې په پاکۍ او صفايی پوهيږي نو بيا باک نه لري ۵-
حرام خور وي ،سودخور،رشوت خور او داسې نور حرام .
فقه مُيسر زياتوي :
د ښځو موجوديت په جماعت کې په نن عصر کې چې د فتنی ويره ده .
د لمانځه اوږدل د سنت اندازی څخه .
دامامت شرايط :
۱- امام به نر وي ښځه د نرينوو امامت نشي کولای .
۲- امام به بالغ وي ۳- امام عاقل وي ليونی به نه وي
۴- امام په هغه قرآیت چې د لمانځه د صحت لپاره ضرور وي قادر وي .۵- د امام
څخه کوم د لمانځه شرط نه وي پاتی مثلاً بې اودسه بې ستره نه وي .
۶- امام معذور نه وي مثلاً خونريزي ، سلسل البول او دباد جايری توب يا د متيازو تلل .
۷- امام صحي لسان وي توتله نه وي چې حروف په صحي توګه نشي ادا کولای .
و الله اعلم
Hey very interesting blog!
ReplyDeleteFeel free to surf to my homepage; breast enlargement massage