Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, May 17, 2012

زه به په ټول کې د ټیت فشار په علتونو او علاج خبرې وکړم

 ډاکټر سباوون ' منبع : تاند
 
محترم ډاکتر صاحب سلامونه او نیکی تا سو محترمو ته په نیک ساعت کی وړاندی کوم خدای دی وکړی چی قبول یی کړئ. له همکارۍ نه ډیره مننه کوم چی خپلو غریبو هیوادوالو ته د مشکل په رابطه سالمه مشوری ورکوی.
محترم داکټر صاحب زما عمر ۳۰ کاله او زه د ټیټ فشار تکلیف لرم چی ډیر په عذاب یم
داسی چی کله ویده کیږم سر می ګرځی بل خوصوص کله چی په چپ اړخ ویده کیږم نو زیات مشکل راته پیدا کیږی او همدا شان چی کله پاڅیږی هم سر می ډیر ګرځی کله کله خو داسی شم چی په لاره ځم نو غورځیږم په ټیټ بالخت خو بښی سر نشم ایښودلای په دی چی سر می ګرځی.
دوا می هم ډیره وکړه ډاکټران راته وایی چی مالګه ډیره خوره مالګه هم ډیره خورم نور غذایی رژیم می هم ښه دی خو هیڅ تاثیر راباندی نه کوی .
په مننی سره ستا د جواب په انتظار.


ځواب :

تر هرڅه وړاندې باید دا ووایو چې ایا په دې ډاډه یاست چې ستاسو فشار ټیټ دی که نه کومه بله ستونزه شته چې سر مو ګرځي  ځکه چې دسر ګرځیدل نور عوامل او علتونه هم لري  په هر صورت چې ډاکټر درته ویلي دي بیا نو احتمالاً فشار مو ټیټ دی .

 زه به په ټول کې د ټیت فشار په علتونو او علاج خبرې وکړم خو لومړی به دا ووایو چې فشار څه شی دی :

 دوینې فشار هغه ځواک دی  چې د رګونو پر دیوالونو د  د وینې  د جریان په وسیله رامنځته کیږي او دحیات یوه نښه ګڼل کیږي کله چې وینه د زړه په وسیله پمپ کیږي  دغه  فشار رامنځته کیږي د وینې  فشار دوه ډوله ښودل کیږي یوه ته سیستولیک او بل دیاستولیک وي او داسې ښودل کیږي ۱۲۰/۸۰ دلته یوسلو او شل سیتولیک او اتیا  دیاستولیک  فشار دید  سیستولیک هغه فشار دی چې د زړه دعضلې له انقباض وروسته  په شریانونو کې رامنځته کیږي او دیاستولیک د رګونو یا شریانونو د داخلي فشار ښوونکی وي اوکله چې دزړه عضله له انقباضي حالته  انبساط یا داستراحت حالت ته راشي دغه فشار رامنځته کیږي.

 دزیاتره بالغینو لپاره دسیستولیک فشار طبیعي او نارمله اندازه  د ۹۰ او ۱۲۰ په منځ کې وي  او دیاستولیک فشار د ۸۰ او ۶۰ په منځ کې ښودل شوی دی  په بیلابیلو هیوادونو کې د لوړ فشار اندازه  توپير کوي په اروپا کې که له ۱۳۰/۸۰ که فشار لوړ وي نو لوړ فشار بلل کیږي کله چې فشار لوړ وي  د زړه ، پښتورګو،سترګو او نورو ناروغیو سبب کیداي شي .
زموږ د بحث اصلي موضوع ټیټ فشار دی چې هیپو ټنشین هم بلل کیږي  کله چې  فشار ټیټ شي د بدون بیلابیلو برخو ته دوینې په رسیدا کي خنډ رامنځته کیږي که دغه حالت ډیر دوام کوي دبدن بیلابیل غړیو لکه زړه ، مازغو ، او نورو اندامونو ته تاوان پیښولی شي .
 تر هغه چې ټیټ فشار کومه نښه نه وي پيدا کړي  تاون نه کوي خو که تردې حده  ټیټ شي چې نښې نښانې ېې څرګندې شي باید ډاکټر ته ورشو او علاج ېې وکړو .

کله چې دمثال په توګه مازغو ته وینه  او اکسیجن ونه رسیږي مازغه ښه کار اوفعالیت نه شي  کولی او په نتیجه کې  ناروغ ګنګس خوبولی او سربداله وي  حتي ممکنه ده ضعف وکړي  دغه راز کله چې ناروغ خپل وضیعت بدلوي دمثال په توګه که ویده وي او ناڅاپه ودریږي نو ممکنه ده سر ېې وګرځي او حتي ممکنه ده ولویږي هغه کسان چې یوازې په دې وخت کې له ټیټ فشاره سره مخامخ وي دغه فشارته ارټو ستاتیک فشار وايي.
 په دغو حالتونو کې ممکنه ده فشار ټیټ شي :
کله چې یو کس وینه ضایع کړي  او یا په وینه کې میکروب ولري ممکنه ده فشار ېې ټیټ شي  که په د غه حالت کې وینه ناروغ ته ورکړل شي یا څښاک وکړي نو ممکنه ده حالت ېې بیرته شي  او که میکروب وي باید هغه میکروب له منځه یوړل شي چې فشار هم ورسره بیرته عادي حالت ته ستون شي .


ځینې وخت د بدن اوبه کمې شي  ورسره دوینې اندازه هم کمیږي نو په دې ډول فشار ټیټیږي که دکمو اوبو له امله فشار ټیټ شي د اوبو په څښولو او د مایعاتو په جبرانولو سره دغه ستونزه حال کیداي شي .
 دبراډي کارډیا په نوم دزړه ناروغي هم ممکنه ده فشار ټیټ کړي دغه حالت دځینو خاصو درملو دخوړولو په نتیجه کې رامنځته کیږي که دغه درمل پريښودل شي نو فشارهم ورسره لوړیږي .
په اپوټه ټکي کارډیا یا دزړه ډیر ضربان هم فشار ټیټولی شي په  خاصو درملو سره دغه ستونزه هم معالجه کیداي شي .
 ناسمه تغذیه هم ممکنه ده  د ټیټ فشار سبب شي په تیره  بیا په ماشومانو کې په تیره بیا هغه ماشومان چې ښونځي ته ځي که په تفریح کې سم خواړه ونه خوري نو ورته سر درد او نور ستونزې پيدا کیږي چې علت ېې ناسمه تغذیه او ټیټ فشار دی .
 دمعدې او کولمو ستونزې هم ممکنه ده  فشار ټیټ کړي دغه راز ویره او اضطراب هم یو اصلي علت کیداي شي ډیرې داسې ناروغۍ او عوامل شته چې فشار ټیټوي  خو اصلی علت ېې باید ډاکټر پيدا کړي او که علت پیدا نه شي نو په هر ډول چې باید فشار نارمل حدې کې وسالت شي .

 د ټیټ فشار دمعالجې لپاره لومړی باید  ډاکټر ته ورشئ او اصلي علت ېې پيدا کړئ خو ځینې لارې او رودې شته چې درسره مرسته کولاي شي :
 د ټیټ فشار د مخنیوي یوه مهمه لاره  سمه تغذیه او خوراکي رژیم دی  باید خواړه منظم او غله دانه ، سبزیانې ، میوه ، غوښه او حبوبات په متعادل ډول او سم وخوړل شي .
 دسبزیاجانو اوبه  په تیره بیا د ګازرو ، بانجانو اوبه  کبان، او سمندرې مالګه درسره مرسته کولاي شي .
 دغه راز اوبه ډیرې څښئ ، هغه شیان چې دبدن اوبه کموي لږ مصرف کړئ دمثال په توګه شراب دبدن اوبه کموي .
پردې سربیره کاربوهایدریټ کم مصرف کړئ.
 دغه ورور لیکلي دي چې که مالګه وخورم فشار ښه کیږي دمالګې په خوړلو کې احتیاط وکړئ که ټیټ فشار لرئ مالګه باید نه ډیره او نه لږ وخوړل شي .
پام وکړئ که مالګه ډیر ترلاسه کړئ فشار مولوړیږي او زړه ناروغۍ درته پيدا کوي خو که ېې لږ وخورئ هم ممکنه ده فشار مو نوره ټیټ کړي خو په مالګې خپل فشار مه کنټرولی .

میوه پریمانه خورئ  دمیوې اوبه دزړیدا مخه نیسي او دفشار د ټیټیدا په مخنیوي کې هم مرسته کوي تر وسه وسه میوه خورئ .
د لبلبو اوبه د ټیټ فشار په معالجه کې ګټور ثابت شي  په و رځ کې که دوه ځله د لبلبو اوبه وڅښل شي ګټه به ېې په څو ورځو کې وګورئ.
دغه راز د ټیټ فشار دمخنیوي یوه ښه وسیله سپورت کول دي که سالم ژوند وکړئ او ښه تغذیه ولرئ د ټیټ او لوړ فشار له ستونزه به وژغورل شئ .
  
 

ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  1. د اغېزناکي وينا او ليکني اصول
  2. که ښځه د خپل پلار يا خسر کره سفر وکړي هلته به مسافرانه لمونځ...
  3. په کور کې جمع کول ، قبلې طرف ته پښي غزول او د فلم کتل څه حکم...
  4. د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
  5. د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
  6. د كار په پيل کې د پټۍ قچي کول
  7. په جومات کې د بانک د تحفه شوی شي کارول
  8. په علمي مراکزو او دفترونو کې د نارينه او ښځو ترمنځ يو ځايوال...
  9. شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟
  10. د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟
  11. مخې په طرف کې (کوم ځای چې پک شوی وی ) هلته ويښتان کرې ايا دا...
  12. د قرآنکريم د څيرې شويو او زړو شويو ورقو حکم ?
  13. په شريکه سره د قرآنکريم ختم کول څه حکم لري ؟
  14. په جالی خولۍ کې لمونځ مکروه کيږي ؟ او د جومات خولۍ په سر کول...
  15. زه یوه پوښتنه لرم: دنجلی سنت کول(ختنه)په شریعت کی څه حکم لری...
  16. چی کوم ویښته خریل کېږي او د معقد ویښته څه حکم لری خریل کېږی ...
  17. د مور او پلار د پښو ښکلول
  18. جماعت تبليغ واله څنګه خلک دي ؟
  19. نواوسنی نړۍ نوی تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه
  20. آيا په آزموينه کې نقل کول په خاصه توګه د انګليسي په مضمون کې...
  21. په هغو زيوراتو کې زکات شته چې د استعمال د پاره وي ؟
  22. ستاسومسائل اود قرآن اوسنت په رڼا کښی دهغی جوابونه
  23. که مهربانی وکری راته جواب یی کری که یو ښځه له کور نه تختی او
  24. د ګازي مشروباتو لکه پيپسي ، فانتا او کوکاکولا څښل روا دي ؟
  25. د مستعملو سرو زرو يا طلا تبادله په نويو سرو زرو سود دی ؟
  26. حسن خلق ( يعن ښه اخلاق)
  27. جاهليت د وخت ټول ظلمونه له ښځو څخه لرې شول
  28. د قرآنکريم پښتو تفسير او ترجمه په غږ کې شيخ القرآن مول...
  29. په اوس زمانه کې وينځه او غلام څه حکم لري ؟
  30. دځمکې پرمخ برحق دين يوازی اسلام دی
  31. دفیس بوک دکارونکو له پاره مهم کواښ چی باید تری خبر اووسی!
  32. قيا م الليل يا تهجد : د اشراق لمونځ : د څاښت لمونځ
  33. ظا هری کيفيت د لمانځه د سنت مطابق ګرځول
  34. د لمانځه په اړه د مولانا اشرف علی تهانوی رح نصيحت او لارښو...
  35. دنبی کريم صلی الله عليه وسلم د لمانځه حالت
  36. د خشوع او خضوع په بيان کې دی
  37. د جماعت د پريښودلو د عذاب په بيان کې دی
  38. هغو کسانو ته ترغیب ورکول دی کوم چې لمونځ په جماعت سره نه کوی
  39. تکملة فتح الملهم (د مسلم شريف شرحه) مؤلف: علامه شبير احمد ع...
  40. سوال: ماته یو رقم وسوسې پیداکیږی .که په هرڅونده ښه طریقه س...
  41. د احادیثو په کتابو کې د لمانځه پر نه کولو باندی سخت سخت عذاب...
  42. په بانک کي کار کول ما ته حلاله ده او که نه؟
  43. الله تعالی په لمانځه کې داسی تاثیر ایښی دی چې لمونځ کون...
  44. موزيلا:Mozilla Firefox د فايرفاکس زړې نسخې مه کاروئ
  45. خوب کول د اسلام په سپيڅلي شريعت كې يو لړ اداب لري
  46. 4-Quran With 4Tafaseer &Search
  47. 1-Quran(Lafzi &Ba Mohawra)Terjma pdf
  48. Quran with urdu translation in pdf size 11 MB translation Fa...
  49. داعي يې خو مزه دې نشته
  50. سوال :-بعضـــی خلـــګ پـــه خپـــل مړی پســې دایــصال ثــواب...
  51. سوال :-داخترپه ورځــوکی خلــــګ دی مړی دوارث کورته ورځې اوور...
  52. سوال :- دی ډیرومسلمانـــانورواج ده چی په خــــپل مرده پسـی پ...
  53. سوال :- دی خلګورواج ده چی دجنازی نه بـعددمړی وارث په جـمــاع...
  54. سوال :- مروجه حیله اسقاط چی دهرعام اوخاص لپاره جوړیږی څنــګه...
  55. سوال :- دجناز ی نه بعدپه اجتمـــاعی صورت سره دعأکول مستحب ده...
  56. دكار په مهال دذهنې ګډوډۍ درملنه
  57. د تعلیم الاسلام ولسي راډیو ژوندۍ خپروني
  58. Miswak: The Key to Health جدید تحقیقات
  59. کله چې پرکمپيوټر کار کوم نوله ذهني ستومانتيا سره مخامخ کيږم ...
  60. تاسو خپله هم تر يوه حده کولي شي له ځانه سره مرسته وکړي
  61. د ډیرو ښځو د کولو حکمتونه
  62. ای ګناهکاره ! آيا ته پوهيږې چې ګناه ستا سره څه کوي ؟
  63. که بنده دا دری امور په ښه شان سره رعايت کړي الله تعالی به د ...
  64. دښځی مشابهت له نر سره اود نرمشابهت له ښځی
  65. دتناسلي الې کمزوري / د ډاکټر سباوون ځواب
  66.  

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User