Search This Blog

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ډېرخوشحال شوم چی تاسی هډاوال ويب ګورۍ الله دی اجرونه درکړي هډاوال ويب پیغام لسانی اوژبنيز او قومي تعصب د بربادۍ لاره ده


اَلسَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَا تُهُ




اللهم لك الحمد حتى ترضى و لك الحمد إذا رضيت و لك الحمد بعد الرضى



لاندې لینک مو زموږ دفیسبوک پاڼې ته رسولی شي

هډه وال وېب

https://www.facebook.com/hadawal.org


د عربی ژبی زده کړه arabic language learning

https://www.facebook.com/arabic.anguage.learning

Thursday, May 17, 2012

میرمنې او له جنسي اړیکې کرکه





 ډاکټر سباوون ' منبع : تاند

صاحب سلامونه مې قبول کړه:

 دا یو نیم کال کیږي چې واده مې کړی او یو زوی هم لرم خو زه له دې جنسي اړیکې څخه ډیره کرکه کوم په دې ډول چې  زما خاوند په دو میاشتو کې یو ځل کورته راځي بیا هم  زه نشم کولاي چې هغه راضي کړم ان تردې چې بیرته له کوره خپه کارته لاړ شي  مګر اوس مو هره ورځ جدايي هم تر بلې زیاتیږي دوه ځله ډاکټر ته  هم لاړم خو فایده ېې ونه کړه که چیرې داسې یوه صحیح مشوره راکړئ ډیره مننه به مو وي .

ځواب :

ترهرڅه مخکې باید ووایم  لکه چې  دې قدرمنې خور هم ویلي دي  ډیرځله جنسي ناګروهمنتیا یا سوړمزاج دمیړه او ښځې  پر ګډ ژوند منفي تاثیر پریږدي .
سوړ مزاج یا جنسي ناګروهمنتیا په میرمنوکې یوه عامه ستونزه ده خو په نارینه وو کې  لږه پيښیږي  دتستسترون په نامه دنارینتوب هورمون په دواړو نارینه او میرمنو کې  دجنسي شوق یا ګروهمنتیا په برخه کې اغیزمن دي په طبیعي حالت کې که کومه ستونزه نه وي باید نارینه او میرمن له جنسي مقاربت خوند واخلي او ګروهنه ېې باید زیاته وي  خو کله چې کومه ستونزه پيدا شي بیا دجنسي  تمایل دکمیدا سبب کیږي  د ډیرو ناروغیو او درملو جانبي عوارض په میرمنو کې  دجنسي تمایل کمیدل یا سوړ مزاجي ده  که میرمن او یا نارینه جنسي ګروهنه نه لري غوره  ده ډاکټر ته ورشي او اصلي علت ېې پيدا کړي  خو دلته موږ هغوناروغیو ته اشاره کوو چې ممکنه ده دجنسي ګروهنې دکمیدا سبب شي :
 درګونو ځینې ناروغۍ شته چې جنسي ګروهنه کموي او یا سوړمزاجي رامنځته کوي په دې معني کله چې دبدن رګونه تنګ شي او تناسلي غړیو ته وینه کمه ور سیږي  دغه مسله ددې سبب کیږي چې جنسي ګروهنه کمه شي .

 دګډژوند په برخه کې شکره یا ډیابیت ناروغي هم دغسې ستونزه پیدا کولاي شي  دغه ناروغي هم پررګونو او عصبي رشتو منفي تاثیر کوي اوپه دې  ډول جنسي ګروهنه ورسره کمیږي حتي ډیر ځله په میرمنو کې  کله چې سوړ مزاجي پيدا شي او له دې امله ډاکټرته ورشي بیا له معایناتو وروسته معلومه شي چې په شکرې اخته شوې ده  کله چې دغه ناروغان خپله شکره انډوله او دوینې فشار کنټرول کړي او یا کولسترول هم بیرته نارمل حدته ورسیږي  جنسي ګروهنه ورسره بیرته سمیداي شي .
په افغانانوکې دجنسي تمایلاتو دکمیدا اصلي علت ښايي ډپرشن وي  له ډپرشن وروسته دګډژوند دنورو ستونزوترڅنګ دغه مسله هم رامنځته کیږي کله چې په مازغو کې موجود کمیاوي مواد  او هورمونونه یا عصبي لیږدونکي مواد  انډوله او متعادله نه وي  جنسي ګروهنه ورسره کمیږي  دغه رازهغه کسان چې دډپرشن ضد درمل خوري هم ممکنه ده په دغو کسانو کې سوړمزاجي پیدا شي  خو له نیکه مرغه د اسې درمل شته چې دهغو اغیز کم کړي او یا بیرته سوړ مزاجي له منځه یو سي  نو غوره ده له روحي فشارونو اوسترسونو ځان لیرې و ساتئ ژوند له هرډول غمونو او خوشالیو ډک دی خو کله چې دخوب بسترې ته ځي هر څه هیرکړئ اویوازې پر خپل ګډژوند فکر وکړي یو عالم ډیره ښه خبره کړې چې دژوند غمونه دپیانو تورې بټنې اوښادۍ ېې سپینې بټنې دي کله دواړه وغږوئ ساز غږول کیږي  هدف دا دی چې ژوند دغمونو او ښادیو ټولګه ده نوله ځان سره فکر وکړئ او خپل روحي فشار او سترس لیرې کړئ یا لږ ترلږه ېې دخوب بتسرې ته له ځان سره مه وړئ .

دوینې کمی  اویا دوسپنې کمی هم هغه موارد دي چې جنسي ګروهنه کموي  ،سیګریټ ،الکول او نشه یزمواد هم دغسې تاثیرلري .له لنګون وروسته او ماشوم ته دشیدو ورکولو په وخت ممکنه ده دهورموني اغیزو له امله میرمن جنسي تمایل ونه لري  ،له هیپوفیز غدې دپرولکتین په نامه دیوه هورمون ډیرافرازیدل هم دغه ستونزه پیدا کولاي شي  ،اضطراب ، ډیر کار ستوماني  او دژوند له شریک سره اختلافات هم ممکنه ده جنسي ګروهنه کمه کړي . له جنسي تماسه ناسمه پوهه هم دغه ستونزه پیدا کولاي شي ډیرنارینه تردې وړاندې چې میرمن یوه جنسي مقاربت ته چمتو کړي مستقیماً  له میرمنې څخه غوښتنه کوي دغه چاره دمیرمنو نه خوښیږي او په دې ډول دحقارت احساس کوي نو په دې ډول له یوې مودې وروسته  میرمنې ته دغه ستونزه پيدا کیږي .تجربو ثابته کړې هغه میرمنې چې خپلې پاکۍ ته ډیره توجه کوي په هغوکې جنسي ګروهنه هم ډیره وي  .باید میړه هڅه وکړي داسې فضارامنځته کړي چې میرمن هم ترې ګټه پورته کړي او دغرور احساس وکړي کله چې میرمن احساس وکړي چې پرخاوند یوازې دجنسي مقاربت له امله ګرانه ده ښايي ورو ورو ېې ګروهنه کمه شي  .

ځینې میرمنې چې عمر ېې زیاتیږي یا دمنوپوز (وچیدا )مرحلې ته ځي په هغو کې دستروجن په نامه دهورمون دکمیدا له امله  واجن  وچ کیږي اوپه دې ډول جنسي مقاربت ېې  دردناکه کیږي دغه مسله ښايي هغه سوړ مزاجه کړي  او له جنسي مقاربته خوند وانه خلي  دغه  راز دنارینتوب هورمون  تستسرون  چې په نارینه و او میرمنو کې موجود وي او دجنسي ګروهنې سبب  کیږي  هغه وخت کمیږي چې عمر لږ زیات شي  او دتخمدانونو فعالیت کم شي  نو په نیتجه کې  جنسي ګروهنه ېې کمیږي البته دا په دې معني نه ده چې دغه میرمنې نور باید جنسي مقاربت ونه لري اویا ترې خوند وانه خلي په خاصو درملو او خاصې تغذیې سره  دوي هم له جنسي مقاربته خوند اخلي دغه راز دعمر په زیاتیدا سره  جنسي ګروهنه نه کمیږي  بلکه ډیرځله زیاتیږي هم .
ډیرزیات درمل شته چې جنسي ګروهنه په میرمنو اونارینه وو کې کموي  دډپرشن پر درملو سربیره  دفشار ضد درمل او حتي دامیندوارۍ ضد درمل  دمیړه او ښځې ګډ ژوند اغیزمن کولاي اوجنسي ګروهنه کمولاي شي .

دام ایس په نامه  ناروغي هم  دعصبي رشتو او مرکزي اعصابو دکمزورتیا سبب کیږي اوپه دې ډول پر جنسي اړیکو هم تاثیر کوي  کله چې یوه ښځه په دې ناروغۍ اخته شي له جنسي مقاربته خوند نه اخلي او ګروهنه ېې کمیږي  دغه راز دپاکینسون په نامه ناروغۍ هم ورته اغیز درلودلی شي .
هغه میرمنې چې دردناکه میاشتنی عادت یا پریوډ لري او یا نورې تناسلي او زهروي ناروغۍ لري ممکنه ده جنسي ګروهنه ېې کمه وي .
کله چې دجنسي مقاربت په وخت میرمن درد احساس کړي هغه وخت هم میرمن نه غواړي بل ځل جنسي مقاربت وکړي  دتخمدان کیست ممکنه ده دردناکه مقاربت رامنځته کړي  نو کله چې دمقاربت په وخت میرمن درد احساسوي باید نسايي ډاکټر ته ور شئ او علت ېې پیدا کړئ .
دتیرئید غده (چې په ستوني کې موقعیت لري او  دوګړي په روغتیا او ژوندکې  مهم رول لوبوي ) که له کومې ستونزې سره مخامخ شي ورسره جنسي تمایل کمیږي .

 هغه میندې چې بیلابیلې رواني ناروغي لري له جنسي پلوه هم  ستونزې پيدا کولاي شي  حتي هغه میرمنې چې په خوب کې ویریږي او دآپنې ( خپکۍ )په نامه ستونزه لري ممکنه ده  جنسي ګرهنه ېې کمه شي .
البته  دمیرمنو دجنسي ګروهنې  کمیدل یوه ناروغي نه ده او په  آسانه ېې علاج کیداي شي  هره میرمن دژوند په یوې برخه کې په دې مسلې اخته کیداي شي  په دې شرط چې مسله پټه نه کړئ او له ډاکټرسره ېې  شریکه کړي .
بله مهمه  مسله دا  ده چې باید له دې امله اندیښنه ونه لرئ اندیښنه په خپله ددې په ځاي چې کومه ګټه وکړي دغه ستونزه نوره هم زیاتولاي شي .
البته کوم وخت یوه میرمن پوهه شي چې سوړ مزاجه ده که په میرمنو کې دغه موارد موجود وي په هغوکسانو کې شمیرل کیداي شي چې سوړمزاجي لري :
 په تاسو کې دجنسي عمل شوق نه وي
دجنسي مقاربت په وخت نه پارول کیږئ او یا دغه کار درته مهم نه ښکاري او غواړئ هسې غم ېې کم کړئ .
کله چې ارګاسم یا دجنسي لذت اوج ته نه شئ رسیداي .
کله چې دنیژدې کیدا په وخت درد لرئ . که دغه ستونزې لرئ نو باید دعلاج فکر وکړئ ځکه ښايي مسله نوره هم جدي شي او ستاسو ګډژوند ته تاوان و رسیږي  .

پورتینو مسلو ته پام سره غوره ده دجنسي ناګروهمنتیا  دعلاج لپاره دهغه علت پيدا کړئ او حتماً ډاکټر ته ورشي که جسمي ناروغئ مو معالجه شي نودغه ستونزه هم ورسره ختمیږي خو که جسمي مسله نه لرئ بیا رواني مسلوته توجه وکړئ  او دګډژوند او مقاربت سمې رودې وآزمايئ .
په معالجه کې ېې له هورمون تراپي رانیولې  ترګډژوند په هکله ترمشورو پورې ډیرې لارې شته چې باید ورته  توجه وشي  دمثال په توګه  باید دواړه لوري دا زده کړي چې له خپل مخالف جنس سره څنګه اړیکه ونیسي ،څنګه مشکلات او روحي فشارونه لیرې کولاي شي ،سترس باید څنګه کنترول شي ،څنګه دژوند له شریک سره مینه اوصمیمت زیاتولاي شي  دجنسي تماس بیلابیلې رودې باید زده کړئ ،جنسي علایق له یوبل سره شریک کړئ ،خپلې ظاهري وضعې ته توجه کوئ او پاک اوستره ګرځئ ، دجنسي تماس په څرنګوالي کې تنوع  رامنځته کړئ ،په کار او دژوند په بیلابیلو برخوکې تعادل رامنځته کړئ .
پردې سربیره هغه خواړه او میوې چې دمیرمنو جنسي تمایل زیاتولي شي په دې ډول دي :
مڼه ،مارچوپه ،کیله ،سبزیانې.انجیر،هوږه ،پياز او نورمغذي خواړه دجنسي تمایلاتو په زیاتیدا کې مرسته کوي .

که دغه پورتنۍ ناروغۍ اوستونزې نه لرئ دغه لارې او رودې هم له تاسو سره مرسته کوي چې په لوړکیفیت جنسي اړیکه ولرئ :
 خځلتیا او شرم څنګته کړئ اوله خپلې میرمنې وغواړئ چې کوم کار ېې ډیر خوښیږي په دوه زره اتم کال کې څیړنو ثابته کړې ده  هغه کسان چې په دې اړه له خپلو میرمنو سره خبرې کوي په جنسي اړیکو کې لږ له خنډونو اوانفعال سره مخا مخیږي . دخپلې میرمنې دبدن پنځه غوره ځنګړتیاوې وپیژنئ  په هاروارډ پوهنتون کې څیړنو ښودلې ده  هغه میرمنې چې جذابیت او دښکلا احساس لري له خپلو اړیکو ډیر خونداخلي  دغه احساس باید تاسو هغو ته ورکړئ په یوې نظرسنجۍ کې شل په سلو کې میرمنو ویلي دي چې شرم او خځلتیا ددې مخه نیسي چې  له جنسي اړیکو خوند واخلي البته دا باید هیره نه کړو چې دغه نظرسنجي په اروپاکې شوې اوشرم اوبې ځایه حیا زموږپه ټولنه کې دډیروستونزو اصلي تومنه ده البته باید دداسلام داصولو په اساس په ځینومسلو کې عمل وشي حتي اسلام هم په دې اړه واضح او سم شرایط لري چې موږ ورته توجه نه کوو.

کله چې له کوره وځۍ د خداي پاماني ښکولول یا مچي کول مه هیروئ اودغه چاره لکه دسهار دغاښونو دبرش کولو په شان په یاد ساتئ ځکه چې دمیړه او ښځې ترمنځ صمیمت نور هم زیاتوي  غوره سهار له ویښیدا وروسته لږشیبه په خپل کټ کې پاتې شئ او له یوبل سره خبرې وکړئ . او یوبل ښکل کړئ ښايي دغه کار دیرش ثانیې وخت واخلي خو ډیره ګټه به ولري .
خپل ذهن دمقاربت په وخت فقط همدې مسلې ته متمرکز کړئ د یوګا د کتاب لیکوال الن  بارټ ووايي د یومیلیون کسانو ذهن دمقاربت  په وخت بل ځاي وي  هڅه وکړئ دا زده کړئ  چې څنګه خپل ذهن په یو ځاي کې  متمرکز کولاي شئ او هلته چې جسماً حضور لرئ روحاً هم هملته شتون پیدا کړئ  .
میرمن او نارینه باید ښکلې جامې واغوندي په تیره بیا دشپې او لاندې جامې باید پارونکې او ښکلې وي  هروخت خپل ظاهر ته توجه کوئ په اسلام کې  ویل شوي دي په کور کې خپلو میړنو ته آرایش وکړئ او ځانونه سینګار کړئ .
ځینې ډاکټران وايي دجنسي مقاربت لپاره تر ټولو ښه وخت سهار دی  هغه کسان چې سهار جنسي مقاربت ته ګروهنه لري  د دې سبب کیږي چې د اوکسي توسین په نامه هورمون دهغو په بدن کې خوشې شي  او په دې ډول به ټوله ورځ ښه روحیه ولرئ اوپه ښه انرژي به کار وکړئ اوپردې سربیره  دسهار له مخې جنسي ګروهنه ډیره وي .
دخوب کوټه تل منظمه ساتئ هغه کوټې چې ګډې وډې وي  دواړه لوري پکې جنسي خوند نه شي اخیستلاي.
دغه راز له خپلې میرمنې سره تل په صمیمیت خبره کوئ او وار د واره جنسي مقاربت مه پيلوئ  اوله پاروونو وروسته دغه کاروکړئ .
په درناوي .




  1. په حمام يا تشناب کې اذکار ويل جايز دي او که نه ؟
  2. مرغان په کور کښی په قفس {پنجرې} کښی ساتل څنګه دی؟
  3. د انټرنيت ډير کارول تاوان لرى
  4. مذاهب اربعه د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده
  5. د "سلام" او "سلامونو" تېروتنه!
  6. هډوال وېب له طرفه هلک او جینی ته ېو پیغامو for girls & baby
  7. د لــــــــــمــــــــــــــونـــــــــــــځ څلویښت فائدې او ګټې
  8. د کافرې سره د اسلام راوړلو په شرط نکاح جايزه ده ؟
  9. كه يو سري يو موتر د 2 مياشتو به قرض قيمته وركري دغه خو به سود نه رازي
  10. واکسين کول شرعاً څه حکم لري ؟
  11. پوښتنه: آیا په اسلام کښی شاعری جائز ده؟
  12. دبنی اسریلو دیوه پاچا قصه
  13. پوښتنه: آيا ښځو ته د آذان او اقامت کولو اجازه شته کنه؟
  14. پوښتنه: د سنتو لپاره د ځاي د تغيرولو په اړه څه دليل شته او کنه؟
  15. پوښتنه: کچيري امام په هيري سره بي اودسه لمونځ وکړ ددي حکم څه دي؟
  16. پوښتنه: په هغه امام پسي لمونځ کيږي او کنه چي لوي او واړه ګناهونه سرته رسوي لکه شراب څښي يا نشه يي مواد څښي يا ږيره خريي او ديته ورته ګناهونه سرته رسوي؟
  17. ډيـري خـلـک داسـي ويـنـو چـي کـلـه چـي د سـهـار لـمـونـځ ولاړ وي دوي لـمـړي خـپـل سـنـت لـمـونـځ کـوي او بـيـا د امـام پـسـي اقـتـدا کوي ددي کار څه حکم دي؟
  18. ځنو جوماتو کي ډيــر ازدحــام وي کله ناکلـه جومـات ډکيږي نـو لمونځ ګذار پـه کوڅو او لارو کي ودريــږي پــه دي اړه مـو څـه نـظـر دي؟
  19. د حضرت علی قبر په مزارشريف کې دی ؟
  20. د چرګانو ماشيني ذبح څه حکم لري ؟
  21. د کومو هيوادونو د ذبحې غوښي حلالې دي ؟
  22. له خلکو څخه د مننې تمه مه کوه
  23. د فيسبوک ځوانانو ته د اسلامې لارښود څو نصيحتونه (لومړی برخه)
  24. په اسلام کې د تصوير حکم څه دی ؟
  25. د ښځو د پاره د پزې او غوږونو سوري کول جايز دي ؟

No comments:

Post a Comment

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښه انسان د ښو اعمالو په وجه پېژندلې شې کنه ښې خبرې خو بد خلک هم کوې


لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل ملګروسره معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


خپل نوم ، ايمل ادرس ، عنوان ، د اوسيدو ځای او خپله پوښتنه وليکئ


طریقه د کمنټ
Name
URL

لیکل لازمی نه دې اختیارې دې فقط خپل نوم وا لیکا URL


اویا
Anonymous
کلیک کړې
سائیٹ پر آنے والے معزز مہمانوں کو خوش آمدید.



بحث عن:

البرامج التالية لتصفح أفضل

This Programs for better View

لوستونکودفائدې لپاره تاسوهم خپل معلومات نظراو تجربه شریک کړئ


که غواړۍ چی ستاسو مقالي، شعرونه او پيغامونه په هډاوال ويب کې د پښتو ژبی مينه والوته وړاندی شي نو د بريښنا ليک له لياري ېي مونږ ته راواستوۍ
اوس تاسوعربی: پشتو :اردو:مضمون او لیکنی راستولئی شی

زمونږ د بريښناليک پته په ﻻندی ډول ده:ـ

hadawal.org@gmail.com

Contact Form

Name

Email *

Message *

د هډه وال وېب , میلمانه

Online User