Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Friday, June 29, 2012

د امريکايي سندرغاړي د اسلام راوړلو قصه (لومړۍ برخه)



بسم الله الرحمن الرحیم


د رب موسیقۍ امریکایي سندرغاړی پرتوریکایې (حمزه پرز) د اسلام پر دین مشرف شو
(لومړۍ برخه)             ژباړه : روح الله راغب
جیسون پرز په خوب کی ولیدل چی یوویشت کلنۍ ته د رسیدلو څخه مخکی به مري. د هغه خوب رښتیا شو، هغه د رپ د موسیقۍ سندرغاړی مخکی تر دی چی د دنیا څخه خپلی سترګی پټی کړی مسلمان شو.
د مسلمان کیدلو څخه وروسته په حمزه باندی ونومول شو ړ، او کوښښ یې وکړ چی د موسیقۍ له لیاری د اسلام پیغام نړۍ ته ورسوی.
هغه مخکی په نیویارک کی ژوند کاوه چی د مسلمان کیدلو څخه وروسته پیتسبرګ کلیفورنیا ته ولاړ او خپلی کورنۍ او زامنو ته یې د اسلام د دین مطابق د ښوونی او روزنی همت وکړ.
د حمزه د ژوند پر اساس او د هغه د اسلام راوړلو په باره کی یو فلم (New Muslim Cool) جوړ شوی دی.
د (Islamicbulletin.com) بریښنا پاڼی راتلوونکی مرکه چی تاسی به یې وګورﺉ نشر شوې ده .
سره د دی چی ما دا چانس پیدا نه کړ چی زه د حمزه ورور سره د نژدی څخه لیدنه وکړم، خو خیر ما یو ځل مخکی د هغه سره د سانفرانسیسکو په السبیل جومات كې لیدل کاته کړی وو.
طبیعی خبره وه چی هره شیبه د دی اغیزمن او اثرناک فیلم منتظر وم. زما په آند دا فیلم لکه څرنګه چی یې تمه کیده د هیبت او ارښت څخه ډک وو.
دا کار می د دی په خاطر نه کاوه چی د ښاغلی حمزه ورور د معنوی سفر (مسلمان کیدلو) د اغیزی لاندی راشم چی د اسلام لپاره یي پورته کړی وو بلکه دا (فیلم) د هغه پر ژوند راټول شوی وو چی هر مسلمان او غیر مسلمان يي په هوش راووست.

پوښتنه: د اسلام د دین سره څرنګه اشنا شوی؟

ځواب: ما یو ملګری درلود د لويی په نوم، مونږ دواړه یو ځای غټ شوی ول او کله چی ځوانان شولو نو د نشه یی توکو خرڅوونکی شولو، په هوسایی او خوشحالۍ پسی ګرځیدلو خو نه مو موندله.
د کوڅو ژوند او نشه یی توکی زما د پریشانۍ او ناراحتۍ تر ټولو غټ لامل ول، د دغه لیاری څخه ما ډیر پیسی پیدا کړی وی خو لکه چی می وویلی اصلا زما د زړه د خوشحالۍ او رضایت می پری حاصل نه کړ.
یوه ورځ زه او زما ملګری دواړه همداسی په کوڅه کی ګرځیدلو، زما ملګری نژدی جومات ته راڅخه ولاړ او ټولی پیسی چی يي جمع کړی وی ټولی يي د جومات په خیریه صندوق کی واچولی.  یو مسلمان ورور د هغه خواته نژدی راغی او ورته يي وویل چی څه کار کوی؟ او په دی ترڅ کی دواړه د اسلام په اړه خبری اتری پیل کړی. په آخر کی زما ملګری مسلمان شو.
کله چی زه او زما ملګری کوچنی ول، مونږ دغه جومات پیژندلو ځکه چی زمونږ کورونه او جومات په یوه کوڅه کی واقع ول. مونږ داسی فکر کاوه چی مسلمانان تروریستان او بنسټ پاله دی او د همدی نظر له کبله مونږ هیڅکله هم جومات نه ننوتلو.
د کله نه چی لویی (زما ملګری) د اسلامی تبلیغی جماعت سره یو ځای شو د هغه څخه وروسته به مونږ ډیر لږ لیدل ځکه چی هغه به ډیر وخت رنګارنګ ځایونو ته په سفر تللو. لویي د مخکی په څیر نور زما ملګری نه وو بلکه د اسلام د راوړلو له امله د لقمان په نوم ونومول شو او ډیری هوساینی او عزت څښتن شو. په لومړیو ورځو کی به مونږ په هغه پسی ملنډی وهلی. یوه ورځ مونږ د یو څو نورو ملګرو سره په کوڅه کی توکی خرڅول، هغه (لقمان) چی سپینی اوږدی جامی یي اغوستلی وی زمونږ پر مخه راغی، زمونږ د سر او ځان وضعیت ډیر بی ترتیبه وو، پداسی حال کی چی د هغه چهره یو ډول عجیب، زړه راښکوونی او نورانی وه. په رښتیا سره دغه د ایمان نور وو چی د هغه سر، پښي، او ټول ځان يي پټ کړی وو.
په دغه وخت کی زه پوه شوم چی زما د ملګری په ژوند کی ډیر مهم بدلون راغلی دی. ښاغلی (لقمان) زما خواته رانژدی شو او زما څخه یي وپوښتل چی آیا د الله تعالی په یووالی یا وحدانیت  ایمان لری؟ ما ورته په ځواب کی وویل هو، بیا يي راڅخه پوښتنه وکړه چی آیا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله تعالی د پیغمبر په توګه پیژنی؟ ما د هغه ( محمد صلی الله علیه وسلم) په باره کی ځینی څیزونه اوریدلی ول، خو هر کله چی ما د خپل ملګری لقمان په وجود کی نور ولید هغه نور چی د هغه د شخصیت څرګندوی وو، نو د دی پر بنسټ می ورته ځواب ورکړ چه هو باور پری لرم.
دا حالت چی می ولید د دغه پر بنسټ می هملته د دغی کوڅی په منځ کی د شهادتینو د کلمی اعلان وکړ، او د دی څخه وروسته زما ورور هم د اسلام په مبین دین مشرف شو.

پوښتنه: ستاسی کورنۍ د اسلام راوړلو په هکله تاسی ته څه ډول غبرګون وښود؟

ځواب: په لومړیو ورځو کی زما کورنۍ ناراحته شوه، لیکن کله چی يي زه او زما ورور د نوی دین د قبلولو په مناست د نشه يی توکو او د غیر قانونی اعمالو څخه لاس واخیست نو بیا يي زمونږ سره خپل چلند بدل کړ. په واقعیت کی زما مور ته اسلام ډیر خوښ شو. ما د هغی سره د کورنۍ په کارونو کی مرسته کوله حتی تر ډیره بریده می هغه ټول کارونه ورته کول چی د کور اړونده خریدارۍ پوری تړلی ول. په کوم وخت کی چی زه مسلمان شوی نه وم نو دا ډیر ناممکن وو چی داسی کارونه وکړم.
وروسته د دی چی زما ورور مسلمان شی نو لږ وخت وروسته زما یو بل ملګری هم مسلمان شو. په همدی موده کی پنځه پنځوس کسان نور مسلمانان شول. زه او لقمان به هغه ځایونو ته تللو چیری چی به مونږ توکی رانیول، او د لږو خبرو څخه وروسته دا چی نشه یي توکی د بدبختۍ برخه ده پر هماغه ځای کی به ډیری خلکو د شهادتینو کلمه لوستله.

پوښتنه: آیا تاسی د اسلام او نورو دینونو تر منځ کوم ورته والی وینئ؟

ځواب: هو البته، دا ټول دینونه د د آدم علیه السلام د زمانی څخه تر د پیغمبر صلی الله علیه وسلم آخری رسالت پوری یو له بل سره تړلی دی او په ارتباط کی دی. ما مخکی په ړندو سترګو د دین له مخه تقلید کاوه. عیسی علیه السلام می پيژندلو، هغه تصور چی عیسی علیه السلام ته شوی وو هغه ما هم لیدلو، لیکن په حقیقت کی خپله عیسوی ملایانو او مبلغینو د عیسی علیه السلام په هکله څه نه پیژندل او مونږ به اړ ول چی د هغوی لیکنې او مفکورې ومنو. په رښتیا سره د هغه وخت نه چی زه مسلمان شوی یم عیسی علیه السلام می ډیر ښه پیژندلی دی .

د لومړۍ برخی پای

 اسلامې لارښود 

  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  

1 comment:

  1. نقیب الله حقمل هډه وال6/30/2012 10:02:00 AM

    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    امید دی چی دروغ صحت خاونداوسی
    .
    زه یو سوال د زکات په باره کی لرم امید دی چی راته یی جواب کړی

    زما یوه دوسته ده چی ‍په یوه دفتر کی کار کوی هغی راته وویل چی زه ۱۱ تولی سرزر لرم چی دزکات نصب پری تیر شی مطلب یو کال پری اوختی دی پدکی هغه باید څومره روپی زکات وباسی چی دلته جلال اباد کی دیوی تولی سرزرو قیمت (51000) کلداری دی ؟
    او بله دا چی ایا دغه د زکات پیسی د اوس وخت مجاهدینو ته وکول جواز لری او کنه؟




    ستاسو د جواب په طمع
    نقیب الله حقمل هډه وال

    ReplyDelete

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User