Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, February 17, 2012

د کوډو او فال بنی په اړه تاسې ته ډير دقيق معلومات

 
 
ګرانو مسلمانانو  د اسلامی ښوونی مينوالو !
 
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
 
دادی چه اوس دهلاکوونکو اعمالو اوزمونږ  پر اسلامې ټولنه دښکاره فسق لويو ګناهونو او بې دينيو ستر طوفان له ډلی څخه د کوډو او فال بنو نوبت راورسيد.
ان شاء الله په ډير لنډ ډول به د کوډو او فال بنی په اړه تاسې ته ډير دقيق معلومات خپاره شي .
ترڅو خدای ج مکړه زمونږ ځنی مسلمانان وروڼه د بې خبری يا بې احتياطی له وجې پدی پليت  شيطانی مارکيټ ور برابر نه شي .
اوهمدارنګه په چټکه ټوګه ددی پليت شيطانی مارکيټ په اړه څه ناڅه پوهه تر لاسه کړو چه اوس مهال خو يې ښه وينی چه د ښارونو په کوڅو کې په ښکاره ډول کوډګر ناست دې او خپل شيطاني مارکيټينګ پر مخ بيايي .
 
دسحر يا کوډو تعريف :
هر هغه کار اوشی چه سبب يې مبهم او نامعلوم وي سحر بلل کيږي .
 
الله ج په خپل کتاب قرآنکريم کې دسحر په اړه داسې ارشاد فرمائي :
وَاتَّبَعُواْ مَا تَتْلُواْ الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَـكِنَّ الشَّيْاطِينَ كَفَرُواْ يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولاَ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلاَ تَكْفُرْ (البقره ۱۰۲ ).
 
(( او دهغه څه متابعت يې پيل کړ چې شيطانانو به د سليمان عليه سلام دپاچاهی (په زمانه کې ) لوستل ،داپه داسې حال کې چې سليمان دکفر لاره نه وه غوره کړی ،بلکې په خپله دا شيطانان کافران شوی وو ،خلکوته يې جادو اوهغه څه ورښودل چې دبابل په دوو ملائکو هاروت او ماروت نازل شوی وو ،دی ملائکو) به هيچا ته څه تعليم نه ورکاوو مګر داچې ورته ويل به يې مونږ (خو ديوه ) امتحان (لپاره راغلی ) یو، نو ته مه کافر کيږه )) .
 
په پورتنی آيت شريف کې د يهودو او نصاراؤ هغه ويناوی رد شوي چه ويل به يې سحر اوجادو دسيلمان ع کارؤ او هغه اجازت ورکړی ؤ  اوسليمان ع د کوډو په وسيله انسانان ،پيريان او نور مسخر کړی ؤ .
ولی داسې نده دا پليت علم د هغوی   شيطانانو کار ؤ .
 
ابن کثير نقل کوي سليمان ع دسحر اوګوډو ټول کتابونه کوم چه دشيطانانو لخوا په خلکو کې تيت شوي ؤ را ټول کړل او دخپل تخت لاندې يې خښ کړ ترڅو خلک ګمراه نشي .
بلاخره شيطان د انسان په ډول په خلکو کې را ښکاره او په خبرو يې داسې پيل وکړ ،ای خلکو! سليمان ع ساحر ؤ که باور نه لری راشی چه زه يې د سحر کتابونه در وښيم بيا يې خلکو ته هغه خښ کړی صندوق وروښود چه بغير له مؤمنانو نور يې ورباندی ګمراه کړل او ورسته دا خبره د ځمکې پر مخ هرچيری خوره شوه.
کوډی په انسانانو کې هغه وخت تيت شوی چه د سليمان ع  په پاچاهی کې انسانانو اوپيران ناسته ولاړه ؤ
او بل د بابل په دروازه کې دوي الهی ج  پريښتی هاروت او ماروت   الله ج د انسانانو د امتحان لپاره راليږلې وي هغوی به خلکو ته ويل مونږ خو د امتحان (لپاره راغلی ) یو، نو تاسی مه کافر کيږي .
 
هاروت او ماروت دوي فرښتی وي چه خلکو ته يې د سحر خطرناکې پايلی بيانولې .
دهاروت او ماروت په اړه چه کومې قيصی دی چه هغوی د انسان په شان طبعيت وغوښتو الله تعالی دوی ته د انسان په شان طبيعت ورکړ  بلاخره له دوی څخه ګناه وشوه چه بيا د بابل په دروازه کې وځړول شوي .
ابن کثير دا ډول قيصی ردوی او وايي  دا د بنی اسرائل
و خبری دی ځکه ددی قيصی په اړه کوم صحيح حديث نشته او په قرآنکريم کې په مختصر ډول هاروت او ماروت بيان شوی په همدی ايمان لرو او په همدی بيان اقتفا کوو.                                                                                                                             
 
کوډګر اوپالبين ته د ورتګ حکم
کوډګرو کاهينانو،پال بينو اوغيب وينکو ته ورتګ شرعاً حرام دي  ځکه چه داډلې د شيطان پيروان دې نو يوه مسلمان ته کله ښايې چه په خپل لاس د شيطان په دامونو کې ځان ونښلوي .
که په چا کوډی شوي وي هغه د کوډو لري کولو لپاره کوډ ګر ته نشي ورتلای ځکه چه په حرام شي معالجه حرامه ده .
دکوډو تداوي او وقايه په قرآنې آيتونه سره کيږي هر مسلمان ته پکار ده چه دشپې لخوا د بيده کيدو پر مهالقُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ،قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ اوقُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ  سورتونهووايې او په ټول بدن يې دم کړي .
پدی کې دري کټی دي .
۱- د سنتو پيروي ځکه چه د محمدرسول الله همدا عادت ؤ .
۲- په شپه کې د بيده کيدو پر مهال د قرآن کريم تلاوت .
۳- کوډی له منځه وړي او په آينده کې کوډی په سړي باندي کوم اثر نشي کولای .
کوډ ګرو کاهينانوته د ورتګ په اړه نبوي ارشادات :
 «مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً»[1]

څوک چه عرافی (عرافی هغه کس دی چه دغلا شوی مال ځای او غلا ښیی ) ته ورشې او ديوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی اوهغه رښتيا وبولې دڅلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي .
 
 
 «مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»[2]

 
هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوی) ته ورشی اود هغه خبري رښتيا وګڼی داکس په هغه څه کافرشو کوم چه په محمد ص نازل شوي .
               
دتعويذ شرغی حکم اود کوډ ګرو نښي نښانې  :
دا خويو څرګند حقيقت دی چه قرآن کريم سراسر د مؤمنانو لپاره شفاء او رحمت دی جناب رسول الله ص او صحابه کرامو د قرآن کريم په آيتونو خلک دم کړی دی ولې تعويذ په غاړه يا بل اندام ځړول نه په قرآن کې شته اونه هم په احاديثو کې خوځنی علماء پدی نظر دي چه تعويذ هم د دم يو شکل دی .
د ابوالمختار فقه حنفی د فتاوی يوسفيه په حواله ليکې د جناب رسول الله ص ،صحابه کرام ،اوورسته صالحانو خلکوهمدا عمل پاته شوی دی
تعويذ هم ددی يو شکل دی .
فتاوی يوسفيه د تعويذ دجواز لپاره دري شرطونه ضروری بولې :
۱- د يوه جايز اوروا عمل لپاره به وي
۲- دتعويذ الفاظ به واضح وی د کفر او شرک په الفاظو به مشتمل نه وي .
۳- تعويذ به موثر بالذات نه ګڼی .
دكتر عمرسليمان الأشقر هم په خپل کتاب سحر کې همدا شرايط بيان کړی  د الفاظوپه وضاحت کې دا هم ذيات کړی چه بايدپه عربې وي .
البته د تعويذ تاثير يقينی ګڼل غلط دی داهم د نورو تدبيرونو په شان يوعلاج اوتدبير دی چه مفيد کيدل او نه کيدل يې د الله تعالی په اراده پوری اړه لری .
دکوډ ګرو نښی نښانې :
فهدبن سليمان القاضي د سحر اوجادو ګرو علايم داسې بيانوي :
۱- ساحر اوکاهن د مريض  او دمريض د مور دې نوم پوښتنه کوي .
۲- دمريض څخه ځنی نښی نښانې غواړي لکه خولۍ ،ږومنځ او داسې نور .
۳- ديوه حيوان په خاصو صيفاتو زبح کول غواړي او دحيوان د ځنو برخو ګډول له وينی سره .
۴- په بی مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي .
۵- يوشی به مريض ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په کوم ځای کې پټ کړي .
۶- دخاصو وسايلو په وسيله د مريض له احوالو ځان خبرول .
۷- دفسق علايم ،په نومړي کس کې به د فسق علايم څرګند معلوميږی تقوی به له سره نلري يو فاسق انسان به وي .
  
                  

  1.   

  2. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  3. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  4. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  5. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  6. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  7. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  8. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  9. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  10. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  11. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  12. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  13. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  14. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  15. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  16. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  17. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  18. د مور او پلار د پښو ښکلول
  19. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  20. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  21. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  22. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  23. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  24. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  25. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  26. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  27. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  28. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  29. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  30. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  31. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  32. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  33. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  34. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  35. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  36. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  37. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  38. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  39. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  40. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  41. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  42. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  43. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  44. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  45. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  46. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  47. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  48. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  49. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  50. داعي يې خو مزه دې نشته
  51. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  52. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  53. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  54. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  55. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  56. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  57. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  58. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  59. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  60. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  61. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  62. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  63. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  64. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  65. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  66. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  67.  



  68. ( د ټاېي په غاړه کولو حکم، اصل او تاريڅ ).
  69. آدم علېه سلام په هکله معلومات
  70. آيا په استعمالېدونکو سروزرو کې زکات شته؟
  71. آيا په روژه کې له خپلې ښځې څخه مچې اخستلى شم ؟
  72. آيا په سرتور سر اذان اولمونځ كول دشيعه ګانو طريقه ده؟
  73. آيا په هېره سره روژه ماتېږي
  74. آياد قرآن كريم څخه دپنځولمونځونو وختونه ثابت دي اوكه نه
                      

1 comment:

  1. Do you have any video of that? I'd want to find out some additional information.

    Feel free to visit my website ... Breast Enlargement Cream

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User