Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Sunday, July 1, 2012

د عصر ګواښونه او د دیني علماوو رسالت



لیکنه: مولانا ګوهرالرحمن (رح)، د اسلامي سیاست کتاب مولف او د تفهیم القرآن دارالعلوم مهتمم
الحمدلله رب العلمین، والعاقبة للمتقین، والصلوة والسلام علی خیر خلقه محمد الامین و علی آله و اصحابه و علی من سار بطریقته الی یوم الدین.
اما بعد:
فاعوذ بالله من الشیطن الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم :
هو الذی ارسل رسوله بالهدی و دین الحق لیظهره علی الدین کله ولو کره المشرکون…صدق الله العظیم
درنو او محترمو مسلمانانو وروڼو!
زه د ټولو نه لومړی دا خبره کول غواړم، چې زمونږ د پیدایښت مقصد څه شی دی؟ انسان چې د خپل تخلیق او پیدایښت له هدف او موخې نه خبر نه وي، نو دی چې هر ډول کارونه او فعالیتونه کوي د هغو جهت او لوری به ټاکلی او معلوم نه وي، الله جل جلاله فرمایي: ( وما خلقت الجن والانس الا لیعبدون ) ( انسانان او پیریان د بل هدف او غرض لپاره نه بلکې د الله جل جلاله د عبادت لپاره پیدا شوي دي)،پاتې ټول کارونه او څیزونه دغه هدف ته د رسیدو لپاره وسایل او ذرایع دي.
عبادت څه ته وایي؟
نو زمونږ د ژوند مقصد او هدف عبادت دی، پوښتنه دا ده چې عبادت څه ته وایي؟ نو د اتمې پیړۍ عظیم مجدد، مجاهد او رباني عالم شیخ الاسلام تقی الدین ابن تیمیة(رح) فرمایي: ( فالدین کله داخل فی العبادة ) د اسلام ټول دین د عبادت په معنا کې داخل دی، یعنې ټول ژوند د اسلام مطابق تیرول د الله جل جلاله عبادت دی، او دا زمونږ د پیدایښت مقصد او هدف دی، چې زمونږ فردي ژوند هم د اسلام مطابق تیریږي، زمونږ اجتماعي ژوند هم د اسلام مطابق جوړ او روان وي او ایمان او اخلاص هم شتون ولري نو دا عبادت او د ژوند اصلي هدف دی.
کوم علماء د پیغمبرانو علیهم السلام  وارثان دي؟
دوهمه خبره دا کول غواړم چې دا دیني علماء چې د کومو پیغمبرانو علیهم السلام وارثان دي، او دا خبره په احادیثو کې راغلې ده او هر مسلمان ته معلومه ده چې ( العلماء ورثة الانبیاء ) نو ددې انبیاوو د نبوت او پیغمبرۍ هدف څه وو؟ دا علماء کرام چې د چا وارثان دي د هغوی د کار مقصد څه وو؟ قرآن کریم پدې اړه فرمایي: (ولقد بعثنا فی کل امة رسولا ان اعبدوالله واجتنبوا الطاغوت) ټول پیغمبران ددې لپاره الله جل جلاله رالیږلي وو چې خلکو ته د الله پاک دا پیغام ورسوي چې اې خلکو، د الله جل جلاله عبادت کوئ، او د طاغوت له عبادت نه ځان وژغورئ، ډډه ترې کوئ او هغه لوري ته یې مه ورځئ.
د الله جل جلاله د عبادت نظام ، اسلامي نظام دی، او د الله نه د بغاوت نظام ، غیر اسلامي نظام، شیطاني نظام او طاغوتي نظام دی او ټول پیغمبران علیهم السلام ددې لپاره راغلي وو چې طاغوتي نطامونه له منځه یوسي او اسلامي نظام د الله جل جلاله د عبادت نظام په ځمکه کې قایم کړي، نو علماء چې د هغوی وارثان دي، د هغوی کار به کوي، او چې نه یې کوي نو بیا وارثان ندي، بیا به دوی د میراث حق نلري.
لادینه حکومتونه د علماوو د اختلاف زیږنده ده!
دریمه خبره دا کول غواړم چې مونږ باید دا ومنو او پدې اقرار وکړو چې د دیني ډلو او ګوندونو د اختلاف او د علماوو ترمینځ د کشمکش له امله زمونږ په هیوادونو کې د پردیو واک او اختیار چلیږي، دلته سیکولر او مزدور حکومتونه واکمن دي، د شریعت واکمني او حاکمیت نشته، زه دلته پدې خبره نه کوم چې کومه اسلامي ډله ملامته او کومه سلامته ده او نه خو لدې سره څه کار لرم چې فلانی عالم ملامت او دغه بل ملامت ندی، خو دا څرګندول غواړم چې د دوی د اختلاف او تفرقې نه نورو ګټه اخیستې ده او دلته یې خپل ناروا او ظالم حکومتونه قایم کړي دي.
نو ځکه خو زه په ټولو دیني علماوو غږ کوم چې مونږ ټول باید په خپلو هیوادونو کې د اتفاق او اتحاد لپاره دعوت وکړو، او که زه دا ووایم چې زه ستر عالم یم له ما سره ملګري شئ، نو بل به وایي چې له تا نه خو زه ستر عالم یم ما سره یوځای شئ او هغه بل به وایي چې زه ښه یم ځکه چې زما مدرسه لویه ده، نو دا خو ټولې د بې اتفاقۍ خبرې دي، د ټولو نه لوی خو الله رب العلمین دی، د ټولو نه ستر عالم خو الله جل جلاله دی او ریښتینی دین اسلام دی.
که یو څوک کوښښ کوي چې زما فرقه او مسلک( دیوبندي، بریلوي، اهل حدیث او …) لوړ او پیاوړی شي نو د یوه مسلک په قوي کیدو باندې ستونزې نه ختمیږي، که زه ووایم چې زمونږ اسلامي خوځښت دې قوي او لوړ شي او دغه نور ټول راپریوزي،نو دا به غلط سوچ او فکر وي، خو که زه هم کوښښ کوم او نور علماء هم کوښښ کوي چې اسلام غالب او لوړ شي، نو اسلام به هم غالب شي او دیني تنظیمونه او مسلکونه به هم لوړ شي، فرقه پالنه او مسلک پالل په اسلام کې بیخي ځای نلري، الله جل جلاله دې مونږ ترې نه خوندي وساتي.
زمونږ اسلامي خوځښت فرقه او مسلک ندی، دا د مسلمانانو یو تنظیم دی او داسلام د غلبې لپاره کوښښ کوي، فرقه پالنه نده، خو که څوک مسلک پالي او مذهبي فرقه پالنه لري نو هغه پسې خبره نه کوم خو دا په ډاګه وایم چې د فقهي مسلک او ډلې په پاللو ستونزه نه حلیږي بلکې د اسلام په غلبې به مسئله حل شي.
د اتفاق اصول څه دي؟
د اتفاق اصول څرګند دي، تاسې علماء یاست، ما پدې موضوع یوه ځانګړې مقاله لیکلې ده، ډیرو علماوو ته رسیدلې ده نو لوستلې به یې وي، او ښه دلایل مې پکې ذکر کړي دي چې درې خبرې زمونږ اساسي اصول دي:
۱ ـ قرآن کریم
۲ ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت
۳ – د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو سنت
هره خبره چې په قرآن کریم کې روښانه او څرګنده وي نو له هغې سره مخالفت روا ندی، هره خبره چې په حدیث کې واضحه وي نو د هغې مخالفت روا ندی او ګمراهي ده، هره خبره چې د صحابه کرامو د اجماع نه ثابته وي نو د هغې نه منل او ورسره مخالفت کول ضلالت او تباهي ده او په ضلالت باندې مسلمانان کله هم نه ټولیږي.
اجتهادي مسایلو کې اختلاف منکر ندی!
اما اجتهادي مسایل بیا په منکر کې شامل ندي، زما دغه مقاله، زما په یوه بل کتاب تفهیم المسائل اول جلد شته، د هغې لوستل ضروري ګڼم، خو امام نووي(رح) د مسلم په شرحه کې لیکلي دي، امام غزالي (رح) په احیاء العلوم کې لیکلي دي، نورو ګڼو علماوو لیکلي دي او له ځانه یې هم ندي لیکلي بلکې د دلایلو به رڼا کې یې لیکلي دي، چې کومه مسئله د صحابه وو د زمانې نه تر ننه پورې اختلافي را روانه ده، هغه په منکر کې شامله نده، له هغې نه به نهی عن المنکر نه کوې، د نهی عن المنکر آیتونه د هغې لپاره نازل شوي ندي.
د صحابه اجماع سره مخالفت ګمراهي ده!
البته هغه مسایل چې د صحابه له اجماع سره مخالف وي نو هغه ضلالت او ګمراهي ده او هغې ته خو زما زړه هم دومره پراخه ندی چې ویې زغمم، د صحابه وو له اجماع سره مخالف کار زه هم نه منم، غلطه خبره نه کوم، د صحابه وو د اجماع سره مخالفت ګمراهي ده، په مسلمانانو کې هیڅوک هم د صحابه د اجماع سره خلاف نه کوي، نو اتفاق او اتحاد جوړ شي.
د ولس ناپوهي او غفلت د اسلامي نظام په وړاندې یوبل خنډ!
خو یو بل څیز چې د اسلامي نظام په وړاندې خنډ دی هغه د عامو خلکو (ولس) بې علمي او غفلت دی، بې علمي دې ته وایي چې د اسلام نه سمه پوهه ونلري، زمونږ د ولس غالب اکثریت لا تراوسه پدې خبره پوه شوی ندی چې په اسلام کې حکومت شته او که نه؟ هغوی پدې اند دي چې اسلام جلا خبره ده او حکومت جلا؟ سیاست جلا څیز دی او اسلام جلا؟ نو ولس پوهول په کار دي چې اسلام د ژوند مکمل نظام دی، مونځ به هم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په طریقه کوې او تجارت هم، کارخانه به هم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په طریقه چلوې او حکومت هم، پارلمان او د شورا مجلس به هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه جوړوې او حکومت به هم د هغه د طریقې سره سم کوې، دا خو نیمګړی نه بلکې پوره نظام دی، نو ولس باید پدې پوهه شي.
ویده خلک را پاڅوئ!
خو یوه طبقه خلک چې پوهه دي نو د هغوی ستونزه دا ده چې غافله دي، بې پروا دي، په غفلت کې دي، کوښښ نه کوي، منظمې هڅې نه کوي نو مونږ ته پکار دي چې دوی د شریعت د تطبیق او د دین د اقامې لپاره ویښ او بیداره کړو، نو د عامو مسلمانانو د ویښولو، بیدارۍ، تعلیم او تفهیم یو منظم کوښښ او جدوجهد کول ضروري دي، او دا د علماوو وظیفه او دنده ده، په هر مسلمان باندې فرض دي خو علماء پرې ښه توان لري.

بهرنۍ موسسې د غرب آلې دي!
وروستۍ خبره دا کول غواړم چې هر حکومت چې اسلامي شریعت نافذ نه کړي که په انتخاباتو مینځ ته راغلی وي او که په زوره، نو هغه غیر اسلامي حکومت دی.
بله دا چې د نړۍ ستر شیطاني قوت امریکا ده، د امریکا ولسمشر، ولس او خاوره زمونږ دښمنه نده، ځمکه خو ټوله د الله جل جلاله ده او د امریکا خلک هم الله جل جلاله پیدا کړي دي، خو زه د امریکا نظام یادوم، د امریکا نظام شیطاني او طاغوتي نظام دی، هغه ځان ته د نړۍ ستر طاقت وایي، په ټوله نړۍ باندې خپل تهذیب او مفکوره مسلطول غواړي، نو د اسلامي هیوادونو هر حکومت چې د امریکا د پالیسۍ مطابق روان وي نو هغه مزدور حکومت دی.
بله دا چې لویدیځ او د هغو مزدورو حکومتونو د یوه سازش او پلان په اساس د رسنیو له لارې د بې حجابۍ، بې حیایۍ او بې پرده ګۍ یو منظم کار پیل کړی دی چې دا د اسلامي امت ځوان نسل بې لارې کوي، اسلامي اخلاق، ارزښتونه ، تهذیب او تمدن له منځه وړي او پر ځای یې د غرب لادینه او سیکولر دیموکراسي او بې قید او شرطه ازاده او مخلوطه ټولنه رواجوي، دا بې دیني ده او دیني علماء باید د منظمو هڅو او کوښښونو له لارې ددې مخه ونیسي.
کوم موسسات او انجوګانې چې د غرب نه راغلې او د هغوی په مرسته دلته فعالیت لري، د نړیوالو شیطاني طاقتونو او استعماري هیوادونو د لاس آلې دي، دوی هم بې دیني او بې حیایي خپروي، د سړیو او ښځو ګډ ژوند جوړوي، د هغوی ترمینځ هغه پرده او حیاء چې اسلامي شریعت یې حکم کوي له منځه وړي، د انګریز تهذیب ته وده ورکوي، نو دیني علماء دې دغه سازش ته هم متوجه وي، د هغې سره دې شعوري مقابله وکړي ، ولس دې د هغو له ګواښونو نه خبر کړي، په حکومت دې فشار واچوي چې د هغو غلط فعالیتونه کنترول او بند کړي.

و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العلمین
با تشکر از سايت اصلاح انلاين

  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User