Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, July 28, 2011

دوه روژې ابوالحسن ندوي رحمه الله

يادونه: دا موضوع چې په اردو کې يي عنوان ( دو روزے ) دى، د مولانا ابوالحسن ندوي رحمه الله هغه تقرير دې چې  په کال ١٤١٥ هـ ق ، د رمضان په  ٢٣ نيټې  د هندوستان، د رائے بريلي په شاه علم الله مسجد کې ېې د جمعې له لمانځه څخه وروسته وړاندې کړ. هغه ورځ د رمضان د رخصتيدو (وداعي) جمعه وه.
ابوالحسن ندوي رحمه الله
ژباړوونکى: محصل غازي زاده
 

دوه روژې
نحمده ونصلي على رسوله الکريم ، اعوذ بالله من الشيطان الرجيم
بســـــــــــــــــم الله الـــــــــرحمــــــــــــــن الــــــــــرحيـــــــــــــــــــــم
الله تعالى فرمايي (اليوم اکملت لکم دينکم واتممت عليکم نعمتي ورضيت لکم الاسلام دينا ): نن ورځ ما تاسې ته ستاسې دين کامل کړ او  خپل  نعمت  مې ( د دين په اکمال سره ) په تاسې باندې پوره کړ.او ما تاسې ته اسلام د دين او لارې په حيث غوره کړ.
زما ورونو! له ټولو څخه  لومړى زه تاسې ته د رمضان د برکتي او ګټورې مياشتې د سعادت په برخه کيدو او په الهي توفيق سره د روژې د نيولو مبارکي وايم. دا څه معمولي نعمت ندى، تاسې وګورئ الله تعالى ددې فريضې په اداء کولو سره له روژه دار سره څومره لويه وعده کړې او د هغه پيغمبر صلى الله عليه څومره ښه زيرې ورکړى دى، هغه فرمايي: ( من صام رمضان ايماناو واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه) څوک چې د الله په وعدو باندې د باور اويقين کولو او داجر او ثواب په ارادې سره د رمضان روژه ونيسي، نو مخکيني ګناهونه به يې وبښل شي.
داچې دغه ورځ د رمضان وروستنۍ او د رخصتيدلو جمعه ښکاريږي، له الله پاک څخه غواړو چې ددې پاتې روژو د نيولو توفيق هم راکړي او د ليلة القدر په شپه کې مو له عبادت کولو څخه بې برخې نکړي، داهم  ورڅخه غواړو  چې په تيرو شوو شپو کې مو کومې دعاګانې کړي دي هغه قبولي وګرځوي.  پدې موقع باندې زه ستاسې په وړاندې دوه خبرې کول غواړم:
لومړى خبره
دا به تاسې ته  نوې خبره بريښي، خو  په حقيقت کې نوې خبره نده، د رسول الله صلى الله عليه وسلم له تعليماتو څخه اخستل شوې ده او بنسټ يي قرآن دى. په ظاهر خو به زما دغه خبره ډيرو وروڼو ته نوي ښکاريږي ، او داخو معلومه ده چې د نوې خبرې ارزښت يو څه اندازه زيات وي، چې د انسان زهن پرې تازه کيږي او په پوره توجه سره يي اوري. دغه نوې خبره داسې ده: روژې دوه دي يــــــــــــــــــــــــوه وړه روژه او بله لويه روژه.
زما پدې خبره کې د وړې روژې سپکاوى او دهغې شان کمول مقصد ندي، بلکې زه دغه ډول تقسيم صرف د زمانې او وخت په اساس کوم. د وړې روژې ورځ که هرڅومره اوږده شي، نو يا به ١٣ او يا ١٤ ګنټې وي. شايد په ځينو هيوادونو کې چې هلته د کال په اوږدو کې ورځې اوږديږي لدې څخه به نور هم د روژې ورځنې وخت يو څه زيات وي.
وړه روژه خو هغه ده چې په مسلمان باندې د بلوغ له وخت څخه فرض کيږي او ورځنى مهال يې له صبح صادق څخه د لمر پريوتلو پورې دى. د اسلامي شريعت له مخې دغه روژه خاص احکام او آداب لري چې تاسې پرې پوه ياست. پدغه روژه کې په بالغ مسلمان باندې د ورځې له مخې خوړل، څښل، کوروالى ( جماع) او هغه کارونه چې روژه ماتوي او يا ورته تاوان رسوي  حرام دي.
د رمضان د مياشتې ورځې کله ٢٩ او کله ٣٠ وي، چې پدې  ورځو کې په مسلمانانو باندې خاص پابنديانې لګيږي، د ورځې په جريان کې پر هغوي باندې هغه نعمتونه ناروا ګرځي چې  په نورو مياشتو کې  ورته روا او جائز دي. پدې ټولو باندې تاسې پوه ياست او عمل پرې کوئ.هو،داسې يوه روژه موجوده  ده چې هغه د اسلام روژه ده. ګويا اسلام پخپل ذات کې يوه روژه ده، چې دا  ټول عبادتونو لکه لمونځ، روژې، اخترونو او داسې نورو ته شامله ده. او په همدې روژې باندې په التزام سره جنت ته داخليدل او د آخرت نعمتونه مرتب کيږي. په حقيقت کې لويه روژه د کامل اسلام روژه ده، او داچې دغه روژه څه وخت شروع کيږي او څه وخت پاې مومي تفصيل او څرګندونه يي واورئ:
پدغه فرصت کې زه له تاسې غواړم ترڅو فکر او غور وکړئ چې ايا لدې روژې څخه علاوه بله کومه روژه ده شته چې لدې څخه يي  وخت، التزامات او پابنديانې زياتې وي؟
هو،داسې يوه روژه موجوده  ده چې هغه د اسلام روژه ده. ګويا اسلام پخپل ذات کې يوه روژه ده، چې دا  ټول عبادتونو لکه لمونځ، روژې، اخترونو او داسې نورو ته شامله ده. او په همدې روژې باندې په التزام سره جنت ته داخليدل او د آخرت نعمتونه مرتب کيږي. په حقيقت کې لويه روژه د کامل اسلام روژه ده، او داچې دغه روژه څه وخت شروع کيږي او څه وخت پاې مومي تفصيل او څرګندونه يي واورئ:
لويه روژه کله پيل کيږي؟
هغه نيکبخته انسان چې د مسلمان په کور کې پيداشي او بيا له شروع څخه کلمه ويونکي شي، له بالغوالي څخه وروسته ورباندې دغه اوږده او مسلسله روژه فرض وګرځي. او که يو څوک له پيل څخه مسلمان نه وي، چې کله په اسلام کې داخل شي او کلمه ووايي، نو له همهغه وخت څخه يي دغه روژه شروع شي. پدې خو پوهيږو چې د روژې ورځ د لمر په پريوتلو ختميږي، مګر د اسلام دغه لويه روژه د مسلمان د عمر د ډيوې په مړه کيدو سره پاې مومي.
دغه روژه په  څه باندې ماتوو؟
مونږ او تاسې د روژه ماتي لپاره بهترين څښاک او خوندور خوراکونه تياروو، حال داچې کله د اسلام دغه اوږده او مسلسله روژه شروع شي، نو د هغې روژه ماتې د مخلوقاتو د پالونکي د محبوب، د ګنهګارانو د شفاعت کوونکي او د پيغمبرانو د سردار محمد صلى الله عليه وسلم په مبارکو لاسونو سره د پاکيزه اوبو او د کوثر د جام په ورکولو سره وي.
که مونږ دغسې روژې ته پاملرنه وکړو، شرائط يې پوره کړو، محض د الله په توفيق او فضل سره د کلمې لاندې ژوند تير کړو، نو له دنيا څخه د روح وتلو په حال کې به دا کلمه را په برخه شي چې :( لا اله الا الله محمد رسول الله – بې له الله څخه په حقه سره بل معبود نشته او محمد د الله پيغمبر دى). هغه مهال به پداسې حال کې ددې ګواهي ورکوو چې په زړونو کې مو د ايمان ډيوه بله وي، په دماغونو کې مو د الله د ملاقات او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره د ليدنې د شوق او ليوالتيا شرافت موجود وي. دغسې روژه همدغه وخت پاې مومي او رژه ماتې او ميلمستيا يې د انسان په ځان ورکولو سره حاصليږي.
په حقيقت کې الله له بندګانو څخه د ځانونو قرباني غوښتې ده او په لکونو انسانانو د الله تعالى او دهغه د رسول صلى الله عليه وسلم د ليدنې او ديدار په شوق کې خپل ځانونه ورکړي دي او پدې لار کې د سرښندنې جذبه لري.کله چې مونږ  خپل ژوند د الله تعالى د استازي صلى الله عليه وسلم له ښوونو سره  برابر تير کړو، نو هغه به راڅخه خوښ او راضي شي. تاسې د جهاد کيسې، د جنګونو او غزواتو حالات مطالعه کړئ چې پدې لار کې خلکو څومره په خوښۍ او شوق سره خپل ځانونه قرباني کړل.
د  وړې روژې حکم او دهغې قيودات لکه څرنګه چې ټولو ته معلوم دي او ټول روژتيان پکې له خوراک، څښاک او منعه شوو کارونو څخه ځانونه ساتي، خو د لوئي روژې لحاظ ډېر کم خلک کوي، حال داچې خلکو ته دغه وړه  روژه د دې سترې روژې په طفيل او برکت سره ورکړ شوى ده.
بايد فکر او غور وکړو چې د اسلام په سبب او دهغې په وسيله مونږ ته عظيمه هستي او لوئي دولت راکړ شوى دى. د اسلام په وجه مونږ ته آدميت راکړ شوى، انسانيت راکړ شوى، د طاقت خاوندان شوي يو او په قوي  روحانيت باندې مشرف شوي يو. د هغې په سبب له مرګ څخه وروسته جنت او په هغې کې داسې نعمتونه راکول کيږي چې نه سترګو ليدلي، نه غوږونو اوريدلي او نه د انسان په زړه او خيال کې تېر شوي دي. لکه څرنګه چې زمونږ  پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. دغه اوږده او مسلسله روژه د خلکو په خيال او فکر کې کمه راځي، لکن داسې نده.
تاسې پدې باندې پوهيږئ چې که اسلام نه واى، نه به لمونځ واى، نه به روژه. او په کوم ځاى کې چې اسلام نه وي هلته لمونځ نه وي، هلته روژه نه وي، نه کلمه او نه په الله باندې يقين، نه حشر او نه له مرګ څخه وروسته د الله په وړاندې اودريدل او نه دقيامت کوم فکر او عقيده وي. مونږ ته دا ټوله ايماني پانګه د اسلام په طفيل باندې راکړ شوې ده.
بايد فکر او غور وکړو چې د اسلام په سبب او دهغې په وسيله مونږ ته عظيمه هستي او لوئي دولت راکړ شوى دى. د اسلام په وجه مونږ ته آدميت راکړ شوى، انسانيت راکړ شوى، د طاقت خاوندان شوي يو او په قوي  روحانيت باندې مشرف شوي يو. د هغې په سبب له مرګ څخه وروسته جنت او په هغې کې داسې نعمتونه راکول کيږي چې نه سترګو ليدلي، نه غوږونو اوريدلي او نه د انسان په زړه او خيال کې تېر شوي دي. لکه څرنګه چې زمونږ  پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. دغه اوږده او مسلسله روژه د خلکو په خيال او فکر کې کمه راځي، لکن داسې نده.
د رمضان روژه په خوړلو او څښلو ماتيږي. که يو څوک په يوه روژه کې هم خوراک وکړي، نو دهغې د قضاء لپاره به ٦٠ ورځې روژه نيسي.او هغه څيزونه چې داسلام دا لويه روژه ماتوي تاسې ورڅخه خبر ياست. په اسلام کې حرام خوراک او څښاک منع دي. په هغې کې شرک حرام او الله تعالى ډېر ناخوښ دى.

شرک څه شى دى؟

په غور او فکر سره واورئ: زمونږ عقيده داده چې د کائناتو دغه کارخانه الله پيداکړې او جوړه کړې، همغې روانه کړې او انتظام يي کوي. الله تعالى مخلوقات پيداکړي دي او په هغې کې تصرف او حکم کوي. تاسې ټول پدې باندې پوهيږئ چې د ځمکې او آسمانونو پيداکوونکى الله تعالى دى.
لکن د ځينو وروڼو په زړه او دماغ کې دا خبره په پوره طور سره نه کيني چې په کائناتو کې صرف د الله تعالى حکم روان دى. دغسې خلک پدې پوهه لري چې د کائناتو کارخانه الله پيداکړې او چې الله کله ووايي وشه! نو کيږي ( کن فيکون)، خو لدې سره دا عقيده هم لري چې د هغې په چلولو کې نورې هستيانې او مخلوقات هم شريک دي. داسې خلک ګومان کوي چې ګويا الله د يو بادشاه په څير دى چې د بادشاهي د کارونو لپاره وزيران او مرستيالان مقرروي او  ټاکي. يو څوک پدې مقرروي چې ته مال او شتمني توزيع کوه، بل چا ته وايي چې ته د خوراک انتظام کوه، يو څوک په صحي چارو باندې توظيف کوي او داسې نور بيلابيل کارونه.
دغسې ګومان او عقيده په کلي توګه باطله او غلطه ده، لکه څرنګه چې الله تعالى د کائناتو په پيداکولو کې چا ته احتياج نه درلود، نو د هغې په انتظام او چلولو کې هم چا ته احتياج او اړتيا نه لري. دا خو ددې خلکو هسې بې ځايه ګومان دې چې ګويا الله پاک له خپلو بندګانو څخه يو چا ته د هغې د بزرګۍ په وجه  د کائناتو ځينې کارونه ورسپاري.  دوي وايي چې دا  د هغه  د شان خلاف خبره نده، دغه کار  الله د هغه شخص د بزرګۍ په وجه او پخپلې ارادې سره کوي، هغه چې څه وغواړي همغسې کوي او دغه ډول صلاحيت ورکوي!! لکن هيڅکله داسې نده. الله تعالى فرمايي: زه پيداکول کوم او زه پکې حکم او تصرف هم کوم.
دا خو د دنيا تاج محل ندى چې شاهجهان بادشاه جوړ کړ او ورڅخه ولاړ. له هغې وروسته چې څوک وغواړي په کوم ديوال باندې يې ليکل وکړي، کوم داغ ورباندې ولګوي، کرښې پکې وباسي او يا يې کومه برخه ونړوي، نو شاهجهان  څه نشي کولاى. د کائناتو او دنيا کارخانه خو په پوره توګه د الله تعالى په قبضه او اختيار کې ده، هغه دهر څيز پيداکوونکى او هر شي ته  وجود ورکوونکى دى. يواځې هغه تور او سپين ګرځوونکى دى، هغه ژوندى کوونکى او مړ کوونکى دى، هغه روزي ورکوونکى دى، هغه اولاد ورکوونکى دى. د اګرد څيزونه او حالات دهغه  په قدرت او قبضه کى دي او هميش به يي په قبضه کې وي، پدې دنيا کې يوه پاڼه او يوه ذره هم د هغه له حکم څخه بغير حرکت نشي کولاى.
دا خو د دنيا تاج محل ندى چې شاهجهان بادشاه جوړ کړ او ورڅخه ولاړ. له هغې وروسته چې څوک وغواړي په کوم ديوال باندې يې ليکل وکړي، کوم داغ ورباندې ولګوي، کرښې پکې وباسي او يا يې کومه برخه ونړوي، نو شاهجهان  څه نشي کولاى. د کائناتو او دنيا کارخانه خو په پوره توګه د الله تعالى په قبضه او اختيار کې ده، هغه دهر څيز پيداکوونکى او هر شي ته  وجود ورکوونکى دى. يواځې هغه تور او سپين ګرځوونکى دى، هغه ژوندى کوونکى او مړ کوونکى دى، هغه روزي ورکوونکى دى، هغه اولاد ورکوونکى دى. د اګرد څيزونه او حالات دهغه  په قدرت او قبضه کى دي او هميش به يي په قبضه کې وي، پدې دنيا کې يوه پاڼه او يوه ذره هم د هغه له حکم څخه بغير حرکت نشي کولاى.
بايد چې د الله په پوره  توحيد باندې ځان پوه کړو: يواځې الله دى چې اولاد ورکوي، يواځې هغه روزي ورکوونکى دى، ژوند او مرګ د هغه په لاس کې دى. دغسې کارونه نه د کوم ولي. يا د کوم  قطب، غوث، ابدال او د داسې نورو هغو لقبونو والاو  په قبضه او اختيار کې دي چې خلکو ورکړي دي. همداراز پدې عقيده ولرو چې  اسباب  پيداکوونکى او په حقيقي معناګانو سره خالق يواځې الله دى.
دويمه خبره داده
دويمه خبره داده  چې بايد د قيامت په ورځ او آخرت باندې يقين  ولرو، رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستنى پيغمبر ومنو او داچې د هغه شريعت د قيامت پورې مقرر او روان دى. که يو څوک له هغه څخه وروسته د کوم شريعت راوړلو دعوه وکړي، نو هغه دروغجن او کذاب، دجال، ملحد، له دين څخه باغي او واجب القتل دى.صرف محمدي شريعت  چې تر قيامت پورې به جاري وي دمنلو وړدى او دهر ځاى خلکو لپاره دى.
محمد صلى الله عليه وسلم د الله حبيب دى او د هغه سره محبت کول له الله سره محبت دى، چې بې لدې څخه ايمان نه پوره کيږي، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: ( له تاسې څخه يو څوک تر هغه پورې کامل مومن کيداى نشي، ترڅو چې زه ورته  له خپل ځان، اولاد او له ټولو خلکو زيات خوښ نه يم). دغسې مرتبه هيڅ يو بزرګ او يا کوم ولي ته حاصله نده. هغه له ټولو پيغمبرانو ( عليهم السلام) څخه غوره او بهتر پيغمبر دى.
په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندى د ايمان  لرلو، له هغه سره محبت کولو او د هغه په شفاعت باندې عقيدې درلودلو ترڅنګ بايد چې د هغې شريعت عملي کړو او د هغې له ښوونو سره سم تګ وکړو.
د نبوي ستنو خلاف طريقې پريږدئ!
له بده مرغه (او افسوس) چې نن په مسلمانانو کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو خلاف کارونه او رسمونه روان دي. تاسى وګورئ چې زمونږ ودونه په کومې طريقې دي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم او د هغه د صحابو (رضي الله عنهم ) څه طريقه وه!، ايا زمونږ خوشحالي او غم کول له شريعت  سره برابر دي؟
تاسې وګورئ چې نن سبا د څومره مسلمانانو په ودونوکې  موسيقي او  سندرې غږول کيږي او د بې دينۍ بيلابيل رسمونه پکې ترسره کيږي.د ډېرو مسلمانانو ترمنځ رشوت اخستل او د ځمکو ناروا معاملات رايج دي. ډېر مسلمان په معاملاتو کې د شريعت پر بنسټ تعامل نه کوي، بلکې د خپل عرف سره سم  تګ کوي. همداراز د ښځو د مهر په مطالبه کې د ځينو خلکو ناروا سلوک او طريقه او داسې نور ناجائز  او د شرم کارونه چې په اسلامي شريعت کې حرام او الله تعالى ته ناخوښ دي، لکن مسلمانان پکې اخته دي. نو راځې چې د ناروا  او شريعت ضد کارونو څخه توبه وباسو او پخپلو ټولو کارونوکې د خپل دين ښووني عملي کړو.
اسلام يواځې په لمانځه او روژه نيولوکې نه خلاصه کيږي، بلکې هغه د ژوند ټولو شعبو ته شامل دى. مونږ ته په ژوند کې قدوه اوبيلګه  خپل پيغمبر صلى الله عليه وسلم دى، نو بايد چې د هغه پيروي وکړو، الله تعالى فرمايي: ( قل ان کنتم تحبون الله فاتبعوني يحببکم الله  ) ورته ووايه ( اى پيغمبره ) که تاسې له الله سره محبت کوئ، نو زما پيروي وکړئ چې الله ته به خوښ شئ.
اسلام يواځې په لمانځه او روژه نيولوکې نه خلاصه کيږي، بلکې هغه د ژوند ټولو شعبو ته شامل دى. مونږ ته په ژوند کې قدوه اوبيلګه  خپل پيغمبر صلى الله عليه وسلم دى، نو بايد چې د هغه پيروي وکړو، الله تعالى فرمايي: ( قل ان کنتم تحبون الله فاتبعوني يحببکم الله  ) ورته ووايه ( اى پيغمبره ) که تاسې له الله سره محبت کوئ، نو زما پيروي وکړئ چې الله ته به خوښ شئ.
بايد مونږ پدې پوه شو چې په اسلامي شريعت باندې عمل کول ټول ژوند ته شامل دي، نو بايد چې  ټول ژوند د هغې تر سيوري لاندې او د هغې په رڼا کې تير کړو. يواځې دا کافي نده چې زمونږ لمونځ او رژوه دې د شريعت مطابق وي او د هغې د مسائلو پوښتنه دې کوو. لکن  په  واده، طلاق، تجارت او  داسې نورو کارونو کې دې آزاد يو.
مونږ له رمضان څخه وروسته آزاد نه يو!
راځې  پدې پوه شو، چې زمونږ پدغه مسلمانه ټولنه کې د لاټرې معامله، د تيلويژن پروګرامونه، اسرف او فضول لګښتونه، د شهرت غوښتنې برنامې، د ګاونډي قوم ( هندوانو) کلتور او رسمونه کول دا ټول د اسلامي تعلمياتو ضد کارونه دي.  او لکه څرنګه چې په رمضان کې غيبت منع دى، نو همدارانګه د اسلام په لويه روژه کې هم غيبت منع دى. په اسلام کې دروغ ويل، فاحشې خبرې، رشوت اخستل او ورکول، سود، اسراف، مزې او چړچې کول دا ټول حرام دي.
دا هرګيز صحيح نده چې مونږ د رمضان په مياشت کې له منعه شوو کارونو څخه منعه کيږو، خو چې کله دغه مياشت تيره شي، نو بيا آزاد يو څه چې غواړو کوو يې. مونږ هيڅکله آزاد نه يو. لکه څرنګه چې لدې کارونو څخه په روژې کې منع يو، له هغې څخه بعد هم منع يو. پدې پوه شئ چې  له ګناهونو څخه د ځان ساتنې روژه مو روانه او جاري ده.
الله دې پخپل فضل او کرم سره زمونږ او ستاسې خاتمه په ايمان باندې تمامه کړي، چې دغسې اميد کول لوئي او مهم څيز دى. زمونږ آزادي، غريبي، نيستمني، دښمني، کاميابي او ناکامي دا ټول تيريږي، خو زمونږ به دا هڅه وي چې ژوند مو په ايمان ختم شي. دالله تعالى له اولياو او دوستانو سره د ښې خاتمې زيات فکر وي، همداراز د نورو خلکو په نسبت د هغوي دغسې دعاء کول زيات وي چې اى الله خاتمه مو په ايمان تمامه کړئ!
له رمضان څخه وروسته داسې فکر مه کوئ چې نوره رخصتي شوه او مونږ آزاد شو،نو څه چې غواړو هغه به کوو.داسې نده تاسې په پوره توګه آزاد نه ياست. ستاسې په غاړه کې د اسلام غاړکۍ ( اميل) اچول شوى دى. او ستاسې په تذکرې کې مسلمان ليکل شوى دې. د الله په حضور کې به د وړې او لوئي روژې دواړو حساب ورکوئ.
په شريعت کې هيڅ ترميم نشي کيدلاى
زه ستاسې په وړاندې دا آيت لولم: ( اليوم اکملت لکم دينکم واتممت عليکم نعمتي و رضيت لکم الاسلام دينا)  نن ورځ ما تاسې ته ستاسې دين کامل کړ او ما په تاسې باندې خپل نعمت پوره کړ . او تاسې ته مې اسلام د دين او لارې په  حيث غوره کړ.
پدې پوه شئ : که په ټولنه کې کوم منفي بدلون وغوښتل شي، حاکم يا  بادشاه د شريعت خلاف امر وکړي ، ووايي چې داسې او يا هغسې ( د شريعت خلاف ) کارونه وکړئ  او يا داچې له مسلمانانو څخه يو لوئي شخصيت او يا د علم دعويدار داسې خبرې وکړي، نو دهغې خبره به نه منل کيږي؛ ځکه چې په اسلامي شريعت کې کوم څيز حرام دې هغه به ترقيامته پورې حرام وي. هيڅ چا ته دا اجازت نشته او نه ددې ګنجايش شته چې شريعت ترميم شي. په شريعت کې ترميم نشې کيداى. بلکې دهغې احکام به د تل لپاره وي.
پدې پوه شئ : که په ټولنه کې کوم منفي بدلون وغوښتل شي، حاکم يا  بادشاه د شريعت خلاف امر وکړي ، ووايي چې داسې او يا هغسې ( د شريعت خلاف ) کارونه وکړئ  او يا داچې له مسلمانانو څخه يو لوئي شخصيت او يا د علم دعويدار داسې خبرې وکړي، نو دهغې خبره به نه منل کيږي؛ ځکه چې په اسلامي شريعت کې کوم څيز حرام دې هغه به ترقيامته پورې حرام وي. هيڅ چا ته دا اجازت نشته او نه ددې ګنجايش شته چې شريعت ترميم شي. په شريعت کې ترميم نشې کيداى. بلکې دهغې احکام به د تل لپاره وي.
که د يوچا په جائز جايداد او ځمکې باندې له تاسې څخه يو څوک په ناحقه سره قبضه وکړي، نو د اسلام د روژې دا غوښتنه ده چې هغه پريږدي او پدې باندې الله پاک ډېر خوشحاليږي. له الله څخه وډار شئ خپل حقدار ته يې حق ورکړئ. دروغ ويل، په دروغو ګواهي ورکول، زړه آزارول، کنځلې کول په ناروا سره مال ګټل، رشوت او داسې نور ټول حرام دي او تر قيامته پورې به ناجائز او حرام وي. همداراز په اوسنۍ زمانې کې چې د سود د جائز کولو په فتنه کې ډېر خلک اخته شوي دي او د جواز مختلف شکلونه ورکوي، دا څومره دافسوس خبره ده چې کوم شى شريعت حرام کړى دى مونږ هغه جائز کوو. نو دغسې خلک دې دالله او دهغه د رسول ( صلى الله عليه وسلم) جنګ ته تيار شي.
هر څوک بايـد پدې  پوه شو چې داسلام  روژه د ټول عمــــــــر روژه ده، بايــــــد چې راڅخه ماته نشي. په اسلام کې چې څه حــــــرام دي هغه به هميش حــــــــــــــــرام وي.
يواځې له الله څخه وغواړئ!
بايد چې خپلې عقيدې خالصې کړو او پدې وپوهيږو چې د چا قسمت خراب وي څوک يې ښه کولاى نشي، که ته بې له الله څخه له بل چا نه غواړئ، نو هيڅ نشي درکولاى، الله د ورکولو والا دى له هغه څخه وغواړئ. الله تعالى اوريدونکى او دعاء قبلونکى دى هغه فرمايي: ( واذاسالک عبادي عني فاني قريب اجيب دعوة الداع اذا دعان فييستجيبوا لي وليؤمنوا بي لعلهم يرشدون  ) او کله چې زما بندګان له له تا څخه ( اى پيغمبر) زما په باره کې وپوښتي، نو ورته ووايه چې زه نژدې يم، د غوښتونکي دعاء او غوښتنه قبلوم کله چې راڅخه وغواړي. پس دوي دې زما احکام ومني، په ما دې باور او ايمان لري، ترڅو سمه لار مندونکي شي.
په آخر کې پدې باندې بيا هم ټيګار کوم چې  مونږ او تاسې بايد د وړې روژې ترڅنګ لوئي روژې ته هم پوره پاملرنه وکړو. د رمضان روژه راځي او ختميږي، لکن د اسلام روژه اوږده او مسلسله روژه ده. د هغې خير او برکت تر ټولو زيات دى، هغه روژه هيڅکله نه پريښودل کيږي اونه ختميږي، او که ختمه شي، نو هرڅه به ګډ وډ او خراب شي. د رمضان روژه د دې مياشتې په ورځو کې وي او په کال کې يو ځل راځي او  د اسلام روژه د ژوند سره هميش تړلى وي او له بالغوالي څخه واخله د ژوند تر آخري سلګې پورې لازم وي.
الله تعالى دې مونږ او تاسې ته توفيق راکړي، چې د دې کوچنۍ  روژې ترڅنګ دغه ستره او لويه روژه هم وساتو، درناوى يې وکړو او پر همدې باندې ژوندي او مړه شو.
ربنا توفنا مسلمين، والحقنا بالصالحين،
و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين.


سرچينه اصلاح انلاين

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User